Categories

اعلان

Loading…

د حسابدارۍ انستیتیوت د پلان جوړلو له څانګې ۳۷ محصلین فارغ شول

خبرپاڼه
۱۳۹۳ د لړم ۲۱

د پوهنې وزارت د ادارې او حسابدارۍ انستیتیوت د پلان جوړلو له څانګې په لومړي ځل ۳۷ تنه محصلین فارغ شول.

ددغو محصلینو د فراغت لپاره په جوړه شوې غونډه کې د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو معین ښاغلي آصف ننګ فارغو شویو کسانو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې  ددې څانګې له جوړېدو یې موخه داوه، چې د پوهنې وزارت ټولو کارکوونکو ته د ښوونې او روزنې د پلان جوړولو په برخه کې متوازن فرصتونه برابر شي. نوموړي زیاته کړه، چې د ستراتیژیکو عملیاتي پلانونو او تګلارو د جوړولو او پلي کولو په برخه کې د پوهنې وزارت د ظرفیت لوړول او پراختیا هم د یادې څانګې له مهمو موخو څخه دي.

د ښوونې او روزنې د پلان جوړولو څانګه د پوهنې وزارت د اړتیاو له مخې په ۱۳۹۱ کال کې د ادارې او حسابدارۍ انستیتیوت په چوکاټ کې رامنځ ته شوله.

په دغه انستیتیوت کې د ورځنیو اړتیاو سره سم محصلینو ته د پلان جوړونې، پلان عملي کولو او څارنې په برخو کې زده کړې ورکول کېږي. د پوهنې وزارت غواړي، چې د دغه ډول مسلکي څانګو  په پراختیا سره د افغانستان د ملکي خدماتو د پلان جوړونې برخه پیاوړې کړي.‎

د پلان جوړولو په څانګه کې د اصلي مضامینو تر څنګ د ښوونې او روزنې پلان جوړل، تدارکات، د بودیجې جوړول، راپور ورکول، د ښوونې او روزنې احصایه او بنسټونه تدریسیږي.

د یادولو ده، چې په دې څانګه کې د زده کوونکو لپاره کمپیوټر، درسي مواد، بدل اعاشه، قرطاسیه، د تګ راتګ کرایه او د وزارت له مرکزي ادارو او تاسیساتو څخه لیدنه او ځینې نورې لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي. د ادارې او حسابدارۍ انستیتیوت د پلان جوړولو په څانګه کې د پوهنې وزارت د پلان او ارزونې د عمومي ریاست د باتجربه او مسلکي کارکوونکو له لوري، چې د ماسټرۍ په کچه زده کړې لري، تدریس کېږي.

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

52 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *