Categories

اعلان

Loading…

مرغه او انځورګر/ فاروق سرور

عجبه مرغه دي چی سحار ښار ته راځي ، نو په خندا وي او چي ماښام ځي ، نو په ژړا وي . دا مرغه د يو انځورګر ډېر خوښ دي چی له ښاره دباندي د غره په لمن کښي خپل انځورونه جوړوي او په دغه ساه داره کښي يې سترګي وي .

د انځور ګر له ډېرو شپو نيت دي چی ددغه مرغه انځور به جوړوي ، ولي چي داسي ښکلي مرغه ده کله هم نه وي ليدلي . دده فن کاري ګوتي دده د زړه په شان تل ناقراره وي چی کله به ددغه حسين وجود عکس و نړۍ ته ورښکاره کوي ، ولي چي د مرغه د نږدې ديد دي ډېر ضروري بولي.

انځور ګر ځان د يو حساس زړه خاوند بولي ، ځکه نو خبر دي چي سحار په خپل معصوميت کښي مرغه په سندرو وي ، خو ماښام ځکه په ژړا وي چی د ښار حالات خراب دي او هره ورځ نوي انسانان په وينو رنګ وي.

قدرت وګوري چي يوه ورځ ، هم هغه مرغه راسي او د انځور ګر مخامخ په يوې لوي ډبري کښيني . دا وخت ژړي لمر هم په ډوبيدو وي او انځورګر حيران سي.

ناڅاپه هغه هنرمند وخاندي خو دا هر څه په مرغه بد ولګي او هغه په حېرانتيا پوښتنه ور څخه وکړي چی ولي دي وخندل . انځورګر ورته وواي چي بله ورځ ښار ته مه راځه . دا څه معنا چی راتګ دي په خندا او تګ دي په ژړا وي ، له دومره ښکلي مرغه سره دا نه ښايي ولي چي د ښار حالات به دي هره ورځ داسي غمزده کوي. زما حسن په دا ډول بد حال کښي نه دي خوښ .

اوس مرغه په ډېر طنز مسکي سي چی که پر ما د اعتراض حق لرې ، نو څه زه هم پوښتنه کوي سم چي دا ستا لاس بيا ولي هر وخت کاږه واږه تصويرونه جوړوې . انځورګر له خپل برش سره لوبه پيل کړي چي ما درخلاصه کړه او پوه مي کړې چی حسن زما مجبوري ده او دا ټول حسن دي . بل ته هم يو لوي حسن يې ، له ډېره وخته ستا په انتظار وم ، اوس مي له هر اړخه وليدې ، راسه چی نن ستا عکس جوړ کړم چي نړۍ ورباندي ولړزېږي او يو لوي شاهکار وبلل سي.

مرغه دغسي له خشمه چيغه کړي ، يوه زړه لړزونکي چيغه ، لېوني غوندي سي ، له ډبري را کښته سي ، لنګڼي غوندي پر له وڅرخي ، سر له مځکي مځکي ووهي لکه په ساندو چي وي ، ناڅاپه خپل لوي وزرونه خواره کړي ، دغسي له انځورګره برش او د رنګونو ډبي په خپلو لويو چمبو کښي غوټه کړي او په سرپي سره واولوزي چی د حسن عکس خو ښار دي چي انسانان پکښي اوسي . څه وسو چي دغه حسن اوس ګړز جن دي . کېدي سي چی صبا يې زما يوه اوښکه شيشه بيرته ور صفا کړي.
پاي
ستمبر 2014

“The bird and painter”
By Farooq Sarwar

The bird is really amazing one. It is his routine to come to the city with happy mood but at evening when he leaves the city, he is crying and weeping.

A painter observes this bird, makes paintings outside of the city in the mountains. The painter has a desire to make the picture of this bird too and really in his entire life he had never seen this kind of loveliness. His artistic fingers are also restless like his heart that the day will come when that the painter will present the remarkable picture of this beautiful bird to the world and it’ll be called a masterpiece. For this purpose, it is necessary to see the bird close and in front of.
The painter has a sensitive heart , therefore he believes that at morning the bird sings the happy songs because of his innocence but at evening when returning to his nest he is crying and weeping, because the situation of the city is abnormal and daily the a new person takes a bath of red blood.
One day the bird sits before the painter on a big stone. It was evening, a pale evening and the sudden arrival of bird surprises the painter.
All of a sudden the painter laughs but the bird minds it and asks that why you laughed. The painter forbids him for coming to the city and says I don’t like your happy arrival and tragic departure. It doesn’t appropriate with a beautiful bird because the situation of the city is very terrible and dreadful and it makes you depressed every day. I don’t want it any more a beauty in ugliness
Now the bird smiles that tell me that why your fingers make the dumbfound pictures. Now, the painter plays with his brush that it is necessary to make clarify that I love the beauty, really I appreciate it, is my duty too and you are also a pretty one. I was waiting for you from a long time. Now I saw you from each and every angle, come today I’ll make the painting of you and it will prove itself remarkable in the world.
At this, the bird becomes angry, initially cries, then weeps and opens his arms full of feathers to fly up. But the bird also takes the brush and colors of the painter in his long claws, with this opinion that the real picture of beauty is the city, where the hearts and souls live. I don’t care that this beauty is now dusty, perhaps one day my single tear cleanup it.
The end
September 2014

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *