Categories

اعلان

Loading…

د سفر خاطره/ اسد الله غضنفر

نور نو بس ډک شوی و، حرکت به یې کاوه چې یو ځوان راوخوت او د ورسره ټوکرۍ د ډوډیو د خرڅولو تبلیغ یې شروع کړ: نان سفري، نان سفري… ده په روانېدونکي بس کې ډیر وخت نه درلود. څلور، پنځه ډوډۍ یې په بیړه وپلورلې او کوز شو.

موږ له کندزه کابل ته روان وو. په دې درې سوه کیلومتري لاره کې څو ځایه ښارونه او ښارګوټي راځي. منظور دا چې څوک وږی نه پاتیږي. د سهار پنځه نیمې بجې وې او په کندز کې نانوایانو ډوډۍ پخولې. همدومره ډوډۍ ، البته تر دې توده ، په نانوایي ګانو کې په لس افغانۍ ده. څنګلوري مې چې د ټوکرۍ والا ډوډۍ رانیولې وه، راته وویل: ښه ده، سفر کې ښه ده.

څنګلوري د بس له روانېدو کابو یو ساعت وروسته په لاره جوس واخیستل چې سفري ډوډۍ ورسره وخوري. ده راته وویل: غوړه ډوډۍ که سړه هم وي، په خوند خوړل کیږي. ما پوښتنه ورڅخه وکړه: ته پوهیدې چې غوړه ده؟ ده وویل: نه.

دا جرات مې ونه کړ چې ورنه وپوښتم چې ولې دې اخیسته؟ خو له ځان سره مې خبره وشاربله:

ده او نورو ځکه دا ډوډۍ رانیوله چې پلورونکي یې د ( سفري) نوم ورباندې ایښی و. که دوی په بس کې نه وای ناست او په روحي لحاظ سفر ته نه وای چمتو، بیا دا امکان کم و چې داسې ډوډۍ واخلي چې په نوم کې یې د سفري کلمه شامله ده. که موټر د روانېدو په درشل کې نه وای او دوی د رانیولو یا نه رانیولو د پریکړې لپاره نسبتا ډیر وخت لرلای، بیا به هم د دې سودا نتایج نور وو. د نازي جرمنی د تبلیغاتو وزیر ګوبلز ویلي وو چې که خپل مخاطب وپیژنو او خبره ورته بیا بیا وکړو نو دا ورباندې منل ناممکنه نه دي چې مربع دایره ده. 

په لرغوني یونان کې سوفسطایانو د خپلې تېرې ژبې او په بحث کې د چالاکۍ په مټ، د نه منلو خبرې خلکو ته د منلو وړ ګرځولې.

ارسطو چې د سوفسطایانو د ژبې چالاکي ولیده، د سم فکر کولو لپاره د قواعدو د جوړولو ارزو ورپیدا شوه او د منطق د علم بنسټ یې کېښود. په ارسطویي منطق باندې چې صوري یا قیاسي منطق یې هم بولو، نیوکه شوې ده چې د هغه څه د ثابتولو او منلو هڅه پکې کېږي چې تر دې هڅې له مخه مو لا باید منلی او قبول کړی وي. مثلا د قیاسي استدلال په اساس وایو: ۱) سقراط انسان دی. ۲) ټول انسانان فاني دي. نو: ۳) سقراط فاني دی. که چېرې ټول انسانان پیژندل شوي او دا معلومه شوې وي چې فاني دي، نو د سقراط په اړه خو د دریمې جملې ( قضیې ) تر ویلو له مخه لا پوهېدو چې فاني دی. قیاسي منطق له ( کل ) څخه ( جز ) ته رسېږي، خو استقرایي منطق چې په وروستیو پیړیو کې یې وده وکړه، له اجزاوو څخه ( کل ) ته رسي.

موږ ډیر ځله یو عمومي اصل ومنو او بیا د نورو شیانو حقیقت د هغه په اساس معلوموو خو دا پوښتنه له ځانه نه کوو چې دغه اصل مو څنګه ومانه؟

موږ ډیر ځله د جملو د موسیقي، د ښکلیو تشبیهاتو، د مبلغ د ښکلي غږ یا جذباتي انداز تر اغیز لاندې راځو او هغه خبره حقیقت راته ښکاري چې ممکن حقیقت نه وي.

په تبلیغاتو کې وینو چې مثلا د موټر د اعلان لپاره به له یوه مشهور سندرغاړي، ورزشکاره یا داسې بل چا استفاده کېږي. دا ځکه چې دغه کسان په ټولنه کې منلي وي او شهرت او شخصیت یې د دې باعث ګرځي چې د دوی له خولې له دوی سره بیخي بې ارتباطه خبره هم په اسانۍ سره ومنو.

د دعوو وکیلان، د تبلیغاتو ماهران، سیاستوال، د نظریاتوخپروونکي ، سوداګر او نور ګڼ کسان د کندز د هغه ډوډۍ پلورونکي غوندې خپله خبره په داسې انداز کوي او په داسې وخت کې یې کوي چې په خلکو اثر پریباسي او حقیقت ور ښکاره شي.

د پوهانو په نظر که انسان ژبه نه لرلای د فکر قوت به یې خورا محدود و، خو له بلې خوا، همدا ژبه ده چې فکر بې لارې کولای او بنیادم تیرایستلای شي. موږ خپل فکر د ژبې په ذریعه بیانوو او ګومان کوو چې ژبه مازې ذریعه ده ، حال دا چې دغه ذریعه د فکر په جوړولو او بدلولو کې هم برخه لرلای شي. 

حمید مومند د موشګاف شاعر لقب ګټلی دی او همدې کلمې دې ته مایل کړي یو چې هغه د باریکو خیالونو او مضامینو شاعر تصور کړو ، حال دا چې حمید د پېچلیو او باریکو مضامینو شاعر نه دی. د کال په سر کې وویل شي چې پلانی رنګ د کال رنګ انتخاب شوی دی. د دې خبر له خپرېدو وروسته ځینو کسانو ته انتخاب شوی رنګ په رښتیا ښکلی ښکاره شي او په زړه کې ورتېره شي چې دا خو ډیر ښکلی رنګ و، د ده هسې ورپام نه و. د پښتو په ځینو لهجو کې د شین او زرغون رنګ پوره توپیر کېږي، په ځينو نورو لهجو کې د شنه او زرغونه توپیر نشته. هغوی چې شین او زرغون بیخي بېل رنګونه ګڼي، د ونو د پاڼو او د اسمان د رنګ تر منځ ممکن تر هغو کسانو ډیر توپیر وویني چې زرغون رنګ ته هم شین رنګ وایي.

موږ کله مشهوره شوې خبره حقیقت ګڼو، کله د قیاسي منطق په اساس ان په وهم باندې د حقیقت ګومان کوو او کله بیا په جزییاتو کې دومره غرق شو چې د فیل او ناګورو ( نابینایانو) د کیسې کانه راباندې وشي . هسې وایي د یوه ناګوري لاس د فیل په غوږ ولګید او ویې ویل : فیل د تناره د پاستي غوندې دی. بل نابینا ته، چې د فیل تر پښې یې لاس تاو کړی و، فیل د کوټې د ستن غوندې ښکاره شو. دریم نابینا لاس وتپاوه، د فیل په ګېډه یې کېښود او د نورو دواړو خبره یې رده کړه: نه، نه، بیخي د دیوال غوندې دی.

زه له همدې فکرونو سره بغلان ته ورسېدم او پام مې په بله واوښت.

د ۱۳۹۰ کال سنبله

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *