Categories

اعلان

Loading…

یو اړین سپیناوی او یوه ګیله ـ مجیدقرار

د بیان او مفاهمې د اخلاقو مطابق دا پر ویناوال باندې د مخاطب حق دی چې په وینا کې یې د مخاطب لپاره کافي وضاحت موجود وي. دلیل یې دا دی چې ویناوال خبره کوي، او مخاطب وخت او توجه ورکوي. ویناوال د مخاطب وخت او توجه ور مصرفوي. په دې اعتبار باید د ویناوال په پیغام کې داسې وضاحت خامخا موجود وي چې د مخاطب د بې لاریتوب او غلط فهمۍ مخه پرې ونیسي خو د بیان او مفاهمې بل اخلاقي اصل بیا دا دی چې د مبهمې او نیمګړې وینا په صورت کې له ویناوال څخه وضاحت وغوښتل شي او د ویناوال د میل او رضا پر خلاف د هغه د وینا له تعبیرېدلو او پر هغه اساس پر ویناوال له قضاوت څخه ډډه وشي.

ما تېره اونۍ پر سوشیل میډیا او فیس بوک بحث کاوه. وینا مې لیکل شوې نه وه، یواځې عمومي یادښتونه مې اخیستي ول، په بحث کې یوه موضوع دا وه چې د فیس بوک زیربناء څنګه عیاره شوې ده. زما په نظر، فیس بوک یو امتیاز لري چې دلته هر سړی خپل نظر مساویانه او آزادانه څرګندولای شي. هلته مې څو مثالونه خولې ته راغلل. یو مثال یې دا و چې پر فیس بوک داسې نه دي شوي چې مشر ته دوه لایکه وي، کشر ته یو وي، یا سړي ته یو لایک وي، ښځې ته، لکه موږ چې په میراث کې کوو، نیم لایک وي.

زما په خبره کې یو عبارت حساس و چې ما وېل – لکه موږ چې په میراث کې کوو –. هغه په دې معنا چې خلکو ورڅخه دا و انګېرله چې زه ګواکې د میراث په قانون باندې انتقاد لرم. ستونزه دا نه وه چې زما د خبرې په ذات کې غلطي وه. ما فقط یو توضیحي مثال ورکړی و. ستونزه دا وه چې زما خبرې د غلط تعبیر قابلیت درلود. دا قابلیت یې باید نه لرلای. زما په خبره کې غلطي ځکه نه وه چې:

  • اول خو په اسلام کې په سکنیو وروڼو خویندو کې ریښتیا هم خور ته نیم حق ورکول کېږي. که زه ووایم چې په دې خبره کې مساوات نشته، په دې ټول ذیعقل متفق یو چې نشته، خو مهمه دا ده چې په مسأله کې عدالت شته. مساوات هر ځای ضروري هم نه وي، عدالت ضروري وي. کله کله مساوات ساتل کېدل بې عدالتي رامنځته کوي. مثلا، ته دې د دوو کلونو، څلورو کلونو او لسو کلونو بچیانو ته یو سایز بوټونه اخلې نو دلته مساوات تأمین شو، خو عدالت نشو. عدالت ځکه تأمین نشو چې کېدای شي دا سایز یې د یوه پښو ته جوړ شي، دوه نور یې نشي په پښو کولای. د اسلامي قانون په دې عدم مساوات کې عدالت شته دی، ځکه چې پر ښځې باندې شرعاً نور لګښتونه نشته. مثلا، ښځه د خپل واده مهر نه ادا کوي، سړی یې ادا کوي. پر ښځه د مېړه یا اولاد کفالت لازم نه دی، پر سړي لازم دی. دا خبره یواځې په اسلام نه، په نورو مدني قوانینو کې هم شته. نو زه د فقهې د یوه متعلم په حیث په دې پوهېدم، پوهېږم او قانع یم چې د اسلام په دې حکم کې که مساوات نه وي هم، عدالت په کې شته، خو زما د هغې ورځې بحث نه پر عدالت و، او نه پر میراث و. هغه بحث د مساوات او نه مساوات په اړه و. ما فقط یو توضیحي مثال ورکړ.
  • په دې مثال کې د حکم ځای نه و. ما قضاوت نه دی کړی، بلکې د میراث د مسئلې حقیقت ته مې اشاره کړې ده، قضاوت دې ته وایي چې ما خپل دریځ بیان کړی وای، خو دلته ما یواځې مسئله یاده کړې ده، او هدف یې توضیح و. دریځ مې اوس بیانوم. دریځ مې همدا دی چې د اسلام د کورنۍ اړوند قوانین د نړۍ د بهترینو قوانینو لپاره مرجع او سرچینه دي. البته، هغه شېبه زما ذهن ته بل هیڅ داسې مثال ذهن ته رانغی چې ښځې ته مو دې نیم سهم ورکړی وي. دغه یواځېنی مثال و، او تر دې دمه یې هم بدیل مثال نه لرم.
  • درېیمه دا چې زما فکر، ویناوې، لیکنې، تبصرې او نظریات له تېرو لسو کلونو څخه پر انټرنیټ پراته دي. څوک دې تکړه شي، ما ته دې یو بل دغسې مثال را وښيي چې ما دې د اسلام له کوم اصل سره ټکر کړی وي. البته، په دین کې دننه په فرعي او اجتهادي دیني مسایلو کې مستند استدلال لرم خو هیڅ وخت په اصولو او اساساتو کې بحث نه کوم.
  • څلورمه دا چې که څوک لږ هم د بلاغت په فن پوهېږي، هغه په دې هم پوهېږي چې مشبه عین مشبه به نه وي. مثال عین ممثل نه وي. تشبیه یواځې له یوه اړخه وي. ضروري نه ده چې مشبه او مشبه به دې عام او تام مطابقت ولري. دلته د لایک تشبیه له میراث سره یواځې د یوه او نیم تشبه وه. یو څوک چې چا ته وایي چې ته لکه زمری داسې وي، هلته یواځې د شجاعت اړخ تشبیه کېږي، د حیوانیت یې نه تشبیه کېږي. څوک چې یو څه هم په بلاغت پوهېږي، زما خبره درک کولای شي.
  • څلورمه دا چې اخلاقاً هر سړی حق لري د هغه د مبهمې یا سوال پاروونکې وینا په اړه تر حکم مخکې وضاحت ورڅخه وغوښتل شي. د عربي ادب د بیان د فن په لحاظ د یو چا وینا د هغه د رضائیت برعکس تعبیرولو ته تأویل القول بما لایرضی به قائله” وایي. دا کار اخلاقاً غلط دی. زما په خبرو کې هیڅ ډول قضاوت نشته. یواځې دومره مې ویلي چې په فیس بوک کې لکه د میراث، ښځې ته نیم لایک نه دی ورکړل شوی. دا چې په میراث کې نیم حق ورکول کېدای ښه کار دی که بد، زما خوښ دی، کنه، په دې اړه ما هیڅ عبارت نه دی ویلی او نه هغه ځای د دې بحث و. یو څوک څنګه زما د زړه له نیته او قصده د خبرتوب دعوه کوي او په دې خبره پر موږ د کفر حکم کوي؟؟؟ دوی څنګه ځان ته د دې کار اخلاقي او شرعي جواز ورکوي؟

پر ما باندې اعتراض کوونکي دوه ډلې ول. یوه ډله هغه مخلص او سپین زړي وګړي ول چې ریښتیا یې د غلط فهمۍ ستونزه درلوده او له کافي معلوماتو پرته یې قضاوت کړی و. له دوی څخه زما هیله دا ده چې د خدای پاک د کلام د دې آیت مطابق چې فرمایي: إذا جاءكم فاسق بنبأ فتبینوا… كله چې کوم فاسق درته یو خبر را وړي نو لومړی یې په اړه تحقیق کوئ، دوی باید لومړی له ما پوښتنه کړې وای او زما د ژوند په اړه یې معلومات اخیستي وای.

دوهمه ډله هغه جاسوسان او نوکران دي چې له تېرو لسو کلونو د آی ایس آی او نورو ادارو په ځیره پر فیس بوک د افغانستان د نظام د پلویانو او ملي ګټو د مدافعینو پر خلاف په فتواوو ورکولو او شایعاتو خپرولو بوخت دي. زه نه غواړم دې رنګه چټل فطرته وګړیو ته د خپل ایمان او خپل اسلام سپیناوی ورکړم ځکه پوهېږم چې تر دوی مې اسلام قوي، تر دوی مې تقوا ډېره، تر دوی مې مسلمانانو ته ډېر احسان په زړه کې دی.

غواړم له خپلو هغو مخلصو مخاطبینو چې زما وینا یې د پوهولو حق نه دی ور اداء کړی د خپلې وینا د غلط تعبیر د قابلیت بښنه وغواړم. زه دا اعتراف کوم چې خبره مې له تخنیکي لحاظه ستونزمنه او د غلط تعبیر قابلیت لرونکې وه. بیا هم ټینګار کوم، زما وینا په خپل ذات کې ستونزه نه درلوده. ستونزه یې د غلط تعبیر په قابلیت کې وه. زه اوس هم وایم چې د اسلام په دې حکم کې مساوات نشته خو عدالت په کې شته. مساوات شرط نه دی، عدالت شرط دی.

له شرعي لحاظه، زما خبره، زما قول، زما پر خولې کلیمه یقین دی، او د دوی خبره ظن ده. شرعاً یقین په ظن نه زائلېږي، مګر دا چې د ټالیب او پاکستاني ظن وي (!).
پرون هم یوه ټالیب را ته وویل چې ستا د مرتدوالي په اړه موږ ثبوتونه پیدا کړي. ما وېل دا چې ستا ثبوت زما تر کلمه طیبې هم غښتلی دی نو څه نه شم ویلای، ستاسې ټولې ادعاګانې د خدای او رسول تر خبرو او تر کلیمه طیبې غښتلي دي.
دغه راز، په داسې خبره څوک نه کافرېږي چې ظاهر یې سم او تأویل یې غلط کېدای شي، خو وایي چرسي ته چا ویلي ول چې په ډېران لمونځ نه کېږي، وېلې دا ده زه یې کوم، ته یې ګوره، چې کېږي او کنه. د سرناخلاصو منطق هم تر ډېره همدې ته ورته دی.

زه دا پنځه کاله پرلپسې همدا لیکم او وایم چې اسلام د وحشت دین نه دی، د ترور او ترهګرۍ دین نه دی، د جاسوسانو او سیاسي مداریانو دین نه دی، د پاکستان د استخباراتي اهدافو لپاره را لېږل شوی دین نه دی، د جهالت او ناپوهۍ ملاتړی دین نه دی، د افراط دین نه دی، له نورو انسانانو د کرکې دین نه دی. په دې اړه مې په زرګونو پوسټونه او په سلګونو لیکنې کړي. کرۍ ورځ مو په شخصي مجلسونو، لیکنو، او عامو محضرونو کې د دین د پیغامونو ننګه کړې او د دین په اړه مو د راپارېدونکیو پوښتنو ځواب ویلی دی. ګیله مې له هغو ملګرو راځي چې زموږ لس کلنه دفاع نه یادوي، خو په یوه دوه ساعته بحث کې یوه مشتبهه او متنازعه جمله، د توجیه القول بما لایرضی به قائله په دود زموږ پر خلاف د پنجاسپیانو، خوارجو، قاتلانو او غاصبانو په حقانیت تعبیروي.

32 total views, 1 views today

17 comments

  1. Wais Badshah Reply

    قرار صیب، دا خلک همداسی دي. ماشاالله زمونږ ویاړ یی. که کوم بحث لری نو بیا دی نر شی تاسره دی دلیل ووایی په ځای د دی چی ټاپی لګوی. دا د ټاپو خلک دي. بلکل ځینی یی نه پوهیږی ولی ځینی یی بیا د پاکستان د غلامانو په څیر په تاسی پسی راخیستی وی. خپل جد وجهد مو جاری وساتۍ. مننه

  2. Khugyani Reply

    قراره! ستا دمثال دوړاندی کولو لهجه او طریقه سپکه وه باید داسی مثالونه وړاندی نشی چی مشتبه وی او غلط تعبیر تری اخستل کیږی دفیس بوک لایک لپاره څه اړتیا وه چی په سپکه لهجه دیو شرعی موضوع مثال ورته وړاندی کوی کله سړی په نا پوهی سره دکفر الفاظ دخولی نا وباسی او کفر ته رسیږی.

  3. Ali Mubarak Reply

    محترم قرار
    ګیله د هم په ځای ده خو ځینو دوستانو چی ستاسی خبری ته بد ویلی هغوی هم په حق دی ځکه جی د خبری څخه ظاهری همداسی معنی اخستل کیده چی باید بد ورته ویلی شوی وای خو اوس چی تاسی یی سپیناوی وکو مونږ به پری اکتفا وکړو او په اینده کی هم درڅخه هیله لرم چی د داسی متنازعه مثالونو څخه تیر شی

  4. مولوی خادم Reply

    بس همدا سپیناوی پکار و
    ستا خپل سپیناوی، د خلکو نه. داسې نه شي کیدلای چي مدعی سست او ګواه چست
    نور مونږ هم په تا ښه ګمان لرو
    چې په زړه کې دې څه عیب نه وي قراره
    رفع عن امتی الخطا
    په پښنه غوښتنه کې دې بزرګي معلومیږي
    الله دې دنیا او آخرت دواړه وساته
    د خلکو اوره چې تماشبین د نښې مینځ ولي
    خیر خواه دې

  5. farhad Reply

    majid jana salam,
    ma da toola jerian taqib kari de, za pa de pohezham che da panjab mazdoran aw da islam doshman sok de. toli hagha likani che sta pa khilaf we hagha haghao khalko likali wie che da islam doshmanan de aw da panjabi spiano gholaman aw da hera mondai moshtarian de, da khalag da angriz par dastarkhan aw raashan ra loy sawy de, na pa islam khabar de aw na pa afghanit doy khpali khazy pa panjabiano kharabi kari de aw da panjabiano da gato lapara da afghanit aw islam pr zad qalamona wochat kary de, maad omar khar khpal rahbar boli aw hameed gul ta khpali khazhy wrwali, hes baak ma kawa da doy ziwal nizhdey de zaka haq pr batil hamisha barlasey we,

    zinda baad MAJID QARAR

  6. نصیر کوټوال Reply

    مننه له وضاحت څخه مو

    1. Nasir Anzoor Reply

      ؟او کوټوال صاحب ستا مبارزه علیه الحاد

  7. مولوي منهاج الدین Reply

    ښه شوه چی سپیناوی مو وکړ خو په اینده کی د دغه ډول مثالونو څخه باید ډډه وشي. دغه شان مثال رښتیا هم د خلکو په زړونو کی بیلابیل شکونه پیدا کوی.

  8. Nasir Anzoor Reply

    مننه قرار صاحب مونږ له تا سره کومه ستونزه نه لرو د ستاسو د لیکنو مو ډیر څه زدکړي

  9. hassan Reply

    قرار صاحب ته زمونږ د نوی نسل یو رښتینی لارښود او استاد یی . ستا په هره جمله او عبارت کی زمونږ لپاره ډیر ښایسته او معقول دلایل شته. که د چا ایمان سست وی نور هم ورته سست عنصره معلومیږی. د الله پا ک په کلام کی چی څه ویل شوی دی ، هغو ته هیڅوک تغییر نشی ورکولای. په هر آیت کی یی حکمت پروت دی ، هر آیت یی باید زر واری وویل شی ، فکر ورباندی وشی او له هغوی نه مثبته نتیجه را واخستل شی. متاسفانه د پنجاب سپیو له هغوی نه تل منفی تعبیر کړی او دا تعبیر یی د مسلمانانو او خصوصا د افغانانو د تکفیر لپاره یوه آله جوړه کړیده ترڅو د افغانانو شخصیت ووژنی.
    تاسو په خپل عزم او ارادی کی محکم ودریږی ، ځوانان له تاسو سره دی او د پنجاب د تالیڅټوخولی به انشا‌ء الله چی ورماتی کړو. ژوندی د وی رښتینی اسلام او ژوندی دی وی افغانان

  10. shakir Reply

    قرار صاحب خدای شته چی ستاسو لخوا ورکړل شوی مثال د زمان او مکان له مخی پر موږ هم بد تاسیر کړی وی، خو ما بیا داسی فکر کاوه چی دا به دروغ وی او دا کسان به عواړی چی قرار بدنام کړی خو هغه د پښتو مطل دی چی وایی :لونګۍ چی په مټ تکیه شی لویدلی نده، نو اوس هم سر وخت دی چی تاسو د ورکړل شوی مثال په حساسیت پوهه شوی وی او په راتلونکی کی هم داسی شیان ونه لیکی چی پنجاپ ته د لاسوهنی زمینه برابره کړی.

  11. speen Reply

    قرار صیب!
    ستاسو دښکلواومدللو لیکنو څخه منفي انګېرنه او دهغې پرله پسې ډنډوره هغه څوک کوي چې ستا دتېره قلم چې غلیم ته له اتومه هم قوي ښکاري څخه ډار لري او دپنجاب ګټو او نورو بردیپالو ګټو ته ژمن دي. ستاسو ځينې لیکنې دومره ً قوي وي چې کمزورعقله او ناقص العقله خو پرې بېخې پوهیدلای نه شي ،ځکه چې دپراخو معلوماتو خاوندان نه وي. خو زمونږټولنه هم دړندو دبازار مثال لري چې یوه سترګه به ورسره ړندوې، که یې وليدې چې ستا دوې سترګې او ددوی یوه ده نو بیا ترې روغ نه شې خلاصېدای. اثتثنا پکې شته خو هغوی هم ځانونه په یوه سترګه ړانده اچولي

  12. ضیاءالحق نصرت Reply

    مونږ پر تا او ستا پر ایمان باوری وو خو د یادی موضوع په اړه مو د وضاحت غوښتل حق وو،.

  13. سيد شاه يعقوبي Reply

    ښاغلي قراره !له بده مرغه دا زمو ږ په ټولنه كي مسلط او سراسري مرض ده ، چې بل څه يې نه كړ ل پيدا ، نو زر به دكفر ټا په درباندي ولګوي. ا و ددي مر ض جرړ ي بيا په نا پوهي او د اسلام له سپيڅلي دين څخه په بي خبري كې دي .ستاسو نيت تاسو بيان كړ ، ستاسو په نيت يوازي الله (ج) عالم او خبر ده . څوك چې ستاسو په نيت كي شك لري ،دا بيا بهتان او بد ګماني ده.د اسلام په پاك دين كي بد ګماني ګناه ده!

  14. Nasim Bahar Reply

    مننه قرار صاحب! د سپیناوی څخه……

  15. مولوی خادم Reply

    قرار صیب ریښتیا هم باید ډیر احتیاط وشي
    کار خو په مجموع کې ډیر غلط کار شوی
    الله دې درته عفو وکړي

    مسلمانان څه درباندی نیک ګمان لري او څه به دا سپیناوی او عذر ومني ولې د اسلام دشمنان به ستا له همدې جملو هم خوند اخلي
    نو لطفاً اوس د همدې سوشل میډیا له لارې ټول خبر کړه چې ستا اصلي احساسات څومره اسلامي دي او دا یوه اشتباه وه
    خیر خواه دې

  16. کریم الله محسن Reply

    قرار صیب ډیر په زړه پوری مطلب دی ذکر کړیدی او ډیر ښه تحلیل او سپاناوی دی کړیدی کله کله همداسی کیږی دیکه به یی خیر وو ډیر مه په غوصه کیږه او پدی خپله تسلی وکړه چی الله تعالی فرمایی(وعسی ان تکرهوا شیا وهو خیر لکم) مننه ستاسی د سپیناوی نه کنه مونږ ته خو یی خبره ډیره بده تشریح کړی وه بریالی او خوشحاله اوسی

Leave a Reply to مولوی خادم Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *