Categories

اعلان

Loading…

د سولي کيسې پروګرام رسماً په کندهار کي پرانستل سو

IMG_3760

د سولي کيسې پروګرام چي څو مياشتي وړاندي يې په کندهار کي خپل کارونه پيل کړي وه د يکشنبې په ورځ ( 21 سپټمبر ) يې د يوې پراخي غونډي  په ترڅ کي پرانستنه وسول.

د پرانست غونډي پدغو مراسمو کي د کندهار د سولي د ولايتي کميټې مشر حاجي عطامحمد احمدي ، د اطلاعاتو او کلتور ريس دواخان مينه پال ، د ښځو چارو ريسي روقيې اڅکزئ ، د ولايتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري ، د ولايت مقام ، علماوو شورا ، مدني ټولنو، ژورنالیستانو او د ځوانانو د ټولنو استازو ګډون کړي وو .

د سولي کيسې پروګرام مسؤل جاويد فيصل د وينا پر مهال زياته کړل چي ( د سولي کيسې پروګراميو غيري سياسي پروګرام دي چي موخه يې د کندهار سولييز او باثباته انځور تر نړئ پوري رسول دي ، نو ددې پروګرام پرانستنه  مو ځکه د سولي د نړيوالي ورځي د راسېدو سره يو ځاي وکړل ترڅو خلګو ته په عمل کي وښيو چي بايد د سولي په برخه کي د شعار پر ځاي عملي ګام پورته کو )

د سولي کيسې پروګرام په کندهار کي په سلګو ځوانان او د رسنيو کارکونکي ( نارينه – ښځينه )  تر روزني لاندي نيولي چي وروسته په د دوئ په مټ د مبايل د ليکلي پېغام ( مسيج ) له لاري د سولي سره مرسته کونکي او د پرمختګ خبرونه راټولوي او بيا به يې د همکارو رسنيو په واسطه تر نړئ پوري رسوي .

وينا والو د سولي کيسې پروګرام تګلاره او موخه وستايل او زياته يې کړل چي د سولي په اړه په کندهار کي د سولي د ولايتي دفتر تر څنګ يو شميرو نورو ادارو هم فعاليتونه وکړل او کوي يې ، خو د سولي کيسېپروګرام ته يې ځکه خوشبيني وښودل چي يوه معلوم هدف ته د رسېدو لپاره خاص پلان لري او د عملي کولو لپاره يې د ټولني ځوان قشر ته هم پکښي پوره ونډه ورکړېده .

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ريس دواخان مينه پال د سولي کيسې پروګرام په رسنيز ډګر کي يو بېسارئ پرمختګ ياد کړ ، دده په وينا چي د ياد پروګرام په مرسته به موږ  وتوانيږو چي د کندهار هغه واقعي څېره نړيوالو ته ور وښيو کوم چي موږ  يې وينو ، نه هغه چي د کندهار څخه بهر يا نړيوال يې په اړه فکر کوي خو دده ټينګار پر دې وو چي بايد د سولي د کيسې پروګرام وخت ډير سي او په وينا يې چي په لنډه موده کي دومره ستر هدف ته رسېدل ناممکن وي.

د کندهار د سولي شورا ريس حاجي عطامحمد احمدي د سولي کيسې پروګرام د کارونو څخه خوښي وښودل او زياته يې کړل چي ياد پروګرام به د سولي د شورا پر کارونو ډېر مثبت تاثير وکړي  او د خلګو له اذهانو به هغه اندېښنې وباسي چي وايي دلته کارونه نه کيږي يا ندي سوي ، نوموړي خپل ددفتر لخوا ددې پروګرام سره پوره ملاتړ څرګند کړ او  له ټولو خلګو يې غوښتنه وکړل چي د سولي کيسې د پروګرام سره خپله همکاري ونه سپموي .

د کندهار د ولايتي شورا په استازيتوب حاجي اغالالي دستګيري خبري وکړې ، د نوموړي ټيګار پر دې وو چي دا پروګرام بايد يوازي تر ښار پوري محدود پاته نسي او د کندهار ولسواليو ، کليو او بانډو ته هم وغزيږي ، ده زياته کړل چي په کندهار کي زيات د پرمختګ کارونه سوي او لا هم جريان لري لکه د ښوونځيو فعاليت ، کلينکونه ،  بيارغنيزي پروژې خو ددې ټولو پرمختګونو څخه د ډيرو کمو خبرونه تر خلګو پوري رسېدلي دي ، دستګيري زياته کړل يوازنی پروګرام چي د خلګو او چارواکو هيلي ورته پيدا سوي هغه همدا د سولي کيسې پروګرام دي خو پدې شرط چي وخت يې زيات سي ، ځکه په دومره کمه موده کي ناشونې ده چي دومره لوي هدف ته ورسيږو .

د پرانيستني په دغه پروګرام کي د ښځو چارو د ريسې رقيې اڅکزئ تر څنګ په لسګونو نورو فعاله ښځو او انجونو هم ګډون کړي وو ، رقيې اڅکزئ خوښي وښوده چي د سولي کيسې په پروګرام کي ښځو ته خاصه پاملرنه سوې ده ، ددې په وينا چي ښځي هم کولاي سي ددې پروګرام له لاري د کندهار د پرمختګ په برخه کي مرسته وکړي او د يوه سولييز کندهار انځور نړيوالو ته څرګند کړي .

د غونډي په وروستئ برخه کي د سولي کيسې پروګرام انټرنيټ پاڼه ، فېس بوک او ټويټر پاڼي هم رسماً د راغلو مېلمنو په وړاندي انلاين سوې .

راغلو ګډون والو د دې پروګرام څخه خوښي وښوده او د هر راز ملاتړ ډاډ يې څرګند کړ  .

298 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2