Categories

اعلان

Loading…

د خولې قلف دې نوره مات کړه/ اجمل درمان

له هغه وخته چې د ټاکنو پروسه دویم پړاو ته ولاړه اود اصلاحاتو او همپالنې ټیم پښې وښویدې نو یاد ټیم په اپلتو ویلو پيل وکړ. د ټاکنو په خپلواکو کمیسیونونو، پر تحول او تداوم ټیم او په ارګ یې بیلابیل تورونه پورې کړل. په مقابل کې یې سیال ټیم د پوره حوصیلې څخه کار اخیستې او د دوي پر وړاندې کوم د پام وړ غبرګون نه دی ښودلی.

د همپالنې ټیم د ټاکنیزو کمپاینونو په بهیر کې سیال ټیم او مشرانو ته سپکې سپورې وویلې،په ټاکنیز اړ و دوړ کې يې د اشرف غني رایې ګوسفندي وبللې، د پاکو او ناپاکو رایو بیلولو بهیر کې د غني پاکې رایې باطلې اعلان شوې، د نړۍ ستر تقلب کوونکي ټیم نوم پرې و تپلی شو خو د تحول او تداوم ټیم او پلویانو یې پرې غوږونه کاڼه کړل.

لومړي پړاو د پایلو د اعلان څخه وار د مخه د همپالنې ټیم د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره خپل پریکون اعلان کړ او تور یې پورې کړ چې ارګ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د تحول او تداوم ټیم په ګډه د دوي د بریالیتوب مخنیوی کړی او په همدې اساس د ټاکنو پایلې ورته د منلو وړ نه دي، بیا هم ارګ، تحول او تداوم ټیم او پلویانو یې خبره شاته واچوله.

په ورته وخت کې د لومړنیو پایلو د اعلان څخه وروسته عبدالله عبدالله د لویې جرګې په خیمه کې د موازي حکومت جوړولو ګواښ وکړ، بیا هم تحول ټیم او پلویانو یې خبره عادي وګڼله.

تیره ورځ په کابل ښار کې په سلګونو تنو ښاریانو او د مدني ټولنې فعالانو د عبدالله عبدالله په ملاتړ لاریون کې برخه اخیستې وه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د انګلستان سفارت او د ملګرو ملتونو استازی يې په دویم دور ټاکنو کې د یو تقلب کوونکي ټیم ملاتړ کوونکي وبلل.

لاریون کوونکو د « مرګ په یان کوبیش، مرګ په کرزي او مرګ د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون او ځینې نور« شعارونه ورکول.

دوي د ملګرو ملتونو استازی یان کوبیش او د امریکا متحده ایالات تورن کړل چې د تقلب کوونکي ټیم ملاتړ کوي او غواړي چې تقلب زمونږ په سرنوشت حاکم کړي.

لاریون کوونکو پنځه ماده ایز پریکړه لیک هم ولوسته چې په کې راغلي د ملګرو ملتونو استازی، د تقلب کوونکي ټیم په ملاتړ او د خلکو واقعي رایو ته د نه پام لرنې له امله دې ګوښه شي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د انګلستان سفارت او د ملګرو ملتونو استازی باید د تقلب کوونکي ټیم له ملاتړه نور لاس په سر شي.

ملګروملتو د عبدالله عبدالله د پلویانو مظاهرې ته په اشارې ویلي:«که دا ډول بد سلوک دوام وکړي، ملګري ملتونه به مجبوره شي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ډېر لږ کړي، او د افغانستان خلکو ته مرستې محدودې کړي.»

ملګرو ملتونو ګواښ کړی که يې یو کارکوونکي ته هم زیان ورسید یا هم ګواښ ورته وشو نو له افغانستان سره به مرستې ودروي.

اوس ټول افغان ملت د پانډ او پړانګ تر منځ بند پاتې دی، که اصلاحات او همپالنه همدا ډول ګواښونو ته دوام ورکړي او سیال ټیم او ولس يې په مقابل کې چوپه خوله پاتې شي نو ژر دی چې افغانستان به له نړیوالو مرستو هم بې برخې شي.

په ټوله کې ویلاي شو چې د دې پروسې له پيل راهیسې د همپالنې ټیم په خپله ژبه زهر شیندلي و او همیشه یې ولس ته د وینې توینې، زور، جنګ او وحشت خبرداری ورکړی دی او په مقابل کې یې د تحول او تداوم ټیم خپلو خولو ته غټ سنګین قفلونه (قلفونه) اچولي دي.

یوه خبره چې ټولو هیوادوالو ته لکه د لمر روښانه ده هغه دا چې د همپالنې ټیم د هر راز ناقانونه غوښتنو او کړنو په مقابل کې د تحول او تداوم ټیم چوپه خوله او کاڼه غوږونه پاتې کیدل د دې سبب شو چې اوس د هپالنې ټیم چې هر څه او هر ډول ګواښ چې زړه وغواړي، ښه په زغرده یې کوي.

د اشرف غني چوپ پاتې کیدل ددې سبب شو همپالنې ټیم ته دا جراًت او ډاډ ورکړي چې په ملي ورځو کې دې زمونږ سپین ږیرو او جهادي مشرانو ته سپکاوی وکړي.

د اشرف غني چوپ پاتې کیدل ددې سبب شول چې د همپالنې ټیم ځان د دویم پړاو ټاکنو قاطع ګټونکی وانګیري.

د اشرف غني چوپ پاتې کیدل ددې سبب شو همپالنې ټیم ته دا جراًت او ډاډ ورکړي چې په کورنیو، بهرنیو ملي او نړیوالو ناظرینو هم د (تقلب کوونکې ټیم ملاتړ کوونکو) نوم ور وتپي.

د اشرف غني چوپ پاتې کیدل ددې سبب شول چې همپالنې ټیم دې په راتلونکي دولت کې د (نیم پر نیم) واک غوښتونکي شي.

خو نور ولس د همپالنې له ناقانونه غوښتونو او د سیال ټیم چوپه خوله پاتې کیدو څخه تر پزې راغلی دی. ولس نور نه غواړي چې د دوي په پاکو رایو او مخورو مشرانو دې ملنډې ووهلی شي. ولس نور د تحول او تداوم ټیم او ښاغلي اشرف غني احمدزي ته وایې چې د خداي لپاره نور دې خولې ته اچولې سنکین قفل مات کړه.

207 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2