Categories

اعلان

Loading…

عارف ، هند کي دغوره محصل لومړی مقام خپل کړ

شریف الله دوست – هلمند

هغه افغاني، ځانګړي توګه هلمندي ذهن او ماغزه چې د جګړو متواترو لمبو یې د مخ پوست سوځلی، د جنګ – وژنو تور انځور يې فکري مرکز اشغال کړی، د جګړو دود يې پر دماغ پروت، د تپل سوې جګړې پر مړو ایرو یې لوبې کړي او رالوی سوی، بیا هم د ایرو دې غمي (بسم الله عارف) په خپلو غوره انساني او اسلامي اخلاقو، روڼ استعداد او ذهني لیاقت، د هند نیمي وچې وګړو سرونه د ځان په وړاندي خم کړه.

دا يې ثبوت کړه چي د افغان بشري اخلاقو او وړتیا بشپړه فلسفه لاژوندۍ ده او د نړۍ داسي ټولنو ته د اخلاقو، وړتیا او لیاقت د شکست چلنج ورکوي چي ځانونه په نړۍ کې د تمدن سالاران ګڼي.

دا منو چي په موږ کې سیاسي ړوندوالی سته، خو په خوښۍ چې اخلاقي او استعدادي ړوندوالی مو ندی مېلمه سوی، افغاني فطرت او زموږ کلتوري ماهیت هم دا وښودل چي افغانان دا استعداد لري چي د نړۍ پر خاورینه کُره علمي او اخلاقي سیالۍ په اسانۍ سره وګټي.

دا څرګنده ده چي زموږ د اسلامي اعتقادي تقویت تر څنګ مو کلتوري روزون او سمون هم نړۍ کې مثبت اغېز لري او د متقابل درنښت دا شریف او نجیب آریایي دود لا افغانانو کې خوندي دی.

ه1لمند مېشتی (بسم الله عارف) چي دا مهال د هندوستان پلازمېنې ډیلي ته نږدې د اوترپردېش ایالت په (امیټي پوهنتون) کي چي شاوخوا څلرویشت زره محصلین پکښي په زده کړو بوخت دي د انجینرۍ څانګي دماسټرۍ په برخه کي په لوړو زده کړو بوخت دی. تېره اونۍ پکې د کال (غوره محصل سیالي) جوړه سوې وه ، چي هرکال داکتوبر په لومړی نېټه دا ډول سیالي جوړیږي، یاده سیالي په پنځو پړاوونو کي د څارونکو تر ژور نظر تېريږي، د پروسې د شفافیت په موخه څارونکي د هند له ممبی څخه ورته راځي ، سیالۍ ته د ولاړو محصلینو ټولي خواوې(علمي، کلتوري، اخلاقي، استعدادي، جرائت ، ټولګي کې چلند ، له استادانو سره چلند، حاضري ، صنفي فعالیت او لیاقت، ټولنیزه ګزاره، سپورټي وړتیا او نورو…) برخو کي محصلین ازمویل کیږي.

په نیکمرغۍ سره چي دې سیالیو کي د نارینه وو په برخه د افغانستان له هلمند ولایت څخه ( بسم الله عارف) لومړی مقام خپل کړ په په دې ویاړ سره يې د سلطان محمود غزنوي ، سلطان محمدغوري ، شیرشاه سوري او احمدشاه بابا روحونه خوښ او افغانستان يې سرلوړی کړ ؛ په ښځینه برخه کي شل کلني هندۍ (ونیتا) لومړی مقام تر لاسه کړ.

دښاغلي بسم الله عارف دا بریا دي لومړی ټولو افغانانو ، هلمندیانو او د عارف صاحب درنې کورنۍ ته مبارک وي.

159 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2