Categories

اعلان

Loading…

ځورونکی او څو خبرې/ میراحمد یاد

ځوروونکی د ډاکټر صیب محب زغم نوی ناول دی، ما څه وخت مخکې ولوسته، چې له کتاب پلورنځي مې واخست؛ نو پردې پوه شوم  چې کیسه به د یوه داسې انسان په اړه وي چې د نورو خلکو له ځورولو یا خوند اخلي او یا یې لږ تر لږه ځوروي.

ناول مې پیل کړ، په اول سر کې ډاکټر صیب محب زغم خپله سریزه لیکلې …

په سریزه کې ویل شوي چې د ناول د کیسې تاثر یا سوژه د یوې ښځې له حقیقي ژوند څخه اخستل شوې او وروسته بیا دا هم وايي چې په ناول کې نجف علي د ده یو ملګر ی  (فرید احمد ارزو) دی . ما د ناول د پیل د مخه ویل کاشکې ډاکټر صیب ونه وايي چې دا د یوه انسان د ژوند ریښتوني کیسه ده، ځکه  دا حقیقت به په ناول کې د ډاکټر صیب زغم د تخلیقي وړتیا ډيره زیاته مخه ونیسي.

څه وخت مخکې مې پردې ناول یوه ملګري سره خبرې کولې او ملګري ته مې وویل چې د زغم صیب ناول په لومړیو کې یانې تر نیمايي د کابل تنظیمي جګړو کیسې دي. البته دا زغم صیب خپله هم تاییدوي چې دا کیسې دي او زما په خیال خو دا کیسې ټولې د خاطرو په شکل بیان شوي دي.

یانې په ناول کې تر هغې پورې د کابل د جګړو حالت په ډېر مستند ډول بیانیږي چې د ابراهیم دوی کورنۍ پېښور ته هجرت کوي.

د ټولنې د تیرو ناخوالو راخستل په ناول کې ښه  خبره ده او د تیرو ټولنیزو واقعتونو په بیان او خپرواي کې به ډيره ونډه ولري؛ خو ماسره یوه پوښتنه پیدا کوي، چې کله د ناول  اصلي سوژه هم  د یوې ښځې حقیقي ژوند وي او پېښې هم ټولې د خاطرو په شکل بیان شوي وي؛ نو دا به د ناول او ناول لیکوال تخلیقي اړخ کمزوری نه کړي؟!

دا خو خپله د زغم صیب خبره ده، د  ناول پېل له داسې صحنې کیږي چې معصومه اینې ته ناسته وي او له ځان سره خبرې کوي، پدې ځای کې نه پوهیږم لیکوال ولې کوشش کړی چې صحنه یو څه لوڅه (سکس) وښایي. معصومه خپل لاس په خپله سینه راکاږي او بیا یې اندازه ښودل … نه پوهیږم ددې څه اړتیا وه؟ که دا خبره نه وای صحنه به نیمګړې وه؟ په هر صورت دوه وجې کیدای شي، یا خو دا چې لیکوال غواړي صحنه یو څه ریښتینې وښایي او ښه یې تصویر کړي یا دا چې لیکوال غواړي لوستونکی له ځان سره واخلي، ځکه زمونږ په وروسته پاتې ټولنې کې پدې توګه لوستونکي ښه له ځان سره اخستل کیدای شي.

داسې صحنې دوه ځله نورې هم راځي… یو ځل چې کله ابراهیم د خپل خسر کره خپلې مېرمنې پسې لاړ شي او هلته ابراهیم او میرمنې ته یې بیله خونه ورکول شي؛ نو هم  داسې یوه صحنه راځي چې تقريباً لوڅه یې ګڼلای شو.

او وروسته چې کله د ابراهیم کورنۍ بلانداژ (ماته دا کلیمه نوې ده)  جوړوي بیا هم  داسې یوه خبره کیږي… په هر صورت کیدای شي ځینې ملګري دا دلیل ولري چې دا د ژوند برخه ده او باید لیکوال یې ولیکي؛ خو … زه وایم چې که بې ضرورته یوه صحنه ناول ته اچول کیږي نو حتمن به یې خوند کمیږي، دا خوند که د ناول د لوستو کم نشي؛ نو د پېښواو صحنو تر منځ منطقي تسلسل کمزوری کوي.

اوس راځو د ناول اصلي کیسې ته … کله چې لوستونکی ناول وګوري او لوستل یې پيل کړی؛ نو څو څو ځله به یې تلوسه ماته شي…. ځکه هر ځل وړې وړې کیسې شروع کیږي، په پوره هنر مخکې ځي او بیا له ناول ختمېدو مخکې کیسې خلاصیږي او د ناول اصلي کیسه او اصلی (هیروینه) معصومه د ناول په دوه نوي یم (۹۲) مخ کې راښکاره کیږي.

د (نوې هیلي) له څپرکي وروسته لوستونکي سره لږ تر لږه داسې فکر پیدا شي چې معصومه به ودیږي او بیا به یې خاوند ځوروي. تر دې دمخه ټول ناول یوازې د کابل د تنظیمي جګړو مستندې خاطرې ګڼلای شو چې د ځورونکي لیکوال به ورته یو هنري رنګ ورکړای وي.

زه به ناول په دوو برخو وویشم  او فکر کوم لیکوال به هم په دوو برخو ویشلی وي. په لومړۍ برخې کې څو داسې کیسي شته چې که لیکوال ورسره لږ ناکام ویستی وی؛ نو هر ه کیسه یې یو ښکلی ناول کیدای شو.

پدې ناول کې د نجف علي کیسه پخپله یو بیل ناول کیدای شو او پدې باور هم یم چې پدې ناول کې به تلوسه، هنریت او د موضوع نوښت د معصومې تر کیسې زیات واي.

د ناول دویمه برخه یا د (ځوروونکي) اصلي کیسه چې له ۹۲ یم مخ نه وروسته یې پیل ګڼلای شو د یوې زړې پېغلې د ژوند کیسه ده چې یوه کونډ سړي ته ورکول کیږي او هغه سړی خپله د (نامردۍ) ګناه چې له امله یې بچي نه کیږي؛ په معصومي اچوي او د خپلې مور او خور په  لمسونې له معصومې سره ظلم کوي.

پدې برخه  کې د خبرې کولو امکان خپله د ناول لیکوال په سریزې کې ختم کړی دی، ځکه ناول لیکوال وايي چې دا د یوه چا د ژوند ريښتینې کیسه ده؛ نو د ريښتینې کیسې په رانقل کولو کې به لوستونکی د خبرې نور څه حق ولري؟

په یوه ځای کې معصومه هڅه کوي چې له کوره وتښتي سهار وختي پداسې حال کې له کوره وځي چې ډیره ځورول شوې وي. په څېره کې یې د ځورونۍ نښې ښکاري او تردې چې وجود یې هم په وینو لړلی وي، معصومه له کوره راوځي پخپلې کوڅې کې له جومات نه راروان سړي نه مرسته غواړي، هغه یې خپل کور ته ننباسي او د هلته بیا هڅه کوي چې خپل تنده پرې ماته کړي… څو پوښتنې راولاړیږي. ایا معصومې دا سړی نه پېژنده چې مرسته یې ترې غوښته ؟ که یې نه پېژنده نو څنګه یې په یوې کوڅې کې کورونه وو؟  سړی له جوماته راوان وو یانې د سهار لمونځ یې کړی و او ښځه هم پداسې حال ده چې د انسان یې په حالت لوستلو زړه خوږیږي؛ نو دا انسان به څومره سخت زړی او وحشي صفته وي چې پداسې حالت کې هم یوازې د خپل شهوت غم کوي او غواړه له یوې ځورېدلې ښځې سره خپله تنده ماته کړي؟ … د یوه لوستونکي په حیث ماسره دا پوښتنې شته او که یې زه ځواب ورکوم؛ نو هغسې به وي چې د مخکې لوڅو صحنو یا خبرو په اړه مې ورکړای و.

د زغم صیب کمال دا دی چې لوستونکی تر ۹۲ مخه ځان سره په اسانه وړي، لوستونکی نه ستړی کیږي، له صحنو او وړو وړو کیسو نه خوند اخلي؛ خو حقیقت دا دی چې تر ۹۲ مخه ناول ځورونکی ندی بلکې یوازې د کابل د جګړو کیسي دي او که چېرې ترې دا برخه لېرې شي؛ نو پخپله په (ځوروونکي) ناول کې څه کمی نه راځي او نه به یې لوستونکي احساس کړي.

په ناول کې تلوسه ډېره ښه ساتل شوې ده، مکالمې یې هم خوندورې دي، د کابل د بمبارونو او جګړو عکاسي ښه شوې ده؛ خو که څوک راته غوسه کیږي نه؛ نو لوستونکي ته ډير ځله هغه خاطرې وریادې کړي چې علم ګل سحر صیب ( د کابل لویه تراژيدي) کتاب کې لیکلي دي.

که خبره د نقد شي؛ نو کیدای شي ډير ملګري دا ووايي چې ما باید د ناول ښه او مثبتې ځانګړې هم یادې کړې وای… خو ما خپل نظر د یوه نقاد نه بلکې د یوه عادي لوستونکي په حیث ورکړی دی. کیدای شي دا پورته خبرې یا ما سمې نه وي درک کړي او یا یې هم یو څه اندازه راسره لیکوال او نور ملګري ومني.

په ناول کې ډېرې ښې ځانګړنې هم شته، د هرې صحنې عکاسي، د مکالمو خوند او د کرکټرونو سره نسبت، صحني ته لوستونکي دننه کول او بیا د معصومې د تریخ ژوند کیسه کول خپله د ناول ښه اړخونه دي؛ خو فکر کوم ډاکټر صیب محب زغم به اوس پدې حالت کې نه وي چې یوازې تشویق یا ډير تشویق ته دې اړتیا ولري. کومې ښې ځانګړتیاوې چې پدې ناول کې دي هغه به خپله هر لوستونکی درک کړي او کومې چې خبرې چې لوستونکي ته نیمګړې ښکاري نو ډاکټر صیب ته به یې د یوې مشورې په توګه یادې  کړي.. کیدای شي ډاکټر صیب د خبرو ځواب ولري ، ځورونکی ناول په هرصورت د لوستلو ناول دی او زه پدې باور یم چې لوستونکي به یې ډير استقابل وکړي.

میراحمد یاد

کابل

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *