Categories

اعلان

Loading…

د ملي احساس مجلې څلورمه او پنځمه ګڼې له چاپه راووتې

ملي احساس مجله چې هره مياشت په منظم ډول د خوست له ولايت څخه خپريږي، دا ځل يې څلورمه او پنځمه ګڼه هم په ډېر برياليتوب سره له چاپه راووته.

د ملي احساس مجلې منځپانګه چې سياسي، اقتصادي، ټولنيز، فرهنګي او معلوماتي مسايل تشکيلوي، په دې ګڼه کې هم ډېر داسې موضوعات راټول شوي، لکه:” تېره لسيزه بريالۍ وه، رغېدلي بنسټونه تصفيه او تقويه غواړي، نړيواله ټولنه افغانستان ته ژمنه ده، له لرې ښکار بې هدفه وي، د نوي حکومت څخه د خوست خلکو غوښتنې، د ازادۍ ياد او د غازي امان الله خان وصيت، د سپټمبر درويشتمه د سعودي عربستان ملي ورځ،  خپله ژوند وکړه او نور هم ژوند ته پرېږده، ارمان به هله زما درشي، نوي هېښوونکي کيسې، په ټولنيزو رسنيو او شبکو کې افراطي کړنې، د مور او پلار حقوق” چې د هر ډول لوستونکو تنده پرې خړوبېداى شي.

د ملي احساس مجلې پښتۍ په سورچک سپين رنګ ښکلې شوې او په لومړي مخ يې له موضوعاتو سره سم ښکلي او مناسب عکسونه ترتيب شوي دي.

په دې مجله کې د تېر په څېر يو ځل بيا د هېواد او خوست ولايت د تکړه او بااستعداده ليکوالو او د نظر خاوندانو ليکنې او نظريات راټول شوي ترڅو په هره برخه کې خپل لوستونکي له تازه، جالبو او نادرو پېښو څخه خبر کړي او دوى ته په کورونيو، سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو د فکر او تحليل کولو ځواک وبښي.

د مطبوعاتو تيورۍ ته په کتو چې وايي مجلې او ورځپاڼې د خپلو لوستونکو فکر پخوي، په ملي احساس مجله کې هم هغو مسايلو ته لومړيتوب ورکړل شوى چې زموږ د ځوان نسل د فکري رغونې او پخونې سره سرو کار لري.

ملي احساس مجله په ښکلي سکښت او اعلى درجه کاغذ کې هره مياشت په منظم ډول له خوست ولايت څخه خپريږي.

د يادونې وړ ده چې دا مجله په خوست ولايت سربېره د هېواد په ډېر شمېر ولايتونو کې د کتابپلورنځيو له لارې د هر مينه وال تر لاسونو رسيږي په همدې سبب تجاران او سوداګر وروڼه هم کولى شي د دې مجلې له منځپانګې څخه په استفادې خپل اعلانات او تجارتي مشهورتياوې د خپلو هېوادوالو پورې ورورسوي او خپلو توکو ته په ازاد بازار کې مناسب ځاى پيدا کړي.

سپين روان نورزى

١٣٩٣-٥-٥

67 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *