Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان د حملو په وړاندې امریکا ته د مشرانو جرګې د غړیو خبرداری

تاند- د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو نن /یکشنبه/ خبرداری ورکړ چې که د افغانستان پر ختیځ د پاکستان له لوري راکټي بریدونه دوام وکړي دوی به له امریکا سره امنیتي موافقه په یو اړخیز ډول لغوه کړي.

سناتورانو د امریکا او افغانستان له امنیتي موافقې وروسته پر کونړ ولایت د پاکستان د توغندويي بریدونو د دوام په وړاندې د امریکا چوپتیا وغندله.

دوی وویل چې د ډیورند کرښې له پوري غاړې څخه پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځ د حملې موضوع به له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره مطرح کړي.

د افغانستان تېر حکومت څو ځلي خبرداری ورکړ چې د پاکستان حملې به بې ځوابه پرېنږدي خو عملاً یې تر پایه د پاکستان بریدونو ته ځواب ونه وایه.

د افغانستان د قبایلو او سرحدونو د چارو وزیر ډاکتر اکرم خپلواک، چې اوس هم د دغه وزارت سرپرست دی، ویلي و چې افغانستان د دې لپاره د پاکستاني پوځ حملو ته متقابل ځواب نه وايي چې هغې خوا ته هم افغانان اوسي. د ډاکتر خپلواک په وینا د کرښې دواړو خواوو ته مومند، مشواڼي او سالارزي اوسي.

دا په داسي حال کې ده چې ځیني کتونکي وايي چې د پاکستان هدف دا دی چې افغانستان ځوابي برید وکړي څو د کرښې د هغې غاړې خلک له افغانستان سره اختلاف پیدا کړي.

په وروستیو څو ورځو کې د پاکستان له لوري د درنو وسلو بریدونه زیات شوي دي.

د کونړ چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دانګام ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو نژدې ۱۰۰ توغندي لګېدلي دي.

36 total views, 1 views today

  1. حضرت سهاک Reply

    ترټولو ښه چاره به داوی چی پر پاکستان هراړخیز سیاسی او دیپلوماتیک فشار زیات شی. دا موضوع په کابل کی له مقیم کوردیپلماتیک هییات له مشرانو ، ګاونډیو او اسلامی هیوادونو له مشرانو او له لویو قدرتونو نه په کلکه وغوښتل شی چی پر پاکستان فشار راوړی ، تر څو له افغانستان سره په رښتینی سولی او ښه ګاونډیتوب او د ملګرو ملتونو د منشور په رعایتولو سره سوله ایز تعامل وکړی او که پاکستان له خپل لجاجت نه لاس نه اخلی باید افغانان هم د خپل ځان د دفاع لپاره ځانونه تیار کړی. که زمونږ وران او کنډواله هیواد لږ ورانیږی د دوی آباد او له نفوسو ډک هیواد به څو برابره زیات تلفات ورکړی او مسوولیت به هم د دوی په غاړه وی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *