Categories

اعلان

Loading…

په ملالې جنګ دی/ مطیع الله عابد

هره پښتنه یوه ملاله ده. خو هر پښتون اکبرخان نه دی.یو ېې پخپل جنگ کې وژني بل ې د بل په ننگ کې وژني. ملاله که په میوند کې وي که مینگوره او که په میرانشاه کې ټولو یو سالو په سر کړیدی. چا ورنه بیرغ جوړ کړی. چا ورنه د قران پوخ او چا ورنه د سر پټۍ. خو نه ېې چا یاقربان واورید. نه ې کلیمه او نه سلگۍ .بس د ملالې د غیرت په نوم ټولو ټوپک را اخیستی او بیرته ورباندې ملاله وولي. څوک ېې په سر ولولي . څوک ېې په منبر او څوک ېې په لښکر. په ملالې جنگ دی او ملاله مړه ده.

یو د ملالې یوسفزۍ په غم کې سړک ته راوتی بل د ملالې اورکزۍ په ویر کې لاره بنده کړیده . د دوي په نعرو او نعره تکبیر کې د ملالې شور څوک نه اوري چې هغه څه غواړي. هغه مکتب ته د تیریدو لار غواړي. هغه امن سکون او قرار غواړي. خو دوي ورته وايي چپ شه .چې سړي خبرې کوي. جینکۍ شور نه کوي.

ټولو په وینو لړلي د ملالو تصویرونه نیولي دي. یو وايي دا وگوره ملاله ې ویشتلې. بل وايي نه دا بله وگوره چې په بمبار کې لگیدلې. بل وايي نه دا درېمه وگوره چې موټر کې سوزیدلې. څلورم ورته په تیزابو ککړ د ملالې مخ ښکاره کوي او نورو خپل مخونه پټ کړیدي او تیزابو ډک بوتل ېې لاسونو کې نیولي . هر یو د دین ،امن او ملت په نوم د ملالې د غم نه مري او چې ماښام شي د شلو نورو ملالو د مرگ سامان ېې کړی وي.

هغه غازي چې ټوله دنیا کې د اسلام د بیرغ رپولو دعوا لري هغه خپل جنگ کې د ملالې د شلیدلي څادر شاته پناه ولې اخلي ؟ .چې دومره نر دی نو ځان سره تورسرې ولې وژني ؟ چې شهادت دې دومره خوښ دی نو میدان ته ورشه.د ورځې د ملالې په لاس گنډلي دسمال مخ پټ گرځوې او دشپې د ملالې د مکتب د ورانولو پلان جوړوې او بیا خپله خور نارینه ډاکټر ته ورولې.

د ملالې ټول ژوند د خپلو وروڼو په کالیو وینځلو،ډوډۍ پخولو او څپیړو خوړلو کې تیر شو. بیا چې وروڼه پخپلو کې سره په جنگ شي. نو بیا همدا خپله خور مقتل ته راکش کوي. څوک ېې خپله وژني. څوک ېې بل ته په نښه کوي. یو ېې په وینو سره کړي .بل ېې په بدل کې سوره کړي.

یو ورته مکتب په لاره بم خښوي .بل ېې د پیسو دپاره په بل خرڅوي. د ملالې په ژوند هم تجارت روان دی په مرگ هم. اول د سولې تاج ورپسر کړي .بیا د قاتلانو په ښار کې خوشې کړي . اول ېې د آزادۍ جنگ نه خبر کړي .بیا ېې همدې جنگ کې در په در کړي. عسکر ې په دفاع کې وژني. یاغي ېې په فتوا کې وژني. خو چې مړه شي بیا ېې څوک جنازه نه کوي. یو وايي چې دا د کفر طرفداره وه. دا خو د هغه بل طرف یاره وه. دې خو زموږ نه منله .دبل په خوله ېې کوله .

هغه چې د دنیا د بل سر نه د ملالې د حال د پوښتنې دپاره پیښور ته ټیلي فون کوي.هغه کله خپل سرباز ته ویلي دي چې میدان کې چې په دښمن وارکوې نو د ملالو سر ته پکې پام کوه. هغه ترجمان چې بمبار ته لارښونه کوي هغه دا معلومه کړې چې دې کور کې څومره شرپسنده او څومره ملالې ژوند کوي. د بشر حق په جنگ کې یوازې د طرفدار حق ته نه وايي .کمزوري ،ضیعف او بې اختیاره چې هرلوري سره وي هغه د وژلو نه دي .د ژغورلو دي. هیڅوک هم پخپله رضا د جنگ په ډگر کې او د شر په سنګر کې ژوند نه کوي.

د وولس کلنه جلۍ چې پیدا شوې په دې جنګ کې ده.لګیدلې په دې جنګ کې ده او پالل شوې په دې جنګ کې ده.نور ېې مه  کړوئ؟

چې اخر خلک د دې وړې ماشومې نه څه غواړي؟. ولې ېې د وخت نه مخکې ستروي او د سړو سره ېې دروي. يو ېې قد نه ډیر انعام ورکوي. بل ورته په لاس کې د وینو جام ورکوي. یو هم د ملالې سره ښه نه کوي.ملاله پریږدئ چې خپل د عمر سره ژوند وکړي. خپل همزولو سره اختر وکړي ساعتیري وکړي ،خوند وکړي.

یو ېې هم په قلاره نه پریږدي. چرته ېې حالات وژني او چرته  ېې معاملات.

ملاله بس لګیا ده لکه نانځکه .کله د وړې رول کوي .کله د زړې.خپل ماشومتوب ته چا پرینښوده.لکه د نازېې د پلار هر یو ورباندې د وخت نه  وړاندې بازار ګرموي. چاته جایزه شي او چاته جنازه. د ثواب او خورما وسیله ده.

یو وزیرستان ته روان دی د ملالو په ادیرو خپل سیاست کوي او وايي چې جهاد په افغانستان کې روان دی . بل ورځي په سوات کې د ملالې سر ته ټوپک نیسي چې نه همدلته کافرستان دی. خو تراوسه یو هم د یوې صحنې دپاره دا فکر ونه کړو. چې پرونه پورې همدا د مینگورې ملاله میرانشاه ته تلله او همزولو سره ېې چیندرو کوله. د میرعلي نه به ملاله راغله او کالام کې به ېې کیسه د خارو کوله. نو اخر د دوو ملالو لارې چا بندې کړې. چا د دوي ترمنځ د اور او لوگو دا دیوال ودروه.

نن ملاله دا دیوال نړول غواړي .خو وروڼه ېې د جنت او دوزخ په لوبه کې دومره سره ورک دي. چې د ملالې د پښو لاندې جنت ې دوزخ کړیدی. د سوات نه تر سلالې پورې ټول وطن ې په وینو لړلی دی. ملاله د پښو نه تر سره په وینو لړلې ده. خپلې او د خپل ورور وینې نه پیژني. خپل قاتل او میسحا کې فرق نه شي کولی. نه پوهیږي چې خپل ورور د اوره وساتي. که خپل ځان د وروره وساتي

ملالې خود به دې لمبې کولې .چې د لمبو نه د جامې کولې

9 total views, 1 views today

1 comment

  1. Wais Badshah Reply

    عابد صیب مننه له لیکنی نه دی. ملاله زمونږ ویاړ دی که هغه په کندهار کی ده او که په سوات کی. نړۍ ته یی وښووله چی پښتانه د کتاب او قلم لیوال دي. د اوارډ د اخیستلو په موقع کی یی چی په پښتو کی کومی خبری وکړی. داسی ویاړ باندی به نو څوک نه ویاړی. الله دی یی تل هڅانده او کامیابه لری.

  2. shahed Reply

    ملا لې پوړنۍ د پښټڼي پیغلو او میر منو د کلتور او عزت ښکاره ثبوت د ۍ هغې وښودله چې پښتني پيغلې خپل د عزت پوړنۍ په هيڅ قمت له سره نه لرې کوې، ملا لې د ټولو افغا نا نواو پښتنو د عزت شمله ګله و سا تله.

  3. مرتضی Reply

    د عابد صیب لیکنې تقریبا ټولې لولم او دا مې هم ټوله ولوسته ډېره کره، پخه او له اوسنیو حالاتو سره سر لګوي. خو دلته د موضوع یو بل اړخ هم شته او هغه دا چې د ټولنې یوه لویه برخه خلک چې د ملالې یوسفزۍ په پله پل نه ږدي او یا د هغې د نظر خلاف دي، وجه یې دا ده چې په پښتنه خاوره کې چې د اسلام او مذهب په نوم کومه ډرامه روانه ده، د دې ډرامې اداکاران خو څه کوې چې سکریپټ لیکوونکي یې هم پنجابیان دي. نو دا چې د ملالې مغزو په فزیکي لحاظ پنجابۍ ضربه وخوړه نو زما په فکر پښتون ولس اوس له ملالې دا غواړي چې پنجابي سره اوس که په فزیکي لحاظ نه وي نو په فکري لحاظ خو مخالفت وکړه…

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *