Categories

اعلان

Loading…

د لاس د ګوتو د اوږدوالي او د جنسي قوت د اندازې ارتباط

تاند- له ډېرو پخوانیو وختونو څخه د لاس له کرښو د انسان قسمت اټکلېږي خو اوس په یوه تاره ساینسي څېړنه کې ویل شوي چې د لاس له نښو د نارینه جنسي قوت معلومېدای شي.

د جنوبي کوریا د ګیچن پوهنتون څېړونکو معلومه کړې چې د کیڼ لاس د ګوتو له اوږدوالي د نارینه د هغه غړي اندازه څرګندېږي چې سپرم جوړوي.

د لاس رغوی د ځان لور ته واړوئ د شهادت ګوته او یوه ترمنځ (په عکس کې په نښه شوي) د د واده د چیلې یا ګوتمۍ ګوتې اوږدوالي ته وګورئ. که د ګوتمۍ د ګوتې اوږدوالی د شهادت (RANG) تر ګوتې اوږده وه نو معنا یې دا ده چې د سپرم د جوړولو د غړي اندازه مو یو څه کمه ده او له جنسي نظره یو څه کمزوري یاست.

خو که د شهادت ګوته مو تر ګوتمۍ ګوتې اوږده وه معنا یې دا ده چې جنسي قوت او سپرم مو زیات دي.

دا څېړنه پر ۱۷۲ تنو نارینه وو، چې عمرونه یې د ۲۰ او ۶۹ کلونو ترمنځ وو، شوې ده.

1,422 total views, no views today

  1. Tariq Reply

    تصویر او د لیکل مو یو بل سره توپیر لری.

  2. Khan Aqa Aseel Reply

    هغه څه چی په تصویر کی لیدل کیږی دادی چی که د ښی لاس د شهادت ګوته د ګوتمۍ ترګوتی لنډه وی، نو هغه سړی په جنسی لحاظ کمزوری دی. او ددی برعکس که د شهادت ګوته د ګوتمۍ تر ګوتی اوږده وی، نو دا شخص په جنسی لحاظ قوی بلل شوی دی.
    خو لیکلی مطلب بیا ددی برعکس مفهوم بیانوی، یعنی وایی چی د چپ لاس او د شهادت د ګوتی اوږدوالی په صورت کی سړی کمزوری او د لنډوالی په صورت کی قوی دی.
    نو آیا تصویر صحیح دی او که ورلاندی تشریح؟

  3. شمس الرحمن Reply

    مونږ افغانان هسی نه دماغی کمزوري لرو او دا مو لا بله مسله راواچوله اوس به مو د خلکو ګوتو ته به فکر کوه

  4. احمدجان احمدزۍ Reply

    يار دا دروغ وايي زما د ګوتمي ګوته اوږده ده خو الحمدالله داسې میزايلي ولم چې پوښتنه مه کوه

  5. اتل افغان Reply

    دا څېړنه يوازي تر جنوبي کوريا پوري محدوده ده، په افغانستان کي فکر نه کوم چي تصديق شي، ما پر يو څو تنو وازمويل پر ټولو غلطه وختله

  6. Ahmad Afghani Reply

    مونږ افغانان هسی نه دماغی کمزوري لرو او دا مو لا بله مسله راواچوله اوس به مو د خلکو ګوتو ته فکر کوو

  7. روح الله Reply

    ورور جانه زما خو بیا دواره گوتی برابری دی نو دا ماته دروغ شکاری

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸