Categories

اعلان

Loading…

د ميدان وردګو پوهنتون ته راتلونکى کال محصلين جذبېږي

خليل تسل  –

 د ميدان وردګو ولايت چارواکي او په ولسي جرګه کې د دې ولايت استازي وايي چې د دې ولايت پوهنتون به سږ کال د کانکور په لېست کې شامل او ١٣٩٤ کال ته به ٢٠٠ محصلين جذب کړي.

د ميدان وردګو ولايت لپاره دولتي پوهنتون د بنسټ ډبره تېر کال د سيداباد ولسوالۍ په توپ دښته کې په ٢٠٠٠ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه، خو تر اوسه پورې يې د ودانۍ جوړولو کار نه دى پيل شوى.

ددې ولايت د چارواکو په وينا د لوړو زدکړو وزارت له لورې به د روان کال په ترڅ کې د کانکور ازموينې له لارې ۲۰۰ تنه ددې ولايت پوهنتون ته جذب او په ۱۳۹۴ کال کې به د کرهنې په پوهنځي کې زده کړه پيل کړي.

    ددې پوهنتون لپاره د ودانۍ نشتوالي يواځينۍ ستونزه ګڼل کېده، خو د ولسي جرګى غړى عبيدالله کليمزى وايي چې د لوړو زده کړو او کورنيو چارو وزارتونو وسره منلې چې د ودانۍ تر جوړېدو به پوهنتون ددې  ولايت د پوليسو د روزنيز مرکز په درېيو خالي ودانيو کې فعاليت کوي.

نوموړي وويل چې د همدې موخې لپاره يې تېره ورځ  دکورنيو چارو او  لوړزده کړو  وزراتونو چارواکو او ولسي جرګې د غړو له يوه پلاوي سره ددې ولايت له والي عبدالمجيد خوګياني سره خبرې کړې او د کورنيو چارو وزارت له خوا پوهنتون ته ورکړل شوې  ودانۍ يې له نږدې ليدلي دي.

 د ميدان وردګو ولايت د پوليسو رونيز مرکز چې په يوه وخت کې د پنځه زره پوليسو د روزنې ظرفيت لري، ددې ولايت د سيداباد ولسوالۍ په توپ دښته کې موقعيت لري چې اوس يې ټولې چارې د افغان امنيتي ځواکونو په واک کې دي.

کليمزي د لوړو زده کړو وزارت نه غوښتنه وکړه چې راتلونکى کال دې په دې پوهنتون کې د کرهنې پوهنځي تر څنګ د ښوونې او روزنې پوهنځي  هم تشکيل او محصلين دې ورته جذب شي.

   د ميدان وردګو ولايت د مطبوعاتي دفتر په وينا، د ولايت مقام  هڅه وکړه چې په ۹۳ کال کې د میدان وردګو پوهنتون لپاره ودانۍ جوړه او جذب کېدونکې کسان په راتلوونکې کې په همدغه ودانۍ کې زدکړي ترسره کړي، خو د مرکزي ادارو د نه همکارۍ او کمزورې پاملرنې له امله په دې ستر کار بريالي نه شو.

  په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو ولايت استازي مجيدخان وردګ وويل پلان لري چې ډېر ژر ددې ولايت له ملي سوداګرو او پانګوالو سره د پوهنتون لپاره د انګړ ديوال د جوړولو او نورو مالي امکاناتو د موندلو په موخه ناسته ترسره کړي.

 د لوړو زده کړو وزارت د پلان رياست د معلوماتو له مخې ددې پوهنتون خپله ودانۍ به تر ١٣٩٥ کال پورې د ګټې اخيستنې لپاره چمتو شي، خو اوسمهال به د توپ دښتې رونيز مرکز درې مجهزې ودانۍ د يوه کال لپاره  ددې پوهنتون په واک کې وي.

د ميدان وردګو ولايت ګڼ اوسېدونکې په دغه اقدام خوښي څرګندوي، ځينې نور بيا ډېر ډاډمن نه دي او وايي چې د چارواکو په ژمنو باور نه لري او څو چې په عملي ډول کار نه وي شوى، تر هغو به ځانونه د پوهنتون خاوندان ونه بولي.

د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکى  احمدجاوېد ساحل او په کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون محصل وايي:” دې ولايت بايد ډېر پخوا پوهنتون درلودى، ټوله د چارواکو بې غوري او ددې ولايت د وکيلانو بې پروايي وه چې کيسه کې يې نه وو، اوس هم ډېر باور نه لري چې دا ژمنه دې عملي شي.))

هغه زياته کړه چې همدا اوس هم ددې ولايت د مرکز اوسېدونکي او وکيلان په دې راضي نه دي چې پوهنتون دې په توپ دښته کې جوړ شي، چې ممکن په جوړولو کې يې ستونزې جوړې کړي، په داسې  حال کې چې د ولايت په مرکز کې په جغرافيوي لحاظ داسې موقعيت نشته.

د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون استاد عبدالرحمن عثماني د ميدان وردګو ولايت د سرپرست رييس په توګه ټاکلى او د معلوماتو له مخې ددې پوهنتون لپاره  نوى ١٦ کسيز اداري تشکيل هم منظور کړي.

 د يادونې وړ ده چې اوسمهال په ډېرو ولايتونو کې د دولتي پوهنتونونو ترمنځ خصوصي پوهنتونونه هم فعال شوي چې له دې ډلې په ميدان وردګو ولايت کې هم د يوه خصوصي پوهنتون څانګه فعاله ده، خو ددې ولايت اکثره ځوانان په کابل او نورو پوهنتونو کې زده کړې کوي.

258 total views, 1 views today

3 comments

  1. Pingback: A university will be opened in Maidan Wardak province | Tolnazaroona

  2. Hosi Reply

    زه هر ورځ د وردګو ولایت یو مشکل چی زمونژ کلیوال ورسره لاس او ګریوان دی لیکم ولی چا تر اوسه ورته پاملرنه نده کړی هغه دا چی د وردګو ولایت د چک ولسوالی د شیخ یاسین د کلی صحی کلینک چی پانګه یی مسعود په غاړه لری د دی روغتون ډاکتر په خپله دنده کی ناغیړی کوی او په هفته کی دو یا دری ورځي دنده کی وی هغه هم نیمه ورځ خلک د زیات مشکل سره مخامخ دی د دوی مشکل نه حل کیژی د دی داکتر سره د خبری وشی که چیری دا ونده مخ ته نشی بیولی نو استعفا ورکړی چی بل څو ک راشی او که داسی نه کیژی چی هره چهارشنبه کور ته ولاړ شی بیا یکشنبه یا دوشنبی کلینک ته راځی له تاسو ټولو لوستونکو هیله کوم چی د دی مشکل لپاره د حل لاره پیدا کړی مهربانی به مو وی

  3. Hosi Reply

    هیله کوم چی پورته شکایت نشر کړی او د لوستونکو نه هیله کوم چی چاروکو سره دا خبره شریکه کړی زیاته مهربانی به مو وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2