Categories

اعلان

Loading…

ختیځ ادبي بهیر خپله ۱۱۲ اونیزه ناسته وکړه/ راپور: ابوبکرعلیزي 

ختیځ ادبي بهیر خپله ۱۱۲ ناسته د ۱۳۹۳ کال د میزان میاشتي په (۱۸) مه د جمعي په ورځ د میدیوتیک په انګړ کې وکړه .

غونډه د عبدالعزیز شجاع په تلاوت سره پيل شوه، د دریځ چاري کریم باور سره وې، مشري يې عبدالعزیز شجاع  کوله او د کوربه پر ځای اخمد جمال جمال ناست و.

دا چې تیره ناسته د عرفي په ورځ تر سره شوي وه او یوازي ازاده مشاعره وه ، نو ځکه ګزارش ونه لوستل شو او د کره کتنې په برخه کې دا ځل ضیاالدین همت مل خپل غزل کره کتنې ته وړاندي کړ .

د غزل مطلع په دي ډول وه :

په وجود کې دې چې زړه راکړه امتیاز

زه څه ګرم یم ، چې مې مینه کړه اغاز

ځينو ملګرو بیت وستایه او له ستونزو خالي يې یاد کړ، خو میرحسن حواټول ویل که په لومړي نیم بیتي کې د (راکړه ) پر ځای (راکړ) راشي یعني دویم نیم بیتي په دي ډول شي چې :

په وجود کې دې چې زړه راکړ امتیاز

په باور يې ښه به راشي. دوست محمد وحدت دا بیت یو عرفاني بیت یاد کړ او ویې ستایه، نورو ملګرو هم د ( راکړه ) پر ځای ( راکړ ) سم یاد کړ.

د غزل لومړي بیت په دي ډول و:

چې لمبې د عشق یې ځې تر کهکشانه

پوټی عقل به پرې څنګه شي ممتاز

ایمل مړوند په ټوله کې غزل وستایلو او زیاته يې کړه چې په غزل کې د کلاسیکې دورې د شاعرۍ رنګ له ورایه ښکاري، په خبره يې چې د اوسني دور ځوان شاعران په دې لاره کې ډېره کمه شاعري کوي او دا يې د همت مل کمال یې یاد کړ. کریم باور ویل که په لومړي نیم بیتي کې د عشق تر څنګ ( یې )اضافه شي نو بیت به لا پسي روان او ښکلي شي. صفي الله اثر بیا د ( یې )  د زیاتوالي سره له دې امله جوړ نه و چې له انده يې د بیت مانا او خیال ورسره بدلون کوي، خو د نورو ملګرو لخوا د بحث وروسته ښکاره شوه، چې د ( یې ) په زیاتولو بیت پور کیږي او خیال کې يې هم کوم بدلون نه راځي.

احمد جمال جمال  بیا په بیت کې د ( پوټي ) کلیمې سره جوړ نه و، له انده پوټی چندان شاعرانه کلیمه نه ده، نوموړي د پوټي پر ځای د ( زما ) کلیمه وړاندیز کړه. زیاته  يې کړه چې په دې سره به د بیت په ښکلا او معني دواړو کې د خوند شکري زیادی شي .

خو د جمال له دي نظر سره ایمل مړوند او عبدالعزیز شجاع ځکه همنظره نه وه چې غزل یې د پخوانیو شاعرانو په لاره لیکل شوي یاد کړ او ویې ویل چې  په داسي شعرونو کې ورته لغات کارول غزل ته نوره ښکلا هم بخښي .

وار د غزل دویم بیت ته ورسید :

راج د حسن یې پاچا د ځان تابع کړ

کیسه واوره د محمود او د ایاز

دا بیت د ټولو ګډونوالو له خوا وستایل شو ، ډيري خبری پري ونه شوی ، او بیت په خپل حال پاتي شو له دي وروسته بهیروالو په دریم بیت خبري پیل کړي :

دا د عشق د قانون رسمي ماده ده

چې اقرار یې په سکوت کې کړو اعجاز

عبدالعزیز شجاع وویل چې روان بیت دي او د جوړښت ستونزه هم نه لري.

ایمل مړوند د عشق دقانون رسمي ماده ښه ترکیب یاد نه کړ، شجاع یې بیا تر میم په دې ډول وکه :

دا د عشق د قانون زړه ماده ده

خو د عبدالعزیز شجاع له دي سمووني سره ملګري جوړ نه وه، او خوښه همت مل ته ورکړل شوه او څلورم بیت د کریم باور له خولي ګډونوالو واورید:

چې زنګونه مې د زړه پري توږل کیږي

خود به غواړمه د سپیني خولي اعزاز

میرحسن حواټول دا بیت خوښ کړ او ویې ستایه، مړوند سره ددې چې بیت روان او ښه یاد کړ، ولې د ( زنګونو ) کلیمه یې سمه کارونه یاده نه کړه، په خبره يې ( زنګ ) خپله جمعه ده نو باید دلته کومه بله کلیمه یا زنګ وکارول شي.

شجاع  بیا د زړه د زنګ کولو سره هم جوړ نه و او ویل چې زړه زنګ نه کوي نو ځکه خو يې د ( زنګونو ) پر ځای د ( رنګونه ) کلیمه وړاندیز کړه:

چې رنګونه مې د زړه پري تازه کیږي

د شجاع له دي جوړوني سره ملګري همنظره وه .

خو ضمیر احمد احمدي وویل چې زنګ که په رنګ بدل شي نو خیال هم ورسره بدلیږي نو باید داسی بدل شي چې خیال ورسره بدل نه شي او خوښه ضیاالدین همت مل ته ورکړل شوه .

د غزل بل بیت په دی ډول وه :

حاجت نشته چې یې زه درته بیان کړم

چې مې اوښکې درته وایې د زړه راز

کریم باور د بیت ستاینه وکړه ، ایمل مړوند ویل چې په بیت کې خیال تکرار دي خو بیا هم يې بیت وستایه او ښکلي یې یاد کړ .

ضمیر احمد احمدي وویل که له یو نیم بیتي څخه (چې ) لري شي نو په بیت کې به مو د ( چې ) د تکرار مخه نیولي وي ، ملګري یې له نظر سره همنظري وه. احمد جمال جمال او عبدالعزیز شجاع  د لمړی نیم بیتي څخه د ( چې ) د لرې کیدو خبره کوله، خو مړوند بیا په دویم نیم بیتي کې د (چې ) د لری کېدو پلوي و.

وار مقطع ته ورسیده :

چې په مخکې مخکې ځی او شاته ګورې

همت مل نه دي زړه وړی دې انداز

ضمیراحمد احمدي وویل چې که په دویم نیم بیتي کې د (دا) په ځای ( دې ) راوړل شی نو بیت به لاپسي روان او سکتګي به یې ختمه شي ، خو د ګډونوالو له خوا ورته بیا هم د املایې تیروتني خبره وشوه .

له دی ټولو نظرونو وروسته ضیاالدین همت خپله د دریځ سرته وبلل شو .

ده له ټولو ناستو ګډونوالو مننه وکړه چې په حوصله مندۍ سره یې دده په غزل نظرونه ورکړل او خبري یې پري وکړي ، د ده په خبره چې د ټولو نظرونو ته احترام لري.

په همدي سره د کره کتنې برخه پای ته ورسیده او د ازادي مشاعري پيل له دوست محمد وحدت څخه وشو .

په مشاعره کې دغو ښاغلو خپل هم خپل شعرونه وویل:

قسیم ځیر ، قسیم سالارزي ، ایمل مړوند ، فاروق دیدار ، حامد غورځنګ ، انیس حلیم ، الفت پاڅون ، عبدالرحمن وفا ، میرحسن حواټول ، صفي الله اثر ، عبدالعزیز شجاع ، الله محمد حسن زي ، لیاقت لایق ، احمد جمال جمال ، ضمیر احمد احمدي ، سیلمان ځاځی ،نعیم جان نعیم ،دوست محمد وحدت، محمد درویش زمان، ودان مینوال شینواري، خاوري منت بار  او هجرت الله قدردان .

له ازادی مشاعري وروسته عبدالعزیز شجاع د ناستي د ارزولو لپاره دریځ ته وبلل شو .

نوموړي د خپلو خبرو په سرکې وویل: (( له دې وروسته دي په یو پاڼه کې ادبي مضوع ګانې لیست شي او د برخوالو رايې دې واخیستل چې بهیروال په کومه موضوع  د خبرو کولو غوښتنه کوي او ضروت ورته لري راتلونک اونۍ ته دې هماغه مضوع وټاکل شي.))

ده ناسته له پيل ښه ورازوله ، د کره کتنی برخه یې ښکلي او ورپسي یې ازاده مشاعره هم ښه وارزوله .

د راتلونکی اونۍ لپاره حامد غورځنګ د د فوټو ژورنالیزي د تدریس ژمنه او قسیم ځير هم د یو شمیر ادبي موضوعات د تدریس وعدي وکړي .

ناسته شاوخوا ۱۲:۰۰ بجي پاي ته ورسیده .

ګزارشګر: ابوبکر علیزي

368 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2