Categories

اعلان

Loading…

خېريه بنسټونه/ نورالباري مل

بل‌ګېټس د مايکروسافټ شرکت بنسټګر او څښتن دی، د ده شتمني تر حساب وتلې ده، دی د نړۍ له تر ټولو سترو شتمنو کسانو څخه ګڼل کېږي. بل‌ګېټس ته خدای د بې‌حسابه شتمني تر څنګ غټ زړه او سخاوت هم ور په برخه کړي دي. دې سړي څه موده وړاندې اعلان وکړ چې تر مرګ وروسته یې د کورنۍ هېڅ غړي هم په پاتمړي(مراث) کې ونډه نه لري، بلکې د ده ټوله شتمني به خيراتېږي. بل‌ګېټس په خپل ژوند هم خپله ۹۵ سلنه شتمني خېرات ته ځانګړې کړې ده.

د بل‌ګېټس په اړه د پاسنيو مالومات تر لوستنې وروسته سړی داسې فکر کوي چې د خېرات ورکولو په لړ کې به تر بل‌ګېټس بل نامي په اوسني پېر کې نه وي او نه به هم تر دې وروسته پيدا شي. خو خبره داسې نه ده. يو بل د مورې زوی هم شته، چې نه په کاروبار کې تر ده کم دی، نه په شتمني کې تر ده لوېدلی او نه هم په خېرات کې تر ده پاته.

دا سړی وارن بفټ نومېږي، وارن بفټ د مليونونو ډالرو په ارزښت کاروبارونه لري. پر دې سربېره د وټپوهنې(علم الاقتصاد) په ډګر کې هم د بفټ نوم اوڅار(مشهور) دی، د ده ويناوې او افکار د کاڼې کرښې ګڼل کېږي. دا ده بفټ وينا ده چې “که ته نن داسې توکي پېرې چې اړتيا نه ورته لرې، سبا به خپل داسې توکي پلورې چې اړتيا ورته لرې” د بفټ نوم هر کال د نړۍ د تر ټولو شتمنو کسانو په د لړليک په سر کې موندل کېږي. بفټ په سخاوت کې تر بل‌ګېټس هم څو ګامه وړاندې دی، ده خپله ۹۹سلنه شتمني خېرات ته ځانګړلې ده.

په ۲۰۰۹ کال کې بل‌ګېټس او وارن بفټ لاسونه سره ورکړل او په دواړو يې يوه خيراتي ټولنه جوړه کړه، پر خپله ټولنه يې “دي ګيونګ پلېج” نوم کېښود او نورو شتمنو ته يې هم بلنه ورکړه چې د ټولنې غړيتوب ترلاسه کړي او د خير په دې کار کې له دوی سره مله شي.

د “دي ګيونګ پلېج” ټولنې غړيتوب ترلاسه کول يوازې دوه شرطونه لري، لومړی: غړيتوب غوښتونکی بايد بيليونر وي. دويم: بايد ژمنه وکړي چې د خپلې شتمنۍ لږ تر لږه ۵۰سلنه به خېرات ته ځانګړې کوي.

شرطونه لږ خو سخت دي، ما غوندې خلګ دا فکر کوي چې په دې ټولنه کې به له ۲۰۰۹ راهيسې تر اوسه پورې يوازې له بل‌ګېټس او وارن بفټ پرته بل چا غړيتوب نه وي اخېستی. خو حقيقت دا دی چې ۲۰۱۴ کال د می تر مياشتې ۱۲۷ بليونرانو د “دي ګيونګ پلېج” تړون لاسليک کړی دی.

اوس به تاسې دا فکر کوئ چې دا دومره خېرات به نو دوی چاته ورکوي؟

دوی څېړنپوهان ګوماري او هغوی په ټوله نړۍ کې تر څېړنو وروسته دوی ته د کار ساحې ور په ګوته کوي، وروسته دوی د خېرات په پيسو پانګونه ورباندې کوي. د دوی په پيسو نوي ساينسي څېړنې کېږي، درمل  جوړېږي، د ناروغيو مخنيوی کېږي، د ځوانانو ستونزې اوارېږي، ماشومانو ته کار کېږي…

که د افغانستان پر کچه يو څو پانګوال را ولاړ شي او د “دي ګيونګ پلېج” پېښې وکړي، څه به وشي؟

خېرات ورکول او سخاوت د افغانانو فطرت دی، زموږ له تر ټولو نېستمن کور څخه هم د جمعې په شپه د خېرات غړی، حلوا، شوله، او اوګره راوځي.

په بدخشان کې تر طبيعي پېښې وروسته خويندو د خپل لاس بنګړي وپلورل او پيسې يې د پېښې ځپل شويو ته ولېږلې. خېريه بنسټونو د پانګوالو په مرسته د خوراکي موادو، جامو، او د ژوند د نورو اړينتوکيو موټران ور بار کړل.

افغانستان د خېريه بنسټونو له نشت سره هم نه دی مخ، ګڼشمېر خېريه بنسټونه شته، بیات بنسټ، ښادمن ګام، باز فاونډېشن او نور…

خو زموږ د ډېريو خيريه بنسټونه خيرات يوازې تر خوړن‌توکيو پورې محدود وي، دوی يوې بې سر پرسته نېستمنې کورنۍ ته يوازې د يوې مياشتې لپاره خوړڼ‌توکي چمتو کړي. يوه مياشت وروسته بيا د لوږې لاس او د نېستمنې کورنۍ ګرېوان وي. دا داسې دی لکه يوه پنچر ټاير ته چې د پنچر لګولو پر ځای يوازې هوا ورکړې، دېرش ګامه وروسته بېرته هغه آش هغه کاسه.

سلو  نېستمنو کورنيو ته د مياشتې د خوړن‌توکيو ورکولو پر ځای خيريه بنسټونه بايد داسې لارې چارې ولټوي چې د لسو کورنيو د نس غم د تل لپاره پرې خوړل شوی وي.

افغانستان د يو عالم نورو کارونو او توکيو د ماډرن کولو تر څنګ د خيرات ماډرنولو ته هم اړتيا لري. خيريه بنسټونه بايد ځان ته د “دي ګيونګ پلېج” غوندې کاري ساحې وټاکي. بيا به يې نو د خيرات اغېز او ګټه تر اوس ډېره وي.

دا کار تر وسمهال پورې په افغانستان زما د مالومات تر بريده يوازې “باز بنسټ” کړی او پاللی دی، “باز بنسټ” د خپلو څېړنو پر اساس معلولين (شلان او ګوډان) پيدا کوي او له ځان سره یې راجستروي، وروسته له شتمنو کسانو څخه پيسې اخلي او راجستر کړيو معلولينو/معيوبينو ته پرې ګرځنده‌چوکۍ(ويلچېرز) اخلي.

يو بل بنسټ دې پاڅي نور دې هېڅ کار نه کوي يوازې دې د هېواد ماشومان له خوارۍ وباسي او ښوونځيو ته دې يې دننه کړي. بل بنسټ دې مسلکي کسان وګوماري او په ښار کې دې بې کار او بې هنره ځوانانو ته يو داسې هنر(ګرافيک ډيزاننګ، ټايپنګ، موټرسايکل‌سازي….) وښېيي چې يوه ګوله حلاله ډوډۍ پرې پيدا کړای شي. بل بنسټ دې په مياشت کې يو ځل د ښار د مزدورانو له چوکه ټول مزدوران بیايي او د ښار واټونه او کوڅې دې ورباندې پاکوي، له يوې خوا به هغه مزدورانو ته لږ تر لږه د یوې ورځې کار پيدا شوی وي، چې په اونيو اونیو پر چوک بېکاره ولاړ وي او له بلې خوا به ښار پاک شوی وي. دا او دې ته ورته نور زرګونه کارونه شته چې زموږ خېريه بنسټونه بايد پام ورته وکړي. او “دي ګيونګ پلېج” ته ورته زرګونه بنسټونه شته چې زموږ بنسټونه يې بايد پېښې وکړي.

7 total views, 1 views today

1 comment

  1. Irfan arman Reply

    سلامونه او نېکې هيلې مننه مشره ډېره په زړه پورې ليکنه او ډېرې مهمې نقطې ته مو اشاره کړې وای چې ماهيان مه ورکوه د ماهيانو د نيولو طريقه ورته وښاياست, په ځای ددې چې مياشتني خوراکي توکي ورکړو بايد بنيادي کارونه وکړو,که څه هم دا دومره سخت کار نه دی , تر خپل وس بايد کوشش وکړو چې بنيادي کارونه وکړو چې تر مهم تعليم دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *