Categories

اعلان

Loading…

امریکا له پاکستانه وغوښتل چې له فرصته د افغانستان د ثبات لپاره کار واخلي

تاند- د امریکا متحدو ایالتونو نن /چهارشنبه/ له پاکستانه وغوښتل چې له فرصته په استفادې د افغانستان د ثبات لپاره هڅه وکړي ځکه چې یو ثبات لرونکی افغانستان به، چې سوله او له ګاونډیانو سره ګټورې اړیکې ولري، د سخت دریځۍ پر ضد په متقابله مبارزه کې اغېزمن وي.

په پاکستان کې د امریکا سفیر ریچارډ جي اولسن وویل، د امریکا او پاکستان ترمنځ غښتلې اړیکې د سیمه ییز ثبات لپاره ضروري دیي او د دې کار تر ټولو حساس عنصر دا دی چې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي.

د امریکا سفیر دا څرګندونې د ساینس او تکنالوژۍ د ملي پوهنتون د یوې ډلې محصلانو غونډې ته وکړې.

ده وویل چې سوله ییز او امن افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا د اقتصادي ودې لپاره هم خورا ګټور دی.

د امریکا سفیر ښاغلي اولسن وویل:« د افغانستان د امن او باثباته راتلونکې لپاره هلې ځلې د سیمه ییز ثبات او سوکالۍ لپاره یو تر ټولو مهم عنصر دی.»

د امریکا سفیر پاکستان وهڅاوه چې له افغانستان سره د اړیکو د غښتلتیا لپاره هلوځلو ته دوام ورکړي.

د ده په وینا ډېر کارونه شته چې باید د امنیت، سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو، بیارغونې او سیمه ییزې همکارۍ په شان د مهمو مسایلو په برخه کې په ګډه وشي.

د امریکا سفیر له محصلانو هم وغوښتل چې د پاکستان په باثباته او خوندي راتلونکې کې رول ولوبوي.

«تاسو اوس یو فرصت لرئ چې یوه ښه راتلونکې غوره کړئ، او د تېر وخت اختلافات یوې خوا ته کړئ. پاکستان یوه ځوانه ټولنه ده، افغانستان هم همداسي. ځوانان په دواړو هیوادونو کې اوس مثبته او رغنده لاره غوره کولی شي.»

ده همداراز وویل چې امریکا د انتقال په مرحله کې له افغانستان سره په مرسته کې د دوی د مهم رول ملاتړ کوي.

266 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2