Categories

اعلان

Loading…

کرزی: پاکستان راڅخه بیا بیا د ډیورند کرښې د لاسلیکولو غوښتنه کړې

تاند- ولسمشر حامد کرزی نن له دولتي مامورینو سره د خدای پامانۍ په غونډه کې وویل، هر ځل چې پاکستان ته تللی یم راڅخه غوښتل شوي چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژنم او لاسلیک ورکړم خو ما د دوی غوښتنه رد کړې ده.

کرزي په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو په اړه وویل، د پاکستان سیاسي مشران د سولې ملاتړ کوي خو په دغه هیواد کې ځیني نور قوتونه په افغانستان کې د سولې مخالفت کوي.

ده په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد د امریکا پر جګړې نیوکه وکړه. او په عین حال کې یې وویل چې د افغانستان سوله د امریکا او پاکستان په لاس کې ده.

کرزي وویل، پاکستان هلې ځلې کوي چې د افغانستان بهرنۍ پالیسي په کنټرول کې واخلي خو خبرداری یې ورکړ چې د افغانستان حکومت به پاکستان ته د دې کار اجازه ورنه کړي.

ده وویل، د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د خپلو ګټو په لټه کې ده او په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو ته لېواله نه ده.

کرزي، چې د دوشنبې په ورځ واک نوي ولسمشر ته سپاري، د خدای پامانۍ په مراسمو کې همداراز وویل، افغان ملت د بهرنیانو د جګړې قرباني دی. کرزي همداراز وویل چې افغانستان غواړي چې له پاکستان او امریکا سره ستراتیژیکې اړیکې ولري.

کرزي د افغانستان له نوي حکومت سره د همکارۍ کولو ژمنه وکړه.

573 total views, 2 views today

  1. MHA Reply

    Karzai did not speak any of these words during Bush administration. In every conference video with president Bush, Karzai said “every thing was OK in Afghanistan”. Why suddenly things changed between Karzai and the US in Obama administration?

  2. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    محترم کرزی صاحب !
    داکتر نجيبالله چه زما سره ډير مخالف مګر په واقيعتونو سترګي نه شم پتولی تاريخ خپل خط اوسير مخ په وړاندی بيآئ .
    ۱/داکتر نجيبآلله د ديورند دنامبهومې , کرشي قربانې او دوطن شهيددی ,که تا واقعاء تاريخ در لوده نو تا به دواقيعتو په بنياد داکتر نجيبآلله ته دغازی, شهيد, او قهرمان ملی لقب ورکړی وو دا دې ونه کړو مګر يو داړه مار خونخوار ته دي چه په خيانتو کي پټ وو دمارشالۍ رتبه اولقب ورکړه.تاريخ ته څه ځواب لری.
    ۲/احمدشاه مسعود,او داکتر نجيبالله دستا دموقت ددوری دراتګ دپاره تکتيکی او ستراتيژيکې اهداف نه وه ايا ته ددي اهدافو څخه بی خبره وی نه هرګزنه.ايا دا دواړه ستا درياست جمهوري قرباني نه دې?
    ۳/حتی تبصري کيژې چه تا خپل پلار ددی لاري قرباني ګرځولی.
    ستا تاريخ به اينده نسل ليکۍ نه ته،.اول ما ستا دلاسه نهه کاله زندان بی له کومه جرمه تير کړی زه چه وخت رآغی دخپلو حقوقو داعادې وړانديز به مسولو مقاماتو ته دپوشتنی په خاطر وړاندی کوم
    ۴/تا دکنړ دبی وزلو خلکو دقتلونو په هکله دپاکستان څخه کوم اقدام وکړو ديو ريس جمهوپه توګه دکنړيانو لاس آوستا به ګريوان وي داچه ديور ئس جمهور په توګه انتقام دي نه شو اخستلی شرافتمندانه استعفا به دی وړاندي کړی وهداوه دبرآءت لاره
    مسآيل ډير دی منتظر دتارېخ اوسه

  3. Muhib afghan Reply

    Mr karzi was one of thoes politican who sold afghanistan for his personal property, he was just playing by afghans, we didn,t see such as black hsitory like karzi,s.
    all the corruptions and crisess which happned in afghanistan he is responsible for that.

  4. محکوم افغان Reply

    وروره جنرال صاحب حبيب الله جلالزوي! تاسو له چا سوال کوئ ؟ کرزی یو روغ لیونئ چی وایی هغه دئ ، هغه اوس هم جاسوس دی او دا بیځایه بیځایه خبری ددې دپاره کوی چی ګویا بیا خلکو ته ځان افغان معرفی کړی ، حال داچی اوس دیر دیر ناوخته دی، دهغه غول دافغانستان تاریخ یی دومره وروست او بویناکه کړی چی دئ یو وار بیا دسره که دخپل موره را وزیږی بیاهم هغه ملوث سړئ به وی ، ده دایرانه دګرګین د اولاده نه دبیغیرتی پیسې واخیستی، ده تر اوسه دامریکا داستخباراتو پیسی اخلی ، دانګلستان داستخباراتو او نور نور پیسی اخلی، ته او خدای دا څرنګه بی وجدانه او حیثیته کس دئ؟ یو ریس جمهور په کوم صلاحیت او کوم قانو داحق ځانته ورکوی چی دبهرنی استخباراتو پیسی واخلی؟ هیڅ هیڅ هیڅ قانون ، او هیڅ هیڅ هیڅ توجیه ودی کارته نلری، دئ باید محاکمه شی په ثفت دیو جاسوس او ملی خایین ! په لحاظ دخدای افغانانو مه پریږدئ چی کرزی دمحاکمه نه بچ شی! هرومرو باید په صفت دملی خاین محاکمه شی!

  5. Hashemi Reply

    نورو قومونو ته خصوصا خپلو شیعه ګانو ته یی ډیر خدمت کړی دی. خو پښتانه یی د احمدشاه مسعود د پنجسیریانو د ترانی په استناد اسلام دین ماست ، افغانستان به غین ماست عمل وکړ

  6. Alokozai Reply

    Afghan history will never forgive Karzai he totally destroyed Pakhtoon people.

    The most corrupt president ever in Afghan history he was not honest to Afghans.

    After he realises that there was no place for him inside the ARG then he has to hand over his newly built house for the use of the guest this demonstrates how much the Afghan hate this corrupt leader.

    Shame on you Karzai you will face the justice of Allah(swt).

  7. Mohammad Omar shirzad Reply

    داسلام په زړه پوری سیاست وال دافغانستان نامتو جمهور ریس ښاغلی حامد کرزی په کارنامو په افغانستان کی هیځوک سترګی نشی پټولی دا په داسی حال کی چی افغانستان ددووغلامانو په منګولوکی ګیر وو چی یوی خواته دپاکستان غلامان اوبلی خواته دروس او ایران غلامانو ددی په تکل کی وو چی زمونژګران افغانستان تجزیه کړی چی له سالنګونو نه دیخوا به دپاکستان یوه صوبه شی اوآخوابه دروس او ایران نظامی پایګاه کله چی جناب کرزی صاحب راغی اوهغه حالت یی کاملآ په داسی حکومت بدل کړ چی ټول په یوه کاسه سره راټول شول او دخپل ګران هیواد دجوړیدا لپاره یی کار شروع کړ او تر دی حالته یی چی افغان ولس دخوړلولپاره ځه نلرل خو اوس الحمدالله دهرچا په کور کی تر خوړلو زیاد ځه پیداکیژی ، جناب هاشمی صاحب زه ستا له خبروسره تر یوی اندازی موفق یم اما داهم دپښتنوپه کم فکری او له دوی نه په دناوړه استفادی دلالت کوی داځکه چی کله کرزی صاحب دهزاره اویا تاجکو سیمو ته ځی نو هغوی یی په ګلانو هرکلی کوی اوبلعکس کله چی زما او ستا پښتنوسیموته ځی نو یی دراکت په حملو هرکلی کوو نو اوس ته راته داووایه کله چی ته چاته زړه نږدی کوی او هغه ستا زړه وژنی نو بیابه ته ورته زړه نږدی کړی ؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2