Categories

اعلان

Loading…

د لومړي ځل لپاره د اجرايي چارو د رييس په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه وکړه

تاند- د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو او د اجرايي رييس په توګه د عبدالله عبدالله له ټاکل کېدو وروسته د افغانستان د وزیرانو شورا د لومړي ځل لپاره د اجرايي چارو د ريیس په مشرۍ غونډه وکړه.

عبدالله په دې غونډه کې هیله څرګنده کړه چې د ملي یووالي حکومت به د خلکو د غوښتنو ځواب وویلی شي.

ده وویل چې هدف یې د یوه داسي حکومت رامنځته کول و چې د خلکو په ژوند کې بدلون راولي، اوس داسي حکومت رامنځته شوی او د دغه حکومت مشران پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

د اجرايي چارو رييس دا هم وویل چې د حکومت چارې باید په دې خاطر ونه ځنډول شي چې وزیران سرپرسته دي.

ده له وزیرانو وغوښتل چې د وزیرانو د شورا په راتلونکې غونډه کې د هغو کارونو په اړه راپور ورکړي چې دوی د خپل کار په موده کې عملي کړای شوي نه دي څو دی د دغو کارونو په اړه له ولسمشر سره خبرې وکړي.

په غونډه کې د عبدالله عبدالله لومړي مرستیال انجنیر محمد خان له وزیرانو وغوښتل چې ولایتونو او کلیو ته سفرونه وکړي څو خلک ځانونه له حکومت سره پردي ونه ګڼي.

د اجرايي چارو د ريیس دوهم مرستیال محمد محقق انتقاد وکړ، ویې ویل چې د وزارتونو کارونه پڅ دي او خلک اندېښمن دي.

48 total views, 1 views today

  1. سباوون برئ Reply

    دا جنابان خو دادی جلسه هم وکړه ، اوس نو دوی کوم اساسی تدابیر ونیول؟ داسی کانکړیت دی ووایی چی کوم کارونه او کوم تدابیر دڅه له باره او په کوم امکاناتو سره ، څرنګه ؟
    دا جرت و پرت د رسنیو دپاره د درواغو بحث او بل څه نه دی، ددی خاینینو نه هیڅ کار هم نه توقع شته او نه هم څه یی له لاسه کیږی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *