Categories

اعلان

Loading…

پير محمد، د شعري کاروان سرلاری/ سيد اسحاق سادات

د پښتو ادب د بډاينې په موخه د روان کاروان دغه سرلاری له کوچنيوالي څخه د شعر د کاروان لاروی دی ، هغه چې پر دې لاره څومره پلونه ایښي نو  تر شاه یې داسې ښکلي او راڼه خاپونه پريښي ، چې ګڼو ځوانانو یې دا پل پسې اخیستی او تمه ده چې منزل ته په رسیدو کې به یې مرسته  هم وکړي .

په پښتو ادب کې ډير داسې ليکوالان او شاعران شته چې د نوم په اخستو سره يې د هر چا په ذهن کې د يوې  پراخه ، هر اړخیزې او نه هيريدونکې هستۍ انځور جوړ شي  او دا ځکه ، چې  په ادبي ډګر کې د دوي  ريښتينو هڅو او فعالیتونو  د خپل قام ژبه  د سیالانو سره د سيالۍ جوګه کړې .

هو! د پيرمحمد کاروان د شعر د ګونګرو مستانه شرنګ  ويده روحونه رابيداروي ، د هغه په شعر کې پرته مينه د هر انسان د احساس چيغه ده، او د خیال د لوړتیا او د فکر د ژورتیا له امله یې  د هر چا په  زړه کې  ځانله ځانګړی او جوت ځای پيدا کړی.

د کاروان شعرونه د شعریت ، هنروالې ، عاطفې، احساس او موسیقیت د رنګينیو په خم کې داسې لمبېدلي ،چې ښکلا او ځلا يې د زړه تياره ګوټونه روښانه کوي .

پيرمحمد کاروان د پښتو ادب د کاروان هغه سر لاری دی ، چې نوم به يې تل د خپلو مينه والو په خولو يادیږي.

هغه له کوچني والي نه له  شعر و ادب سره  د لېونۍ مینې په تار زړه  وتاړه  ، او له همغه مهاله تر اوسه د شعر پر دښته د خپلې مینې د سپيڅلي ارمان  په لټون ورک لیونی ګرځي.

تل يې د شعر په ژبه له دنګ چنار سره خبرې کړي .په دې خبرو کې به يا د دغې هسک چنار يادونه پراته وي  او يا به ورڅخه ګيلې او شکايتونه شوي وي،خو هر څه چې  وي  چنار د کاروان په شاعرۍ کې کله د وطن د ښایسته پيغلو د دنګو قامتونو سمبول شوی او کله د قومي کردار د افاقیت .

لکه :

چپ شمه  که ووایم  ، چې دنګه یاره  تا ښایم ؟

خلک راته وايي ، چې کاروانه !  چنار  څه مانا؟

یا دا چې :

غوڅ يې کړ تابوت یې کړ ستا نوم به مې  ليکه پرې

ستا  په  نامه  خاورو  ته   چنار  راسره  ځي

د دغې شاعرانه هستۍ په شعرونو کې فلسفه ،ښکلي بې بېلګې  انځورونه،نوي ترکیبونه ، لوړ خيالونه ، ژورفکرونه او د شعر نورې ګڼې ښکلایيزې ځانګړنې په څرګنده غبرګې شوي .

د غم لېوانو  مې  د زړه  پر ورشو  برید کړی

د اوښکو  وري  د بڼو شپول  ته په ترپکو راځي

کاروان د پښتو شعري نړۍ په لر او بر کې  هغه ښاد او ياد نوم دی چی په خپلو شعرونو کې یې تل د خپلې ټولنې ريښتینی انځور په ډیر زبردست هنري انداز کې په شاعرانه ژبه وړاندې کړی .

منصور چې څڼې څنډ وهي دستار وغورځوي

په یوه چيغه  به سل زره کفار   وغورځوي

سيلۍ د مينې راغلې ، بړبوکۍ د مینې هم

له شیخ نه به د خامو خښتو  ښار وغورځوي

شاعر ته د ټولنې طبيب او انځورګر وايې ، خو په پښتني ټولنه کې داسې طبيبان او انځورګران هم لرو چې په خپل دغه مسوليت کې د استادۍ تر کچې رسيدلي دي.

د دوي له ډلې يو هم پيرمحمد کاروان دی ،چې زړه او روح يې د وطن له مينې ډک دی او تل يې له همدې مينې څخه شعري ګيډۍ جوړه کړې او خپلو هيوادوالو ته يې ډالۍ کړې ده.

هغه له هيواد سره د مينې احساس ،په بيلابيلو لارو  څرګند کړی او د ټولنې وګړي يې په دی قانع کړي چې د سولې او امن کوتره به يو ځل بيا  د هيواد په غرو رغو خپلې  سپينې  او  مهینې   وزرې ورپوي او په دې ډول یې د خپلو خلکو په زړونو کې د هيلو تتې ډېوې په توپاني شېبو کې هم بلې ساتلې دي .

د ده هر شعر له رنګینیو او ښکلاوو  داسې  مالامال دی ،چې  له نورو یې ځانګړی کړی دی .

ګل چې شم نو پاڼې ، پاڼې توی په هديرو کې شم

سيوري  ته شهيد راوړي ، چې ونه د چنار شم

+++++

نن به ستا  وي د منګي  اوبه مالګينې

ما مینځلې په ګودر  وې  سهار  سترګې

کاروان هغه اوسمهالی شاعر دی چې په شعر کې د کلماتو د پر ځای کارولو مهارت لري ، د کاروان فطرت شاعرانه دی، د هغه شعر فطري  او له تصنع او تکلف څخه پاک دی .

موټي کې دې کاڼی وو ، که ګل وو خبر  نه ومه

لاس دې وو تاو کړی زما ویشتو ته د وار غوندې

د شعر په بې پایانه بیابان کې د دغې کاروان،د لفظونو اوښان په رنګینیو بار دي. او مونږ به تل د پښتو د ادب  کاروان د دغې سرلاري سړي هنري پنځونو ته په اوچته سترګه ګورو. ځکه هغه څه چې نوموړي پښتني ټولنې ته ورکړي په نړۍ کې ډيرو کمو خلکو خپل ولس ته ورکړي.

د ښکلا د کاروان ستړيه لارویه !

درومه ، درومه  تاته چا وې ، چې دمې شته

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *