Categories

اعلان

Loading…

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ښځو د سینې د سرطان پر ضد کمپاین پیل شو

تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د ښځو د سینو د سرطان پرضد کمپاین پیل کړ.

د کابل د ملالۍ زېږنتون رييسې او د کورني تنظم د ټولنې مشرې نسرین اوریاخېل د یکشنبې په ورځ وویل، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې داسي یو کمپاین پیل شوی دی.

د ښځو د سینو سرطان د سرطانونو تر ټولو عام ډول دی. که ښځې د دې ډول سرطان په اړه څه معلومات ترلاسه کړي یو له هغو سرطانونو څخه دی چې درملنه یې نسبتاً په اسانه کېږي.

د سینې پر سرطان په سلو کې ۹۹ اعشاریه ۵ ښځې او نیم فیصد ناروینه اخته کې. د افغان ډاکترانو په وینا په افغانستان کې تر ټولو زیاتې ښځې د ماشوم په زېږولو مري او ورپسې د افغان ښځو تر ټولو زیاته وژونکې ناروغي د سینې سرطان دی.

ډاکترې اوریاخېل وویل چې په روغتونونو کې له بستر شویو ښځو څرګندېږي چې د سینې په سرطان باندې د اخته ښځو شمېر په افغانستان کې زیات شوی دی ځکه دوی دا کمپاین پیل کړی دی.

د ولسمشر اشرف غني مېرمن او د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني هم د کمپاین د پیل په مراسمو کې وویل چې د روغې ټولنې لپاره د مور او ماشوم روغتیا خورا مهمه ده ځکه چې میندې د کورنۍ بنیادونه دي.

رولا غني وویل چې د سینې سرطان د نورو سرطانونو په پرتله په ځلونو د درملنې او مخنیوي وړ دی خو پکار ده چې د خلکو، په تېره بیا د ښځو معلومات او عامه پوهاوی زیات وي. دې وویل چې باید پر وقایوي طب تمرکز زیات شۍ.

مېرمن غني هیله څرګنده کړه چې له افغان ښځو سره به د روغتیايي خدماتو په برخه کې مرستې وشي څو د هغو ناروغیو، چې مخه یې نیول کېدای شي، مخکې تر مخکې مخه ونیول شي.

په افغانستان کې د سینې د سرطان د ناروغانو د ثبت لپاره کوم مرکز نشته ځکه په ډاډ نه شي ویل کېدای چې په افغانستان کې د ښځو د سینو سرطان ناروغي څومره زیاته ده.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *