Categories

اعلان

Loading…

چې باغ پوخ شو، باغوان يې کوږ شو/ سيدشاه سقيم

لمر لکه زما د وطن سپين ږيری پاچا، راختلو ته يې تر وس تېره ده. د وړانګو رنګ الوتی او لړزېدلې ګوتې يې د تيارو پر ګرېوان ښويېږي. د ارګ پر اوږو ځوړند ملي بيرغ، لکه د بوډا پاچا بې سېکه لستوڼي، تر خپلو پښو تاوېږي. د يتيمانو وطن غرېو نيولی، ورځ تر پيلېدو مخکې غمېدلې او سپين ږيری پاچا په رېږېدليو لاسونو د سفر موزې په پښو کوي.

خدای خبر پاچا چېرته روان دی، جامې ټولوي، غوټه تړي او د يوه نامالوم ادرس پر لور مخه نيسي.

ته وا پاچا د دې وطن له خلکو مرور دی، ته وا پاچا ته په زړه کې ورګرځي چې د دې وطن اولادونو يې، نه د سپينې ږيرې قدر وکړ، نه يې د ده پر مخ راماتې اوښکې پاکې کړې، نه يې چا چيغو ته غوږ ونيو، بلکې د ده خبرې يې پر ځمکه وغورځولې، د سپين ږيري پاچا اوښکې يې د تمساح اوښکې وبللې، پاچا يې مسخره کړ او ځينو ورباندې حتی د مداري نوم کېښود.

د لېونيو وطن ته د اسمان زړه له قهره شين دی، تاريخ سلګۍ وهي او پنځه اتيا کلنه ترخه کيسه له سره ليکي. د وطن مور د يوه بل لېوني زوی کاواکه قدمونه شمېري، سپين ږيری پاچا د کړوپې ملا د نېغولو هڅه کوي او د يوه ناڅرګند منزل پر لور مزل پيلوي، پاچا مرور ووت.

ارګ د ديارلسو کالو ملګری رخصتوي، ارګ ته ديارلس کاله وړاندې يو دنګ، څالاک او غښتلی سړی راغلی و، خو نن ورڅخه بوډا وځي. ارګ ايله اوس پوهېږي چې ديارلس کاله ارام خوب ته يې د يوه لېوني ځواني لوګی شوې، ارګ حيران دی چې بوډا مېلمه ته د هغه د مټو امانت زور، له کومه ورکړي. د ارګ سترګو ته د تېرو لسيزو وحشتونه درېږي او له ناڅرګند راتلونکي يې اندامونه رېږدي.

څه باندې ديارلس کاله وړاندې يو مټور او غښتلی ځوان د ټپي ټپي وطن سر ته کښېناست، د حامد خان کرزي له نامه سره ولسمشر وليکل شول او په دې توګه د يتيمانو، کونډ، بورو، ورارو، شهيدانو، هديرو، کنډوالو، ټپونو، سلګيو او اسوېليو پاچا وټاکل شو.

ښايي دا به د نړۍ لومړۍ ولسمشري وي چې په ژړا پيل شوه، په سلګيو کې يې دوام وکړ او په اوښکو پای ته رسېږي.

افغانستان څه وو، يوه کنډواله وه. کنډواله هم ښه وي، د دېوالونو تهدابونه خو يې پاتې وي، افغانستان هغه هم نه درلودل.

داسې وطن چې خښته خښته يې د وحشت له وېرې پړمخې پرته وه، داسې وطن چې لوټه لوټه يې د خپلو اولادونو په وينو سره وه، داسې وطن چې سرحد سرحد يې د يوه يرغل کيسه کوله، داسې وطن چې په غېږه کې يې زرغونه ونه نه وه ولاړه، داسې وطن چې لوېشت لوېشت خاورې يې د دښمن تر پښو لاندې بېلې بېلې څړيکې کولې، داسې وطن چې ژوند ته پکې وهم ورلوېده، داسې وطن چې هر کاڼی يې بېل بېل ترهېدلی وو، داسې وطن چې هر بچی يې د سر دښمن و، داسې وطن چې په اندامونو کې يې ايله د يوې وروستۍ سلګۍ ځواک پاتې وو، د دغه غښتلي ځوان پر تندي يې سترګې وبرېښېدې، ساړه رګونه يې بيا تاوده شول او په دې توګه د اسيا زړه يو ځل بيا وغورځېده.

په تېرو ديارلسو کالو کې د هېواد ټپونه ورغېدل، ترهېدليو ماشومانو ته خندا ورغله، ښوونځي پرانيستل شول، د هېواد سرحدونو د دښمن مخه ونيوه، ادارې پر پښو ودرېدې، ځوانانو ته د وطن د ابادۍ فکر ورپيدا شو، باغونه زرغونه شول، ودانۍ يو تر بل دنګې شوې، خو پاچا يې پر ملا کوږ کړ.

ته وا د پاچا پر اندامونو ديارلس کاله نه، بلکې دردېرش کاله اوښتي دي. ته وا د دې وطن هر خښته د پاچا له اوښکو او خولو جوړه شوې ده. ته وا د هرې کونډې پر ځای سپين ږيري پاچا اوښکې څڅولې دي. ته وا د هر يتيم پر ځای بوډا پاچا سلګۍ وهلې دي. ته وا پاچا د وطن له هرې بورې مور سره، د کوچني زوی په څېر ژړلي. ته وا هر ټپي ته پاچا له خپلو رګونو وينه ورکړې. ته وا د هر شهيد ساه د پاچا په غېږ کې ختلې. ته وا هره ورځ د پاچا د کور ماشوم ويشتل شوی. ته وا سپين ږيري پاچا هره شپه د وير پر ټغر تېره کړې ده.

د پاچا د تندي هره ګونځه د يوه يتيم ماشوم د پښو چاودو ته پاتې کېږي. د پاچا راکږې شوې اوږې له يوه درانه پېټي د ژورې ستړيا کيسه کوي، د پاچا لړزانده لاسونه د يوې دردوونکې بې وسۍ انځور دی. پاچا لکه ديارلس کاله وړاندې افغانستان.

بوډا پاچا د خپلې واکمنۍ پر مهال، هره شپه د بې وسۍ په اوښکو رڼه کړه، خو هر سهار د سيال مخې ته نېغه غاړه ودرېده. پاچا ته به د ولس پر څېرې ګرېوان ژړا ورغله، خو خلکو يې اوښکې د تمساح اوښکې وبللې. پاچا سلګيو ونيو، خلکو يې د خولې پېښې وکړې. پاچا د وطن د نېکمرغۍ په پار زارۍ وکړې، خلکو وويل مداري دی د خپل واک غځولو ته يې سترګې پټې کړې. پاچا نصيحت وکړ، پر خلکو بده ولګېده ويل يې پلار يې له ځانه جوړ کړی. پاچا د وطن پر سر له پرديو سره پنجه ونيوه، خپلو يې له پښو خاورې وايستې، ورته يوازې يې کړ، زور يې اوبه شو، خو ماتې يې و نه خوړه.

کومه سپکه پاتې وه چې دې خلکو پاچا ته و نه ويله. کومه دسيسه نه وه چې ځوانانو بوډا پاچا ته جوړه نه کړه. کوم غم و چې د سپين ږيري پاچا تر لمنې و نه رسېده. کوم پلان و چې د پاچا د پرمختګ د مخنيوي لپاره جوړ نه شو، خو پاچا پر هر څه تله تېره کړه، د پرون شخړه يې نن هېره وبلله او تر هر بريد وروسته يې دښمن ته بيا د دوستۍ لاس ونيو.

شته لا اوس هم ځينې ښاغلي چې د لارې د ازغيو په څېر د سپين ږيري پاچا پر لمن څرخېږي، پر مرور سپين ږيري يې د غاړې دا يوه جوړه جامې هم نه لورېږي او غواړي د وطن د سپين ږيري لمن، د دښتو د لېوني غوندي رېښې رېښې پر خپلو بې سېکه اندامونو وځانګي. موږ خپل خواخوږي همداسې نازوو، موږ ته له کلونو همدا عادت پاتې دی.

پاچا روان دی، خدای خبر چېرته به ځي، لړزاند اندامونه، کړوپه ملا، د سترګو کمزوری ديد، بې سېکه قدمونه او د يوه ناڅرګند منزل پر لور، وار له مخه غمېدلی سفر.

شته څوک چې بوډا مسافر ته يوه د تکيې امسا ورکړي؟

چې يبلې پښې ځــي له وطنــه د هغــــو لپـــاره

د ګل تر پاڼو، د اغزو څوکې پستې کړې خدايه

پاچا!

تر ډېرو کلونو به مو يادېږي، سفر دې بې خطره غواړو.

12 total views, 1 views today

10 comments

  1. ډاکټر ثواب الدین مخکښ Reply

    انشاالله بوډا مسافر ته به هم امساورکوو اوبوډا مسافر به اوس دولس دلاس امسا کیږي اوپه پوره جرات له ټولو نزاکتونو، له ټولو بریدونو تیر به دولس دچوپړ ته رادانګي

  2. M.A Javed Reply

    Yara Saqim Khana per fiker de barkat aw qalam de hamdasee rawan aosa. Za ba da Pacha per hall tsa na wayam kho taa che tsanga bayan karai dai per khapalo khalgo afsos raghai aw satonai me dak soo.

  3. ع. شريف زاد Reply

    د تورو تيارو تور پاچا
    موږ به يوه توره کټو درپسې ورغړو ددې لپاره چې په ميلياردونو دالرو کې، د تکنالوژۍ ، يو ه ويشتمه پيړۍ او په دومره پي اح ډي او په تيره بيا د شعله يانو مشر يعني دادفر سپا نتا او…. تا ددې ولس لپاره هېڅ ډول سکون را نه ووست . نو ياره خفه نشي چې حقيقت ويل ترخه دى!!! که نه

  4. Zar saadat Reply

    Allah pak de da tolo taklefono hajar warky waqey chi azim shakhsiat wa Zamonga ba tol Omar pa yad ve Allah pak de warta hajar warke

  5. احمد شاه شیراني Reply

    سقیم صیب الله دي پیاوړې او ښاغلې وساته! او د قلم ژبه دي نوره هم پیاوړې شه.! چې ستا لیکنه او د خپل ګران مجبور او زوړ پاچا کیسه مي ولوسته، دسترګو د وښکو پولې مې د افسوس اوښکو په مخ واخستې او د احساس اوښکې مي د ګریوان تر تڼیو را ورسیدي. او لاس مې د لوي الله دربار ته په دعا لپه کړه چې: ای الله! ته زموږ دا ناوړه عادت راڅخه واخلې چې موږ خپل غمخور او خدمتګار نه پیژنو او دخپلې بې غورئ او ناخبرئ په وجه د هغه په موقع ملا تړ نه کوو. او هر وخت زموږ خدمتګار له موږ څخه خپه ځې، خو تر موقع ورسته بیا ورپسې افسوس او ژړا کوو! الله دي نکړي چې زموږ پاچا خپه او په ناڅرګند سفر ولاړ شې. پاچا به دلې وي هغه به زموږ مشر زموږ معنوی پلار وي، زه خو دا هیله لرم چې دی به په راتلونکې کي د ملک په ټولو سیاسي چارو کې د ستر او اعلی مشاور او مشر په توګه د منتخب ولسمشر تر شا وي. او خپل پوخ او با تجربه سیاست به د خپل ځوریدلي او مخلص ملت د لا ښې رغونې او پرمختګ لپاره په کار واچوې. او زموږ ګران او نړیوال مفکر رئس جمهور دي د هیڅ یو مغریز یا مغریزي ډلې تر اسر لاندي نه راځي او دی د معظم شخصیت جناب حامد کرزی ساتنه او خپلي شاته يي د سیاست د پخي کلا (قلعه) غوندي وساتې ترڅو دوي دواړه په یوبل سره خوندي شي او ملت له دسیسو او ناوړه پلانونو څخه یوڅه په امان کي وي

  6. ملیار Reply

    الله دی پاچا ونازوی ترڅو چه ژوندی وی زمونژپاچا به وی په مخه یی شه الله دی ورته میرویس جان ورته ځوان کړی

  7. alamoona gharkaweena Reply

    dera kha leekana.Ka da booda pacha qadar Afghanano wakrro no da khpale sarlwarrai saboot ba warkrree.

  8. عبدالله ولي Reply

    ډیره ښکلې لیکنه مو کړې ده. ولسمشر کرزی د ستایلو سړی دی. تاریخ به دا څیره کله هم په بد نامه یاده نه کړي. داسې څیره، چې ټولو شاوخوا درباریانو یوازې پرېښود او ده په یوازې تن د نړۍ له سترو ځواکونو سره د ملي ګټو پر سر ډغرې ووهلې. ځان یې د هغوی په نظرونو کې (((سپک!!!!!!!!!!)) کړ، خو د وطن پر سر یې معاملې ونه کړې. کرزیه الله دې سرلوړی لره!!.

  9. mohammad ehsan ehsan Reply

    سقیم سیب !ژوندی دې ددې لیکنې سره ه ډېره ءېره مننه

  10. speen Reply

    خر نه دی قچر دی، ورپورې دخره سر دی

  11. shakir Reply

    سقیم صاحب ، پاچا په هیواد کی ډیر ناراواکارونه وکړل، پاچاه ډیر څه کولای شول خو وه یی نهکړل. د پاچا پر مخ اوښکی په رښتیا هم چی د تمساح اوښکی دی، پاچا تش لاسی ندی تللی، د کابل بانک، په کندهار کی د عینو مینی ځمکه او ښایسته کورونو کی پوره ونډه لری نور خو یی لا پریږده. د باچا هغه لومړۍ خبری به د هر افغان په یاد وی چی پاچا ویلی وو(( موږ به حساب ورکوو او حساب به عواړو خو دا کار یی ونه کړ، پاچا ویلی وو چی په بانک کی ۵۰۰ ډالر سرمایه لری تاسو اوس قسم ورکړی چی سرمایه نه لری)).پاچا دا ۱۳ کاله بی عزتی چی پښتنو ته ورسیدی ولی اوښکی نه تویولی، پاچا ولی دا ۱۳ کاله ولس ته مراجعه ونکړه چی له اولی تراخیری ورځی یی په ډاکوګانو، غلو، جنایتکارانو او ټوپکیانو تکیه کړی وه. پاچا په تاریخ کی د ځان لپاره د شاه شجاع او ببرک په قطار کی نوم ولیکه. نو د باچا په تللو به وقعیت لیدونکی خپه نه شی او شکر به اوباس چی باچا ورک شو.

  12. shahed Reply

    قدر من ورور سقیم صا حب الله پاک د اوږد له خیر او برکته ډک ژوند په نصیب کړه او قلم د تاند اوسه ، د پوډا پا چا چې تاسې کوم انځور جوړ کړۍ زما لمن دهم په اوښکو لمده کړه، په رښتیا چې موږ خپل محسنان په تیږو ولو تر هغو یې رټو چې پر ملا دومره کړوپ شي لکه زموږ په عمر زلمۍ خو په جسم بوډا پادشاه (حامد کرزۍ) موږ ډیر بې انصافه یوو، پردي پنځوو خو خپل په تیږو ولو، حامد کرزي د هر چاپه غم وژړل د هر چا سره په ژړا کې شریک شوخو د خندا مجال ورته پاتې نه شوغمونو یې تک تور ویښتان تر وخت دمخه تک سپین او ملا یې ورته کړوپه کړه، خو موږ دومره بی انصافه یو چې دا ټول واقعیتونه د سر په سترګو وینو ولې بیا یې هم نه منو او وایو چې کرزۍ مداري دۍ، خبره به را لنډه کړو کرزیه! الله پاک د سیورۍ له دې غم ځپلي وطن څخه مه کموه، اوبه د یخې ډوډۍ د ګرمه اودا تاریخي ویاړ د مبارک شه.

  13. zabihulla Reply

    تاسی ټوله ښه وایاست مګر سیاست باندی بیا دا بعضی ملګری نه پوهیږی

  14. عبدالمتین محبور Reply

    Pantastic lala

    دا نوی ته هم څه ولیکه
    خو چی په څه ارزی هغه ولیکه

    مننه

  15. احمد Reply

    پادشاهی خو دکرزی وو څکه چه پخوانی خلکو غوندی ورته د اسمانه تیار ډوډی راته عسکر د بل پیسی د بل ستراتیژی د بل پلان د بل او مزی پکی د کرزی او دده ډله ټپله وکړه

  16. ع٠ توخي Reply

    وائې انا چي مړه شوه سترګي يې بادامي شوې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *