Categories

اعلان

Loading…

د ملګروملتو د بشري حقونو کمیشنر د پغمان د پېښې د محکومانو د اعدام د ځنډېدو غوښتنه وکړه

تاند- د ملګروملتو د بشري حقونو کمیشنر په افغانستان کې د جنسي تېري او غلا په تور د پنځو تنو محکومانو پر اعدامېدو، چې ټاکل شوې ده نن یې سزا تطبیق شي، نیوکه وکړه.

د ملګروملتو د بشري حقونو د کمیشنر ویندوی رابرټ کولفیلې (Rupert Colville) د سې شنبې په ورځ ناوخته د دغو کسانو پر دوسیې د نوي افغان حکومت له لوري د بیا غور غوښتنه وکړه او ویې ویل چې باید د هغوی دوسیې بیا وکتل شي چې څرګنده شي ایا هغوی په رښتیا هم جرم کړی او که نه دی.

ویندوی کولفیلې په جینیوا کې خبریالانو ته وویل:«په دې کې د پوښتنې ځای نشته چې لوی جنایت شوی دی او دولتي چارواکو د مشکوکو مجرمانو د نیولو لپاره چټک ګام اخیستی دی خو د ملګروملتو د بشري حقونو کمیشنر زید راعد الحسن د سپټمبر په نهه ویشتمه نېټه ولسمشر اشرف غني احمدزي ته په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د دغو کسانو د اعدام سزا وځنډوي.

ده همداراز ویلي چې په دې باب ژوره اندېښنه لري چې له محکومانو په سم ډول اعتراف اخیستل شوی او ایا د دوی محاکمه په ملي او نړیوالو معیارونو برابره وه او که نه وه.

تر دې مخکې د بخښنې نړیوالې موسسې هم ورته اندېښنه ښکاره کړې وه خو دا په داسي حال کې ده چې د پغمان د جنایت پنځه تورن کسان د افغانستان د مخکیني حکومت درې ګونو محکمو په اعدام محکوم کړي او پخواني ولسمشر حامد کرزي یې د سزا اجرا تایید کړې ده.

د ملګروملتو د بشري حقونو د کمیشنر ویندوی وویل چې دوی باوري ادعاوې ترلاسه کړي چې له محکومانو سره تر محاکمې مخکې بد چلن شوی، شکنجه شوي او د ځان د دفاع لپاره قانوني حق نه دی ورکړای شوی.

ده همداراز ویلي چې د محکومانو د محاکمې بهیر هم په ډېر لنډ وخت کې بشپړ شوی دی.

د ملګروملتو د بشري حقونو کمیشنر له ولسمشر غني څخه غوښتي چې د محکومانو دوسیې دې له سره وڅېړل شي.

303 total views, 2 views today

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    دملكرو ملتو دبشري حقوقو دكمشتري بشنهاد كاملا درست او دتايد ور با يد وكرخي عاجله به كارنه ده حكم بايد تطبيق شي نه به داسي عاجله سره عاجله به كار كي دشيطانانو كار دي زه سل فيصده مطمئن نه يم جه دوي به جزا نه وي ليدلي كيداي شي نور خوك ددوي خخه زياته كناه ولري ددوي به نابودي كي داصلي مجرمونو جرم كميزي

  2. akbary S.S Reply

    څو موده وړاندی دتاند دلوری پدی هکله ما يوه تبصره ليکلی وه چي ددی ګناهکارو دوسيی دی په دقت وڅيړل شی ترڅو اصلی او حقيقی ګناهکاران دقضيی راپيداشی ،زه داسی نه وايم چي دا اشخاص مجرم ندی، اما څنګه وشوه چي په ډيره بيړه دا اشخاص ژررا پيدا او محکمه شوه ،ايا داسی خوبه نوی چي دپوليسو پکی لاس وه او هغه دونفره چي لادرک دی دهغوی دراپور پر اساس داافراد دستګير شوه چي کيدايشی هغه دونفره د پوليسو کارمندان وی اودلادرک نوم يي ورکړی، تر څو خپل جنايات تر پردی لاندی پټ وساتی او دريښتينی شاهيد خوله پټه کړی،داستره خطا ده، په داسی قضاياوو کی بايد دډير دقت څخه کار واخستل شی دا به معلوم شی ، که څو کاله وروسته دقضي اصلی عاملين را پيداشی نو بيا به قاضيان څه کوی؟ زه دڅار نوالانوڅخه هيله کوم چي دوسيه ونه تړی ، دجنايي دريښتينو مسلکی کدرونو څخه هيله ده چي دوی هم دوسيه ونه تړی او موضوع تعقيب کړی په دی هکله جلالزوی صاحب درست ليکلی دی .دعدالت دتطبيق په لور

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2