Categories

اعلان

Loading…

د امریکا دفاع وزارت ۱۶ الوتکې ویجاړې کړي او زړې وسپنې یې پلورلي

تاند- واشنګټن ټایمز امریکايي ورځپاڼه ادعا کوي چې د امریکا له لوري د افغانستان ملي اردو ته د پنخه سوه ملیون ډالرو په ارزښت شپاړس پېرودل شوې الوتکې په وروستیو کې ویجاړې کړای شوي څو وسپنې یې وپلوري.

ورځپاڼه وايي چې دا الوتکې چې د متحدو ایالتونو دفاع وزارت د افغانستان د هوايي ځواک لپاره اخیستې وې، د افغانانو له لوري ویجاړې کړای شوي او زړې ټوټې یې په خورا کمه بیه پلورل شوي دي.

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د هوايي ځواک لپاره ۲۰ (G222) ډوله ایټالیايي ترانسپورتي الوتکې په ۴۸۸ ملیون ډالره پېرودلې وې.

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو د څارنې لپاره د ځانګړي سرپلټونکي د څېړنو پر اساس دا الوتکې له دې کبله چې ښه نه چلېدې، د ساتنې په برخه کې یې ستونزې وې او د پرزو ستونزې یې لرلې د ۲۰۱۳ کال په مارچ میاشت کې په مځکه ولاړې پاتې شوې.

په راپور کې په دې باب څه نه دي ویل شوي چې امریکايي چارواکو ولي د افغانستان د ملي اردو لپاره داسي زړې او بېکاره الوتکې رانیولې وې.

په راپور کې ویل شوي چې د کابل په هوايي ډګر کې دا الوتکې یوه مودې همداسي ولاړې وې خو وروسته د افغانستان دفاع وزارت پرېکړه وکړه چې هغه ویجاړې کړي او زړې ټوټې یې وپلوري.

سیګار یا د امریکا د مرستو د څارونې سرپلټونکی وايي چې دفاع وزارت د دغو الوتکو هر کیلو وسپنه په نژدې ۱۲ سنټه پلورلې ده او تراوسه پوري یې ۱۶ الوتکې له منځه وړې دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې په افغانستان کې په دې ډول ضایع شوي دي.

212 total views, no views today

  1. shakir Reply

    د امریکا د مالیی پیسی خو افغانانو دا ډول ندی استعمال کړی لکه چی هغوی دوا کوی، دا خو امریکایانو په خبله د خپلو خلکو د مالیی پیسو سره ناوړه چلند کړی دی.که چیری امریکایانو سمی الوتکی افغانستان ته اخیسی وای نو افغانانو به نه کباړ کولی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2