Categories

اعلان

Loading…

ایټالیا له پوهنې وزارت سره څه باندې ۳ میلیون ډالره مرسته وکړه

خبرپاڼه
۱۳۹۳ د تلې ۲۷ مه

د دغې وړیا مرستې تړون، چې د یونیسف موسسې د لومړنیو زده کړو او جنسیتي مساواتو د پروګرام له لارې لګول کېږي، د پوهنې د مالي او اداري مرستیال سیدحمیدالله، د ایټالیا د سفیر لوسیانو پیزوتیند او د یونیسف موسسې د استازي اخیل لیر ترمنځ لاسلیک شو.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې مرستیال وزیر سیدحمیدالله د پوهنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د ایټالیا او یونیسف له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه: « د یونیسف موسسې د لومړنیو زده کړو او جنسیتي مساواتو پروګرام به د پوهنې وزارت د ۲۰۱۹-۲۰۱۵ کلونو په ترڅ کې په دې بریالی کړي، چې د زده کوونکو په ځانګړي ډول د نجونو ښوونیزې لاسته راوړنې د اسانتیاو د ډیروالي ‎له لارې پیاوړې کړي.»
ښاغلي سید حمیدالله زیاته کړه:« ټاکل شوې، چې د ۲۰۱۹-۲۰۱۵ کلونو په ترڅ کې ددې پروګرام له لارې د ښوونې او روزنې په برخه کې نژدې ۱۳۲ میلیون ډالره پانګونه وشي.‎ ددې پیسو ۳۰ میلیون ډالر به د یونیسف له خپلو سرچینو او پاتې ۱۰۲ میلیون ډالره به د یادې ادارې د مالي ملاتړ کوونکو له لوري برابر شي.»
د ایټالیا هېواد یاده ۳ میلیون ډالري مرسته د غور، هرات، فراه او بادغیس ولایتونو په مهمو ښوونیزو برخو کې لګول کېږي. دغه مرسته ښوونځيو ته د قرطاسیې او تدریسي وسایلو په رانیولو، په رسمي ښوونځيو کې د زده کوونکو د شمولیت، د کلیوالي او چټکو زده کړو د ټولګیو پر جوړولو لګېږي.
له دې پروګرام څخه به په راتلونکو دوه کلونو کې ۵۳۳ زره له لومړي تر درېیم ټولګي زده کوونکي او ۱۱ زره ښوونکي برخمن شي. سربېره پر دې ددې پروګرام له لارې ۴۰ کلیوالي ټولګي او ۱۳۰ د چټکو زده کړو ټولګي جوړېږي.
په کلیوالي ټولګیو کې به ۸۰۰ زده کوونکو ته، چې ۵۰ سلنه به یې نجونې وي او د چټکو زده کړو په ټولګیو کې به  ۲۶۰۰ زده کوونکو ته، چې ۸۰ سلنه به یې نجونې وي د زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.
په کابل کې د ایټالیا سفیر لوسیانو پیزوتیند په خپلو خبرو کې ښوونه او روزنه په ټولنه کې د ښځو د پیاوړي کېدو لپاره یوه اړینه قوه او د یو هېواد د پرمختګ بنسټیز عنصر وباله.
هغه د ښوونې او روزنې په برخه کې د افغانستان د پوهنې وزارت لاسته راوړنې مهمې وبللې او په دې برخه کې یې  د  خپل هېواد د مرستو پر دوام ټینګار وکړ. د یونیسف موسسې استازي هم د افغانستان د ښوونیز نظام د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د خپلې ادارې له لوري  د هر اړخیزو مرستو ژمنه وکړه.
د یادولو ده، چې اوسمهال د پوهنې وزارت په ټولو پروګرامونو کې ۱۱،۵ میلیونه زده کوونکي، چې ۴۲ سلنه یې نجونې دي د ۲۱۷ زره ښوونکو له لوري پر زده کړو بوخت دي. پوهنې وزارت د خپلو پراختیايي پروګرامونو د پلي کېدو په موخه په تېرو ۶ کلونو کې د ۷ نړیوالو ښوونیزو بنسټونو غړیتوب هم ترلاسه کړی دی.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

77 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *