Categories

اعلان

Loading…

د خوړو د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغان ملي غورځنګ اعلاميه

د اکټوبر ۱۶ د خوړو نړيواله ورځ پر داسې مهال نمانځل کېږي، چې افغانستان له بېسارو نړيوالو مرستو  سربېره لاهم د نړۍ يو ډېر فقير هېواد ګڼل کېږي او لا هم څه باندې ۷ ميليونه وګړي د خوړو له اړخه مصؤنيت نه لري. موږ د خوړو د نړيوالې ورځې په پلمه لاندې ټکو ته د خپل افغان ولس او چارواکو د پاملرنې غوښتنه کوو:

  • سره له دې چې افغانستان لاهم يو بېوزله هېواد ګڼل کېږي او زيات شمېر افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، خو له بده مرغه د اسراف د ناوړو دودونو له کبله هره ورځ د ودونو، خيراتونو او نورو مناسبتونو په ترڅ کې په ټنونو خواړه ضايع کېږي. موږ غوښتنه کوو، چې په دغه ډول مناسبتونو کې د اسراف مخنيوی وشي، د ګډونوالو شمېر يوازې تر نږدې او اړينو کسانو پورې محدود شي، دخوړو ډولونه راکم شي، هغه خواړه چې پاتې کېږي د هغوی د ضايع کېدو مخه ونيول شي او اړو کسانو ته يې د رسولو پر لارو چارو کار وشي. پدې برخه کې موږ له دولت څخه د ځينو قوانينو د وضع کولو او له ديني عالمانو، قومي مشرانو او مدني ټولنې څخه د تبليغ او عامه پوهاوي په برخه کې د مرستې غوښتنه کوو.
  • د صحي خوړو کلتور نشتوالی، د مضرو او تاريخ تېر شويو خوړو پلورل او استعمال هغه ستونزې دي، چې د روغتيا وزارت، مدني ټولنه او نړيوالې مؤسسې بايد جدي پاملرنه ورته وکړي. د خوړو صحي کلتور به د يوه سالم او با استعداده نسل په روزلو کې ډېره مرسته وکړي. پدې برخه کې د عامه پوهاوي ملي پروګرامونه ښه مرسته کولای شي.
  • کورني فارمونه، باغداري او د ترکاريو پالېزونه، نه يوازې د کورنۍ له اقتصاد سره ډېره مرسته کوي بلکې کولای شي ټول هېواد د خوړو له اړخو په خپلو پښو ودروي او حتی د صادراتو له ودې سره مرسته وکړي. د تجربې له مخې د دې ډول فارمونو جوړول ډېر لګښت ته نه غواړي، خو هڅونې او ملاتړ ته اړتيا لري. موږ د افغانستان له نوي حکومت څخه هيله کوو، چې د فارمونو، باغونو او پالېزونو د ودې او پراختيا لپاره ځانګړي هڅوونکي پروګرامونه پلي کړي.
  • د تجربې له مخې زموږ هېواد د مېوو، ترکاريو، حبوباتو او نورو ګټورو بوټو د ودې لپاره مناسبه خاوره او هوا لري، خو له بده مرغه زموږ د زراعت وزارت د نړۍ له کاميابو تجربو وړ ګټه نه ده اخېستې او له زعفرانو پرته د نورو بوټو او ونو په دودولو کې د پام وړ لاسته راوړنه نه لري. موږ د زراعت له وزارت او همداراز له اړونده مؤسسو او ادارو څخه غوښتنه کوو، چې د نويو ګټورو ونو او بوټو د ترويج په برخه کې ځانګړي پروګرامونه پلي کړي.
  • په افغانستان کې اوبه، ځنګلونه او طبيعي چاپېريال چې د خوړو مهمې او مرستندويې سرچينې دي، لاهم په ظالمانه توګه ضايع کېږي او د خونديتوب لپاره يې اړين ګامونه نه دي اخېستل شوي. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې د اوبو د غوره مديريت لپاره اړين ګامونه واخلي، نه يوازې د ځنګلونو د وهلو او چاپېريال ته د زيانونو مخه ونيسي بلکې د ځڼغوزيو او پستې په څېر د ګټورو ځنګلونو احيا او ودې ته جدي پاملرنه وکړي. پدې برخه کې د ولس پوهای او ملاتړ هم ډېر اړين او ارزښتناک دی.

په ډېر درنښت

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *