Categories

اعلان

Loading…

د حاجیانو قربانی څه کیږی؟ / محب الله زهیر

حج یوه مقدسه اسلامی فریضه ده چی هرکال په مکه معظمه کی دیو شمیرمسلمانانو له خوا د خاصو مناسکو په ترسره کولو سره ،پر ځای کیږی . دلته زمونږ د بحث موضوع د حج د مراسمو له پای ته رسیدو وروسته د هغو څارویو د غوښو د څرنګوالی موضوع ده چی د حجاجو له خوا د قربانی وروسته پاتی کیږی او پخپله حاجیان نشی کولای د هغی نه استفاده وکړی .

زه هیله مند یم چی دی بجث ته داسی بڼه ورنکړل شی چی ګواکی خدای مکړه زمونږ خبری د دینی فریضی سره په وړاندی دی یا خدای مکړه د حج یا قربانی په هکله کومه بی حرمتی وګڼل شی بلکی دا پوښتنه به نه یوازی ماته بلکی ډیرو نورو کسانو ته هم پیدا کیږی چی د حج د مراسمو د پای ته رسیدو وروسته د قربانی له څارویو څخه څه ډول استفاده کیږی .

یو تن حاجی صیب چی په عربستان کی یی کار هم کاوه په دی هکله وویل چی پرهغه ملیونونو څارویو چی قربانی کیږی ، وروسته د دی لپاره چی تعفن منځته رانه وړی چونه پری شیندل کیږی او بیا په معین ځای کی ښخیږی .

البته ډیر لږ داسی پیښ شویدی چی دا د قربانی غوښی ځینو هیوادونو ته د اړو کسانو لپاره ولیږل شی چی کله ناکله به په پاکستان کی افغان میشتو کیمپونو ته هم راوړل کیدل او یو ځلی هم فکر کوم چی د طالبانو په وخت کی افغانستان ته هم راوړل شوی وو. داچی دقیقاْ دقربانی غوښی څه کیږی اټکل دادی چی :

لومړی : که د یاد شوی حاجی صیب خبره سمه وی نو دا غوښی به چیرته ښخیږی ( همدغه د حیواناتو فوسیلونه د مودو په تیریدو سره په نفتو بدلیږی چی دا پخپله د سعودی هیواد ته یوه پانګونه هم ده ).

دوهم : کیدای شی دا غوښی د سعودی هیواد د دولتی بنسټونو لکه د اردو او پولیسو ځواکونو او نورو برخو د استفادی لپاره په سړو خونو کی ذخیره او بیا ورڅخه استفاده وکړی . دریم : لږ احتمال دادی چی ووایو دا غوښی د اسلامی ملکونو بی وزلواو محتاجه خلکو ته ولیږدول شی خو دا اتفاق ډیر لږ پیښیږی او که هر کال دا غوښی کومو هیوادونو ته لیږدول کیدای نو مونږ به د رسنیو له لاری پری خبریدلو خو دا کار ډير لږ او په ندرت سره کله کله پیښیږی چی البته د دی غوښولیږدول نورو هیوادونو ته هم ډیر لګښت غواړی چی ښایی د سعودی هیواد دی کارته چندان زړه نه ښه کوی .

اوس پوښتنه دا ده چی که چیری دا قربانی د مشخص حاجی په نوم د هغه په متبوع هیواد کی وشی آیا دا به کومه شرعی ستونزه ولری که نه؟ که چیری شرعی ستونزه موجوده نه وی او د لوی اختر په ورځ د مشخص حاجی په نوم د هغه په هیواد کی قربانی وشی دا به د هغه هیواد بی وزلو خلکوته ګټه ورسوی . مونږ وینو چی هرکال دافغانستان څخه د ( ۳۰۰۰۰ ) دیرش زره شاوخوا حاجیان د حج د فریضی د ادا کولو لپاره سعودی عربستان ته ځی نو که چیری هر حاجی صیب ( ۱۰۰ ) سل ډالر یوازی د قربانی لپاره مصرفوی نو (۳۰۰۰۰۰۰ ) دری ملیونه ډالر کیږی .

که چیری دا دری ملیونه ډالر د حج او اوقافو وزارت د حاجیانو څخه ستنی کړی او بیا د لوی اختر په ورځ د یو هیئت په موجودیت کی چی د حج او اوقافو د ریاست ، سری میاشتی، کار او ټولنیزو چارو وزارت ، د مهاجرینواو راستنیدونکو چارو وزارت او داسی نورو ارګانونو څخه جوړ وی دا قربانی تر سره شی او بیا دا غوښی پر بی وزلو او اړو کورنیو وویشل شی ، دا به لویه مرسته د داسی کورنیو سره وی . کیدای شی دا قربانی د هر ولایت د حاجیانو د نوم لړ له مخی په هر ولایت کی تر سره شی او دهماغه ولایت اړو کورنیو ته وویشل شی . تر هغه ځایه چی می د ځینو دینی علماوو څخه پوښتلی دی دا کار کومه شرعی مانع نلری او کیدای شی چی په جوماتونو کی زمونږ امامان هم د خلکو د ذهن د روښانتیا او د سوء تفاهم د مخنیوی لپاره دا موضوع د یو ګټورعمل په توګه تبلیغ کړی.

په همدی توګه غواړم د موضوع په اړوند یو بل ټکی ته هم اشاره وکړم او هغه داچی حج د اسلام د مقدس دین پنځم بنسټ یا بنا ده او د هغی نه وړاندی د کلمی ، لمونځ او روژی نه وروسته د زکات فریضه راځی نو کوم حاجی صیب چی حج ته ځی خامخا د خپلی شتمنی په حساب زکات هم ورکوی نو ښه به دا وی چی د حج او اوقافو وزارت داسی یو بنسټ منځ ته راوړی چی بانکی حساب ولری او ټول هغه مسلمانان چی زکات ورباندی فرض دی خپل زکات نوموړی حساب ته ولیږدوی او خصوصاْ هغه حاجی صاحبان چی غواړی حج ته ولاړ شی باید د خپل غوښتنلیک سره لږ تر لږه دیوکال د زکات بانکی آویز چی پورتنی حساب ته یی لیږدولی وی یو ځای وسپاری او دحج او اوقافو وزارت دی دهمدی اسنادو له مخی نوموړی حاجی صیب حج ته د تللو لپاره د قرعی په نوم لړ کی شامل کړی .

البته دا پیسی که چیری په دقیق ډول محاسبه او داسی نورو بسپنو سره یو ځای د بی وزلو کورنیو ، سوالګرو او هغه کورنیو سره چی ماشومان یی د بی وزلی له امله ښوونځیو ته تللای نشی او شاقه کارونه کوی ؛ مرسته وشی نو باور دی چی د فقر په له منځه وړلو کی به ډیره مرسته شوی وی او دا به داسلام دین په رڼا کی د هیواد بی وزله مسلمانانو ته یوه ښه اقتصادی لاسته راوړنه وی .

39 total views, 2 views today

3 comments

  1. فیضی Reply

    محترم زهیر وروره
    ستاسو نظر دقربانی په موضوع کی په دی شرط چه کوم شرعی مشکل ونه لری دتائید وړده اوباید همداسی ووشی چه قربانی یا دحاجی دکورنی له طرفه اویاهم حکومت داتدابیر ونیسی خو فی الحال زه په خپله حکومت په داسی یو موقف کی نه وینم چه په دی کار وتوانیږی ولی چه حکومت په خپله هم په یوعالم مشکلاتو اواداری فساد کی غرق ده اوخپل هغه ورسپارل شوی کارونه نه شوی کولای نوداخو یواضافی بوج ده چه دحکومت په اوږو وراچول کیږی که چیری دحاجی دکورنی له طرفه داقربانی ووشی اوغوښه یی مسکینانو ته ورکړل شی بیابه هم ستاسو مطلب براورده شوی وی ولی زه په خپله ستاسوسره په دادوهم مورد کی چه دزکات موضوع ده موافق نه یم هغه په دی خاطر که چیرته یو څوک دنصاب خاوند وی هغه که دحج اراده یی کړی وی اوکه یی نه وی کړی باید زکات ورکړی اوپه خپله خلک دمسکینانو په تشخیص کی له حکومت نه ښه پوهیږی

  2. Faizullah Isaqzai Reply

    the best idea. I really liked it. it is sufficient and practical.

  3. ABDUL RAHMAN KHAN Reply

    Aslamu Alikum ,bid yadawana wakam Che de Zaheer Sahab hara Khabara par zai da. Kho zma Pa feeker Suidia Arab de qurbani ghushi be wazlo hewado ta lezi zaka che ziatra arab khfal zakatona Ao yasadaqi la hagho be wazalo hewado sara kawi che haghalta de ubo ao khurak lafara ao de marezi dramal lafara lagwal kezi. Ao ka cherta zmong Afghanistan hokmat ham Eo saleema edara la fasad sakha paka edara wa lari no har sook che haj ta zee ao ya zakat warkawi no khfal zaka ba hagha edara ta war kawi ao hagha edara Bid de ghareebano Ao bewazlo Ao de marezzano darmal Ao cherta che de ubo asantya na we haghalta bid de ubo lafara saagani ow basi. Ao za bid de Eo bali khabari yadawana wakam Za de madraso Kheelaf na yama Kho pa har kali ke de madrasi Khelaaf yama ZMong de Dubai ,de Afghanano pa Market ke de madraso lafara pa lakawo Chanda kezi Ao be zaia masraaf kezi hes eo madrasa Dumra zadakwonki na lari Kho de madrasi mashran har kala de rozi mubaraki pa meyasht ke Zmong la market sakha pa lakawo drham wari ao be zaia ye masraf kezi Ao de ghareebo Ao be charawo haq ham noshi jaan ke .Afsos zmong Afghanano Pa haal

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *