Categories

اعلان

Loading…

نوازشریف:د افغانستان له نوي ولسمشر سره د سولې او پخلاینې په راوستلو کې پوره مرسته کوم

تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف د افغانستان نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي ته ټېلفون وکړ او هغه ته یې په انتخاباتو کې د بري مبارکي وویله.

پاکستاني رسنۍ وايي چې ښاغلي نوازشریف عبدالله عبدالله ته هم ټېلفون وکړ او د افغانستان د اجرايي چارو د ریاست مبارکي یې ورکړه.

د پاکستان د صدراعظم له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:« صدراعظم نوازشریف د پاکستان د حکومت له لوري خپلو افغان وروڼو ته په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره د پوره مرستې ډاد ورکړ.»

نوازشریف همداراز اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه.

د پاکستان د صدراعظم په خبرپاڼه نه دي ویل شوي چې ایا نوازشریف راتلونکې دوشنبه د منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي او که نه کوي.

له بلې خوا د کویت امیر شیخ صباح ال احمد الصباح او صدراعظم شیخ نواف ال احمد الجابر الصباح نن د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني ته مبارکي وویله.

د کویت د خبري اژانس (کونا) د راپور له مخې د کویت امیر او صدراعظم اشرف غني احمدزي ته د مبارکۍ په پیغامونو کې نوموړي ته په چارو کې د بریالیتوب هیله کړې ده.

295 total views, 1 views today

  1. Gul Reply

    نواز شريف له خپله دقادرى او عمران خان د پلويانو له خوا معاصره دى او غرونه غرونه پرابلمونه لرى دى اوس جمهور ريس احمدزى ته دسولى وعدى وركوى وبه گوروچى دا پنجابى حًومره خپلى وعدى ته صادق دى كه دى واقعأ صادق وى نو عبدالله ته دحًه لپاره تيلفون كاوه داسي شكارى چى له كاسى لاندى نيم كاسه شته داثابتهشوه چى دشمال اتحاد له پاكستان سره هم سر خوزولى دى او دى اي ايس ا ي سره هـم ورورى لرى

  2. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    دادي دانتخاباتو دكميسون يو شكاره خيانت؟
    تر اوسه داجرا يؤي بوست او جوكي دريس جمهور له خوا نه منظوره اونه درك لري كانديد شخص ته تليفونونه كيزي او دورتك دعوت وركول كيزي كه جيري فيصلي درايو اعلان شوي وي اوس به دولت د داسو بي ننكو تكو سره نه مخامخ كيده
    دمحترم لىوي خارنوالي خخه هيله كوو جه دانتخا باتي كميسون دغرو به هكله دوسيه تحريك او فيصدي درايو دي اعلان ا ومرتكبينو ته دي قانوني جزا وركري
    دا داشرف غني بي عز تي نه بلكه دافغانستان ددولت بي عزتي ده هر خه عاجل ددي بي عزتي ته دي دختم تكي كيزدي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2