Categories

اعلان

Loading…

لېف نيكولايوويچ تولستوى / احسان الله آرینزی

د روسيې نامتو كلاسيك ليكوال او سياسي او ټولنيز فعال ( لېف نيكولايووچ تولستوى) د
1828 ز كال د سپتمر  په نهمه نیټه د روسيې د ( تولا) ايالت په ياسنايا پليانا كې، په يوه شتمنه اشرافي كورنۍ كې زېږېدلى دى. ياسنايا پليانا له ماسكو څخه 160Km جنوب لور ته پرته سيمه ده.تولستوي له روسي اريستوكراتانو څخه و چې د مور د پلوه له لوى او نامتو روسي شاعر پوشكين سره خپلوي لري. تولستوي په دوه كلنۍ كې مور او په نهه كلنۍ كې پلار له لاسه وركړل او ډېر يوازې پاته شو. له دې وروسته  تولستوي د خپلې ترور كور ته ولېږدول شو او همالته ځوانۍ ته ورسېد.
لېف تولستوى په 1844 كې شاړس كلن و چې د كازان پوهنتون د ختيځو ژبو د پوهنځي د عربي او تركي ژبو په څانګه كې شامل شو. تولستوى په 1846 كې دغه پوهنځى پرېښود او د حقوقو پوهنځي ته لاړ. ده غوښتل چې د يوه تكړه وكيل په توګه له هغه 350 بزګرانو سره مرسته وكړي چې د دوى په ځمكو باندې يې په ورځنۍ اجوره كار كاوه او ډېرې ستونزې درلودې.
په پوهنتون كې د تولستوى  زده كړو درې كاله دوام وكړ. تولستوى په 1851 كې له لږ پوځي زده كړو وروسته قفقاز ته لاړ چې په جګړه كې برخه واخلي. د سرتېرو د ژوند كيسو او تجربو د تولستوي د قفقازي كيسو ليكلو ته لار پرانسته. د ده مشر ورور توپچي افسر نيكولاى هم دا وخت په قفقاز كې و. په قفقاز كې تولستوى د افسر په توګه د غرنيو قفقازيانو په وړاندې په پوځي عملياتو كې ګډون وكړ. دى په قفقاز كې په جدي ډول په ادبياتو بوخت شو او د يوه داسې رومان په ليكلو يې پيل وكړ، چې څلور برخې يې درلودې : ( كوچنيتوب)(1852)، ( تنكي زلما)(1854)، (زلميتوب)(1857) او (ځواني) چې وروستۍ برخه يې ونه ليكل شوه. په عين حال كې تولستوى د (يرغل) ، (د بډاى ګهيځ) ،( كازاكان)، (د ځنګله وهل) او (رازژالوواننيې) ناولونه او داستانونه وليكل چې د قفقاز د خلكو د خاطراتو، تجاربو او جګړو په هكله وو.
نوموړي په 1854 ز كال كې د روسيې او تركيې د جګړې په وخت د تركي كلا (سيليستري) په كلابندۍ كې برخه درلوده، تولستوى هغه مهال د دوناى په پوځ كې خدمت كاوه؛ خو وروسته يې ځان د كريميا پوځ ته تبديل كړ. په دې وخت كې ليكوال د (سیواستوپل كيسې) اثر وليكه. تولستوي په دې كتاب كې د جګړو په هكله خپل هغه راپورونه غونډ كړي وو چې مخكې يې په خورا قوت او دقت رسنيو ته استولي وو. تولستوي د سیواستوپل له سقوط څخه وروسته پوځ پرېښود او خپل ښار ته لاړ.
تولستوي په ژوند كې له ماشومانو او تنكيو زلميانو سره ډېره مينه درلوده او د هغوى ښوونه او روزنه يې ډېره اړينه بلله. ده د فرانسوي فيلسوف ليكوال ژان ژاك روسو د اثارو له لوستلو سره مينه درلوده.  تولستوي په 1857 ز كال كې لويديځې اروپا ته ولاړ او هلته يې له سترو اروپايي ليكوالو او پوهانو چارلز ديكنز، ايوان تورګنيف، فريدريش فرويل او آدلف دستروګ سره وليدل. تورګنيف روسي ليكوال و چې  په پاريس كې اوسیده. كله چې تولستوي بیرته خپل هېواد ته ستون شو، د ژان ژوك روسو د تجاربو له مخې يي په كليوالو سيمه كې د ښوونځيو په جوړولو لاس پورې كړ.
تولستوي د ماشومانو په منځ كې توپير نه كاوه او شتمن يې له بېوزلو څخه نه بېلول. ده  هڅه كوله چې له هر ماشوم سره د هغه د استعداد په اندازه مرسته وكړي. هغه وخت چې د تزار ادارې د تولستوي ښوونځي وتړل، تولستوي داسې فرهنګي فعاليتونه پيل كړل چې د ماشومانو او تنكيو زلميانو له روزنې سره يې مرسته كوله او د انساني او طبيعي علومو  داسې كتابونه يې خپاره كړل چې د ماشومانو خوښېدل او دوى يې له اخلاقي، تولنيزو او معنوي ارځښتونو سره آشنا كول. په مليونونو روسي ماشومان د شلمې پېړۍ تر دوهمې لسيزه پورې، د خپلو ښوونځيو لومړى كال په هغه الفبې پيل كاوه چې تولستوي ليكلې وه.
تولستوى له دې وروسته پوهنتون خوشي كړ او (ياسنايا پليانا) ته ولاړ. ده ته د خپل مور او پلار له خوا دومره جايداد او شتمني په ميراث پاتې وو، چې 700 بزګرانو او مزدورانو پكې د مرييانو په بڼه كار كاوه. څه موده يې هلته تېره كړه او بېرته ماسكو ته ستون شو . ده دا وخت په حقيقت كې په ياسنايا پليانا، ماسكو او سن پيترزبورګ كې ژوند كاوه.
تولستوى په 1863 – 1869 ز كلونو كې خپل نامتو رومان (جګړه او سوله) وليكه. د رومان سوژه د ناپليون بوناپارت له پوځ سره د روسيې جګړه وه. له دې وروسته يې د (پوليكوشكه)، (خولستامېر)، (د ايوان ايليچ مړينه)، (كرېڅيرووا سوناتا)، (شيطان) او (حاجي مراد) ناولونه، د (انا كارينا)، (د استغفار توبه)، (ژوندى مړى) او ( د تيارې واكمني) ډرامې، د (واسكرېسېنې) رومان او د (واوره او توپان) ، (دوه پوځيان)، (سندرغاړې)، (البرت)، (درې مړينې)، (خاوند او مزدور) او (د نڅا له محفل نه وروسته) لنډې كيسې وليكل.
تولستوى د 1862 ز كال په مني كې د (سوفيه اندرېېونا بېرس) په نامه له يوې اتلس كلنې پېغلې سره واده وكړ او د خپلو سترو كتابونو د ليكلو دروند كار يې پيل كړ. د تولستوي ځوانه مېرمن د ده ښه ملګرې وه او مرسته يې كوله چې دا كتابونه ژر بشپړ شي. ويل كېږي چې سوفيا د سولې او جګړې د ليكلو لومړنى 1400 پاڼې اووه ځلې په خپل لاس بيا- بيا ليكلې وې؟
د تولستوي او سوفيا ژوند خوږ؛ خو ستونزمن و. ويل كېږي چې د تولستوى د روځينو ليكنو هغه كتاب چې ده د خپل زلميتوب د وخت خاطرې پكې ليكلې وې، د سوفيا لاس ته ورغلى و. تولستوى په دې كتاب كې د هغه وخت خبرې كړې وې چې ده ډېرې نجونې پېژندلې او شراب يې څښل. دى ليكنو سوفيا خپه كړې وه.
وروسته بيا تولستوى په فلسفي افكارو كې دومره ډوب شو چې سوفيا به يوازې پاته كېده. په هر صورت تولستوى او سوفيا پنځوس كاله ګډ ژوند  وكړ او 13 اولادونه يې وزېږول چې څلور يې په ماشومتوب كې مړه شول.
جګړه او سوله د تولستوي هغه رومان دى چې 580 كركټرونه لري او د روسيې د نولسمې پيړۍ د څېړنې له پاره خورا معتبر او باوري ماخذ او د ناپليون د يرغل په وړاندې د روسانو د مقاومت حماسه بلل كېږي. كره كتونكي دا كتاب د نړۍ له ډېرو سترو رومانونو څخه بولي چې د تاريخ او ژوند په هكله د ليكوال فلسفي ليد لورى نندارې ته ږدي.
انا كارئينا  بل رښتيانى رومان او يو منشور حماسي داستان دى. په دې ډراماتيك رومان كې د مينې، لالهاندۍ او ماتې انځور له ورايه ښكاري.
تولستوى د ستر شهرت په اوج كې د ټولنې د وضعيت له ښه والي څخه نا اميده شو او د روحي ماتې په درشل ودرېد. په كال 1882 كې چې تولستوي د ماسكو د احصائيې د دفتر غړى و، د كارګرانو ورځ په ورځ زياتېدونكې بېوزلتيا ولېده. دى دا وخت پوه شو چې د كارګرانو ستونزې د بزګرانو په پرتله ډېرې دي، له همدې امله ده له بزګرانو سره د مرستې په نيت او ښارونو ته د ډله ييزه مهاجرتونو د مخنيوي له پاره داسې يوه اداره جوړه كړه چې له بېوزله بزګرانو سره په كليو كې مرسته وكړي. ده فكر كاوه چې ښارونو ته مهاجرت بزګران په لالهانده او بېوزله كارګرانو اړوي. له دې وروسته  تولستوي هم شراب، سګرټ او ښكار پرېښودل او دا يې ظالمانه لذايذ وبلل.
دې ګوښيتوب له تولستوي څخه داسې مذهبي سړى جوړ كړ چې د انجيل روسي ژباړه يې پيل كړه او په داسې ټولنيزو فعاليتونو لګيا شوجې له سياسي،  مذهبي محبوسينو او فراري سرتېرو سره قانوني مرستې وكړي .
هر څومره چې په نړۍ كې د تولستوى نوم لوړېده، په روسيه كې د كليسا (ارتودوكس) او دولتي حاكميت له پېغورونو او كركې سره  مخامخ كېده. ځينې ليكنې به يې له خپرېدو مخكې توقيف كېدې او حكومت به داسې ګونګسې خپرول چې ګواكې دى رواني ستونزې لري. د تزار پوليسو به ورپسې و او د ژوند ساحه يې پرې تنګه كړې وه. په عين وخت كې د تولستوي كورنۍ ستونزې ډېرې شوې او له خپلې مېرمنې څخه جلا شو.
تولستوي په كال 1901 كې د (پاڅون) رومان خپور كړ. د روسيې د ارتودوكس كليسا مشرانو ته ښه پلمه په لاس ورغله او ژر يې په كفر تورن او مرتد وباله. تولستوي په عين وخت كې د پرولتاريا د دكتاتوري له پاره د سوسياليستانو له مبارزو سره هم مخالف و او هڅه يې كوله چې خلك له جګړې او وينې تويولو سره مخالفت ته وهڅوي. يو كره كتونكى وايي چې د تولستوي آثارو او افكارو د روسيې د كال 1905 اوښتون ته لار اواره كړه.
د روسيې نامتو ليكوال لېف نيكولايوويچ تولستوى له دې ستونزې وروسته د خپلې كشرۍ لور او كورنۍ طبيب په ملتيا د روسيې جنوب ته لاړ او د 1910 د نومبر په اوومه ومړ.
لېف نيكولايوويچ تولستوى نه يوازې په روسيه، بلكې په ټوله نړۍ كې د يو ستر كلاسيك ليكوال په توګه پېژندل شوى او منل شوى دى. د ده له ګڼ شمېر اثارو څخه هنري فېلمونه جوړ شوي او كتابونه يې په ډېرو ژبو ژباړل شوي. دى د نړيوالو ادبياتو په تاريخ كې له ډېرو ځلاندو او تلپاتې څېرو څخه ګڼل كيږي. په كال 2010 كې په روسيه كې د ده د مړينې د سلم تلين په مناسبت ځينې غونډې او يادګاري پروګرامونه جوړ شول او روسانو يو ځلې بيا د روسي ادبياتو دغه ستر استازي ته د عقيدت ګلونه وړاندې كړل.
د تولستوي نامتو كتابونه دا دي:
تولستوۍ

تولستوۍ

جګړه او سوله، انا كارنينا، پاڅون، كوچنيتوب، تنكي زلما، زلميتوب، د ماشومانو كيسې، اعتراف او سرشمېرنه په ماسكو كې، تقلبي كوپون، پيسې او شيطان، پاك عيد، تش ډول او اووه نورې كيسې، مېږى او كوتره، د ماشومانو او تنكيو زلميانو كيسې، كازاكان، درې پوښتنې، هنر څه شى دى؟، خدای حقايق ويني؛ خو صبر كوي؛ برباد شوې ځواني، د مرګ سندره، شيطان، درويشت كېسې، د ايوان ايليچ مړينه، خان او نوكر، حاجي مراد، تلپاتې مينه، د تولستوي ليكونه، د سیواستوپل داستانونه، پولیوشكا، كورنۍ  نيكمرغي، دوه سپاره او نور.

د ليف تولستوي د تر ټولو ستر رومان (جګړه او سوله) پښتو ژباړه تېر كال د ډاكټر عبدالطيف بهاند له خوا افغاني ټولنې ته وړاندې شوه. ډاكټر بهاند شل كاله زيار ګاللى چې دا لوى كتاب يې له اصلي روسي متن څخه  امانت پښتو ته ژباړلى دى. دا كتاب 2850 پاڼې لري چې په څلورو ښايسته ټوكونو كې د وردګو د پخواني والي، فرهنګي شخصيت ښاغلي فدايي په همت د ميوند خپرندويه ټولنې له خوا خپور شوى دى.
ډاكټر بهاند په خپله سريزه كې د (جګړه او سوله) د رومان په هكله ليكي: (جګړه د تولستوي له پاره، جګړه ييزه پياوړتيا يا د سرتېرو لږوالى او ډېروالى نه دى. جګړه د تولستوي له پاره ماته او برى نه؛ بلكې د پراخه پرګنو روحي پياوړتيا او د هغو د ارادې يووالى دى. دغه راز د جګړې وير، ماتم، غم، وراني، لوټ، تالان، اور، ايرې، كركه، وينې او د جګړې غير انساني څېره او بل پلو د جګړې د ګټلو وياړ، غرور او د غنايمو وېش هغه څه دي چې په دې كتاب كې لوستل كېږي.
تولستوي په جګړه او سوله كې رښتياني او خيالي اتلان دواړه لري. هغه نه يوازې دا چې د دې اتلانو ورځنى ژوند انځوروي؛ بلكې په دې توګه د انسان تاريخ، ژوند، خير، شر او عدالت بيانوي او د انساني برخليك په اړه عرفاني او فلسفي خبرې كوي).
نامتو روسي ليكوال او د لسګونو سترو كتابونو ليكوال ماكسيم ګوركي وايي تولستوى په رښتيا يو ستر كار وكړ. دغه كار د يوې پيړۍ تجربه په خورا ښكلا او رښتينولي بيان كړې ده.
فرانسي ليكوال اندرې موروا يو مهال داسې وايي: (د شېكسپير، بالزاك او تولستوى پنځونې هغه درې ستر يادګاري څلي دي، چې بشريت د بشريت له پاره جوړ كړي).
الكساندرمان وايي: (تولستوى لا تر اوسه هم د بشريت د وجدان آواز بلل كېږي. دى د هغه خلكو له پاره يوه ستره مرجع ده چې په اخلاقي معيارونو ژوند كوي.)
ديمتري ميريژكوفسكي وايي: (د تولستوي څېره د بشريت څېره ده. كه د كومې بلې نړۍ اوسېدونكو زموږ له نړۍ څخه پوښتلى واى چې ته څوك يې؟ زموږ د نړۍ بشريت كولاى شواى تولستوى ته اشاره وكړي او ووايي چې زه دغه څوك يم!)
د تولستوي د جګړه او سوله د كتاب فارسي ژباړونكې مېرمن زنديه وايي:(دغه رومان كه زموږ د پېړۍ تر ټولو ستر رومان نه وي، حد اقل د سترو رومانونو په كتار كې ځاى لري. تولستوي د جګړې او سولې د داستان په ليكلو كې د افرادو د ځانګړي ژوند له انځورولو څخه د پوځونو او ملتونو د غورځنګ د رواياتو شرحې ته رسي او د سترو انساني څپو خوځښت داسې ستايي چې د مليونونو كسانو اراده په هغه كې مستحيله شوې او په هغو يې اغېز كړى دى).
د افغانستان نامتو شاعر او ليكوال سليمان لايق د تولستوي د دې ستر كتاب په هكله وايي : (د تولستوي جګړه او سوله هغه ښكلى او بډاى نندارتون ته ورته دى چې په بېلابېلو كړكيو كې يې د روسيې د تاريخ د يوې ټاكلې دورې د ټولنې، كورنۍ او منفردو كسانو اروايي، اخلاقي، فكري او عقيدتي انځورونه او تنديسونه نندارې ته وړاندې كړي دي. تولستوي د خپل نبوغ او خارقه استعداد په مرسته، دې نندارتون ته د روسي نمونې په مثال كې د نړيوال انسان د فضايلو او رذايلو، كرامت او وحشت، مينې او كركې، عزت او ذلت داسې عالى وضاحت كړى چې هر متفكر او منتقد انسان پكې ځان كتلالى او موندلى شي.زما په عقيده تولستوي په خپل دې ستر ماسترپيسس كې انسان افشا كړى او داسې هېندارې ته درولى چې دى له خپلو ټولو اجزاوو سره ځان پكې ويني).
لنډه دا چې ډاكټر لطيف بهاند پښتو ته د داستاني ادبياتو د ژباړې په برخه كې داسې يو ګام اوچت كړى چې سارى نه لري. له روسي ژبې څخه د 2850 مخه كتاب ژباړې د بهاند شل كاله وخت نيولى دى. ننني پښتانه په دې پوهېږي چې پښتو د ساده كليوالي ژوند له پاره پوره او بشپړه ژبه ده؛ خو كله چې دا ژبه ښارونو ته راوځي او د علومو، فنونو او هنرونو سترې نړۍ ته غېږ پرانيزي، جوتېږي چې  ډېرې نيمګړتتياوې لري او د نويو مدني، علمي، فني او هنري مفاهيمو  د بيان يا ژباړې له پاره د كلماتو له محدوديت سره مخامخ ده او ډېر وخت غواړي چې دا نيمګړتيا د نوي فعال ځوان نسل په مرسته رفع او داسې شرايط برابر شي چې زموږ ژبې د سترو او پېچلو مسايلو او مفاهيمو د بيان جوګه شي.
موږ اوس په داسې شرايطو كې ياستو چې لا هم ډېر پام شعر ته دى. په داسې حال كې چې موږ داسې آثارو او ليكنو ته اړتيا لرو چې زموږ تاريخي او علمي پوهه لوړه او له موږ سره د ستونزو د حل په برخه كې مرسته وكړي. ښاغلي ډاكټر لطيف بهاند ډېر ستر كار سر ته رسولى دى. زه په داسې حال كې چې ده ته مباركي وركوم، هيله لرم چې نوموړى فعال ډاګټر په دې برياليتوب بسنه ونه كړي او بيا هم د ګټورو كتابونو ليكلو يا ژباړې ته اوږه وركړي او په دې توګه د هغه تشې په ډكولو كې رغنده برخه واخلي چې د كتابونو د ليكلو يا ژباړې په برخه كې ورسره مخامخ ياستو.

ښاغلي ډاكټر بهاند ته د لا ډېرو برياليتوبونو په هيله، اوس د افغانستان د ځلمو او مشرانو دنده ده چې د تولستوي جګړه او  سوله ولولي او د پېړۍ د دغه ستر كتاب له منځپانګې، كركټرونو او پېښو سره آشنا شي او د نولسمې پېړۍ روسيه او د هغې خلك او اړيكې ښه وپېژني

60 total views, 3 views today

3 comments

  1. MOE Reply

    Doctor Bahand, by translating the book of War and Peace to Pashto language, has done amazing job. I congratulate him. I would like to know how to purchase a copy.

  2. Rafiq Reply

    ډاکتر صاحب بهاند
    اسلام علیکم
    اول خو د دي کتاب د ژباړلو مبارکي در ته وایم او الله دي توفيق درکړي چي د ژبي لپاره نور خدمت وکړی
    ستاسی د لا کامیابۍ په هيله

  3. Rafiq Reply

    ټولو هغه اشخاصو ته بریا غواړم چي د علم او علمیت لپاره کار کوي
    په رنښت

Leave a Reply to Rafiq Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *