Categories

اعلان

Loading…

لویه څارنوالي وايي د ولسمشر له امر سره سمې یې د بندیانو دوسیې بشپړې کړي

تاند- لویه څارنوالي وايي چې د پلچرخي د بندیانو دوسیې یې د ولسمشر اشرف غني له لوري له ټاکلي ضرب الاجل سره سمې بشپړې کړي او سبا خپل راپور ولسمشر ته وړاندې کوي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي تېره اوونۍ د پلچرخي بند ته لاړ او له بندیانو سره یې د هغوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې. ځینو بندیانو ورته وویل چې د دوی د دوسیو د قضايي پروسې په اړه معلومات نه ورکول کېږي او ځینو نورو وویل چې بې دوسیې او بې محاکمې په کګلونو په محبس کې پراته دي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي لویې څارنوالۍ ته امر وکړ چې د اکتوبر تر دیارلسمې پوري باید د ټولو بندیانو دوسیې وڅېړي او ده ته یې ر اپور وړاندې کړي.

لویې څارنوالۍ نن /یکشنبه/ وویل چې د پلچرخي محبس د بندیانو د دوسیې څېړل یې بشپړ کړي او اسناد او دوسیې به فوراً ولسمشر ته ولېږي.

د لویې څارنوالۍ ویندوی بصیر عزیزي نن خبریالانو ته وویل:«ولسمشر له لویې څارنوالۍ څخه وغوښتل چې په دې څارنوالۍ کې تر پروسې لاندې دوسیو د شمېر په اړه معلومات ورکړي، څومره دوسیې بشپړې شوي او نهايي شوي، څومره دوسیې ابتدايي او استیناف محکمو ته وړاندې شوي دي.»

د لویې څارنوالۍ ویندوی همداراز وویل:«موږ وتوانېدو چې لیست د ضرب الاجل تر پوره کېدو مخکې برابر کړو او ټول شواهد او اسناد مو راټول کړل څو نن یې ولسمشر ته ولېږو.»

ګڼو خلکو او د ملي شورا غړیو د ولسمشر اشرف غني احمدزي د قاطعیت او له بندیانو سره د عدالت کولو د هڅې هرکلی کړی دی. دوی همداراز د فساد په وړاندې د ولسمشر له لوري ښوول شوې اراده ستایلې ده.

د مشرانو جرګې یوه غړي سناتور امین احمدي وویل:«ما ته د ولسمشر هڅې ډېرې ګټورې او اغېزمنې ښکاري.»

د لویې څارنوالۍ له لوري په یوه اوونۍ کې د بندیانو د دوسیو بشپړېدا ښايي د ډېرو خلکو په ذهنونو کې دا پوښتنې پیدا کړي چې دې څارنوالۍ ولي تراوسه دا کار په اوونیو نه بلکې په کلونو نه شوای کولی؟

354 total views, 2 views today

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    به نظامي كي كنترول دامر به وخت وزمان سره ضروري اولازم دي . كله جه كنترول موجود وي مكافآت او مجازات منخ ته راخي ،كله جه مكافآت او مجازات منخ ته راشي صورت أجرا او بهبود دكار منخ ته راخي
    دا أصل وسيستم ديوه شه مديريت دي جه ريس جمهور دخبل دكار سر مشق او عمل كر خولي مونز دده موفقيت غوارو.

  2. اسد سمندر Reply

    څارنوال الکو ، د ده ملګرو، موټو وانانو حتی اوسنیو او پخوانیو هلکانو هره ورځ په زرهاو ډالره او په ملیونونو افغانی اخیستلی. اوس وایی جرمنی ته نه ځم د حامد کرزی سره د هغه اټو بیو ګرافی لیکم. پخوانی هلکان یی اوس « با با » بولی
    اسد سمندر

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2