Categories

اعلان

Loading…

دوه خوښۍ/ لیکوال : عطا محمد میاخېل

شیبه مخکې برېښنا لاړه ، د کور په خونو باندې تیارې خپل تور څادر وغواړه ، شبنم پاڅېده اورلګیت یې را واخیست ، الیکین یې روښانه کړ ، د الیکین تتې رڼا ته کېناسته ، خاوند یې په زړه ور وګرځېده ، د غمونو ، دردونو او اندېښنو توپاني څپو یوه نامعلوم لوري ته بوتله ، له سترګو یې رڼو اوښکو د ګرېوان په لور سفر پیل کړ ، زویې جمشید د خپلې مور اندېښمنې او ژړغونې څېرې د خواشینۍ سمندر ته لاهو کړ ، د ډاډ په ژبه یې خپلې مورته وویل : مورې ! مه ژاړه پلار به مې هم خدای (ج) را پیدا کړي ، دا دی ماما ګان مې شته هر څه ته مو چې اړتیا وي هغوی موږ ته راوړي ، ښه مو نازوي ، تېره ورځ  سپین ګل ماما مې جامې را ته واخیستې ، اکبر ماما مې واسکټ او څپلۍ او تورګل ماما مې  خولۍ هم را ته واخیسته او په ښوونځي کې یې هم شامل کړم ، د زوی خبرې یې لاپای ته نه وې رسېدلې ، چې موریې کوټې ته را ننوته ، خپلې لور ته یې وویل : ولې ژاړې ؟ څه خبره ده ؟   
   دې په ځواب کې ورته وویل : د جمشید پلار را یاد شو ، موریې وویل : خدای (ج)  به یې را پیدا کړي د الله (ج) به همداسې رضا وه ، اندېښنې هېڅ ګټه نه لري ، خدای مه کړه د ډېرو اندېښنو له امله به سبا مړه یې ، وروڼه دې شته ، هر څه ته دې چې اړتیا وي په هغوی باندې غږ وکړه راوړي به یې  درته .
شبنم وویل : مورې ! جمشید د دوه کالو وو چې پلار یې تری تم شو ، تر ننه یې درک نه دی معلوم ، زړه مې ډېره اندېښنه کوي ، چې مړ به وي او که ژوندی ؟
مور یې بیا د ډاډ په ژبه خوله پرانیسته او خپلې لور ته یې وویل : ما  مخکې هم درته وویل ، چې خدای (ج) مهربان دی پیدا به شي ، تېره ورځ ورور دې کیسه کوله ، چې یو کس شل کاله مخکې  ورک شوی وو ، هېڅ درک یې نه و معلوم پرون خپل کورته راغی داسې یوه ورځ به راشي ، چې ستا خاوند به هم را پیدا شي او خپل کورته به راشي .
ډېر کلونه همداسې تېر شول ، جمشید اوس مهال د ښوونځي په دولسم ټولګي کې دی او د خپل ټولګي اول نمره دی ، د پلار د ورکې غم یې هم سوړ شوی دی ، موریې د ده راتلونکې ته هیله منه وه .
تل به یې خپل زوی هڅاوه چې په خپلو درسونو کې کوښښ وکړي او ورته ویل به یې ، چې سبا به له تانه یو ډېر ښه انجینر جوړ شي ، خپل هېواد او هېوادوالو ته به د خدمت جوګه شې ، دې ته ورته ډېرې خبرې به یې ورته کولې . له ورځو یوه ورځ جمشید په ډېر خوشالۍ کاغذ په لاس کورته راغی خپلې مور ته یې وویل : مورې دادی په ازموینو کې په لمړۍ درجه بریالی شوی یم ، مور یې چې په لیک لوست نه پوهېده خپل وروته یې ورغږ کړ سپین ګله وه سپین ګله ! هغه ورته کړه : څه وایي خورې ؟
ته راشه ، جمشید وایي ، چې په آزموینو کې په لومړۍ درجه بریالي شوی یم ؛ چې دا رښتیا ده او که هسې درواغ وایي ، زه خو ړنده یم په لیک و لوست نه پوهېږم ، ورور یې په منډه راغی او د جمشید بری لیک یې وکوت ، خپلې خور ته یې وویل : هو رښتیا وایي مبارک شه ، زوی دې له دوولسم ټولګي څخه په  لومړۍ درجه فارغ شو ، مور او ماما یې له ډېرې خوشالۍ په جامو کې نه ځاېیدل .
ماما یې په خوشالۍ وویل : زه به مې له خوریي څخه د ځان په څېر انجینر جوړوم ، دی ډېر هوښیار او با استعداده هلک دی .
جمشید د خپل ماما په مرسته د دولتي بورسونو له لارې د لوړو زده کړو له پاره د مالېزیا هېواد ته لاړ ، هلته یې د هغه هېواد له پوهنتونونو څخه په یوه پوهنتون کې د انجینرۍ زده کړې پیل کړې .
هر وخت به یې له خپل ماما سره د ټیلیفون له لارې اړیکه نیوله ، د خپلو زده کړو د څرنګوالي په باب به یې هغه ته  معلومات ورکول او د  کورنۍ د ټولو غړو پوښتنه به یې ترې کوله او ماما به یې هم د ځان د ده د مور او د ټولې کورنۍ د روغتیا ډاډ ورکاوه او دی به یې  هڅاوه ، چې په خپلو درسونو کې ډېر کوښښ وکړي او له هغه پوهنتون څخه په ښه درجه فارغ شي . ده هم په خپلو درسونو کې ډېر کوښښ کاوه ، په خورا مینه اولېوالتیا به پوهنتون ته ، ته ، د ډېرې پوهې او ځېرکتیا له کبله یې  په پوهنتون کې د نابغه لقب وګاته کوم استاد به چې درس ورکړ ، سبا به یې د هغه درس په باب  لومړی له جمشید څخه پوښتنې کولې هغه به هم د استا پوښتنې ځوابولې . د زده کړو په بهیر کې یې داسې ورځ نه وه راغلې چې استاد له هغه  څخه د تېر لوست په باب پوښتنه کړې وي او ده یې پوښتنه بې ځوابه پرېښې وي .  
له ورځو یوه ورځ سپین ګل د دندې په لور روان وو ، چې په ګرځنده ټیلیفون یې زنګ راغی ، ورو یې خپل جیب ته لاس کړ او ټیلیفون یې را وویست ، د هلو په ویلو یې ځواب ورکړ ، له هغې ورته وویل شول : ماما زه یم جمشید ، ده په ځواب کې ورته وویل : والکه ! فکر کوم چې شمېره دې بدله کړې ده ؟
هغه په ځواب کې ورته وویل : هو څو ورځې مخکې ګرځنده ټیلیفون ورک شو اوس مې بل ټیلیفون واخیست ، ماما یې د درسونو د څرنګوالي په باب تر پوښتنه وکړه ، ده په ځواب کې ورته وویل : درسونه پای ته ورسېدل او د انجینرۍ سند مې هم تر لاسه کړ ، بله ورځ له خیره له خیر درځم ، زموږ الوتکه به د افغانستان په وخت د سهار لس نیمې بجې د کابل په هوایي ډګر باندې را کوزه شي ، له مهال وېش سره سم ماما ګان یې هوایي ډګر ته ورغلل ، جمشید را ورسېده ، له یو خوږ روغبړ وروسته له ماماګانو سره د کور په لور راغی ، د ده په راتګ د کورنۍ ټول غړي یې خوشاله شول .

کلیوال ، خپل خپلوان یې ستړي مه شي ته راتلل ، د مېلمنو د تګ و راتګ بهیر لا پای ته نه و رسېدلی ، چې د کلا دروازه بېدرېغه ووهل ، شوه ، ماما یې په خپل زوی باند غږ وکړ ، فریده ! ته ورشه ، چې د کلا دروازه څوک ټکوي ، فرید ورغی خو په بېړه بېرته کورته راغی او خپل پلار ته یې وویل : یو سړی ، چې  ببره ږیره ، اوږده وېښتان او خیرنې جامې یې په تن دي ، ستا پوښتنه کوي ، پلار یې له ځان سره وویل :  دا به څوک وي ؟ زموږ په دوستانو کې هم داسې څوک نه شته ، لنډه دا چې سپین ګل ورغی او نوموړی یې له ځان سره کورته راوست ، کله چې انګړ ته را ننوتل ، نو خپلې خورته یې غږ کړ :
خورې زېری مې درباندې دادی خاوند دې راغی ، د خور او خوریي په ګډون یې  د کورني ټولو غړو  له کوټې څخه د انګړ په لور منډې کړې ، ګوري چې په رښتیا سره د جمشید پلار دی ،  له ډېرې خوشالۍ په جامو کې نا ځاېیدل ، په دې وخت کې د جمشید نیا خپلې لورته مخ ور وګرځاوه او ورته وې ویل : لورې ! مبارک دې شه ، خاوند دې هم را پیدا شو او زوی دې هم انجینر شو ، دوه خوښۍ دې په برخه شوې.

46 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *