Categories

اعلان

Loading…

صمیمي مینه / لیکوال : استاد رحمت الله حکیمي

اړینه نه ده ، چې د مینې اظهار په ظاهري تجملاتو کې وګورو ، بلکې د معنویاتو اوباطن ښکلا باید خپله شي ، خپل ځان د نورو په هېنداره کې ووینو ، څرنګه چې مینه د ښکلااومعنوي خوبیو د تظاهر په مقابل کې رامنځ ته کیږي او د صمیمي مینې تارغځوي ، دا چې ښکلا ټاکلی تعریف نه لري علت به یې دا وي ، ښکلی شی او ښکلا په بېلابیلوبعدنو کې ځان ځلوي لکه بلوري غمی .

د روح اومعنویاتو پسلول په اسلامي اوانساني ارزښتونو  باندې د ښکلا مفهوم افاده کوې ، چې د دې په تاثر مینه رامنځ ته کیږي ، داچې معنوي ښکلا څه ده ؟په لاندې ټکو  منګولې لګوي  .

۱ –  داسلام په مبارک دین راسخه عقیده ۲ – دتواضع په ټغر ناسته ولاړه ۳ – ټولنیز فکر او خیال لرل ۴ –  دنیکو اوصالحو کسانو سره ناسته ولاړه ۵ – دحقیقت پلوي کول ځکه حقیقت ډېر ګران شی دی ارسطو دخپل استاد اپلاتون په خبره نیوکه وکړه ، یو کس ورته وویل داستاد احترام دې ونه کړ ته دهغو په خبره نیوکه کوې ،ارستو ورته وویل چې خپل استاد اپلاتون ډېر راباندې ګران دی ،مګر حقیقت دده نه خورا زیات  راباندې ګران دی .

د درانه استاد محمد اصف صمیم ، صمیمي مینې د اظهار تاثر ؤ، چې نوې ساه یې راکړه ګران صمیم صیب هغه ګلاب ته ورته دی ، چې هروخت ، هر ځای دهر چا لخوانه ښکلی بلل کیږي اوګڼل شوی  ،ځینو ته یې رنګ خوند ورکوي ، ځینوته یې ځواني او بعضو ته یې بوی په زړه پورې وي ،داچې دصمیم صیب دصمیمي مېنې اډانه راته ښکاره شي داموضوع دصمیم صیب سره زما اودګران ملګري محمد یونس تنویر په ګډ ادبي بحث اوپوښتنو کې راته څرګنده شي ، جوړه خبره ده چې خلک وایي دیوکس اخلاق هغه وخت څرګندیږي چې په یو ه کاسه ورسره خوراک وکړې اود اطاق ملګری دې شي، مګر خوږ استاد محمد آصف صمیم په ډېر کم وخت کې دخپلې فرهنګي ، ادبي مینې او اخلاقو په زانګو کې وزنګوو، ما اوملګري به مې د عادت سره سم دجمعې په ورځ دتفریح تنده په ادبي بنډارونو کې ماتوله نوریاران اوملګري به هم راسره وو ، په ننګرهار پوهنتون کې د ژوند ادبي بهیر د ناستې دخلاصېدو څخه وروسته دجلالکوټ هغه ادبي ناستې ته لاړو چې دکلتوری یرغل تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه ، ډېرې مقالې ولوستل شوې ، بخت مو یاري راسره وکړه استاد محمد آصف صمیم غونډې ته راغلودفرهنګیانو په تودهرکلي دریځ ته راوبلل شو ، دخلکو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل ، دایې هم کلتوري یرغل وګاڼه ،چې دغونډې پیل په دوه بجو وي په دریو بجو راځو دا یې هم زیاته کړه چې دراغلو کسانو خبرو ته سم غوږ نه نیسو ، د اوریدلو زغم نه لرو ، په ناسته کې دلمانځه وخت نیول کیږي ؛ خو دخبرو سربیره یې دخوځښت داکړنه یې  وستایله او زیاته یې کړه ، چې په دې کم وخت کې داسې ستره موضوع نه رابرسېره کیږي هغه هم یوداسې کس ته چې زړه یې ډک  وي، لکه زما  ، دمازدیګر دلمانځه وروسته دصمیم سره مو جوړ په خیر او یو څو خبرې وکړې ، زموږ په لیدو زیات خوښ شو ، تنویر راپه غوږ شو ویل یې استاد وایي: کامې ته راسره لاړ شئ ، په زړه کې مې وویل  ( ړوند دخدای (ج) نه څه غواړي دوه سترګې ) ، لمر خپلې لمنې دغرونه ټولې کړې دنورو ملګرو سره یې مخه ښه وکړه او د استاد سره دکامې په لور روان شولو ، دلارې په اوږدو کې استاذ په ډرېورغږ  وکړ چې موټر ودراوه د لمانځه وخت دی ، د ماښام د لمانځه دپاره د مسجد په لوري روان شوو، وروسته ددروند استاد دزوکړې ځای ته کمه لاره پاتې وه چې ورورسیږو ، ګران استاد شېبه په شېبه دخوشحالۍ اظهار کاوه ، شاعرانه موسم ؤ ، ښکلې هواوه  دموټرنه ښکته شولو دکور پر خوایې ورسره روان شوو، دسترې حويلۍ په منځ کې پنځه شپږ کټونه اېښودل شوي وو ، په کټونو کښېناستودڅو لحظو دپاره مو دچای پر ځای دده په خبرو تنده ماتوله ، دغزلبول حمزه شینواري دکتابتون دجوړیدو مبارکي مو ورته وویله ، دچای او ډوډۍ خوړلو وروسته دلاسي بیجلۍ په رڼا کې مو دده په هلو ځلو دجوړشوي کتابتون ننداره وکړه ،تنویر ته مې وویل : داده ادبي مینه استاذ څومره خواري کړې وویل دیوې پوهې سره څانګیز او ذوقي تړون هم دې ته وایي استاد وویل حکیمي صیب سبا ته به دکتابتون کتابونه په سمه توګه وګورئ ماوویل سمه ده  استاده ! ، دکتابتون نه میده میده دمېلمستون په لور راروان شوواستاد وویل دکتابتون جوړیدل مې ستر ارمان ؤ ، یو وخت دمهاجرت وختونه وو کتابونه مې په بوجیو کې اېښودل شوي ؤناڅاپه باران شو ، په سرای کې کتابونه اېښودل شوي وو دحال په ژبه مې وویل : (( په دې کتابونو کې دومره قوت نشته چې یو ځای ځانته پیدا کړي ))

د کالیونه زما کتابونه ډیر ؤ تنویر وویل : کړاوبه کله کله دستا جمې ( مجلس ) راته کولوکله به چې پکتیا ته راتلې نو ليدلې به مې ما به ویل چې څه وخت به داستاد سره ډېر کښېنم خو اوس مې دا ارمان هم دپوره کېدو زیری راکوي ورور مې ویل چې کاش حمزه صیب مې لیدلی وای ، هغه هم دده په مرګ نه وخبر ، چې ژوندی دی که نه ، استاذ وویل دادفرهنګي مینې تاثر دی ناګارصیب هم دزده کړیالۍ په دوره کې دحمزه صیب عکس په لیلیه کې مخامخ په دېواله ځوړند کړی ؤ ، په مړینه یې زیات ودردېدو ، ناګار صیب غلی سړی ؤ خلک نه پوهېدل چې څنګه داسې غلی دی تنویر ورته وویل استاذه !دناګارصیب په شاعرۍ مې کار شروع کړی دوخت په ترېدوسره په شعر باندې دسړي پوهه زیاتیږي ، ناګارصیب داسې شاعري کوي چې ټول امت مسلمه ته یې په یوه سترګه کتلي ، په شعریت او تغزل یې شاعري کړې استاد وویل داخو ډېر ښه کاردی ښه شاعر دی عقیده یې په هنر کې وړاندې کړې ، هرې شېبې دیوې شپې اوورځې صمیمي مینه راته ځلوله ،ماخستن تر ډېره داستاد سره په ادبي مطالبو وغږیدو ، ګران استاد تر ډېره برېده په ښکلا ، علم ، هنر اونورو موضوعاتو راته وغږیده تر (۱۲ ) بجو یې دحوصلې لمنې راته وغوړولې ګران تنویر صیب  په دې راته سترګه ووهله ، چې بس ده استاد وېده شي ، ددغې خبرې سره مې اوف اوحوسیلي خولې ته راغلل ،اوپټې سلګۍ مې ووهلې دځان سره مې په شعور کې  راتیره شوه ، داسې ګل ګل خلک به هم خاورې کیږي ، نور مې خپلې سلګۍ نشوای تم کولای دمجلس نه دباندې ووتم ، څوشېبې مې په پټه خوله دالوړه وینا دځان سره وویله ( قل هل یستوی الذین یعلمون والذین لایعلمون ) ، زړه مې سکون وکړ ، بېرته ددوی په خواکوټې ته راروان شوم ګورم ، چې دروند استاد په کټ راته  سپینه رجایي هواروي اوبالښت راته سموي ، داستاد دې کړنې مې ويښته نیغ ودرول ما ورته وویل استاده : ( ماته یې راکړه ، زه یې په خپله جوړم ) هغه وویل خفه کوی مې مه دپښتني کړنې له کتاره مې مه اوباسئ ، ډېره ارمه مو دصمیمي مینې لړۍ شپې ته وغزوله سهار دالله اکبر په لوړه ناره اول استاد او بیاموږ دلمانځه فریضه اداکړه ، دخواږه استاد هره خبر دکاڼې لیکنه وه ، چې په غوښینو زړونو میشته کېدله ،مجلس ډېر خوږ ؤ ، ملګري راته وویل حکیمي صیب ځوبه ورنوره مې کړه زړه خو مې داستاد څخه نه کیږي ، خو څه وکړو په پوهنتون کې درسونه رانه تریږي ، استاد وویل الله (ج) دې ستاسو فکر روڼ اوځلانده لري ، چې په عملي ډول مو ادبیاتو ته رادانګلې ،مطالعه کوئ ، کوم کتابونه مو چې په کار وي زه یې دررسوم د ډېرې مننې په کلموسره مو داستاد څخه په داسې حال کې مخه ښه وکړه چې  زړونه مې دده سره اوجسماددروازې غنګ یودبل نه بیل کړو .

64 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *