Categories

اعلان

Loading…

د مينې فلسفي/ حکمت الله نورزی

له يوه اوږده ځنډ او ډېرې مودې وروسته، نن بيا غواړم د قلم په اوښكو سپينه پاڼه رنګينه كړم او ستا د خيالونو تر سيوري لاندې، د خپلو خوبولو او تاندو هيلو يو څو ګيلې د كاغذ پر مخ وكاږم.

نن غواړم هغه ژمنه هم ماته كړم، كومه چې ما له قلم سره كړې وه، نور به هغه د ميز له كونجه نه را اخلم، نور به څه نه وايم چې نړۍ راته د بېوسه او مجبور نوم را كړي.

زما د نيمګړي ژوند فلسفې!

زه به مې ځان ستا تر جونګړي در رسوم او هرو مرو به درځم، كه څه هم د هغې لارې هر ځوځ مې پر زړه هم ګوزار وكړي، ماته لا تراوسه هغه ستا را كړې ژمنې يادي دي او ستا په ژمنو مې د خپل سفر او د خپل تكل ګامونه ګړندي كوم، چې وكولاى شم ژر تر تا در ور سيږم.

زه پوهېږم، چې تا ته ډېر ګران يم، خو ته هم دا سوچ مه كوه چې ته به مې هېره كړې وې، زما په غوږونو كې لا تر اوسه ستا خندا ازانګې كوي، لا تر اوسه مې سرې سترګې ستا د يادونو په اوښکو ډکې دي.

زما له ترږميو ډک ژوند ملګرې لا تر اوسه مې په سترګو كې ستا د ښكلا مجسمه ځاى لري، ګرانې! تا هېر كړى، لا تر اوسه ستا په خيال كې ژوند كوي.

ښايستې! زه چې كله هم ستا په اړه فكر كوم او ستا له نومه پر ژبه راغلي كلمې و هر چاته بيانوم، څوك راته لېونۍ او ځينې هم د مينې فيلسوف وايي، خو زه لا تر اوسه په دې نه پوهېږم.

ايا زه ليونى يم، كه فلسفي؟

٢٠١٣ اکتوبر ٨ مه

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *