Categories

اعلان

Loading…

محترم سړی / اباسین بریال

د ارګ په یوه مجلله استقبال خونه کې ولسمشر کرزي خپل مېلمه ته وویل: بختوران یاست چې ګاونډی نه لرئ، دغه مېلمه د نیوزیلانډ صدراعظم جون کیې و. کله چې کرزی په کوېټه کې اوسېد او کله چې یې د واکمنۍ وروستۍ ورځ وه، د خپل ملک په هکله یې د پاکستان په پالیسي کې د مچ د وزر په اندازه تغیر ونه لید او دا هغه درد دی، چې د کرزي توره ږيره یې سپینه کړه.

د کرزي په هکله قضاوت د نیم ډک نیم تش ګیلاس معما ده.

د واک په اوایلو کې په کندهار کې ولسمشر کرزی له هغو دریو مرمیو د خدای په زور او د یو فداکار زلمي په قربانۍ بچ شو، چې خپله سینه یې کرزي ته سپر کړه، کلونه وروسته یو جرمني ژورنالست د وژل شوي زلمي له وروره چې دوه یتیمانې ورېرې یې ترڅنګ ناستې وې وپوښتل:

څه احساس لرې، چې ورور دې نشته؟

سړي وویل: یتیمانو ته په کتو ډیر ځورېږم، خو که زما ورور ځان نوای وژلی کرزی به وژل شوی وای او نن به په میلیونونو نجونې او هلکان ښوونځي ته نه تلل.

خو کله به چې په سهار کې د ښار سړکونه بند شول او د تورو لکسېس موټرونو په غوبل کې به مور په ماشوم او یا زلمی کارګر د پاینیغ له ناروغۍ په بنده لاره کې په چیغو ومړ هله نو د خلکو په خوله کرزی هغه غیر عادي بنیادم و، چې د مارانو په ښکلا مین و او وطن یې د جنګسالارانو د سر خیرات کړ.

کرزي د وينو په ډنډ کې سپینې جامې اغوستې، د ډڼډ د وچولو پر ځای یې د لمازي جامو د ساتنې شوق کړی و. د طالب له ورورۍ یې لاس وانخست، کله به فاریاب ته فاتحې ته روان و، کله د هسکې مېنې ده بالا ته، خو نه غم کوتا شو او نه ورورۍ ځای ونيو. هغه داسې یو اعلی سرقوماندان و، چې خپلو سرتېرو ته یې کله هم مورال ورنکړ، له امنیت شورا سره ناسته یې امنیتي سرګرمي وه، کله کله به هغه غونډه هم په سیاست راچورلېده. څوک چې د سربازانو د تلفاتو تر ماښامني راپور کتنې مخکې د خوب خونې ته ستون شي هغه اعلی سرقوماندان ندی. اصلاً کرزي ته د طالب او سرباز په مرګ کې یو شان درد رسېده او همدا د حامد کرزي د طبیعت ستونزه وه، چې د یو واکمن پر ځای باید یو مرکچي او یا د فاتحه خوانۍ ملا وای.

کرزي په بمباريو له امریکایانو سره تر ګریوانونو ونیول، بله خوا هغه څه پېچلې خبرې هم کولې، هغه به نارې وهلې چې د طالبانو په جامو کې ځينې دوستان ننوتلي دي. دده نغوته امریکا ته وه، اما له امریکا سره په مقابله کې کرزي دوه ستر تاوانونه وکړل. د بمباریو د بندولو په بدل کې د طالبانو مشوقې قوې نورې هم ناړامه شوې، ملکیان هماغسې پرېمانه وژل کېدل، خو پر طالبانو د بمبارۍ پرځای د طالباني پېریانو په حملو او بمي چاودنو کې. کرزي د باګرام زندان په هکله هم د خپل ضد قیمت پرې کړ، حتی د واک په وروستۍ ورځ یې هم زړه ته نه رسېدل، چې ده دې پخپل فرمان د طالبانو د جنګ د لومړۍ کرښې قوماندانان د خپلې اردو مقابلې ته ور استولي وي اما په سنګين کې د باګرام زندانیان ښه په یخ ټټر وجنګېدل. پردی زندان د استقلال پرمخ داغ دی، خو له امریکا سره د تربګنۍ هغه حد چې خطرناک بندیان خپل جرمي کار روزګار ته ستانه شي د بښلو ندي.

د کرزي ځینو بې مسوولیته څرګندونو د ټولنې نظم زیانمن کړ، د اداري فساد په یو کنفرانس کې یې د افغانستان غله او مفسد چارواکي وستایل، دده د خبرو سټایل تباه کوونکی و، هغه وویل: ((‌غلا وکړئ، بلډینګونه جوړ کړئ، خو پیسې له وطنه مه باسئ!))

کرزي د پیسو شوق ندرلود، سیاسي کورنۍ یې هم ندرلوده، خو مافیا دده ماڼۍ ته یو مخفي پل ورجوړ کړی و او په دې پله به محمود کرزي او حسین فهیم تګ راتګ کاوه. هم د عینو مېنې په غصب شوې ځمکه او هم د بغلان فابریکې په ناقانونه قرارداد د کرزي لاسلیک شته، که اداري فساد تر نغدو پیسو پټولو کومه بله بڼه لري، نو دلته له واکه ناوړه استفاده شوې ده.

بله خوا؛ کله چې کرزی ووايي، ‌افغانستان د ټولو افغانانو کور شو د خلکو پام راستنوو شوو مهاجرو ته ور واوړي، مګر ماته د ۲۰۰۲ کال د کابل یوه صحنه سترګو ته ودرېږي: د حاجي یعقوب په څلور لاره کې لس دولس پکتیاوال سپین ږيري د جنرال جرات کسانو راهیسار کړي وو، لمنې یې ورغوڅې کړې وې، زېړ ټېسرونه یې په غاړو کې ول ول پراته وو او له کلي راوړی غرور یې د ښار په ځمکه له خاورو سره سم شوی وو، کوم پښتون ځوان ورباندې رابرابر شو هغوی یې د پیرصاحب تر مېلمستونه مات زړونه ورسول. په وروستي کمپاین کې همدې جراُت د خپل کاندید د بري لپاره د ملي ترکیب په پار د ټېسرواله وو ډېرې کوزې برې دروازې وټکولې.

دیارلس کاله وړاندې د افغان دولت چارواکي د ضروري تماسونو لپاره د ملګرو ملتونو ټلیفونونه استفاده کول بیا په مخابراتو وزارت کې ۳۵ لینونه فعال کړای شول، خو نن ورځ ۲۲ میلونه افغانان تلیفون او۸۰ سلنه خلک اینټرنیټ ته لاسرسی لري.

لس نیم میلونه ماشومان ښوونځي ته درومي، ۴۰ سلنه یې نجونې دي، په ماشوم د مور مړینې کچه له ۲۸ دقیقو نه دوه ساعتونو ته راټيټه شوې ده او د فلج په شان یوه لویه ناروغي ختمه شوې ده.

کرزی د یو ارمانګرا په توګه خپل فکر ته ژمن و، دا بېله خبره ده، چې فکر یې د چا خوښېږي یا نه، خو د کای ایډه خبره په سنتي جامه کې له غربي مزاج سره قبایلي سیاستمدار و.

کله چې په یوه سنتي او بنسټپاله ټولنه کې د هغه کرکټر ته سیاسي کتنه کېږي، نو زما په څیر ځوانانو لپاره یې ښايي تر ټولو ستره ځانګړنه دا وي، چې له دین سره یې د لوبو پر ځای د یو انسان په شان ورسره چلند وکړ، نه یې د ایخوانیانو په څېر خپله بزرګي خلکو ته پرمخ ورویشته او نه یې ورسره دومره واټن ونیو، چې ددې خاورې له اوره ډک مسلمانان یې د خپلو نورو مشرانو په څېر د ګمراهۍ په پلمه پسې واخلي. پخپله مسلمانۍ ډاډه و، نه یې په اسلام آباد کې او نه قُم کې د زده کړو د سند زباتولو لپاره ډېرو دلایلو ته اړتیا لیده.

کرزي تر حکومتدارۍ ډېره ملکي وکړه ښايي همدا یې د بقا یو راز وي. که په افغانستان کې خدای مکړه کوم وخت بیا تاریخ چکر خوري نو حامد کرزی به د پخواني پاچا په شان یو داسې شخص وي، چې د بل ځل واکمنۍ لپاره خلک ورباندې ګوته کېږدي، اما ددې زمانې د انکشاف سرعت دې کله هم خدای داسې نه کوي چې د سات عقربه شاګرځ ووهي.

یاهو

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *