Categories

اعلان

Loading…

محور ورځپاڼه: طالبان د اختطافونو په بدل ملیونونه ډالر ترلاسه كوي

د افغانستان په ختیځ کې طالبان خلک او چارواکي د پیسو لپاره اختطافوي او بیا د پېښور په کارخانو کې یې له کورنیو سره معاملې خلاصوي.

ځایي خلک وایي، د قومي مخورو او ملکانو په نامه ځینې کسان هم پدغو معاملو کې ښکیل دي او د مرکچیانو په جامه کې د اختطافونو له لړۍ سره مرسته کوي.

طالبان د خلکو او چارواکو یو لوی لست له ځانه سره لري او اوس یې تاکتیک بدل کړی، بندیان په خوندي ځای کې ساتي او د پېښور په کارخانو کې یې د هغوی د خوشي کولو پرسر په لکونو ډالر اخلي.

په ختیځ کې د طالبانو تر نامه لاندې ۱۷ ډلې فعالیت کوي، اما زیاتره یې اختطافچیان دي. دوی تښتول شوي کسان په کونړ او ننګرهار کې ساتي. د تښتونکو یو شمېر بانډونه په ننګرهار کې معلوم ځایونه لري، خو په امنیتي ځواکونو کې د نفوذ له وجې نه تعقیبېږي.

په ختیځ کې د اختطاف مهمه سیمه د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ ده، چې تر ناامنه کېدو وروسته پکې د جلال آباد او تورخم پر لویه لاره طالبانو ته د سړي تښتونې ښه چانس په ګوتو ورغلی دی.

د طالبانو دوه مهم قوماندانان عبدالاحد او اسحاق (اصلي نومونه) چې د بټي کوټ اوسېدونکي دي، د سړي تښتونې معاملې پرمخ بیایي.

قوماندان عبدالاحد وروسته له هغه مشهور شو، چې په بټي کوټ کې یې یو سوداګر وتښتاوه او د خوشي کولو په بدل کې یې د هغه له کورنۍ ۷۰۰ لکه کلدارې وغوښتې، خو د ۴۰ لکه کلدارو له سپارلو سره یې  هم سوداګر ووژاه.

قوماندان اسحاق د تورخم او جلال آباد ترمنځ پدې لویه لاره د یو بل تښتول شوي تن د خوشي کولو په بدل کې د هغه له کورنۍ څخه ۸۰ لکه کلدارې واخستې. دوی هر یو د خپلې ډلې سرګروپي پر غاړه لري او په طالبانو کې د سړي تښتونې د معاملاتو هواري ځانګړي استازي ټاکل شوي دي.

د بټي کوټ محلي ادارې یوې سرچینې محور ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي، له تېرو دریو کالو راهیسې طالبانو ۲۰ مشهور سوداګر او دولتي چارواکي پدې سیمه کې تښتولي او بیا یې د خوشي کولو په بدل کې ان تر سلو لکو کلدارو هم ترلاسه کړي دي، خو ددې شمېر څو چنده یې وژل شوي او تښتول شوي دي.

په ختیځ کې د سړي تښتونې منځګړتوب د یو شمېر قومي مشرانو په وسیله کېږي، خو د تښتول شویو کسانو کورنۍ به له طالبانو سره د حساب تصفیه کولو لپاره یو ځل د پېښور کارخانو حتمي ګوري.

د پېښور په کارخانو کې د طالبانو د معاملاتو د تصفیې مرکزونه دي، خو نغدې پیسې په بټي کوټ، شینوارو، کوټ او مهمندرې ولسوالۍ کې د تښتول شویو له کورنیو ترلاسه کېږي. دوی له منځګړو تضمین اخلي، چې که چېرې افغان امنیتي ځواکونو سره راز شریک کړي، نو له محکمې پرته یې د مرګ جواز شته.

د بټي کوټ اوسېدونکي حاجي میرداد خان (مستعار نوم) محور ته وویل، چې یو شمېر قومي مخور له مجبوریته د طالبانو او دولت منځګړتوب ته زړه ښه کوي: ((وروسته له هغه چې قومي مخور په نښه شول، نو هغوی د خپل سر خوندي ساتلو لپاره د دولت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب ته زړه ښه کړ. قومي مشران د دواړو لوریو ترمنځ منځکړي دي او یوازې د طالبانو لپاره کار نشي کولای.))

367 total views, 2 views today

  1. خ . س Reply

    سلام، ستاسی لیکنه درسته ده او ځینی ځای زورواکی پدی تښتونو کی ښکیل دی. که بده نه وی زه به د ځینو نومونه هم رسوا کړم چی په لویه کچه دا تښتونی رهبری کوی. حاجی محمد امان خیر چی د یو لوی ډلی مشر او تښتول شوی کسان په خوګیاڼو،شینوارو اوجلال اباد ښار کی ساتی.
    ۲. حاجی ظاهر او ابرارالله مراد چی تښتول شوی کسان په شینوارو، سره رود او کامه کی ساتی
    ۳. ښاغلی فضل هادی مسلمیار او د تره زامن یی چی د ډیر لوی بانډ مشر او تښتول شوی کسان په چپلیار، د خالص فامیلو ، کوټ او بټی کوټ کی ساتی
    ۴. د پخواني والی ګل اغا شیرزی ډله چی خور وور فعالیت کوی او د بټی کوټ پیښی رهبری کوی
    ۵. ګل کریم او اکرم چی تښتول شوی کسان په خیوه او دره نور کی ساتی
    ۶. د الینګار د اربکیو قومندان او یوسف چی د لغمان په الینګار اوقرغه یو کی مرکزونه لری
    او ځینی نور. تاسی کولای شی چی زما د لیکنی په اړه پراخه پلټنه وکړئ

  2. احمد ضیا Reply

    زه د ښاغلی لیکوال خ. س لیکنه تایدوم او په واقعیت سره چی د مشرانو د جرګی مشر فضل هادی مسلمیار، د ولسی جرګی غړی حاجی ظاهر قدیر او ابرارالله مراد، ګل کریم او اکرم، د خوګیاڼو یو تن قومی مشر حاجی امان خیری او دشیرزی ځینی ملګری د تښتونو بانډونه رهبری کوی او پدی توګه هیوادوال ځوروی او پیسی ترینه تر ګوتو کوی. په ځانګړی توګه د تورخم- جلال اباد لار، جلال اباد ښار، د خالص فامیلی او ځینی نور ځایونو څخه خلک او ماشومان یی تښتوی

  3. ahmadsafi Reply

    Da biya taliban ho na de. da ho hom agha pukhani zorwakan de kom che felan pa dawlat ki hom Wanda lare.haji zahir da parliman ghare awo hom dagha shan haji aman.Allah de dowi tabah kare.

  4. SHAGHSI Reply

    هر چا چی دا پورته مطلب لیکلی وی واقعآ درست مطلب دی مګر څه نا څه کم دی هغه پدی معنی چا د طالب په نوم تنها په بتی کوت ولسوالی کی نه بلکی په روداتو ولسوالی کی د طالب په نو انسان تښتونکی ډله دومره ډیره شویده چه د وزیر صاحب زاخیلوال د کلی څخه یی تقریبآ په یوه میاشت کی څلور غریبان وتښتول اول کافر وو او بیا د پیسو د ورکړی نه وروسته هماعه کافر مسلمانان شو چی پدی کی ډیر لاسونه موجود دی چی د هغی د جملی څخه دغه لاندی کسان لاس لری.
    ۱: حاجی نورحسن او د هغه کورنئ (بچیان،وروڼه او ماما ګان) اصلی د سرخرود ولسوالی دی مګر په زاخیلو کی د پخوا څخه وسیده او اوس د زاخیلو شوی دی د جهاد په دوره کی یو څو ورځی د ځان په ګټه جهاد کړیدی اوس د طالب د نامه په استفادی ډیر عټ انسان تښتونکی دی
    ۲: قاری عبدالسعید چی د بټی کوت اوسیدونکی دی د طالبانو لخوا د روداتو ولسوالی ولسوال معرفی کوی چی دا هم د نورحسن د بانډ نفر دی.
    ۳: الفیصل سنګری دا هم د بټی کوت ولسوالی دی مګر د طالبانو لخوا د هسکی مینی ولسوال معرفی کوی چی دا هم په انسان تښتوونه کی رول لوبوی .
    ۴: عبدالخالق چی ځان په عمر ښایی چی د ده بالا ولسوالی دی او ځان د طالبانو عټ چارواکی معرفی کوی
    ۵: ملاګی په نامه چی د چپرهار ولسوالی د سپین جماعت اوسیدونکی دی دا هم د طالبانو یو چارواکی ځان معرفی کوی
    دا پورته اشخاص په روداتو چبرهار او ده بالا ولسوالیو کی تجاران او دولتی کارمندان نیسی او د عبدالخالق په ځای کی یی ساتی د یو تور او بل تور او د مرګ د ګواښونو په زور د روپئ په بدل کی خوشی کوی او د دروغو د سپین ګیرو تضمینون د اسلامی اماراتو اداری ته وړاندی کوی د اسلامی اماراتود لوړپوړو په سترګو کی خاوری اچول او د اسلام د نوم بدولو لپاره کار کوی.

  5. alamoona gharkaweena Reply

    No da hukumatee charwakee sa kawee ?

Leave a Reply to ahmadsafi Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2