Categories

اعلان

Loading…

دواړو کاندیدانو وویل چې د ملي یووالي د حکومت جوړولو ته ژمن دي

تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله، ناټو ته وویل چې دوی د ولسمشرۍ له لانجمنو انتخاباتو وروسته د ملي یووالي د حکومت جوړولو ته ژمن دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه غړي وکړه.

د عبدالله د انتخاباتي ټیم دغه غړي، محمد صیقل وویل چې دواړو کاندیدانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي:«موږ پر ټولشموله سیاسي مشارکت باور لرو، موږ به د ملي یووالي حکومت جوړ کړو او د انتخاباتو په پروسه کې به د خپلو خلکو ګډون ته درناوی وکړو.»

له دې سره په یووخت /پنجشنبه/ د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن د ناټو په سرمشریزه کې وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ناټو د سرمشریزې برخوالو ته یو لیک رالېږلی او په هغه کې یې ویلي چې د سیاسي موافقې لپاره به هر څه چې یې په وس کې وي وکړي.

ده د افغان کاندیدانو د ژمنې هرکلی وکړ.

255 total views, 1 views today

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    محترم داكتر صاحب اشرف غني احمدزي ؟
    ستا خبري اوستا كرنلاره أويا ستا برنامه نه يواخي ما بلكه فرد ،فرد، دافغانستان هم لوستي اوهم ي اوريدلي هم به تا اوهم ستا به بر نامه خاص عقيده لرؤ .بوشتني ديري دي داجه ته به خير بله هفته كي ديو ريشتيني ، بوه ، او متفكر انسان به توكه به دريس جمهور به توكه لوره كوي أو ستا به اوزه به دتول افغانستان بار لويز ي ييا هم مونز به درته دوعا كوو جه دا بار تر منزله ورسوي ولي ته به يوازي نه وي مونز به هم دا بار درسره تر منزله رسوو.
    يو سوال او مهم سوال به لاندي توكه وراندي كوم 😕
    سوال
    تا به خبلو خبروكي تكراري ،تكراري ويلي جه زه سهامي شركت نه جوروم ،بل دي دا ويلي جه زه غلو او رهزنو ته به خبل حكومت كي خاي نه وركوم ،دريم دا دي ويلي جه زما تول أمور ات به داساسي قانون به جوكات كي وي او قانون اساسي ته به احترام او قانون اساسي به نه بايملوم او قانون اساسي دي جه زمونز تك لاري تشكيل كري . مونز درسره هم عقيده يو
    وراندي نه خم ،داجه نور به ته خو ك به بعدي دولت كي شاميلوي خبره به عبدالله درته كوم دافغانستان تول خلك بوهيزي جه عبدالله غل،رهزن قاتل دسيسه كار،،غاصب،لنده داجه دكابل دشهر د٦٠ نو تر ٧٥ زره دكابل شهر دهمشهريانو قاتل دي ، مكر ته به أوله مرحله كي ددي قاتل سره يا ددي قاتل به مشوره به حكومت جوروي دا به ستا د بأيلو شروع به ستا دتولو وينا وو او كرنلاري او اساسي قانوني يو خلاف عمل نه وي.
    دملت خخه خه مه بتوه هرجا جه جه ملت ته يو خه ويلي او دبردي تر شاي بل خه كري تول د سكوت او ناكامي سره مخا مخ شوي او دمنخه لاردي تاريخ زوندي شاهد دي.
    مابه به خبله بزركواري بخشي ولي مجبوريم . به دري كي واءي
    هركه را دردي رسد نا جار كويد وي را.مونز درديدلي يوف

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2