Categories

اعلان

Loading…

افغانستان د ناټو ځواکونو د تاسیساتو د ساتنې لپاره ځانګړی ځواک جوړوي

تاند- د افغانستان حکومت د امریکا په مالي مرستو د هغو تاسیساتو د ساتنې لپاره، چې د نړیوالو ځواکونو له خوا د افغانستان د دفاع وزارت ته سپارل کیږي، نوی ځواک جوړي .

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم د دفاع وزارت د تاسیساتو د ساتنې له دې ځواک سره د امریکا د مرستو په اړه پرون (شنبې) د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له قومندان جنرال جان کمپبیل سره  یوه موافقه لاسلیک کړه .

د موافقې له مخې به د دفاع وزارت د تاسیساتو د ساتنې ځواک جوړیږي، څو د هغو تاسیساتو او ودانیو ساتنه وکړي چې نړیوالو ځواکونو افغان لوري ته سپارلي او یا یې د دې کال تر پای پورې سپاري.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو درې نیمو میاشتو کې ټول نړیوال محارب ځواکونه له افغانستانه ووځي او خپل ټول تاسیسات افغان دولت ته وسپاري.

د دفاع وزارت په چوکاټ کې دا ځواک به پنځه زره دیرش تنه سرتیري ولري او د امریکا متحده ایالات به یې د یو کال لپاره معاش او نور لګښتونه چې څوارلس ملیون ډالري کیږي ورکوي.  د ارګ خبرپاڼه وايي چې د یو بل کال لپاره هم دا مرسته تمدیدلی شي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ښاغلي سپنتا دا ښه مرسته ګڼلې چې دفاع وزارت به ترې د دې ځواک د تجهیز او روزنې لپاره کار واخلي.

په وروستیو کې ځینو افغانانو شکایت کړی چې امریکا او د ناټو نور غړي هغه اډې او تاسیسات، چې ځواکونه یې ورڅخه وځي، نړوي.

لوېدیځو رسنیو هم په ځلونو په دې اړه راپورونه خپاره کړي چې د ناټو ځواکونو خپل تاسیسات له دې کبله نړوي چې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته ور نه شي.

خو د ارګ خبرپاڼه وايي دا موافقه به سبب شي چې د هغو تاسیساتو د تخریب مخه ونیول شي.

11 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *