Categories

اعلان

Loading…

د زاويو بدلون/ اجمل ښکلى

موږ د خپلو ملګرو سخت ملګري او د دوښمنانو سخت دوښمنان يو. د ملګرو په ستاينو نه مړېږو او د دوښمنانو په غيبت مو زړه نه يخېږي. لېونۍ هڅو مو وي، چې له ملګرو نه بزرګان او نوابغ جوړ کړو او دوښمنان له حيوانه بدتر وګڼو او شخصيتونه يې ورووژنو.

 د دې کار يو لامل خو پخپله ټولنيز جبر دى، چې موږ مجبوروي، چې په يوه وړه يا غټه شخصي، سياسي، اخلاقي يا بله تېروتنه خپل دوښمنان دومره د حقارت پر ځمکه ننباسو، چې هغه کمالونه يې هم ورسره ښخ شي.

بل لامل يې زموږ تمايلات دي. د اوولسمې پېړۍ انګرېز فيلسوف هابس وايي، چې نړۍ د حرکت نوم دى. حرکت يا فزيکي وي يا معنوي. معنوي حرکت له يوه شي نه تېښتې يا يوه شي ته وررسېدو ته وايي. له کومه څيزه چې موږ تښتو، هغه زموږ د کرکې په دايره کې راځي او کوم څىز ته چې ورمنډي وهو، هغه زموږ د تمايل يا خواهش په دايره کې شامل دى. خلک له يو بل سره دوستي او دوښمني د همدې کرکې او تمايل له مخې کوي. کله کله مو هيڅ بي هيڅه يو سړى له پامه بد وي يا به درباندې”هغه سړى هغسې/هسې په ما ښه لګي’. که زموږ د دوستۍ او دوښمنۍ کوم ښکاره علت هم وي، شايد دومره لوى نه وي، لکه موږ يې چې د خپل تمايل يا کرکې له مخې لويوو.

 هابس دا خبره هم کوي، چې له جنت پرته مجرده يا عيني خوښي او غم نشته. انسان د تمايل او کرکې د همدې حرکت پر بنسټ د خپلې خوښۍ اسباب برابروي.

مطلب دا چې انسان ښايي د  چا په کرکه کې له داخلي غم يا د چا په خواهش کې له خوښۍ سره مخ شي، ځکه چې غم او خوښي يې په همدې پورې تړلي دي. له دې نه ثابتېږي، چې انسان چې له چا کرکه لري، د هغه په غيبت او چا ته چې تمايل لري، د هغه په ستاينه کې خپل ځان تسکينوي. پر دوښمن به يې زور بر نه وي؛ نو خپله عقده يا د دوښمنۍ ځوروونکى احساس به په غندنو اراموي. همداسې چې يو څوک چا ته تمايل، ملګرتيا او مينه ورسره ولري؛ نو ځکه يې ړانده صفتونه کوي، چې د خپل وجود بقا او حيثيت ورته ورپورې تړلى ښکاري.

دا په تېرو ټاکنو کې موږ وليدل، چې د بېلابېلو سياسي ډلو پلويانو په مقابل کانديد پسې دروغ ويل او د خپل کانديد يې دومره صفتونه کول، چې عيبونه يې ورته نه ښکارېدل او يا يې لاسي پټول، ځکه چې که غيبت يې کړى واى؛ نو پخپله د ده شخصيت ته زيان رسېده. موږ د خپلې خوښې په کانديد پورې خپل تمايلات يا ناپوره شوي اميدونه هم تړلي وو، چې ان شاء الله تر بري وروسته به دا کارونه کوي؛ نو موږ د خپلو تمايلاتو له مخې د هغه کانديد ړانده صفتونه کول.

 ارواپوهان وايي، چې انسانان عموما واقعيتونه د خپلو تمايلاتو او کرکو له مخې مسخه کوي. که له چا سره کرکه کوو، نو ښه به يې پر ډېرو کمالونو پوهېږو؛ خو بيا به هم پرې خاوري اړوو، ځکه زموږ تسکين په دې کې دى. يا که چا ته تر معقول حده زيات تمايل لرو؛ نو پر ډېرو نيمګړتياوو يې سترګې پټوو، ځکه چې زموږ خپل حيثيت ته زيان رسېږي او موږ ورسره نارامه کېږو.

دا کار نور سياسي، اقتصادي، اخلاقي، سمتي، فرقه يي، قومي او …لاملونه هم لري. له يوه چا سره به سياسي دوستي يا مخالفت لرو. د يوه چا د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې به د کمترۍ احساس کوو. له يوه چا سره به مو اخلاقي مشترکات يا مخالفتونه وي. د يوه چا سيمه به درنه بېله وي، له يوه چا سره به مذهبي اختلاف لرې يا همغږي لرې.

پر چا بېځايه انتقاد و ستاينه دواړه ظلم دى. معتدل او د بصيرت خاوند سړى د چا داسې نامعقوله پلوي نه کوي، چې عيبونه يې پټ کړي او نه د خپل مخالف داسې نامعقول مخالفت کوي، چې پر کمالونو يې سترګې پټې کړي. د معقولو خلکو ملګرتيا او مخالفت دواړه معقول او متعدل وي.

کوم کسان چې د چا سرسخته پلوي کوي، مخالفت يې هم داسې غرغراند وي او د اوږدې ملګرتيا تمه ترې نه وي پکار، ځکه ملګرتيا او مخالفت يې دواړه بېړني وي، پرون به د يوه کس قصيدي وايي، نن به يې به پر ځمکه راولي، پرون به يې سخت دوښمن وي، نن به يې په خوند خوند صفتونه کوي.

داسې کسان ښايي د خپل ملګري يا ايډيال د يوه واړه عيب په اورېدو هم هغه ملګرتيا او لار خوشې کړي. داسې ډېرې بېلګې شته، چې خلکو د مخالف لوري د نظر په اورېدو د خپلو ملي اتلانو معقوله پلوي هم پرېښې ده.

د افراطي ملګرتيا او دوښمنۍ د مخنيوي غوره لار دا ده،  چې موږد واقعيتونو په اړه زاويې بدلې کړو. که موږ همېشه د ټولنې له دودې يا د يوه شخص له زاويې مسايلو ته وګورو؛ نو حقايق به ونه موندلاى شو. په خپله ټولنه کې ښايي له مور سره پر ناسم چلن زوى ملامته کړو او دومره کرکه ترې وکړو، چې په ناسته ولاړه کې مو ورسره دا کرکه ځان وښيي؛ خو که د زوى خبرو ته هم غوږ کېږدو او د هغه له زاويې هم مسايلو ته وګورو، ښايي په خپل چلن کې ورسره بدلون راولو. که موږ خپل ايډيال ته د خپل مخالف له زاويې وګورو؛ نو ښايي پلوي مو ورسره له افراطه بچ شي يا که خپل مخالف ته د هغه د پلويانو له زاويې وکسو، ښايي ډېر بد مو ونه ايسي.

موږ ته خپلو تاريخونو راښوولې ده، چې د خپلو ملي اتلانو سرسخته پلوي وکړئ او د نورو ملتونو اتلان تحقير کړئ؛ خو دا يې راته نه دي ويلي، چې زموږ ملي اتلان هم نسبي اتلان دي، مطلق نه دي. که موږ خپلو اتلانو ته د خپلو تاريخونو له زاويې وګورو، هم له ځان سره ظلم کوو او که يواځې د نورو له زاويو ورته وګورو هم او که د دواړو له زاويو ورته وګورو؛ نو په اړه به يې زموږ پرېکړه معقوله وي او د خپلو اتلانو پر ډېرو تېروتنو او خدمتونو به پوه شو. مثلا: احمدشاه بابا د افغانانو اتل دى، ځکه د افغانستان خاوندان کړي يې دي، نور وياړونه يې هم ورته پرېښي؛ خو که د هند د تاريخونو له زاويو ورته وګورو؛ نو د خپل دې اتل پر نيمګړتياوو به هم پوه شو او په اړه به يې زموږ پرېکړه مطلقه پاتې نه شي. يا خوشال له دومره خدمتونو سره سره ځينې کمزورۍ لرلې؛ خو بيا هم زموږ اتل دى. که موږ خپلو اتلانو ته د نورو له زاويو هم وګورو؛ نو موږ ته به د خپلو اتلانو رښتينې څېره ښکاره شي او له خپلو اتلانو سره به مو رښتينې مينه پيدا شي. داسې کس بيا د خپل اتل په اړه بېړنۍ پرېکړې نه کوي. همداسې که د نورو اتلانو ته د هغوى له زاويو وګورو؛ نو د نورو ملتونو د اتلانو په اړه به مو د خپلو تاريخونو راکړى تصور بدل او معقول شي.

موږ چې له خلکو سره سخته دوښمني کوو ؛ نو يا خو راته ځان نه ښکاري، له خنثى نقطې يې کوو يا راته ځان سخت بزرګ ښکاري؛ خو که خپل ځان ته فکر وکړو يا خپلو اعمالو ته د نورو له زاويو وګورو، خپل ځان، مخامخ ځان ته ودروو؛  خپل ډېر لوى لوى عيبونه به راته ونمايي او هغه خبرې چې په هغه پسې کوو، په ځان کې به يې ووينو.

که ځان وپېژنو؛ نو ښايي له خلکو سره په چلن کې احتياط وکړو، ځکه چې خپلې کمزورۍ به راته معلومې وي او له بل نه به د بزرګۍ تمه نه کوو. له دې لارې ښايي ځان کې هم بدلون راولو. له خپلو توندو نيوکو وويرېږو، چې نور هم زما په اړه داسې قضاوت کولاى شي.

پېښو او اشخاصو ته له بېلابېلو زاويو کتل راته ښيي، چې انسانان عموما له عيبونو پاک نه وي او پکار ده، چې موږ خپل ملګري له کمزوريو سره ومنو. دا هم راته وايي، چې کېداى شي، يو عيبجن سړى له ډېرو ښه خوىونو او کمالونو برخمن وي.

د بېلابېلو زاويو استعمال مو د افراو پر وړاندې د زغم دايره پراخوي او هڅوي مو چې په وړو وړو عيبونو له چا نه کرکه ونه کړو.

بل، زموږ د  خلکو چې يو کس بد وايسيد، ټول قوم يا سيمې ته بيا په همغه نظر ګوري او بد ورپسې وايي، خو د خپل ژوند په تجربو راته ثابته شوې، چې موږ ډېر فردي چلندونه او خوىونه هم ټولنيز بولو او نور خلک هم هڅوو، چې د يوې سيمې يا يوه قوم له ټولو خلکو سره دغسې چلند وکړي؛ خو افراد توپير لري. د يوې سيمې د خلکو به درته چا ډېر غيبت کړى وي؛ خو چې کله دې يې کوم کس سره ملګرتيا شي؛ نو درمعلومه به شي، چې د دوى په اړه زما قضاوت سم نه و.

منځلارى او بافرهنګه سړى همدې ته وايي، چې بشپړ دوست او نابشپړ دوښمن نه لري او همېشه له دوستانو او سيالانو سره انصاف کوي. مذهبي، اقتصادي، سمتي او نور مشترکات او توپيرونه يې د خپل دوښمن له تعريفه او د خپل دوست د عيبونو له پېژندلو نه شي راګرځولاى. وايي، چې د حضرت على تر شهادت وروسته، يوه ښځه حضرت معاويه ته راغله او په يوه سا يې ورته د حضرت علي ستاينې شروع کړې. حضرت معاويه به يې په هره ستاينه د ”هو” سر خوځاوه، چې ”بېشکه په ابوالحسن کې دا ښېګڼې وې”. پښتانه وايي، چې مېړه مړ کړه، مېړانه يې مه وژنه.

32 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *