Categories

اعلان

Loading…

ژړا/ فاروق سرور

په يو عجب غضب اخته يم . ماغزه مي هيڅ کار نه کوي . نه پوهېږم چي څه وکړم . په منډو يم ، خو يو څوک هم دروازه نه را خلاصوي .

بس څه ووايم چي ساه او بدي اخيستي يم ، يو وار تر يوه دره سم ، بيا تر بله . يو ځل يوه دروازه وټکوم خو د سترګو په رپ کښي مي بيا د بلي زنځير په لاس کښي وي. په يوه ساه کښي يو ګېټ ، په بله کښي بل انګړ . ټک ټک ټک ، خو دغي ټولي هڅي او منډي مي بې ځايه وي او په يو چا هيڅ اثر نه کوي.

حېران يم چي دا په مخلوق او خلقت څه سوي دي ، کاڼه دي ، ويده دي ، که يې بدي ده زما سره. زه په زوره زوره ناري کړم بلکه په زاريو سم چي خلګو دا زه يم ، ستاسي عزيز ، ستاسي قريب ، په تاسو ګران ، ستاسي نازولي ، يو ځل خو مي دننه پرېږدي ، خو مجال دي که په چا زما د خبري اثر وسي ، دومره بې حسي ، کمال دي .

اوس زياتي ستړي سم ، مات مات سم ، ټوکر ټوکر او خپل بې سېکه وجود د بل راته وښکاري . کله کله زړه راته واي چي په دغو کورو کښي به څوک وي نه ، ته برناحقه لېوني يې ، ماغزه دي خراب دي چي يو وار تر يوې دروازې سې ، بيا تر بلي ، خو بيا وايم چی نه هر کور له خلګو ډک دي او ټول زه ښه پېژنم . بيرته مي په زړه کښي خيال راسي چي کېدي سي دغه خلګ مړه وي ، وژل سوي وي ، چا زهر ورکړي وي يا دا هم کېدي سي چي بې هوشه وي . خو داسي هم نه راته وښکاري ، ولي چي يو به دارنګه وي ، بل به دا ډول وي ، خو ټول نه او داسي کېدي هم نه سي چي هر يو دي بې سما وي يا کوڼ .

اوس زه بيرته کوڅه په کوڅه ، په ترپکو سم . يو ځل بيا منډه پيل کړم ، بيرته په چيغو او نارو بغارو سم ، بيا زه سم او زما زارۍ خو د يو چا رحم هم پر ما نه راځي او خپل و در ته مي نه پرېږدي .

دغه مهال زه هم لوږي اخيستي يم ، هم يخ دي ، هم کپېږم او هم تياره ده چي وار په وار زياتېږي بلکه که توره دربيله او د قيامت شپه ورته ووايم ، نو بده خبره به نه وي . پاي زه يو داسي ځاي راسم چي خوند راکړي ، ښکل يې کړم ، کښېنم ، سترګي پټي کړم او د خلګو په ناترسۍ په ژړا سم . عجبه ده ګرسره بلګ وهم کټ مټ لکه يو داسي ماشوم چي مور چا ځني بېله کړي وي.

ناڅاپه يو عجبه غوندي دربي مي تر غو ږه سي چي ما ووېروي . دغسي سترګي خلاصي کړم ، څه وينم چی خورا ډېري سايې دي چي له لېري زما په خوا منډي راوهي . دا څه ، اوس مي ديد زيات کار وکړي چي دغه خو ټول لېوان او چغالان دي چي ژبي يې را ايستلي دي او وار په وار رانږدې کېږي . د ټولو سترګي په تياره کښي څرکي هم .

دارنګه مي چيغي تر خلې ووزي او د سرې غرمې هغه وخت و مغزو ته راسي چي زه په لېونتوب وم او ضد او ناداني راسره وه .

دا ډول اوس زه په زياتو حېرانو سترګو و دغو بلاو ته کتو سم او زړه مي په دربي سي ، دغسي دلي دوري وګورم چي غورځم به ، منډه به وهم ، خو د تېښتي هيڅ لار نه وي ، ناڅاپه يو تور غټ پټ او زورور حيوان دغسي راباندي ټوپ وهي او تردې د مخه چي ما څيري او سوري سومبري کړي ، چيغي مي تر وم اسمانه ورسېږي او هغه وختونه را په ياد سي چي کلنګ مي په لاس کښي وو . په هم دغه ځاي کښي مي خوني او دېولونه نړول او د خلګو په زاريو مي سر نه خلاصوي چي سړي خپل کور نه نړوي .

پاي

ستمبر کال۲۰۱۴

“A lament”     by Farooq Sarwar

To tell the truth my condition is miserable. I am in pain, despair and misery. My mind is not working properly and I do not have any sense of right or wrong. I am still running in the deserted streets and lanes but nobody is ready to open his door to me.

I am knocking the entrance and gate of each quarter and house but there is no response. No one desires to reply me. In the short time I blow every doorway but it seems that it is a town of lifeless people. I have no hammer otherwise I smash these intact pieces.

A little bit I think that what the problem with these people is. Why they are not responding. For what reason no answer is coming. What is the meaning of such conduct? I am not any enemy or opponent of them. We have no adversaries. Never hates each other. Is there any possibility that they are senseless and irrational? No they are very logical and reasonable. It is true they are very kind, affectionate and tender. It is my constant observation that they are very enthusiastic in their response. But why they are ignoring and paying no attention to me. Really I cannot understand such type of strange behavior.

Now I cry loudly that I am your darling and sweetheart. Open your doors and gates for me. Show off your mercy. Reveal and express your kindness and sympathy. Why you are thoughtless. I need your attention and concern. I cannot understand that why you lose your interest in me. But I find no response from their sides.

I am so tired and exhausted now. Again I was of the view that it is possible that they are unconscious and someone gave them poison or any fatal thing. But I feel dissatisfaction with this new idea, because everyone cannot be unconscious or take toxic.

Once more I start running street to street. Again approach every door but no one bothers to open it and the dead response of these people kills my excellent and greatest feelings about them.

I am hungry now. The chill is freezing .It shivers me .The night has grown to be dark. To say the truth it is a terrible and horrifying night and I cannot explain its bitterness and sourness.

Now I’m going to a place. Restricted myself to be there and then I sob and moan. Feel dejection and sadness on the amazing response of the people. At the time new feelings emerge in my mind that really the place is very attractive and striking to me.

Suddenly I hear a sound that many creatures are running, near, somewhere, around and it terrifies me. O my God a lot of dark figures and shadows are coming towards me with a high speed. Now I observe that they are wolves and jackals. O lord they are the wild animals.

This time I want to save myself from them but it is impossible .I scream without any intention and remembers the time of today’s pale noon, when I was stubborn and mad.

At the moment I become panic, all of a sudden a huge and powerful monster attacks me. Before that he would kill me , I remember the time, when I was breaking the walls and rooms with the hammer in the same place and the people were stopping me that do not destroy your home.

The end

September 2014

65 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *