Categories

اعلان

Loading…

انس حقاني او حافظ رشید په خوست کې نه بلکې بحرین کې نیول شوي وو

تاند- د حقاني شبکې د موسس جلال الدین حقاني کشر زوی انس حقاني د دې شبکې له یوه بل مهم قومندان سره په خوست کې نه بلکې په بحرین کې نیول شوي وو.

تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت ریاست ادعا کړې وه چې انس حقاني او حافظ رشید یې په خوست ولایت کې نیولي دي.

هماغه وخت هم ډېرو ته پوښتنه پیدا شوې وه چې د حقاني شبکې دومره مهم کسان څرنګه په افغانستان کې نیول شوي ځکه چې تر دې مخکې د طالبانو  او حقاني شبکې ټول مهم غړي یا په پاکستان کې نیول شوي یا وژل شوي دي خو په تېرو ۱۳ کلونو کې د دواړو ډلو هیڅ مهم کس په افغانستان کې نه دی نیول شوی.

د حقاني شبکې پلویانو تاند ته په استولي پیغام کې ویلي و چې انس حقاني او حافظ رشید له ګوانتنامو څخه د راخوشي شویو طالب مشرانو د لیدو لپاره قطر ته تللي ول او همالته امریکایانو نیولي او بیا یې افغانستان ته سپارلي دي.

خو وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې افشا کړه چې دا دوه کسه په بحرین کې نیول شوي او بیا د افغانستان امنیتي چارواکو ته سپارل شوي دي.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د طالبانو له قوله ویلي چې انس حقاني او حافظ رشید د اکتوبر په دوولسمه په بحرین کې د امریکايي پوځیانو له لوري ونیول شول، له هغه ځایه قطر ته او بیا مخکې تر دې چې کابل ته یووړل شي، متحده عربي اماراتو ته بېول شوي دي.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه وايي چې څو تنو لوېدیځو دیپلوماتانو هم تایید کړې چې د حقاني شبکې دواړه مشران د عربي خلیج په هیوادونو کې نیول شوي دي خو هغوی په دې باب معلومات نه لرل چې چا نیولي دي.

ورځپاڼه د یوه جګپوړي افغان چارواکي په قول هم ویلي چې دا دوه کسه له افغانستانه دباندې نیول شوي او بیا افغانستان ته راوړل شوي دي.

څرګنده نه ده چې قطر، بحرین او اماراتو د انس حقاني او حافظ رشید په نیولو کې مرسته کړې او که نه ده.

په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي چې انس او رشید له کوم هیواده په کوم پاسپورت بحرین ته تللي ول.

83 total views, 1 views today

3 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    دوستانو او عزيزانو?
    داجه نوموري به قطر،بحرين،عماراتو ،خوست او يا كوم بل مملكت كي نيول شوي ددي ورنه ده جه تبصره به وشي.
    مونز بايد به دي فكر وكرو او ثابته كرو جه دوي دافغانستان ددولت او دافغانستان دخلكو به مقابل كي خه نوعه جنايات تر سره كري ددوي جرمي أعمالو به مقابل كي بايد قانون به تطبيق او قانوني مجازات شي ،دشمن ،دشمن دي ولو جه هر خوك او هر جيري أوسي .
    داجه امنيت دولتي هرخه ويلي دا دامنيت دولتي خاصه باليسه ده ددي ورنه ده جه خوك دانتقاد كوته ورته ونيسي، اونه دا كوم جرم دي دهغوي وظيفه ددشمن د صفوفوتضعيفول او تصفيه كول دي

  2. hassan Reply

    ما چی د دوی شکل ولید نو فکر می وکړ چی کوم هندو یا یهود به یی نیولی وی، ځکه د دوی ږیری له معمولی مسلمانانو ډیری اوږدی دی. په هرحال که قطر دا مرسته کړی وی یا امریکایی قواوو دایی سم کار کړی دی . د یو مضر شی یا حیوان وژل مخکی له دی چی انسان ته ضرر ورسوی شرعی حکم لری.

  3. (محمداحسان ( احسان Reply

    فکر کوم هز مسلمان کس چې بیا افغان هم وي نو حتمي ددوی د ظلمونو په مقابل کې پر دوي باندې د قانون او محمدي شریعت د تطبیق غوښتونکي دي

Leave a Reply to (محمداحسان ( احسان Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *