Categories

اعلان

Loading…

په ښځینه حمام کې د هغه کیسه مال کیسه/ ژباړه: شفیع الله جنتي وردګ

 چې آخر یې هم توبه وکړه

   تاسو به د یو سړی کیسه اوریدلې وي چې په ښځینه حمام کې کیسه مال وو؟ یو سړی چې کلونه کلونه یې د خپل نفس سره چل او فریب کولو،

 د نصوح په نوم یو کس ؤ.

   نصوح ښځې ته ورته سړی وو، نازک غږ د ښځې په شان غړي او په وجود یې وېښتان نه لرل د هغه شهواني قوه ډیره زیاته وه له خپل ظاهر نه یې په ښځینه حمام کې سو‌ِء استفاده کوله او څوک د ده له اصلي بڼې خبر نه وو، له همدې لارې یې هم معاش او هم شهواني غریزه پوره کوله همدارنګه څو ځلې هغه د خپل وجدان په حکم توبه ایستلې وه خو بیا به یې خپله توبه ماته کړه.

   دی دلاک او کیسه کش وو په ښځینه حمام کې، د ده د چالاکۍ او پاک کارۍ اوازه د ټولو غوږونو ته رسیدلې وه، نجونو، ښځو، عامو خلکو او د دولت لوړپوړیو کارکوونکو ښځو دا خوښوله چې نصوح یې دې په حمام کې خدمت وکړي او ده ته به هر چا له مخکې نه وخت او نوبت نیولی وو،

   یوه ورځ د پاچا په ماڼۍ کې د ده خبره یاده شوه، د پاچا لور حمام ته لاړه او په حمام کولو مشغوله شوه، په دې وخت کې د پاچا د لور یوه قېمتي ګاڼه په حمام کې ورکه شو، په دې پېښه د پاچا لور په قهر شوه او امر یې وکړ چې ټول کارکوونکي دې وکتل شي، تر څو چې قیمتي ګاڼه پیدا شي، کارکونکو د حمام ښځې ټولې یو په بل پسې وکتلې، هغه وو چې نوبت نصوح ته ورسید هغه د ویرې او شرم نه تلاشۍ ته حاضر نه شو هر خوا ته به چې د ده رانیولو لپاره پسې تلل هغه به په بل لوري وتښتېدلو او دا عمل په ده باندې د غلا یو ښکاره ثبوت شو، او بالآخره د پادشاد لور ګاردانو د ده د نیولو لپاره ډیر کوښښ کولو، نصوح هم یوازې کامیابي په دې کې ولیده چې ځان د حمام په خزانه کې پټ کړي، ناچار د خزانې منځ ته ور داخل شو او لکه څرنګه چې د پاچا د لور ګاردان ورپسې وو نو هغه خزانې ته ورپسې راغلل، او نوره خبره له دې وتلې وه چې نوموړی دې د پلټونکو له سترګو پناه چېرته پټ شي، نیږدې وه چې نصوح دې رسوا شي، یو ځل بیا د خدای تعالی لوری ته متوجه شو او د زړه له اخلاصه یې توبه وکښله، په داسې حال کې چې بدن یې د ونې په شان لړزیدلو، په ټول وجود او په مات زړه یې وویل: خدایه په وار وار مې توبه ایستلې ده او بیرته مې ماته کړې، دا ځل ستا لویۍ او عظمت دا ځل هم زما دغه بد او قبیح عمل پټ کړه، وروسته له دې به هیڅ ډول ګناه نه کوم او له خدایه یې وغوښتل چې له دغه غم او رسوایۍ څخه ما په خپل فضل او کرم باندې وساتې.

   نصوح په واقعیت سره دا ځل د زړه له تله توبه ایستلې وه، ناڅاپه د حمام نه بهر آوازه شوه چې دا بیچاره پرېږدئ د پاچا د لور ګاڼه پیدا شوه، همغه وو چې نصوح یې پرېښود، په ستړي او مات زړه یې د خدای ج شکر ادا کړ، د پاچا د لور د خدمت او دغې کیسې څخه یې عبرت واخیست او خپل کور ته لاړ.

   نصوح د خدای ج عنایت په خپلو سترګو ولیدلو، همغه وو چې په خپله توبه ثابت پاتې شو او سم د لاسه یې هغه کار (کیسه مالۍ) ته شا کړه.

   د حمام له پرېښودلو څخه یې څو ورځې نه وې وتلې چې د پاچا لور نوموړی د کارکولو لپاره بیا ښځینه حمام ته وروغوښت، خو نصوح ځواب ورکړ چې لاس مې خوږیږي او کار (کیسه مالي) نشم کولای، او حمام کې د کیسه مالۍ لپاره بیا ورنغی، هر څومره مال او پیسې یې چې د دې ګناه او بدې لارې پیدا کړې وې هغه یې د خدای ج په لار کې غریبانو او بې وزلو خلکو ته ورکړې، او څرنګه چې هغه د دغه ښار د ښځو حق نه شوای پوره کولای، نو ویې نشو کولای څو په دغه ښار کې پاتې او هلته خپل ژوند ته دوام ورکړي او له بلې خوا یې نشو کولای چې خپل راز چاته ښکاره کړي، ناچاره له هغه ښار څخه لاړ او په یوه غره کې یې، چې له ښاره یو څه لرې وو ژوند اختیار او د خدای ج په عبادت یې ځان مشغول کړ.

   یوه شپه یې خوب ولید چې یو څوک ورته وایي چې ای نصوحه تا څرنګه توبه کړې ده په داسې حال کې چې پوستکي او غوښو دې له حرامو څخه رشد او نمو کړې؟ ته باید داسې توبه وباسې چې د وجود څخه دې حرامې غوښې ټولې تویې شي، همغه وو چې له خوبه بیدار شو نو له ځان سره یې یو هوډ وکړ چې، لویې لویې ډبرې (تیږې) به له یو ځان څخه بل ځای ته نقل کوي تر څو چې یې د وجود غوښې اوبه شي.

   نصوح همدا کار کولو (د تیږو حمل او نقل) یوه ورځ په خپل کار مشغول وو چې سترګې یې په میښو (غواوو) ولګیدې چې په هغه غره کې څریدې، په دې فکر کې شو چې دا مېښې له کومه ځایه راغلې او د چا دي؟ په خپل فکر یې داسې وپتېیله چې دا له کوم شپون څخه را ځانګړې شوې او ورڅخه پاتې شوې دي، باید چې له ځان سره یې وساتم تر څو چې څښتن یې پیدا شي، نو هغه میښې یې له ځان سره وساتلې هغه وو چې میښې څو نسله ننګې شوې او نصوح د هغه له شیدو ګټه اخیستله، یوه ورځ چې له یو کاروان نه لاره غلطه شوې وه چې له تندې نه د هلاکت په حال کې وو د نصوح خوا ته راغلل او چې نصوح یې ولید نو له هغه څخه یې اوبه وغوښتې، نصوح د اوبو په ځای دوی ته شیدې ورکړې          څرنګه چې دوی ټول ماړه شول نو پس له هغه یې د ده نه د ښار د لارې پوښتنه وکړه نصوح ورته د ښار تر ټولو لنډه لاره وښوده او د حرکت په وخت کې دوی ټولو نصوح ته دعا وکړه.

   وختونه تیر شول او په غره کې کلاوې جوړې او د اوبو څاه ګان یې وکیندل ورو ورو یې واړه کورونه جوړ کړل او یو کوچنی ښار ترې جوړ شو او له هرې خوا څخه به خلک راتلل او هلته به یې ژوند کولو هر چا نصوح ته په درنه سترګه کتل او د نصوح درناوی او عزت به یې کولو.

  په څه وخت کې د نصوح د عدالت، انصاف او ښه تدبیر آوازه د هغه وخت پاچاه ته ورسیده دا پاچاه د همغه نجلۍ پلار وو چې کیسه یې تیره شوه، د دې خبرې په اوریدو سره د هغه د لیدو په تکل کې شو، خپلو مامورینو ته یې دنده ورکړه چې نصوح د ده دربار ته دعوت کړي، همغه وو چې د پاچاه بلنه نصوح ته ورسیده، خو نصوح د پاچا دعوت ونه منلو او ویې ویل چې زه د پاچا دربار ته اړتیاا نلرم او سلطان ته له ورتلو څخه یې معذرت وغوښت.

   پاچاه ته یې چې درباریانو دا خبره ورسوله، تعجب شو، او ویې ویل چې نصوح نه راځي نو زه خپله ورځم او ورسره وینم. هغه وو چې د پاچا دربار د نصوح په لوري حرکت وکړ، کله چې د هغه محل ته ورسېدل نو عزرائیل ع ته د خدای ج له خوا امر وشو څو د پاچاه روح واخلي، د پاچا څخه په هغه ځای روح پورته او وفات شو کله چې نصوح خبر شو چې پاچا د ده د لیدو لپاره راغلی وو، نو نصوح د پاچا د تکفین او تجهیز په مراسمو کې د خاورو ته سپارلو پورې ګډون وکړ او څرنګه چې پاچا زوی نه لرلو، خلکو او د دولت مشرانو دا ښه وبلله چې نصوح د پاچاهۍ په تخت کښينوي همداسې وشول او نصوح د پاچاهۍ په تخت کیناست، او په ټول ملک کې یې د عدالت حکومت کولو، او د پاچا له لور سره( هغه چې مخکې یې کیسه تیره شوه) واده وکړ، د واده په ورځ د خپلې پاچاهۍ په بارګاه کې ناست وو چې ناڅاپه یو کس یې مخې ته ودرید او ویې ویل څو کاله مخکې مې مېښې ورکې شوې وې اوس مې له تا سره پیدا کړې ماته مې بیرته خپل مال وسپاره.

   نصوح وویل: سمه ده، امر یې وکړ چې میښې یې بیرته ورکړئ، هغه وویل چې د ما میښې د ساتلې دي، د شېدو او مال څخه یې دې چې ګټه پورته کړېده  هغه درته حلال او پاتې مال له ما سره نیمایي کړه، نصوح هم ورسره ومنله او امر یې وکړ چې ټول راوړل شوی او پاتې مال له هغه سره نیمایي کړئ

   هغه سړي وویل: ای نصوحه پوه شه! نه زه شپون یم او نه هغه میښې، مېښې دي، بلکې موږ دوه پرشتې ستا د امتحانولو لپاره راغلې یو، دغه ټول مال او نعمت ستا رېښتینې توبې اجر ؤ، ستا لپاره د حلال وي، او له نظره یې ورک شو.

12 total views, 3 views today

3 comments

  1. هلال Reply

    ښه کیسه ده مګر دا اسراییلیات دی

  2. جاوید حیدرزی Reply

    ګرانه وروره شفیع الله جنتي وردګ صاحب سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه ، وروسته له هر څه غواړم تاسو ته د ادبي غلا نکولو توسعه وکړم تاسو چې دا کومه ژباړه سایټونو ته په خپل نامه لیږلي ده دا لیکنه په ما په کال 2013 د اکتوبر په 29 ما ژباړلي او سایټونو ته لیږل شوې ده چې په دې وروستیو ورځو کې تاسو بیا همدا لیکنه له ځینو عادي بدلونونو وروسته په خپل نامه خپره کړې ده . د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې ادبي غلا جرم دی که تاسو د ادبي غلا په هکله معلومات ولرئ نو هیڅکله به د بل لیکوال یا ژباړونکي ښې او یا بدې کړنې په ځان پورې و نه تړي.
    او زه له تاند ویبپاڼې څخه هم په درنښت هیله کوم چې که یوه لیکنه په یوه نامه خپره شوه بیا د دې ضرورت نشته چې هماغه لیکنه په بل نوم بیا خپره کړې ځکه چې د افغاني ویبپانو دا کړنه نورو ادبي غلاګانو ته لار اواروي،
    د جنتي وردګ صاحب د پاملرنې له پاره زه دا لاندې لینکونه پورته کوم تر څو په راتلونکي کې له دې شان ادبي غلا څخه ډډه وشي.
    http://sporghay.com/index.php?option=com_content&view=article&id=7495:2013-10-29-22-12-55&catid=38:2010-01-31-16-21-39&Itemid=66

    په درنښت
    جاوید حیدرزی

    1. تاند Reply

      حیدر زی صاحب دا لیکنه دوه یا دوه نیم کاله پخوا په تاند کې خپره شوې وه، ډېرو لوستونکو پرې تبصرې کړې وې. اوس چې وردک صاحب بیا د خپرولو لپاره راولېږله بیا مو ځکه خپره کړه چې باور مو کېده ډېر کسان به نور وي چې لوستې به یې نه وي او ممکن ویې لولي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *