Categories

اعلان

Loading…

د پکتیکا پوهنتون وړتیا او اړتیا/ استاد رحمت الله حکیمي

وړ کسان کولای شي ، چې د اداري سیستم په هر ډګر کې خپله وړتیا وښيي او همدا وړتیا ده ، چې دسیستماتیک پلان په واسطه یوه اداره  دبریمنتیا اوکامیابۍ په لار روانوي داهغه کسان کولای شي چې دمسؤلیت  د درک  ،منلو او اجراکولو قابلیت ولري پکتیکا پوهنتون دافغانستان په جنوب ختیځ زون کې یو له هغه پوهنتونوڅخه دی ،چې دا اړتیا یې په وړتیا پوره کړه ، په کم وخت کې یې ځان ددې جوګه کړوچې د لوړو زده کړو مقرراتو مطابق دهېوادوالو پر مخ دلوړو زده کړو دروازې پرانېزي  ، تر ډېره بریده  پکتیکا پوهنتون ته هغو استاذانو دکامیابۍ لاره موندلې ، چې د زده کړیالۍ  دوره یې په پوره مهنت اوکامیابۍ تیره کړې وي  دخپلې دندې سره ذوقي او څانګیز (مسلکي ) تړون لري .

له ښه مرغه په پکتیکا پوهنتون کې (۳۵ ) تنه کادري استاذان او (۴۰) تنه اداري کارکوونکي په مختلفو بستونوکارکوي تر دې دمه یې په ټولیز ډول په  زده کړه کې دبوختوزده کړیالانو شمیر ( ۶۳۴ ) تنوته رسیږي د محصلینو داستعداد او دپوهې دکیفیت دلا ښه والي په پار دپوهنتون دریاست له خوا څلور کمېټې دژمنو ،هڅاندواو روڼ اندواستاذانو لخوا جوړې شوې دي ۱ –  دتضمین اوکیفیت کمېټه ۲  – فرهنګي کمېټه  ۳ – دمحصلینو ستونزوته درسېدګۍ کمېټه ۴ –  د ازموینو د ارزیابۍ کمېټه.

تردې دمه په پوهنتون کې دښوونې او روزنې پوهنځۍ ، او زراعت  کارندې پوهنځۍ شتون لري   ، چې په ښوونه اوروزنه کې دکیمیا بیولوژي څانګه او ریاضي فزیک څانګه تر دریمو ټولګیو پورې محصلین لري ، دهڅاند ریس پوهنمل محمد شفاتسل په هڅو او دوزات سره په همغږۍ د ۱۳۹۳ ل کال لاسته راوړنې په لاندې ډول دي :

۱ –   دښوونې او روزنې په پوهنځي کې دکیمیابیولوژي ، ریاضي اوفزیک ، انګلیسي ، او اسلامي ثقافت دڅانګو سربیره دپښتو ژبې او ادب څانګه کې د( ۸۰ ) کسو جذبول اوتدریسي چارې یې په ښه ډول پرمخ بېول .

۲ –  داستاذانو اومحصلینو دپاره دنوې مطالعې ، موادو پیداکولو ، اوتحقیق کولو په پار دانترنیت سهولت برابرول ، چې په اکاډمیک چاپیریال کې یې شتون اړین دی .

۳ –  دپوهنتون دنوي ودانیز کار دجوړېدا په موخه دریاست  ، دښوونې اوروزنې پوهنځي ، او د احاطې دودانیو کار پیلول.

۴ –  داینجنري پوهنځي او دمحصلینو د لیلیې په پار اداري سیستم جوړول .

۵ –  دپوهنتون دغوښتنې په اساس دمحصلینو دتدریسي معیارلوړول .

۶ –  دزده کړې دپاره دارامې فضادجوړېدا سربیره دپوهنتون نظم او دسېپلین برقرار ساتل .

پورتنۍ هغه کړنې وي چې پوهنتون یې په ډېر کم وخت کې وړتیا تر لاسه کړه ددې سربیره دپوهنتون دلا ښه والي په پارد لوړو زده کړو دوزارت څخه ددې غوښتونکي یو چې زموږ وړتیا ته په کتوسره اړتیاوې مو هم په پام کې ونیسي چې په لاندې ډول دي :

۱ –   داچې دپوهنتون استاذان اومحصلین په ښه ډول خپلو درسونو او تدریس ته حاضرشي دترانسپورت سیستم جوړول .

۲  –  دپوهنتون دپاره داسې کتابتون جوړول دهرمسلک او څانګې دپاره داړتیا وړ اثار ولري ترڅو داستاذانو دتدریس اومحصلینو په زده کړه کې موثر واقع شي .

 ۳ –  داچې دپوهنتون ډېرۍ استادان دلرې پرتو سېمونه راځي او دهېوادوالو دچوپړ دپاره یې مټې رابډوهلي  د دوی دپاره  دهستوګنځي دسیستم برابرول .

۴ –   دپوهنتون دکیفیت دلاښه والي په خاطر دساختماني کارونو په لړ کې د استاذانو دپاره تدریسي او زده کړیالانو دپاره دلیلیې  بسیا ودانۍ  جوړل .

۶ –   داستاذانو دپاره دلوړو زده کړوپه همغږۍ دنړیوال بانګ په مرسته ساحوي معاش برابرول .

۷  –  دوازت لخوا داستاذانو اومحصلینو دپاره په مختلفو ساحو او څانګو کې دبرسونو اوماسترۍ برنامې برابرول ځکه دنن غوښتنه داده ، چې یو پوهنتون باید دلوړ استعداد محصلین  اوتخصصي استاذان ولري .

پکتیکا پوهنتون دکیفیت اوکمیت دواړو اړخونو ته په کتوسره دلا ښه والي په  لار کې دوزات دنیکو مشورو اومرستو غوښتونکی دی غواړي چې دلوړو زده کړو دمقرراتو مطابق په خپله تګلاره کې چټک ګامونه واخلي .

دیوه بسیا او پرمختللي پوهنتون دجوړېدا په هېله

612 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸