Categories

اعلان

Loading…

سره زر/ اجمل پسرلی

سره زر

باران وریده، د جمپر خولۍ مې پر سر راکش کړه. ټک شو څه شي راسره ولګید، د یوې ښځې دستکول و، دې د بس په لور منډې وهلې. له دستکوله یې یو ډبی راولوید، راپور ته مې کړ او ورپسې چټک شوم، دا بس ته وخته او ور پورې شو. ډبی مې  پورته ورته ونیو چې ویې ګوري دی ژر ژر لاس راته وخوځاوه. ګومان کوم چې ویل یې په بل تمځی کې راته انتظار کوي.

په پنځو دقیقو کې بل بس راغی، ورپورته شوم، ډبی مې واړاوه راواړوه، اوسپنیز ډبی و، ګلان پرې جوړ شوي وو. منځ مې خلاص نه کړ چې پکې څه دي. یو تمځی مخته چې بس ودرید، هاغه ښځه له وره سره ولاړه وه. ډبی مې ورته ونیو، دې پرې غوټه کړه او بس ته راوخته. خپل کارت یې راکړ:

– د ګلانو په دوکان کې کار کوم که دې ګل په کار و په اونۍ کې یو ګل حق لرم چې له دوکانه یې واخلم هغه به تاسو ته مفته درکړم چې دا ډبی مو راکړ

– په ډبي که څه دي؟

– ام، نه دې دی لیدلی، ځکه دې راورساوه

د کړکۍ خواته مې وکتل. ښځې ډبی پرانیست او راته ویې ویل:

– وګوره!

یو وړوکی طلایي رنګه ګل و. دې سترګې کش کړې:

– ته نو څه پوهیدې چې د دې په منځ کې سره زر دي؟

– ما نه غوښتل چې ځان پوه کړم، ځکه مې نه لید

ښځې د ډبي سر بند کړ، بیا یې وویل:

– کاشکي مې ډبی نه وای درښکاره کړی

ما غږ ونه کړ. دې وویل:

– که دې بل ځل څه پیدا کړل بیا به یې څښتن ته نه ورسپارې

– زه د چا مال نه خورم

– ټول انسانان د نورو مال خوري

– ته یې خورې؟

– هغه ګل چې درکوم هغه غلا کوم هسې مې درته ویل، چې ماته یې د دوکان صاحب راکوي

ما د دې کارت ورته ونیو چې بیرته یې واخلي. دې کارت کش کړ، د وره لور ته رهي شوه چې کوزه شي او په تلو تلو کې یې وویل:

– عجیبه خلک شته وایي ګل مې نه دی پکار.

ما څټ وګیراوه. دا چې کوزیده هغه د سروزرو ګل یې ښکل کړ او ما ته یې لاس وخوځاوه.

310 total views, 1 views today

7 comments

  1. ګنډېری Reply

    که ستاسو پرځای زه وای ما په خبرو کې ورته ویل چې زه افغان یم، دا زما دین او کلتور نه قبلوي چې د چا مال وخورم. دا ځکه وایم چې زمونږ سفارتونه اوس د افغانستان او افغان دښمنۍ پالیسۍ پرمخ بیایي او د خپلواکۍ د ورځې پر ځای د جنګسالارانو د مړینې ورځې لمانځي.

  2. احمد خان Reply

    زموږ یو خپل پېښور ته تللی و . دا د نجیب تر واکنۍ وروسته کلونه وو. کله چې زموږ کور ته ورسید نو تر ستړي مشې وروسته یې وویل چې دا د تورخم پر زنځیر پرته ملیشه خو سم کاپر دي . سمې دروازې ته ګېټ وايي. دا خوارکی په دې نه پوهیده چې لويې دروازې ته په انګليسي کې ګېټ وايي. او دا د انګریز ترواک لاندې
    د پاتې شویو سیمو د وګړیو تر منځ عام کاریدونکی لغت دی. اوس زه نه پوهیږم چې ښاغلی اجمل پسرلی په لندن کې اوسیږي خو Card بیا هم کارډ
    ته کارت ولې وايي؟ دې ته ورته وګړیو د تربورې ژبې دا بیاځایه اخیستل شوی اغیز آن تر لندن پورې ورساوه. دې انګریزې ته به يې کارت ویل که کارډ؟
    اې کاکا ! چې پردی لغت کاروي نو په اصلي بڼه یې وکاروه .تهرانی انګلیسي لغتونه په لندن کې مه کاروه دا خو له انګریزانو سره هم جفا ده . همدا ناپوهي او لاشعوري حالت زموږ د ژبني کمزورۍ لومړي قدم دی .

    1. تاند Reply

      احمد خان صاحب انګریزي کارډ مو پښتو ته رااړولی او کارټ کړی مو دی. که د افغانستان رسمي اسناد وګورئ نو د هویت یا پېژندګلوۍ کارد نه بلکې د پېژندنې کارټ پرې لیکل شوي وي.
      په پښتو کې داسي ډېرې پردۍ کلمې مفغن شوي لکه قمیص چې کمیس شوی یا خلق خلک شوي….
      تاند

  3. احمد خان Reply

    ښاغلي اجمل پسرلی په لندن کې اوسیږي او کارډ ته کارت لیکي. آیا هغې انګریزي ده ته کارت یاداوه که کارډ؟

  4. /بهیر غورځنګ Reply

    احمدخان صیب بیا خو پکار ده چې زیات هم ونه لیکو – نور به ستاسو په پرمایش زیاد لیکو. که څنګه

  5. shafaq Reply

    احمد خانه وروره! دا لیکنه که ولولئ زما غوندې به تاسې هم ډېر څه ترې زده کړئ:
    http://www.taand.com/archives/30832

    خان اعتراض/ اجمل پسرلی

    د (سره زر) په نوم زما پر لیکنه چې په تاند ویبپاڼه کې خپره شوې ده، د خان په نوم یو چا تبصره کړې ده. دا تبصره دوه اړخه لري، یو یې انتقادي دی چې مننه ترې کوم ځکه چې زه یې وهڅولم چې د ژبې په دې موضوع، چې دوی ورته اشاره کړې ده، لیکنه وکړم. خو د ده د انتقاد بل اړخ اعتراضي دی. د خان اعتراض به نه ورغبرګوم ځکه چې هغه یې خپل کار دی. ده لیکلي دي چې (کارت) انګلیسي کلمه ده باید (کارد) ولیکل شي.
    دغې نیوکې ته د دې لپاره ځواب پکار دی چې زموږ نوي لوستونکي دوه زړې نه شي او فکر وکړي چې بهرنۍ کلمې به همهغسې لیکو لکه څرنګه چې په اصلي ژبه کې دي.
    د یوې کلمې دننه د توریو بدلون ته په عربي ژبه کې (الابدال اللغوي) وایي. نامتو عرب ناقد سیبویه (۱۴۸-۱۸۰ هجري ) په دې باور دی چې دوولس حرفونه سره اوړي رااوړي(ط، الف، ل، ی، و، م، همزه، ن، ج، د، ت او ه).
    په پښتو ژبه کې لاهم دغه تورې نه دې مشخص شوي خو په دې لیکنه کې په لنډو د (ت) او (د) د بدلون مساله یاده شوې ده.
    لکه څرنګه چې انګلیسي Card کارت لیکو، دغسې د فارسي (شهد) ته همشات وایو او ګڼ کسان یې شات لیکي. د فارسي(زیاد) هم په پښتو کې (زیات) لیکو او حتی د همدې کلمې په تفضیلي حالت کې، چې ګرامري جوړښت یې هم فارسي دی، دغه تغییر په خپل حال ساتو او وایو (زیاتره).
    په عربي ژبه کې د (ت) او (د) د اوښتو رااوښتو په برخه کې پخواني عرب کره کتونکي په دې باور دی چې په دریو حالتونو کې دا بدلون رامنځته کیږي:
    1- خدای پاک فرمایي: :« لَوْ يَجِدُونَ مَلْجَأً أَوْ مَغَارَاتٍ أَوْ مُدَّخَلًا»
    دلته د مُدّخلا اصلي کلمه مدتخلا دی.
    2- خدای پاک فرمایي: :« فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ». د مدّکر اصل مذتکر دی. دلته (ت) په ( د ) بدله شوې او بیا (ذ) پکې مدغم شوی دی.
    3- خدای پاک فرمایي: :« مَا فِيهِ مُزْدَجَرٌ»دلته (ت) په ( د) اوښتې ځکه چې د مزدجر د کلمې اصل زجر دی او د مفتعل په وزن ترې مزتجر جوړیږي.(۱)
    پخوانیو عرب ناقدانو دا نظر ورکړی دی چې کله کومه کلمه د (افتعل) په وزن وي او د عین پر ځای کلمه یې (ز، د، ذ) وي لکه ازدجر په ازتجر کې نو د صرفي صوتي قیاس له مخه دا واجبه ده چې حرف بدل شي.
    د دغه واجب بدلون علت دا دی چې د (د، ذ ، ز) حروف چاودیدونکي دي یعني کله چې یې تلفظ کوو د تلفظ پر مهال هوا یو دم له خولې بهر کیږي. ژبپوهان وایي چې دغه چاودیدونکي یا انفجاري حروف له یوه بل سره غږیز انسجام نه لري نو کله چې دغه تورې له (ت) سره یوځای شي چې هغه مهموس دی، یعني د تلفظ پر مهال یې هوا له خولې مسلسله وځي، نو (ت) له خپل نژدې تورې سره چې هغه د مخرج په لحاظ (د) دی یوځای کیږي.
    په انګلیسي ژبه کې هم ابدال شته، مثلا:
    i. “He popped a balloon.” [papt]
    ii. “They talked a lot” [takt]
    iii. “She frothed a cup of milk” [frawθt]
    iv. “I laughed at the movie.” [læft]
    v. “She kissed a frog.” [kist]
    vi. “We brushed it off.” [bruʃt]
    vii. “I reached around for it.” [riytʃt]
    په پورتنیو انګلیسي کلماتو کې د تلفظ پر مهال (D ) په ( T ) بدلوو، خو هغه کسان چې په انګریزي کې تخصص لري ممکن داسې بیلګې هم پکې ګڼې ورته معلومې وي چې ابدال په لیکنۍ بڼه پکې رعایت شوی وي.
    له انګلیسي ژبې سره چې فارسي ځیني مشترک کلمات لري په هغوی کې هم ابدال ترسترګو کیږي، مثلا د ( Mortal) په کلمه کې چې په فارسي کې ( T) په ( د) اړوو او (مرده) وایو. په پخوانیو الفاظو کې د Father, Mother, Brother کلمات په فارسي کې په دال لیکو.
    د ابدال په برخه کې موږ په پښتو ژبه کې تخصصي کار ته اړتیا لرو، څو د کلماتو ریښې وپیژنو.
    1- شخصي یاداښت
    2- مجمع البيان: 5/39 ، تنظر . أمثلة أخر فيه: 7/230

  6. احمد خان Reply

    د تاند ګروتپاڼې قدرمنو چلوونکیو !
    موږ باید تل علمي او په سړه سینه اړوند دلیلونه وړاندې کړو. تاسو چې لیکلي چې موږ کارډ پر کارټ اړولی دی. دا به ناسم وي. کارډ ( کارد ) له پاړسو پښتو ته راوړل شوی دی نه له انګلیسي څخه. ځکه پاړسیوانان چاقو ته کارد وايي نو دوی اړ وو چې د کارډ پر ځای کارت ولیکي دا چې تاسو يې کارټ لیکئ دا نو بیا په زور (ت ) پر ( ټ ) اړول دي. د دې موضوع د لاروښانتیا لپاره یو بله بیګه هم لیکلای شو. د ننګرها ر خوږیاني ولسوالۍ خو هم په اسنادو کې له پیله چې پاړسو دود!!! وه خوګیاني لیکل شوي دي. دا ځکه چې ننګرهاریان (ږ ) د ( ګ ) پر تلفظ کاروي. خو وزیر او کندهاريان يې بیا خوږیانی بولي . داسې لکه موږ چې موګ تلفظوو. زما د مخکني او دې لیکنې موخه دا ده چې راځئ دا خپله ژبه له پارس او پاړسی ښکیلاک څخه راوباسو . او د دوی ډول ته به نه ګډیږو. له نورو ژبو د کلمو راخپلول بیا بیل بحث دی چې هر ژبه له نورو ژبو کلمې راخپلوي . دا به یا په خپل جوړښت کاروو او یا به يې پښتو قالب ته اړوو. لکه له عربي څخه چې قمیص اخیستل شوی خو پښتو ته په کمیس اوښتئ دی. خو داسې نه چې له اصلي سرچینې پرته له دویم لاس څخه او بې ځایه یو څه راخپل کړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸