Categories

اعلان

Loading…

محور ورځپاڼه: افغان مهاجرځوانان د خپلو کورنیو د نجات لپاره جنګېږي

په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو کورنۍ وایي، دواړه کوربه هېوادونه یې ځوان بچیان بېګانه جګړو ته استوي او دوی یې په مخنیوي نه توانېږي.

په پاکستان کې د کډوالو سرچینې وایي، چې اکثره افغان ځوانان په اجباري ډول افغانستان ته د جنګ لپاره رالېږل کېږي او که دوی د هغه هېواد د پوځ او استخباراتو غوښتنه ونه مني، نو د کورنیو غړي یې وژني او له سل رنګه ستونزو سره یې مخ کوي.

په ایران کې بیا افغان کډوالو ویلي، چې اکثره ځوانان یې ورک دي. په تازه راپور کې وال سټریټ ژورنال لیکلي، په سوریه کې ۳۰۰۰ افغان ځوانان جنګېږي، چې له ایرانه ور استول شوي دي.

په ایران کې مېشت کډوال ادعا کوي؛ هغه کورنۍ چې خپل ځوانان داوطلب ګارد ته ندي سپارلي ټولې کورنۍ تري تم شوې دي.

په ایران کې د افغان کډوالو کورونه سوځول کېږي، ځورل کېږي او پخپلو کورونو کې بندیان دي، همدغه تحمیل شوې ستونزې ددې لامل ګرځېدلې، چې ځوانان جګړې ته غاړه کېږدي.

خو وال سټریټ ژورنال سوریې ته د استول شویو افغان ځوانانو په اړه لیکلي: دا هغه ځوانان دي، چې په ایران کې د نشه یي توکیو د قاچاق په تور نیول شوي او بیا د ایران د حکومت لخوا تر خوشې کیدو وروسته د پیسو په بدل کې دغې جګړې ته استول شوي دي.

په پاکستان کې بیا د افغان کډوالو د کمپونو یو شمېر کورنۍ پخپلو تري تم اولادونو پسې سرګردانه دي، دوی وایي، دومره خبر دي چې اولادونه یې د جګړې لپاره افغانستان، وزیرستان او کشمیر ته استول شوي، خو د مړي او ژوندي په اړه یې هېڅ معلومات نه لري.

د وسله والو کورنۍ له پاکستاني استخباراتو سره ګروګان دي او اولادونه یې هم د خپلو کورنیو د نجات لپاره جګړې ته اماده کېږي.

د پېښور له باغبانانو هېواد ته د راستنې شوې کورنۍ یو غړی وایي: ((ورور مې وزیرستان ته د نظامي زده کړې لپاره بویول شوی و، د ځانمرګو په لست کې یې ۱۶ نمبر و، خو موږ پرې خبر شو ، د مور د ناروغۍ په بهانه مو بېرته کور ته راوست.))

په ولسي جرګه کې د کډوالو چارو جرګګۍ هم د ګاونډیو استخباراتو لخوا د افغان کډوالو د کورنیو ګروګان تائیدوي او وایي، پدې اړه د بهرنیو چارو، کډوالو چارو، یوناما، مشرانو جرګې او ولسي جرګې استازي په ځلونو دې هېوادونو ته تللي دي، خو ګاونډیو پخپلو ژمنو وفا نده کړې.

د سیاسي چارو ماهر صدیق ساحل محور سره په مرکه کې وویل؛ نوی افغان حکومت دې د کډوالو د راستنېدا په طرحه کې په دولت کې د افغان کډوالو د بشري قوې جذب ته ځانګړې پاملرنه وکړي: ((کډوال لویه برخه بشري قوه لري، خو د هغو هېوادونو استخباراتي کړۍ یې د جګړو لپاره کاروي، که هېواد ته د کډوالو له راستنېدا سره دغه قوه په دولت کې جذبه شي، نو د افغانستان امنیت ټینګولو سره به هم مرسته وشي.))

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *