Categories

اعلان

Loading…

شاوخوا ۳ زره افغانان د سوریې په جګړه کې د یو بل پرضد جنګېږي

تاند- وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې شاوخوا ۳ زره افغانان ممکن د سوریې په جګړه کې شامل وي.

په راپور کې ویل شوي چې افغان جنګیالي هم د سوریې د حکومت په دفاع کې او هم یې په مخالفت کې جنګېږي.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه وايي، د افغانستان د حکومت باوري سرچینو ورته ویلي چې په دې شمېر افغانانو کې هغه ایران پلوه شیعه ګان هم شامل دي چې د اسلامي دولت د وسله والې سخت دریځې دلې پرخلاف د سوریې جګړې ته استول شوي دي.

د سوریې په جګړه کې د افغانانو ګډون د افغانستان چارواکي اندېښمن کړي دي ځکه چې د هغوی ځیني به بېرته خپل هیواد ته راوګرځي او د اسلامي دولت د وسله والې ډلې په نوم به بله جګړه پیل کړي.

تراوسه پوري داسي کومه نښه نه ده لیدل شوې چې د سوریې جګړې ته تللي افغانان دې بېرته خپل هیواد ته راګرځېدلي وي خو ځینو رسنیو ویلي چې د اسلامي دولت په نوم په غزني او دغه راز د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې ځینو ډلو فعالیت پیل کړی دی.

همداراز روانه اوونۍ د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا وویل چې د سوریې په جګړه کې پنځه تنه وژل شوي افغانان د ایران د قم په مذهبي ښار کې خاورو ته سپارل شوي دي.

د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له لوري د پاکستان او د افغانستان په ځینو سیمو کې رسالې وېشل شوي، پاکستاني طالبانو د دې ډلې ملاتړ اعلان کړی خو افغان طالبانو تراوسه پوري څه نه دي ویلي.

د افغانستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له لوري وېشل شوي رسالې جعلي نه دي.

دغه چارواکي دا هم ویلي چې د اسلامي دولت وسله واله ډله هڅه کوي چې نور افغانان جګړې ته وګوماري او د افغان طالبانو له قومندانانو سره تماسونه ټینګ کړي.

1 comment

  1. نااشنا Reply

    وال سټریټ ژورنال د خپلې خیټې څخه دا شمار ورکړی

    داشمیرنه په کوم اساس سمه ده؟ هيڅ بنسټ نشته چې دا رښتیا سابته کړي

    په اسل کې وال سټریټ ژورنال د اسلامي حکومت بیلیغ کوي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸