Categories

اعلان

Loading…

پینتاګون په یوه تازه راپور کې ویلي چې ایران او پاکستان د افغانستان د بې ثباته کولو هڅې کوي

تاند- د افغانستان د امنیت په اړه د امریکا د دفاع وزارت یا پینتاګون په وروستۍ څېړنه کې پاکستان او ایران په کلکه غندل شوي او ویل شوي چې دا دوه هیوادونه د سیمې امنیت ګډوډوي.

د افغانستان په اړه د پینتاګون په څېړنه کې راغلي چې پاکستان د دې لپاره چې په افغانستان کې یې نفوذ بایللی او د هند د پوځي برلاسۍ مقابله وکړای شي له سخت دریځو څخه په افغانستان او هند کې د نیابتي جګړې لپاره کار اخلي.

د پینتاګون راپور وايي، دا ډول سخت دریځي ډلې په لومړي قدم کې د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابوي.

پینتاګون همداراز ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونه د دې لپاره چې له افغانستانه نړیوال ځواکونه ژر ووځي طالبانو ته د جنګي وسایلو مرسته ورکوي.

راپور په عین وخت کې وايي چې طالبان چې تهران د افغانستان له حکومت سره د دوستانه اړیکو پر ساتنې ته پام لري او دا هم نه غواړي چې طالبان بیا واک ترلاسه کړي.

د پینتاګون څېړنه وايي چې په افغانستان کې د ایران پلوو او شیعه ګانو ملاتړ د ایران د ستراتیژۍ یوه برخه ده.

خو د یو شمېر افغان کتونکو په باور ایران تر هر څه زیات په افغانستان کې د خپل کلتور د ترویجولو ډېره هڅه کوي او په دې کار کې له ایران سره هغو رسنیو زیاته مرسته کړې چې د لوېدیځ په مالي مرسته جوړي شوي او فعالیت کوي.

332 total views, 2 views today

1 comment

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    باكستان او ايران كله دافغانستان به جارو او امنيت كي لاس نه دي وهلي جه اوس ءي شروع كري زمونز دبد بختي او كدودي او بي اتفاقي اصلي عاملين همدا دوه بد بخته هيوادو نه دي همدا هيوادو نه وه جه زمونز بياوري او قهرمان ملي اردو به صفر كي ضرب اوبه نتيجه كي يو شخصي تنظيمي اردو منخ ته راغي،زمونزه مغزو نو يعني قدرونه ءي فرار ته مجبور كره،اقتصاد ءي رأته به صفر ضرب كره،داسي كدودي بأندي اخته كرو جه دسر سري مونه وو معلوم ،تجزيتهءي ته داسي لمن ووهلي جه لا تر اوسه بعضي جنكسالاران د تجزيء خوبونه به خوب كي ويني ،نوربه خه وكري وي كره اوس بايد دملت فرد،فرد بيدار او ددوي كارو ته دندان شكنه جواب وركري.مونز به دي شه بوهيدو او بو هيزو بنتاكون اوس متوجه شو .
    اشرف غني بيدار او وطن فرسته دي د تيرشو غوندي نه به ريال اونه به كلدارو نه خر خيزي او نهءي خوك اخستي شي
    زوندي دي وي دافغان اولس داشرف غني تر رهبري لاندي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2