Categories

اعلان

Loading…

محورورځپاڼه: له امريکا او پاکستان سره د کرزي د مقابلې کيسه

حامد کرزي نوي ولسمشر ته سپارښتنه وکړه، چې له لویدیځ په ځانګړې توګه امریکا سره په اړیکو کې له احتیاطه کار واخلي.

حامد کرزي د افغانستان د ولسمشر په توګه په تېرو کلونو کې شل ځلې پاکستان ته د سولې په هدف سفرونه کړي، خوهېڅ پایله یې ندهلرلې، ځکه پاکستان د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل او د افغانستان د بهرني سیاست کنټرول غوښت او امريکا د سولې په چاره کې صادقه نه وه.

له حامد کرزي سره ډېر رازونه دي، چې له خپلې واکمنۍ وروسته به يو يو رسوا کړي او په همدې سبب د امريکا له اړخه له احتمالي خطرونو سره مخ دی.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، روانه جګړه د پردیو ګټو د خونديتوب لپاره ده او افغانان يې قرباني دي. دی وايي، تر هغه پورې سوله ناشونې ده، چې امریکا نوي غوښتي.

د افغانستان ولسمشرحامد کرزيپه کابل کې له يونيم زر حکومتي مامورينو سره د مخه ښې په مراسمو کې وویل، پاکستان په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره دوه شرطونه درلودل، يو د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل او بل د افغانستان د بهرني سیاست کنټرول، چې په خبره يې افغانستان هېڅکله ورته چمتو نه دی:

((پاکستان ته مې۲۰ ځلې سفرونه وکړل، خو هېڅ پایله یې ورنه کړه، دا ځکه چې امریکا دا سوله نه غوښته، خپل اهداف یې لرل.د لویدیځوالو او امریکا په مرستو کې ځانګړي اهداف نغښتي وو.))

ښاغلي کرزي زياته کړه، په تېرو ١٣ کلونو کې يې حکومت په بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو تر څنګ په بهرني سياست کې هم پرمختګونه درلودل او له نړيوالې ټولنې سره يې ښه اړيکي جوړ کړي دي:

((زه د افغاستان سوله په امریکا او پاکستان پورې تړلې بولم، که امریکا او پاکستان وغواړي، افغانستان کې سوله راځي، جنګ د افغانان ترمنځ نه دی، جګړه ددې خاورې د خلکو ترمنځ نه ده، بلکې د پردو د اهدافو لپاره ده، چې په دواړو کې افغانان قرباني کېږي.))

کرزي وویل، له امریکا سره د ملګرتیا او اړیکو پرېښودو غوښتونکی نه دی، مګر داسې اړیکي جوړول پکار دي، چې د افغانستان ګټې پکې خوندي وي او هغه مهال افغانستان د امریکا دوست کېږي، چې ددوی خبرې او عمل سره یو وي.

تلونکي ولسمشر حامد کرزي نوي حکومت ته سپارښتنه وکړه، چې له لویدیځ په ځانګړې توګه امریکا سره په اړیکو کې له احتیاطه کار واخلي.

ښاغلي کرزي وویل، که حکومت یې یو خوا په تېرو دیارلسو کلونو کې له لویدیځې نړۍ سره اړیکي درلودل، له بل پلوه یې له چین، ایران، پاکستان، روسیې، عربستان، ترکیې او نورو مرسته کوونکو هېوادونو سره هم ښه اړیکي پاللي دي.

له حامد کرزي سره ډېر رازونه دي، چې له واکه لرې شي، يو يو به په ډاګه کړي، نو په همدې سبب د امريکا له اړخه له احتمالي خطرونو سره مخ دی.

383 total views, 1 views today

  1. shahed Reply

    امریکا د هیچا دوست نشې کیدای، د هغوی ټول اهداف استثماري دي،زموږ انتخابات یې په عمداو قصد داسې مرحلې ته ورسول چې تر اوسه یې په جهان کې سارۍ نه دۍ لیدل شوۍ،او زما په خیال دا به د جهان لمړني انتخابات وي چې په ریاستي سیستم کې یې د اجرایي په نامه ریشخند هم ور وټومبه،ددې څخه معلومیږي چې افغانستان د سیاسي معادلو د آزمو ینې لا برا توار دۍ، ګټونکۍ او با یلونکۍ نه دي معلوم ، ګټونکۍ او بایلونکي دواړه په قدرت کې برابره ونډه لري، سیستم هم ریاستي هم پارلماني دې ته وایي پکه دا د بله سپکه، فعتبرو یا اولی الابصار.

  2. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    داهغه خبري دي ټول ملت په دې اګاه دې او په کراتو مو دمحترم کرزی دخلي اوريدلی دی،.
    مونږ به هلي دکرزی صاحب لآس نيیوی وکړو چه دامريکا پټ استخباراتي رازونه او دهغو اهداف په افغانستان کی ملت ته په ورګوته کړی.
    همدا آوس ورڅخه ګيله کوو چه دايرآن خيانتونه ئ په دوستۍ تبديل کړه هغه خيانت او جنايات چه ايرآن تر سره کړه اوتر سره کوی ئ امريکا نه دي کړي ،مونږ هم په سياست او استخباراتی لو بو پوهيږو.

  3. تور گل Reply

    د امریکا په مټو غلام اوس د بادار پسی خبری ناسمی ښکاری ځکه د چا په وینا حلقه بګوش غلام و او وی به ، د کرزی د وینا پرته به هم دامریکا هیس راز پټ نه ښکاری ټول رازونه یې خلګو ته روښانه دی پدی چې بمباری بی ساری افغان اولس ته یی زیانونه ورواړول ، نو راز په څه کی ؟ هڅی دا حکومت به هم د دوګونو پټ استخباراتی قربانی دی دا اولس اوس د نورو په لمسون پښی غزوی او راټولوی .

  4. MHA Reply

    Karzai’s relations with the US was very good during Bush administration. In every conference video between Karzai and Bush, Karzai stated”every is OK in the country” why suddenly his relations soared with the Obama administration?

  5. amanullah Reply

    دښاغلی حامدکرزی صیب خبری بالکل په حقیقت ولاړی دی ځکه دی په ټولورازونو پوه دی تیره دوره ټاکنوکی له ښاغلی کرزی صیب سره ارګ ماڼي کی جان کری لفظی شخړه کړی وه آن تردی چی وایی فزیکی شخړه هم شوی وه خودا ترکوم ځایه حقیقت لری هغه به وخت تعبیرکړی ولی لفظی شخړه بالکل سمه وه په هغه وخت کی له ښاغلی کرزی صیب څخه پوښتنه وشوه چی ستااود کری ترمنځ لفظی شخړه شوی آیا داحقیقت لری اوکه نه؟ښاغلی کرزی صیب وویل چی کوم څه په ارګ کی پرماتیرشوی اویاتیریګی راتلونکی نسل دی دتاریخ په پاڼوکی ولولی
    اوکه چیرته مونږتاریخی قضایاوته هم ځیرشو امریکی تل له هرهیوادسره په چل ول کیدی خدای دی وکړی چی ښاغلی ډاکټرصیب غنی اوډاکټرصیب عبدالله دښاغلی حامدکرزی خبری اومشوری په غورسره واوری اودهیواد دملی مصالحوپه بام کی نیولو سره ددی هیوادڅولسیزه غمیزی ته دپای ټکی کیګدی

  6. عاصم Reply

    ما فکر کاوه چی زمونږ هیوادوال به لږ څه هوښیار او بیدار سوی وی، کله چی ګورم اوس هم دکرزی او دامریکا په منځ کی داختلاف خبری کیږی ، نو باوری شوم چی زمونږ افغانان او هوښیاریده دیر لوی واطن لری خدای دی زمونږ او زمونږ دهیواد خیر پیش کړی! ګرانو هیوادوالو ، دکرزی او امریکا په منځ کی د اختلاف خبره دیره ناسمه او یوه استخباراتی دسیسه بازی او دخلکو غولول دئ ، استخبارات غواړی پدی شکل خبل دیر فعال جاسوس ته دخلکو په منځکی بیا یو جعلی اعتبار ورکړی او دسبا ورځی دپاره یی لکه یو اپوزیسیون تربیه کوی او تر پای پوری دکرزی نه خپله استفاده کوی، هغه چی وایی« صد سر تر میکنه یکی را هم کل نه میکنه» هغه کرزی دی ، دکرزی په زرګونه ایجاد کړی کمیسیونونه ته که پام واړوئ تر اوسه پدی څوارلس کلونوکی دچابه پیاد نه چی یو کمیسیون یی هم خپل دکار نتایج را وتلی وی او خلک ته یی ګذارش ورکړی وی؟! کله چی کرزی کمیسیون جوړاوه او خلک ته به یی بیانیه ورکوله ، تابه ویل سبا به کرزی دنیا په دی بل مخ را واړوی، اما یوه دقیقه وروسته بیا تسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسس دکرزی باد وتلې وو او تولی کړی خبری درواغ ، فریب مداریګری نه بل څه نه وو! لطفاً فریب مه خورئ کرزی اصلاً دومره کس ندی چی دامریکا سره دغړی ووهی ، هغه یو جاسوس او نوکر دئ دا ټول کارونه دامریکایی استخباراتو په هدایت او کرزی ته دجعلی اعتبار ورکولو پخاطر دئ او بس! وسلا

Leave a Reply to جنرال حبيب الله جلالزوي Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2