Categories

اعلان

Loading…

ګران میراحمد یاد او زما «ځوروونکی» / ډاکتر محب زغم

ښاغلي میراحمد یاد زما پر نوي ناول «ځوروونکی» لیکنه کړې ده. لومړی خو له ګران یاد څخه مننه کوم چې ناول یې په دقت لوستی. بله مننه ځکه کوم چې خپلې خبرې یې بې پردې او بې ملاحظې کړې دي. د ښو ادبیاتو د پنځولو لپاره همداسې زړور نقد په کار دی. خو، غواړم د ښاغلي یاد د لیکنې ځواب ولیکم چې ابهام لرې شي. زما په باور لیکوال باید د خپلې لیکنې هرې جملې او ان هرې کلمې، هرې صحنې او هرې پېښې لپاره دلیل ولري او ما چې څه لیکلي دي شعوري مې لیکلي دي نو بلنه درکوم چې زما دلیلونه ولولئ.

ښاغلی یاد وايي: «په سریزه کې ویل شوي چې د ناول د کیسې تاثر یا سوژه د یوې ښځې له حقیقي ژوند څخه اخستل شوې او وروسته بیا دا هم وايي چې په ناول کې نجف علي د ده یو ملګر ی  (فرید احمد ارزو) دی . ما د ناول د پیل د مخه ویل کاشکې ډاکټر صیب ونه وايي چې دا د یوه انسان د ژوند ریښتوني کیسه ده، ځکه  دا حقیقت به په ناول کې د ډاکټر صیب زغم د تخلیقي وړتیا ډيره زیاته مخه ونیسي.»

خو، د ناول په سریزه کې داسې راغلي دي: « د دې ناول الهام مې د مرصع له ژوند او مرګه واخیست. په ناول کې معصومه هماغه مرصع ده خو پېښې په کې ټولې خیالي دي. ځکه هېچا ته د مرصع د واقعي ژوند جزییات نه دي معلوم. چا د هغې فریادونه نه وو اورېدلي. وروڼو ته یې د هغو ظلمونو بڼې جوتې نه شوې چې پر دې شوي وو، دوی ته یې یوازې نتیجه ورښکاره شوه، د مرصع مړینه.»

فرید احمد آرزو چې په ناول کې د نجف علي په نوم راغلی دی، زما ټولګیوال و. هغه د تنظیمي جګړو په کلونو کې د میکرویانو او کارته نو تر منځ ورک شو او تر اوسه یې مړی ژوندی ورک دی. خو ما په ناول کې بېرته راپیدا کړی او دی مې غږولی دی. نو څه چې په ناول کې د معصومې او نجف علي د ژوند په اړه لولئ، ټول خیالي دي.

ښاغلی یاد د ناول څو صحنې لوڅي (سکسي) بولي: « د  ناول پېل له داسې صحنې کیږي چې معصومه اینې ته ناسته وي او له ځان سره خبرې کوي، پدې ځای کې نه پوهیږم لیکوال ولې کوشش کړی چې صحنه یو څه لوڅه (سکس) وښایي. معصومه خپل لاس په خپله سینه راکاږي او بیا یې اندازه ښودل … نه پوهیږم ددې څه اړتیا وه؟ که دا خبره نه وای صحنه به نیمګړې وه؟ په هر صورت دوه وجې کیدای شي، یا خو دا چې لیکوال غواړي صحنه یو څه ریښتینې وښایي او ښه یې تصویر کړي یا دا چې لیکوال غواړي لوستونکی له ځان سره واخلي، ځکه زمونږ په وروسته پاتې ټولنې کې پدې توګه لوستونکي ښه له ځان سره اخستل کیدای شي.»

دا هماغه صحنه ده چې یاد صاحب یې یادوي: « … سر یې وځړېد، تيونو ته يې پام شو. لاس یې ورته وروړ او د شنو پنجابي کاليو له پاسه يې کچ مېچ کړل. ګوتې یې له نریو پوښتیو سره ولګېدې او په ورغو کې یې واړه تیونه د پېرکیو لپاره د پېړو په اندازه. همزولې وریادې شوې، له غټو چاغو تیونو سره. یوازې دا لا پاتې وه، همزولې ټولې واده شوې وې. هره يوه یې د درېو – څلورو اولادونو څښتنه وه.»

دلته د یوې پخې پېغلې احساس وینو نه سکس. تیونه د مېرمنو د بدن هغه غړي دي چې د ښځینه جنسي هورمونونو تر اغېزې لاندې وده کوي او وده یې په ښه خوراک پورې هم تړلې وي. تاسو د هغو پېغلو احساس کله درک کړی دی چې په کور پاتې دي او همزولې یې اولادونه لري. له بلې خوا دا صحنه لوستونکي د کرکټر په فیزیکي جوړښت خبروي، د هغې ډنګروالی، بېوزلي، ارمانونه او هیلې راښيي. هغه به ډېر کمزوری لیکوال وي چې له سکسه د تلوسې د زېږولو کار واخلي.

ګران یاد نورې لوڅې صحنې داسې یادوي: « داسې صحنې دوه ځله نورې هم راځي… یو ځل چې کله ابراهیم د خپل خسر کره خپلې مېرمنې پسې لاړ شي او هلته ابراهیم او میرمنې ته یې بیله خونه ورکول شي؛ نو هم  داسې یوه صحنه راځي چې تقريباً لوڅه یې ګڼلای شو. او وروسته چې کله د ابراهیم کورنۍ بلانداژ (ماته دا کلیمه نوې ده)  جوړوي بیا هم  داسې یوه خبره کیږي… »

راځئ چې دا صحنې هم وګورو: « ابراهيم په بستر ننوت. مخ يې دېوال ته کړ او شا يې زرمينې ته. زرمينې له اوږې راکش کړ، ویې ويل: څه کوې؟ خپل کور کې خو ستا د مور و خور له لاسه نه جومه لرو نه پنشمبه، اوسم رانه مخ اړوې.

    ابراهيم وويل: هغوې نو څه ملامتې دي. د مهاجرۍ ژوند دى. همدا يوه کوټه لرو. هغوې نو چېرته وشړم.

    زرمينې د سړي د کمیس تڼۍ خلاصه کړه، ګرېوان ته یې لاس ورننه ایست، په ګوتو یې د سینې ځیږه ويښته ونازول. وموسېده په ټیټ لړزانده غږ یې وويل: هغوې مه شړه خو اوس.

    _ څه کړې، د بل کور دى. چېرته به ولامبو؟

    زرمينې سر پورته کړ، شونډې یې د سړي پر شونډو کېښودې. شېبه وروسته یې سر اوچت کړ. ویښتو ته یې څنډ ورکړ. په سترگو یې د کوټې په کونج کې ځړېدلې پردې ته اشاره وکړه، ويې ويل: غم يې مه کوه. هغه دى تشناب، لاره یې کوټې ته ده. د گازو ډبه، اوبه، هرڅه پکې تیار ایښي دي.»

بله صحنه دا ده: « … خو زرمینې ته خدای ورکړې وه. کله کله به د شپې ناوخته چې ډزې کمې شوې او نور ویده وو، ابراهیم به یې په کراره وسکونډه. دواړه به خپلې کوټې ته لاړل او ساعت وروسته به د غلو په شان کرار کرار له لمدو وېښتو سره بېرته بلنداژ ته ورننوتل.»

تر دې دواړو صحنو مخکې ډېرې بوږنوونکې پېښې دي، مړي، ټپیان، مرمۍ، چاودنې، وینه، ورانۍ … دغه صحنې چې تر دې پېښو وروسته راغلې دي، درې دندې لري: یو، لوستونکو ته دمه ورکوي او د بوږنوونکو پېښو له فشاره یې خلاصوي. دوه، د زرمینې کرکټر راپېژني. زرمینه په دې ناول کې چلبازه، دروغجنه، جنګیره او ضدي ده. په داسې مېرمنو کې شهواني قوه معمولاً غښتلې وي. درې، د جنګ د نورو مشهودو تباهیو تر څنګ دا اړخ یې هم راته ښيي چې ښځه او مېړه په جنګي شرایطو کې کومو نورو ستونزو سره مخ وي. د ښځې او مېړه تر منځ جنسي اړیکې طبیعي چاره او فیزیولوژیکه اړتیا ده خو د جګړې په کلونو کې خورا ستونزمنې وي. دا جګړې د یوې شپې، یوې اونۍ یا یوې میاشتې نه وې، پوره پنځه کاله وغځېدې.

سکس په داستان کې هغه مهال عیب ګڼل کېږي چې یوازې د سکس لپاره راغلی وي. زما بل ناول «دوزخ په جنت کې» سمې سکسي صحنې لري خو هلته دا صحنې نورې دندې په غاړه لري، نه د شهوت د پارولو دنده.

یاد صاحب وايي: «اوس راځو د ناول اصلي کیسې ته … کله چې لوستونکی ناول وګوري او لوستل یې پيل کړی؛ نو څو څو ځله به یې تلوسه ماته شي…. ځکه هر ځل وړې وړې کیسې شروع کیږي، په پوره هنر مخکې ځي او بیا له ناول ختمېدو مخکې کیسې خلاصیږي او د ناول اصلي کیسه او اصلی (هیروینه) معصومه د ناول په دوه نوي یم (۹۲) مخ کې راښکاره کیږي.»

په دې اړه مې د ناول په سریزه کې توضیحات ورکړي دي: « د ناول یوه بڼه هغه ده چې د مرکزي کرکټر د شخصي ژوند پېښې د یوه ملت، یوې ټولنې یا د یوه هېواد له عمومي وضعیت سره په موازي توګه پر مخ بیول کېږي چې دا د وحدت تاثر رامنځته کوي بلکې د ناول اغېز یو په دوه کوي. ما هم د معصومې کورنۍ ستونزې د تنظیمي جګړو په وخت کې د ټولو افغانانو له جمعي بدمرغیو سره موازي سپړلې دي.»

د ښاغلي یاد له دې خبرې سرې موافق یم چې وايي: «… په لومړۍ برخې کې څو داسې کیسي شته چې که لیکوال ورسره لږ ناکام ویستی وی؛ نو هر ه کیسه یې یو ښکلی ناول کیدای شو. پدې ناول کې د نجف علي کیسه پخپله یو بیل ناول کیدای شو.»

ښاغلي یاد پر یوې پېښې داسې تبصره کړې ده: «په یوه ځای کې معصومه هڅه کوي چې له کوره وتښتي سهار وختي پداسې حال کې له کوره وځي چې ډیره ځورول شوې وي. په څېره کې یې د ځورونۍ نښې ښکاري او تردې چې وجود یې هم په وینو لړلی وي، معصومه له کوره راوځي پخپلې کوڅې کې له جومات نه راروان سړي نه مرسته غواړي، هغه یې خپل کور ته ننباسي او د هلته بیا هڅه کوي چې خپل تنده پرې ماته کړي… څو پوښتنې راولاړیږي. ایا معصومې دا سړی نه پېژنده چې مرسته یې ترې غوښته ؟ که یې نه پېژنده نو څنګه یې په یوې کوڅې کې کورونه وو؟  سړی له جوماته راوان وو یانې د سهار لمونځ یې کړی و او ښځه هم پداسې حال ده چې د انسان یې په حالت لوستلو زړه خوږیږي؛ نو دا انسان به څومره سخت زړی او وحشي صفته وي چې پداسې حالت کې هم یوازې د خپل شهوت غم کوي او غواړه له یوې ځورېدلې ښځې سره خپله تنده ماته کړي؟ … د یوه لوستونکي په حیث ماسره دا پوښتنې شته او که یې زه ځواب ورکوم؛ نو هغسې به وي چې د مخکې لوڅو صحنو یا خبرو په اړه مې ورکړای و.»

د دې پوښتنو ځوابونه: یو، ناسم خلک او جنایت کاران معمولاً خپله کورنۍ له ګاونډیانو لرې ساتي او نه پرېږدي چې ورسره اړیکې وپالي. معصومه خو لکه بندي په دې کور کې اوسي نو طبیعي ده چې ګاونډیان نه پېژني، په تېره بیا نارینه ګاونډیان خو بیخي نه پېژني. دوه، معصومه ولې له ناپېژانده سړي مرسته غواړي؟ دا لکه اوبو وړې هر خس ته لاس اچوي. درې، زموږ په ټولنه کې ښه سړی یعنې هغه څوک چې لمونځ کوي خصوصاً په جماعت کې، روژه نیسي او نور ظاهري عبادتونه نه پرېږدي. خدای پاک فرمايي چې لمونځ به تاسې له فحشا او منکراتو وساتي خو عملاً وینو چې دومره ظلم او جنایت چې په مذهبي ټولنو کې کېږي، په نورو ټولنو کې نه وي. نو د دې وګړو لمونځ لمونځ نه دی. څلور، د دې سړي په کور کې څوک نشته، یوازې اوسېږي او دا پخپله د ده دغه کرغېړن عمل توجیه کولای شي. د داسې وګړو څه کمی نشته.

ګران یاد وړاندې وايي: «د زغم صیب کمال دا دی چې لوستونکی تر ۹۲ مخه ځان سره په اسانه وړي، لوستونکی نه ستړی کیږي، له صحنو او وړو وړو کیسو نه خوند اخلي؛ خو حقیقت دا دی چې تر ۹۲ مخه ناول ځورونکی ندی بلکې یوازې د کابل د جګړو کیسي دي او که چېرې ترې دا برخه لېرې شي؛ نو پخپله په (ځوروونکي) ناول کې څه کمی نه راځي او نه به یې لوستونکي احساس کړي.»

زموږ اکثره ناول لیکونکو لومړی لنډې کیسې لیکلې، وروسته یې ناول ته مخه کړه. زموږ زیاتره ناولونه د پلاټ په لحاظ لنډو کیسو ته ورته دي یانې کوټلی او راټول پلاټ لري. ممکن همدا شي زموږ لوستونکو ته ناول په اړه دا تصور ورکړی وي چې ناول هم د لنډې کیسې په شان باید هماغه یوه اصلي کیسه ولري. خو، ناول د اصلي کیسې تر څنګ ګڼې نورې کیسې هم رانغاړلی شي او د ژوند په شان خور وور وي. د ناول نوم «ځوروونکی» هم «ځوروونکي سړي (د معصومې مېړه)» ته اشاره کوي، هم دغو ټولو پېښو ته.

وروستۍ خبره: هېڅ اثر تر نقد پورته نه وي او «ځوروونکی» هم د انسان د نورو کارونو په شان له عیبه پاک نه دی. له ښاغلي میراحمد یاد څخه بیا مننه کوم چې د زړه خبره یې کړې ده. د ده هرکلی کوم او نورو دوستانو ته هم همدا مشوره ورکوم چې په نقد کې د هېچا خاطر ونه کړي، خپل برداشت او خپل احساس دې ولیکي، که د اثر پنځوونکی ورته ځواب ولري، وبه یې لیکي. کله کله په فیسبوک کې وینم چې د ځینو نسبتاً مشهورو شاعرانو هر شعروزمه شي ته «واه- واه، عالي، ډېر ښایسته، ډېر ښکلی …» لیکل کېږي او فکر کوم چې دا خلک یو ډول منافقت کوي. که پوښتنه ترې وکړې چې دا شعر په څه شي عالي او ښکلی دی، ځواب به نه لري. داسې تبصرې شاعر د سراب خوا ته بیايي. هیله مې ده چې هرڅوک د یاد صاحب په شان صادقانه نقد وکړي.

14 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *