Categories

اعلان

Loading…

نوحه ګرو ملګریو ته! / مجید قرار

نن د دغه، پرون د هغه، او سبا د هغه بل شهید په ویر قهرېدلیو، په احساساتو راغلیو، نوحه ګرو ملګرو.

ډېره بښنه غواړم، وژاړئ، ښېراوې وکړئ، سرونه وشکوئ او مخونه ووهئ خو فایده نه لري.

غلیم مو پېژني چې ستاسې غوسه څومره وخت دوام کوي، او ستاسې د احساساتو تودوخه څومره وخت پایي.

هغه وایي پرېږده، د دې خلکو غوسه چې بېخي اوږده شي دری ورځې به وغځېږي، دری ورځې وروسته به بیرته هر سړی خپل کار کوي. څوک به غزلونه وایي، څوک به د خپلو ماشومانو عکسونه خپروي، څوک به د خپلو بانډارونو راپورونه خپروي، څوک به د خپل سفر شېبه په شېبه حالات شریکوي، دا دی د دوبۍ ایرپورټ ته ورسېدم. دا دی ویانا ښار ته ورسېدم. دا دی ټرېن ته وختم.

ملګریه، نه دې څوک په آخ آخ تړلي، نه دې په اوف اوف خبر دي، ځکه چې ته لکه ماشوم داسې یې. یوه شېبه دې کریغې اسمانونو ته خېژي او بله شېبه په یوه چاکلېټ داسې په خندا یې، ته به وایې د نړۍ تر ټولو خوشاله انسان یې.

ته نه کرکه لرې، نه مینه. نه دې له خپل وطن سره دومره مینه وکړه چې دښمن سره دې یې کرکه پیدا شي او نه دې له خپل دښمنه دومره کرکه وکړه چې له وطن سره دې پرې مینه پيدا شي.

نه دا ستا لومړی شهید دی او نه به دې وروستی شهید وي، خو نه دې په لومړي پسې تر دریو ورځو زیات سر وګرځاوه او نه به په وروستي پسې تر دریو ورځو زیات وژاړې، ځکه چې ته په نړۍ کې په لنډه حافظه مشهور یې. لکه څومره چې دې څو لوېشتې شا ته حافظه کار نه کوي، همداسې دې څو لوېشتې مخ ته نظر کار نه کوي.

ستا دښمني هم انفعالي او غبرګونیزه ده، او ستا دوستي هم. که ستا دښمني او دوستي د خپلو ثابتو ملي ګټو د اوږدمهالي تاریخ او اوږدمهالې راتلونکې پر اساس وای بیا به ته هم دغسې د هر باد پر اوږه سپور خش او خاشاک نه وای.

هو نو، لکه څنګه چې ستا دښمني او دوستي اوږدمهالې او معیاري نه ده، دغسې ستا دوست او دښمن هم معیاري او ثابت نه دی. که د تورخم ملېشه یوه لښته ووهلې شل ورځې د شهید ډاکټر نجیب الله ارمانونه کوې او که دې دوه ورځې لوبغاړي د پاکستان د کرکټ بورډ په پیچونو ولوبېدل، بیا دې لکه د شمشاد د حاجي عبدالرحیمزي، پاکستان تمهارا دوسرا ګهر هوګا..

غلیم پوهېږي چې که پر دې خلکو هرڅومره ظلم او تېری کوې دوی به دېوالونو او پېریانو ته ښېرا کوې. خدای دې د افغانستان دښمنان تباه کړي. خدای دې ظالمان تباه کړي. خدای دې بهرنۍ کړۍ وشرموي او نور دې ته ورته د ارګ له اعلامیو څخه عام شوي عبارتونه به تکراروې.

غلیم پوهېږي چې ته یې نوم نه اخلې، آدرس یې نه یادوې او په نامه یې نه غندې. چې نوم یې نه اخلې نو ده ته یې څه تاوان دی.

غلیم په دې هم پوهېږي چې ته به لومړی وار، لومړی شک، لومړی تعرض پر خپل دولت او خپلو پولیسو کوې، چې لعنت په داسې دولت شته. لعنت په داسې پولیسو شه چې امنیت نشي را وستلای. ښه نو چې زه دې غلم شم، په دې رنګ خو دې والله که پرېږدم.

غلیم دې د خرمنډک چل زده کړی دی. غلیم تا ته ورو نېښ درکوي او نور ته خپل پوستکی په خپلو نوکانو اړوې او په ګرولو ګرولو پر خپل پوستکي زخمونه جوړوې.

همدغه د تروریسم د جګړې ټوله فلسفه ده. همدې ډول جګړې ته تروریستان د ورږې او سپي جګړه وایي. ما په یوه عربي کتاب کې لوستي ول چې تروریستي جنګ ته یې حرب الکلب و البرغوث لیکلي ول. بلا تشبیه بلاتشبیه، ورږه یا کنه سپی چیچي، سپی خپلې نوکاري خپل پوستکي ته برابروي. ورږه د سپي په بدن کې یو لوی زخم نشي جوړولای خو زر واړه واړه زخمونه جوړوي او له سپي څخه پمن سپی جوړوي.

زه پوهېږم چې مثال مې غلیظ او بې خوند دی، خو همدغه مثال مې د افغانستان د اوسنۍ جګړې د طراحې تروریستي حلقې په یوه عربي کتاب کې لوستی و.

د مثال ورکولو هدف مې دا و چې تاسې یوه حقیقت ته متوجه کړم. هغه حقیقت همدا دی چې موږ تاسې د غلیم د تعقیب پر ځای خپل پوستکی ولې نوکاري کوو؟

راځئ غلیم وپېژنو، په نښه یې کړو، کرکه ورڅخه وکړو. نوم یې واخلو، او نور له خپلې لمنې د غلیم لپاره د پاتې عاطفې او خواخوږۍ مردارې لکیرې و وینځو. غیرتي، دښمن شناسه، مسلمانان افغانان شو.

93 total views, 1 views today

  1. Pardis Reply

    پر ګوتو او قلم دي رحمت شه

  2. M.A Javed Reply

    Yara Qarara da her torai de da kanee krasha da. Pa lawer awaz wayam che, Zama doshman pakistani mullah, ter hagha me sakhat doshman da hagha Afghan malatarai aw andiwal.

    Dawaro ta bayad yaw Hitler wa laroo.

  3. Guldasta Ashna Reply

    خدای دې ستا په شان زلميان زیات کړي، هیواد داسې ریښتوني زلمیانو ته اړدۍ، ګني له خیټوروخو ډک دۍ،

  4. هلال احمد Reply

    قرار صیب! پر ګوتو دی برکت شه ډیر ښایسته مضمون دی لیکلی دی الله پاک دی زمونږ ولس کی دا درک واچوی چی خپل دښمن ته کله هم دوست ونه وایی، کله هم ورسره خواخوږی ونکړی. هره ورځ زمونږ ماشومان یتیمانیږی، خویندی مو کنډی کیږی میندی مو بوری کیږی، په کونړ او نورو سیمومو راکټونه وروی او بیا هم چی کله د یو کرکټ میدان وشی نو بیا پاکستان زمونږ دویم کور شی. او که داسی کومه چاونده وشی یا کوم تراژیدی رامنځته شی نو بیا آی اس آی ته ښکنخلی وکړو چی دا احساسات مو له یوی ورځی نه اوږدیږی نو ګران قرار صیب الله پاک دی په دی سپیڅلی مبارزه کی بریالی لره او زمونږ ټول ولس ته دا احساس په برخه کړی چی خپل دښمن وپیژنی
    وسلام

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *