Categories

اعلان

Loading…

حج د ټولو عبادتونو مجموعه/ بشیرالله مخلص شینواری

حج د اسلام د مقدس دین ستر رکن دی. د اسلام د پنځو غټو ستنو څخه شمیرل کیږی. لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: بني الإسلام على خمس : شهادة أن لا إله إلا الله ، وأن محمدا عبده ورسوله ، وإقام الصلاة ، وإيتاء الزكاة ، وحج البيت ، وصوم رمضان.(متفق عليه)

ژباړه: اسلام په پنځه شیانو ولاړ دی، ددې کلمی ګواهی ورکول چې نشته لایق د عبادت مګر یواځی الله دی او محمد د الله رسول دی، د لمونځ قایمول، د زکات ورکول، د رمضان د میاشتی روژی نیول او د الله تعالی دکور حج کول. بل حدیث کې د ابوهریرة رضی الله تعالی عنه نه روایت دی: سئل النبی صلی اللّٰه عليه وسلم ای العمل افضل؟ قال ايمان باللّٰه ورسوله. قيل: ثم ماذا؟ قال الجهاد فی سبيل اللّٰه. قيل: ثم ماذا؟ قال: حج مبرور. (متفق عليه) چې د رسول الله صلی علیه وسلم نه پوښتنه وشوه چې کوم عمل بهتر او افضل دی؟ رسول الله علیه وسلم وفرمایل: په الله او د هغه په رسول باندی ایمان لرل‎، بیا ېی وپوښتل چې بیا کوم عمل بهتر دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د الله په لار کې جهاد کول بیا ېی وپوښتل چې دی نه پس بیا کوم عمل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی قبول شوی حج. یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه ته مخاطب شو او وېی فرمایل: ايها الناس، قد فرض اللّٰه عليکم الحج، فحجوا. من حج لله فلم يرفث ولم يفسق، خرج من ذنوبه کيوم ولدته امه. والعمرة الی العمرة کفارة لما بينهما والحج المبرور ليس له جزاء الا الجنة.(متفق عليه) ای خلکو: الله تعالی پر تاسو حج فرض کړی دی، پس تاسی حج وکړئ. او چا چې د الله تعالی د رضا لپاره حج وکړ او د حج په دوران کې نه غلطی خبری او نه د ګناه کوم عمل وکړ الله به ېی د ګناهونو څخه داسی پاک کړی لکه ماشوم چې د مور له ګیډی پیدا شی. او یوه عمره د بلی عمری پوری کفاره ده (یعنی د ګناهونو ریژوونکی ده). او د قبول شوی حج بدله د جنت نه سوا نور څه ندی.

که سړی د قرآن کریم ارشاداتو ته په غور سره نظر وکړی نو دا ثابتیږی چی د دین بنیادی مقصد د نفس تزکیه ده. او نفس څلور اړخونه لری اول: د نفس حیوانی وجود، دوهم: د نفس عقلی وجود، دریم: د نفس روحانی وجود، څلورم: د نفس اخلاقی وجود. او حج د نفس د روحانی وجود د تزکیی اهمه ذریعه ده.

د الله تعالی او د انسانی نفس په مابین کې د اړیکو جوړولو څلور اساسات دی:

۱. ذکر: (د الله تعالی ذکر ډیر ډیر کول) د الله تعالی ذکر ته په خپل زړه کې ځای ورکول.

۲. وفا: د (الست بربکم) په عهد او اقرار باندی قایم پاتی کیدل، او د الله تعالی په اطاعت او بندګۍ کې خپل ژوند تیرول.

۳. تقوی: په هر حالت کې د الله تعالی د ګرفت نه ویریدل ځکه چی د الله ګرفت ډیر سخت دی.

۴. محبت: او دا هغه اساس دی چی د دې په ذریعه د اسلام دین د نصرت او اقامی لپاره مومن هر‎ې قربانۍ ته تیاروی، او د دې دین له خاطره ‎ېی غیرتمند او زړور کوی. د الله تعالی د کلمی د لوړوالی جذبه ورته ‎په زړه کې پیدا کوی. کله چی دا اساس چا کې غښتلی شی نو بیا که د سر قربانی هم راشی نو تری به ېی ونه سپموی.

لومړنی اساس ذکر دی چې دا په لمانځه سره حاصلیږی، دهمدی اساس لپاره ېی لمونځ فرض کړی دی، تر څو مومن بنده د شپی او ورځی په هر غم او خوشالۍ کې الله تعالی ته سر په سجده پروت وی او په مسجد کې د الله تعالی په یاد کې مشغول وی.

د وفا اساس په زکات سره حاصلیږی، یو سهی مسلمان بنده نه دا توقع کیدایشی چی خپل محبوب ترین مال کوم چی هغه ډیر په سختۍ سره ګټلی وی او د الله تعالی د امر مطابق ېی د الله په لار کې خرچ کوی، او دا صفت صرف او صرف یو وفادار بنده لرلای شی.

تقوی حاصلولو لپاره الله جل جلاله په کال کې یومیاشت د رمضان روژی فرض کړی دی. او د دينه علاوه نفلی روژی هم شته چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ېی د نیولو امر او تاکید کړی دی. ځکه روژی نیول د تقوی حاصلولو لپاره تر ټولو بهترینه مدرسه ده.

د محبت مظهر جهاد دی، او دا اساس مومن حتی د سر قربانۍ ته هم په هر ډګر کې تیار او اماده کوی. او هر ځای کې که چیری د نفس قربانی هم راشی نو دریغ به ونکړی.

حج د دې ټولو عبادتونو مجموعه ده او د ټولو عباداتو اساسات په کې شامل دی. کعبه شریفه زمونږ د ټولو لمونځونو مرکز او لومړنی مسجد دی چې د همدی مقصد لپاره جوړ شویدی. خلک حج ته د همدی بیت الله د زیارت لپاره ځی. لمونځونه کوی الله ته ودریږی، عذر او زاری کوی،   الله نه د هر مشکل د رفع کولو سوال کوی او دهمدی بیت الله څخه طوافونه کوی. نو حج سره د لمونځونو د اداکولو توفیق هم په نصیب کیږی. تاسی به لیدلی وی چې یو حاجی چې کله کور ته راشی نو بیا ډیر کم د هغه څخه لمونځونه فوت کیږی، ګویا حج د لمونځ کولو او په لمانځه باندی ځان عادت کولو لپاره تر ټولو یو ښه تربیت ګاه ده.

همدارنګه زکات دی چی مومن ېی د خپل مال څخه ورکوی، چې د حج کولو نه مخکې په ډیرو مسلمانانو د دې ورکول دروند وی، خو کله چی حج ته لاړ شی او هلته زاد او مصارف ځان سره یوسی او اخراجات وکړی نو الله تعالی ېی کنجوسی د زړه څخه لری کوی، اود سخاوت او انفاق جذبه ورته الله تعالی ورپه برخه کوی.

د روژی مقصد تقوی ده، او دا د الله تعالی سره د تعلق او اړیکو ټینګولو تر ټولو ښه ذریعه او د دنیوی خواهشاتو د کنټرولولو او د نفس د مهار کولو بهترینه لار ده. حج هم ټول په ټوله دغه مقصد په کلی توګه پوره کوی.

د خپل کور او کلی پریښودل او د الله تعالی په لار کې جهاد کول او ‎پدی لار کې ستړی او ستومانی او شوګیری ګالل او نور مصیبتونه او تکلیفونه راتلل خو د دې ټولو سره د اعلاء کلمة الله لپاره پدی هر څه صبر کول د جهاد خاصه او غرض دی. حج هم همداسی یو مدرسه ده چې مومن د همدی ورځی لپاره تیاروی حج کې هم کورپریښودل کیږی، لوږی، تندی، ستړیاوی، ستومانۍ او شوګیری پکې راځی ګویا چی دا د مجاهدینو لپاره یو ښه ټریننګ سنټر دی.

یو مجاهد چی د کومو حالاتو څخه تیریږی هو بهو یو حاجی هم د همدی حالاتو څخه ګذر کوی.

که چیری مونږ د حج په مناسکو ژور نظر واچوو نو دا جوتیږی چې حج یو جامع عبادت دی. احرام تړل د دې خبری علامه ده چې مونږ د دنیا سره خپله اړیکه وشلوله، او د دنیا معاملات مو پریښودل، او د احرام د لباس نه هم دا ظاهریږی چې مونږ د زیب او زینت ژوند پریښود، او د الله په حضور کې په هغه لباس کې حاضر شو په کوم لباس کې چې یو انسان په قبر ‎کې کیښودل کیږی. او بیا په ژبه باندی مو هغه ترانه جاری وی په کوم کې چې مونږ د الله تعالی په حضور کې د حاضر‎‎ۍ ورکولو د جذبی اظهار او د الله تعالی د ورکړی شوو نعمتونو شکر ادا کوو.

لبيك، اللهم لبيك، لبيك لا شريك لك لبيك، ان الحمد والنعمة لك و الملك، لاشريك لك.

حاضر یم ای الله حاضر یم، حاضر یم ستا سره هیڅ شریک نشته حاضر یم، شکر وباسم تاته او نعمتونه ستا لخوا دی، او بادشاهی ستا ده، ستا سره هیڅ شریک نشته.

حجر اسود مچو کول یا ورته لاس اوچتول د عهد او معاهدی د توثیق یو طریقه ده حاجی د طواف اغاز پدی عمل سره کوی او د بسم الله، الله اکبر په ویلو سره د الله تعالی سره د کړی وعدی تجدید کوی.

سعی د الله تعالی د دین د نصرت او کومک نښه او علامه ده، او د حضرت اسماعیل علیه السلام د مور د هغو منډو یاد دی، کوم چی حضرت ابراهیم علیه السلام په دشته کې پریښی وو او د اوبو په لټه کې ېی د صفا او مروه ترمینځ منډی وهلی، چې الله تعالی ته د دې پاکی بی بی دا عمل ډیر خوښ شو او د حج د مناسکو برخه وګرځوله.

سر خریل د پخوانۍ زمانی د غلام ګرځولو یوه نښه او علامه وه، چا به چې څوک غلام کړ نو په هغه به ېی سر کل کړ حاجی خپل سر خریلو سره د خپل رب د غلامۍ اظهار کوی.

په عرفات ودریدل په حقیقت کې د رب العالمین ذات په مخکې د ودریدو علامه او نښه او د قیامت د ورځی یاد دی، چې هلته به هم سرتور سر ټول په یو شکل او صورت کې د الله تعالی مخی ته ولاړ وی او دلته هم ټول په یو شکل او صورت او لباس کې د الله تعالی مخی ته ولاړ دی. هلته به انسان په ‎ډیر پریشانۍ کې یو او بل طرف ته لالهانده ګوری او د الله تعالی رحم او مهربانۍ ته به منتظر وی. او دلته هم مومن بنده الله تعالی ته د عذرو زارۍ او دعا لاسونه اوږده کړی وی او د خپلو کړو ګناهونو بښنه ورځینی غواړی او د الله تعالی د رحم په امید خپل غزیدلی لاسونه پرمخ راکش کوی.

د مزدلفی سفر اګر چې د عرفات په مقابل کې لنډ او مختصر دی، لیکن د عرفات او مزدلفی په مابین کې دا سفر د جهاد د سفر یو نښه او علامه ګڼل کیږی. په یو منزل کې پړاو اچول او بیا د هغه ځای څخه روانیدل او همدارنګه قصر لمونځونه هم د جهادی سفر سره یو نه یو قسم مشابهت لری.

د جمراتو (شیطانانو ویشتل) هم د جهاد د صحنی یو مختصر غوندی تصویر دی چې د الله تعالی د دښمنانو سره د مقابلی علامه او نښه ده، په دی طریقه سره مومن بنده د الله د دښمنانو خلاف د جهاد د جذبی اظهار کوی.

قربانی د جهاد وروستنی او آخری فیصله ده څرنګه چې په جهاد کې د خپل ځان نذرانه ورکول دی نو په حج کې د حیوان په ذبحه کولو حلالولو او قربانی کولو په صورت کې د شهادت د جذبی او ایثار یاد تازه کول دی. او دا د ابراهیم علیه السلام د زوی د قربانۍ یاد هم دی کوم چې الله تعالی ته خوښ شو او دا ېي د حج د مناسکو یوه برخه وګرځوله او خلکو ته ېی پدې واقعه کې دا درس ورکړ که چیری مو د دین له خاطره د سر دقربانی ضرورت راغی هم به نه شاته کیږئ.

59 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *