Categories

اعلان

Loading…

په سويډن کې د علمی او مسلکی شخصيتونو په ویاړ کنفرانس

دروان ۲۰۱۴ ز کال داگست پر ۳۰ مه دسويډن دمالمو په ښارکي دهيواد دعلمی اومسلکی شخصيتونوپه وياړ کنفرانس جوړسو .

دکنفرانس کارچې ديوې افغاني پېغلې اغلی موسکا اندړ اودمشعل راډيودوتلي اوپېژندل سوی ژورناليست او وياندښاغلی احمدشاه اعظمی لخواپر مخ بيول کېده ،په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې په ابتکار ،دافغانی کلتوری ټولنې ،اريانا کلتوری ټولنې ، دسويډن دفرهنگی اوټولنيزوسازمانو ،مدنی ټولنو اودولتی اړونده فرهنگی ادارو لخوادروان کال داگست په دېرشمه (۳۰)نېټه په افغانستان کښي دخوست دشيخ زايد دپوهنتون رئيس اولرغون پېژندونکی پوهنوال محمد رسول باوري ،زموږ دهيواد پېژندل سوی اوپياوړی ژورنالست ، د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر ښاغلی اکبر ايازي ، دکابل پوليتخنيک پخوانی استاد،ليکوال اوشاعر پوهنمل حاجي محمد نوزادي ،دبي بې سي راډيوه پېژندل سوې اوهڅانده ژورناليسته اوليکوالي اغلي نجيبې ليمې دعلمی اومسلکی هڅو،لاسته راوړنو ددرناوی اوهڅونې په وياړ نړيوال علمی او ادبی کنفرانس جوړسو .

کنفرانس دکلتوری ټولنې ديومشر اوسپينږري ښاغلی گل کاکولخوادقرانکريم دڅومبارکوايتونو په تلاوت اوافغان ماشومانولخواملي سرود په اورېدلو پيل سو.

دملي سرودتراورېدو وروسته دراغلو مېلمنو آغلي نجيبې ليمې ،ښاغلی اکبر ايازي ،ښاغلی عبدالباري جهاني ،ډاکتر محمدالله صافي ،ښاغلي حاجی محمدنوزادي ،ښاغلی حاجي محمد امين باوري او اوښاغلی افضل ټکورته بلنه ورکړل شوه تر څوټاکل سوی ځاي ته تشريف راوړي .

دغونډي په پيل کښي دمالمودښاردشرقی زخون دسويډن دسياسي گوندونودسياسی دفترمشر اودسوسيال دموکرات گونداستازي ښاغلی جمال الحج دهمدې زون داوسېدونکوسره دکلتوري او ټولنيزچاروداداسرې استازی اغلي ليندا يوهانسون دمالمودښار داړوندهادارواوسازمانو په استازيتوب ددې کنفرانس برخه والوته هرکلی ووايه اودداسي کنفرانسونوجوړول ئې دولسونوترمنځ دکلتوری مناسباتواوافغان نسل دسالمی روزنې په لارکښي سترگام وباله .هغېوويل دغه تالارچي نن يوځل بياتاسوپکښي راټول سوی ياست څوځله دافغاني پوهانواوقلم خاوندانو ددرناوی اوافغان زلموته ددوي دورپېژندنې په موخه دنړيوالوغونډواوکنفرانسونوشاهد دی کوم چي دافغانانوپه مټ اوځان گړې توگه دحبيب الله غمخورپه زياراوهڅوجوړېږي .

هغېزياته کړه موږ تاسوته پدې کلتوري اوعلمی هڅوکښي دلازياتوبرياو هيله کوو،اميد چي ددې ښکلی غونډي کارموهم په بری اودخوښيوپه فضاي کښي پايته ورسېږي اوله دې کنفرانس نه هغه څه ترلاسه کړی دکوم لپاره چي سره راټول سوی ياست .دخپلوخبروپه اخر کښي ئې ښاغلي حبيب الله غمخورته دگلويوه ښکلې گېډۍ ډالی کړ اودښاغلي غمخورلخوادمننې په څرگندولوسره ومنل سوه.

ديادولو وړده چې دکنفرانس دکار په پيل کښي په سويډن کي دوينستر دمليو،فولک اومدرات په نوم گوندونو استازوهم خبري وکړي اودداسي کنفرانسو جوړول یې وستايل .

ترهغه وروسته دوستۍ ټولنې دمشرتابه جرگې مشرښاغلي حبيب الله غمخورته بلنه ورکړل سول ترڅوغونډه په خپله پرانيستونکې وينارسمی توگه پرانيزي .

دښاغلي غمخورترپرانستونکې ويناوروسته ،دارياناکلتوری ټولنې مشر ښاغلي کبير اميري نه غوښتنه وشول چې دخپلې ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب پېغام واوري ، بیاله اغلي گل غوټۍ نه غوښتنه وسول چې دافغاني کلتوری ټولنې دمشرتابه پيغام واوروی .

1ترپیغام اورولووروسته د اغلي لېمې شنسب داغلی نجيبې ليمې لنډژوند ليک ولوست .

همدا ډول پدې برخه کښي ښاغلي رحمت اله دوست له کاناډا نه دافغانستان دغښتلی ليکوال اوژباړونکی ښاغلي رحمت آريا رالېږل سوی پيغام ولوست .

ښاغلی افضل ټکورصاحب اوښاغلی ډاکتر محمدالله صافی داغلې نجيبې دژوند اوکارپه هکله لنډي ويناوي وکړې .

تر ويناوالو وروسته ،اغلي نجيبې لېمې په خپلو خبروکي دکنفرانس دکوربه ټولنو اومالمو اوسېدونکواوټولوراغلو مېلمنونه مننه وکړه چې دداسي علمی او دادبی غونډودجوړېدو جوگه سوی دي .اوهمدا ډول یې خپل يو ليکل سوی لنډداستان ناوکۍ په نوم ولوست .

تريوې لنډی دمې وروسته ښاغلي نيازمحمد پياوړي دښاغلی اکبرايازي لنډ ژوند ليک ولوست ،بيادبينوا پاڼي مسول ښاغلی خالد هادي دخپلې ويب پاڼې پيغام اوراوه . ترپيغام وروسته له ښاغلي حاجی محمد امين باوري په بلجيم کښي دخپلې ټولنې پيغام تر درنو مېلمنو پوري ورساوه .

ښاغلی باوري ددې ډول ستاين غونډو اوکنفرانسونوجوړول گټوروبلل اوددې کنفرانس دجوړونکو نه ئې مننه وکړه چې ددوي دټولنې مشرتابه ته یې بلنه ورکړې وه .

ښاغلي رحيم اله دوست له هالنډ څخه رالېږل سوی د داحمد شاه بابا دعلمي ادبي ټولنی پيغام ولوست،ترهغه وروسته اجمل حميد ستيج ته راغي اودښاغلي اجمل تورمان رالېږل سوی پيغام یې ولوست . ښاغلی طاهرعزيزي خپل ليکل سوی مطلب دکنفرانس دگډون والوسره شريک کړ .

دکنفرانس دکارپدې برخه کشي ښاغلی اکبر ايازی ته بلنه ورکړه سوه چې خپل دزړه خواله دکنفرانس له برخه والوسره شريک کړي .

ښاغلی اکبر ايازي دکنفرانس له کوربه ټولنونه مننه وکړه اوڅرگنده یې کړه چې دالمړۍ ځل دی چې پدې بڼه کنفرانس کي شتايل کيږم اوتاسو دوستانوته زموږ دستايني اوهڅوني په کنفرانس کي دگډون بلنه درکړه سوې ،کورمو ودان چې راغلاست اوپدې کنفرانس کي موزموږ هريوه په هکله له پيرزوينوډکي خبري وکړې .

زه لکه تاسو غوندي يوعادي انسان يم خويوازي مي دمايک نه دخپل ولس اوبشريت په گټه استفاده کړې اودې استفادې کولوته ژمن يم ،هغه دسالمو اوبې طرفه مطبوعاتوپر ارزښت هم څوټکوته اشاره وکړه .دشاغلی اکبرايازي خبري په چکچکو پدره گه شوې .

دکنفرانس په دوهمه برخه کښي له ښاغلی ډاکتر مفتون صاحب څخه غوښتنه وسول   چې په هلمندکي دعلامه محمود طرزی دابی بهير رالېږل سوی پيغام ولولي .

ترهغه وروسته ښاغلی پوهنمل حاجی محمد نوزادي صاحب نه هيله کيږی چې دخپل ژوند اوکارپه هکله دکنفرانس گډونوالوته لنډ معلومات ورکړي .

ورپسې دپوهندوي اصف بهاند دستيج سرته راوغوښتل سو چې خپله ليکل سوې مقاله دکنفرانس دگډونوالوسره شريکه کړي .تر بهاند صاحب وروسته له ښاغلي شاولی آرين نه غوښتنه کيږي چې خپله ليکنه دکنفرانس له گډونوالوسره شريکه کړي .

بيا له ښاغلی جنرال مجيد ارغستانی څخه غوښتنه وسول چي خپله ليکنه دکنفرانس دگډون وسالوسره شريکه کړي .

دښاغلی ارغستانی تر وينا وروسته له ښاغلی حبيب الله غمخور اوښاغلی کبيراميري نه غوښتنه وسول چې دخپلو ټولنولخوايوشميرميندوته برابري سوي ډالی ووېشی . ددوي دواړولخواميندوته برابری سوی ډالی ورکړه سوې اوغمخورټولي ميندی په بهرکي دخپلو اولادونوروزلواهميت اورسالت ته متوجه کړې .

دکنفرانس په وروستۍ برخه کي له ښاغلی شريف عابدڅخه غوښتنه کيږي چې دپوهنوال محمد رسول باوري ژوند ليک ولولي . بيا دښاغلی نيازمحمد پياوړي څخه غوښتنه کيږي چې له کاناډانه دپروفيسورخالق رشيد پيغام ولولي .

دښاغلی قاهر اشناصاحب څخه غوښتنه کيږي چې د آسترلیا دملبورن له ښارڅخه دافغان-آسترلیا دبشردوستانو دټولني ،د دو ست آواز د را ډیو او د بشر دوستانو د ویب پاڼی د کارکونکو رالېږل سوی پيغام ولولي .

ترپيغام لوستلو وروسته په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشر حبيب الله غمخورنه غوښتنه کيږي چې دستاينليکونوتصويب اوويش په هکله دټولنې دمشرتابه جرگې پرېکړه ليک ولولی .

ښاغلی حبيب الله غمخور دستيج سرته راغلی اوپه سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې پيغام یې په لاندي ډول ولوست :

سويډن / مالمو

د۲۰۱۴ م کال داگست ۱۷

ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه

دستاينليکونوتصويب اوويش په هکله دټولنې دمشرتابه جرگې پرېکړه ليک.

دوينا والو تر خبرو وروسته بايد دکنفرانس گډون وال وستايل سي پدې وخت کي ددوستۍ ټولنې دمشرتابه په استازيتوب ددي ټولنې له مشر حبيب الله غمخورته بلنه ورکول کيږي چې ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرنتابه هغه پرېکړه ليک ولولی دکوم له مخې چي زموږ دهيواد يوشمېر علمی او ادبی شخصيتونه پي ستاينليک اوداليو باندي ستايل سوی دي .

درنودوستانو اوددي علمی نړيوال کنفرانس گډونوالو !

په سويدن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگي دروان کال داگست پر ۱۷ په خپله ځانگړې غونډه کښي چې ددې نړيوال کنفرانس چاروسمبالښت ته ځانگړې سوه وه .ترهراړخيز بحث اوڅېړني وروسته درايوپه اتفاق پرېکړه وکړه چې دعلم اوادب په ډگرکي دنه ستړی کېدونکو خدمتونو او ددې علمی اوادبی نړيوال کنفرانس په وياړ دې دالاندی علمی شخصيتونه په ځانگړې ډالۍ اوستاينليکونو وستايل سي :

۱/ دبي بې سي راډيوه پېژندل سوې اوهڅانده ژورناليسته اوليکواله نجيبه ليمه .

۲/ د ازادۍ راډيودجنوبي اسيا سيمه ييز مشر ښاغلی اکبر ايازي

۳/    دخوست دشيخ زايد دپوهنتون رئيس اولرغون پېژندونکی پوهنوال محمد رسول باوري.

۴/ دکابل پوليتخنيک پخوانی استاد،ليکوال اوشاعر پوهنمل حاجي محمد نوزادي .

۵/ پوهاند ډاکتر سید خلیل الله هاشمیان

پوهاند ډاکتر سيدخليل الله هاشميان دژب پوهنې ډاکتر دکابل پوهنتون پخوانۍ استاد په ۱۹۸۳ کال امريکا ته مهاجر سو .

داکتر صاحب هاشميان له ۱۹۸۸ کال تر ۱۹۸۹ کال پوري يوبلوتون دد((اخباراودافغانستان جريانات )) ترنامه لاندي ديو کال لپاره خپورکړ .ترهغه وروسته دآينه افغانستان ترنامه لاندي يوه مجله خپوري ددې مجلې دخپرېدونه ۲۷ کاله تېرېږی اوپه مسلسله توگه نشرېږي .ډاکتر صاحب هاشميان اوس د۸۷ کالودی ،خوله نيکه مرغه تراوسه ئي لاهم مغزاوگوتی کارکوی .دژبې په هکله ليکنې کوی اودکلتوری يرغلگروسرسخت دښمن دی .مايوځل په هالنډکي دافغانستان په اړوندکنفرانس کې چې مرحوم زرملوال ،ښاغلی احمدشاه هوتکی په کاناډاکي دافغان رسالې مسول اومؤسيس او زموږ تکړه ليکوال اوڅېړونکی ډاکترصاحب صمد نثارهم ورسره وه سره ليدلې اودهغو ورځو اوشپې څخه نه هېرېدونکې خاطرې لرم .

پوهاند ډاکترصاحب خليل الله هاشمايان ته زموږ لخوا بلنه ورکړه سوه خودروغتيايي ستونزوله امله ئي ونسوکولاي چې زموږ سره په دې کنفرانس کي ديوه منلی اودرانه مېلمه په توگه برخه واخلي .

۶/ پېژ ندل سوی ليکوال اوشاعر ښاغلي شهسوار سنگروال

ښاغلی شهسوار سنگروال يوشمېر دوستان پېژنې ځکه څوکاله پخوا په همدې تالارکي په يوه کنفرانس کي دگډون لپاره راغلی وو. سنگروال صاحب دعلم اومعرفت دپراختياسره زياته علاقه لري اوتل دعلم اومعرفت په چوپژ کښي دی هغه زيات کتابونه او وړې رسالې ليکلې .

ښاغلی سنگروال صاحب د زوکړې ځای : لغمان ، د الینګار ولسوالۍ ، د سنګر کلی دی

لومړنۍ زده کړې : د سنګر لومړنی ښونځی او د روښان لیسه کي کړي .

لوړې زده کړې ئې : د ادبیاتو او اجتماعی علومو پوهنځی ( د تاریخ څانګه او پښتو ادبیاتو څانګه)

رسمي دندې : د لوړو او مسلکي زده کړو ، د ښوونې او روزنې او د اطلاعاتو او کلتور په وزارتونو کې.

علمي چارې : د احمد شاه ابدالي پوهنتون ( اوس د خوست پوهنتون) ریس او موسس، د پوهنتون استاد ، د هنر د مهالنۍ مسول مدیر ، د پوهنتون د مهالنۍ چلونکی او اوس په لندن کې د افغان ادبي جرګې موسس او د شملې د مهالنۍ مشر.

چاپي او خپاره شوي آثار:

۱څېړنیزې لیکنې: د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ ، د افغانستان قومونه ، د تاریخ په تله کې ، دډرامې

تاریخ او فن ، د افغانستان د تاریخي جغرافی څرنګوالی ، په برتش کتابتون کې پښتو قلمي نخسې ، د پښتو ادبیاتو تاریخ ، داستاني او هنري ادبیات ، د تاریخ مرصع تاریخي څېړنه او وزیرستان .

۲/ د شعرونو چاپي ټولګې : شمله ( د شعرونو چاپ شوی کتاب) . د نکریزو پاڼه ( دویم شعري کتاب ) ، د شبنم ښیښه

۳/ کتاب ، مساپر

۴/ کتاب ، د سپین غر لپاسه څانګه

۵کتاب او دا لکه ورکه زرکه

۶ / کتاب،درې داستانی چاپ سوی اثار : هوسۍ او کيږدۍ ( د لنډو کيسو ټولګه ) داسې پېغلې هم شته ، دوه بغدادی کوترې ، د کلي بابا ، یو موټی خاوره ، د قربان مور ، د زرو ګټ ، ننګیالۍ مور ، دوه قبرونه او دوه شمعې ، نیغی او جګی ، د هدیرې ملنګ ، د زولنو شړنګ ، د ښکلا رخه او پېغلتوب .

همدا ډول ئې تراوسه شپږ ليکل سوی اثار چاپ ته تيار دي .

ښاغلی سنگروال صاحب دنيکو اخلاقو ،سپېڅلی احساس اوپراخې حوصلې خاوند ليکوال دی .له نېکه مرغه زه څوځله ددې غښتلی قلم خاوندسره دافغانستان اوسيمی په اړه نړيوالو کنفرانسونوکي يوځاي سوی يم ،نه يوازي زه بلکه دده هردوست له سنگروال صاحب نه ډيره شه خاطره لرو .اوراوله خوشيوډک ژوند ورته غواړو.

ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه زموږ دهيواد دغوليکوالو اوپوهانوته له خوښيو اوبرياو ډک اوږد عمر دعاکوی .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه

دپيغام تر اورولو وروسته دډاکتر محمدالله صافی نه غوښتنه وسول چې دښاغلی غمخور سره يوځاي دټولنې دمشرتابه ستاينليک اوبرابره سوې ډالی اغلي نجيبې ليمې ته ډالی کړي ،ترهغه وروسته دښاغلی عبدالباری جهاني صاحب نه غوښتنه وسول چې دکنفرانس دکوربه لخوا اکبرايازی ته په افغاني دودو لنگی ورپرسراوستاينليک ورکړي ،بيا ښاغلی نظيف الله تکل راوبلل سوی چې پوهنمل حاجی محمد نوزادي صاحب ته لنگی ورپرسراوستاينليک تقديم کړی ،ترهغذه وروسته دپوهنوال محمدرسول باوری په استازيتوب ستاينليک ښاغلی حاجی محمد امين ته تقديم کړل سو ،همدا ډول دښاغلی شهسوار سنگروال صاحب ستاينليک وښاغلی افضل ټکورته ورکړه سوی چې ښاغلی سنگروال صاحب ته یې ورسوی .

ښاغلی غمخور دکنفرانس گډونکوونکوته وويل چې دښاغلی ډاکترصاحب هاشميان دغه ستاينليک به دپوستې له لاری هغه ته ولېږل سي .

دستاينليکونو اوډاليوتروېښ وروسته دشپې دډوډۍ لپاره يوساعت تفريح اعلان اودکنفرانس ټول گډونوال چې شمېر ئې تر ۲۵۰ اوښتۍ دشپې ډوډۍ خوړلوته راوبلل سول .

ترډوډۍ خوړلو وروسته دراغلو مېلمنو په وياړدرنه مشاعره جوړه سول .

دمشاعرې کار زموږ دوتلی اوپېژندل سوی ځوان شاعر ښاغلی ځدراڼ صاحب او اغلی گل غوټۍ لخواپر مخ بېول کېده .

دمشاعرې په پيل کښي اغلی لطيفه کاکړ راغواړي چې خپل شعر واوروی .

بيا اغلي ملالۍ عزيزی   خپل شعر واوراوه.

ترهغې وروسته خوږ ژبی شاعر ښاغلی سلام اندړ نه هيله وسول چې په خپلو دو ښکلو شعرونودمشاعرې فضارنگينه   کړي.

همدا ډول مشهوراوپېژندل سوی شاعر تکل صاحب ، زموږ دروند مېلمه اودافغانستان پېژندل سوی شاعر ښاغلي عبدالوهاب سرتېر صاحب ، ښاغلي له ښاغلی شريف ،دهيواد پېژندل سوی شاعر ښاغلی افضل ټکورصاحب ،ښاغلي نعيم جنبش دځوان شاعر ښاغلي نياز محمد پياوړی پخپلو ښکلو اوپه زړه پوري شعرونو د مشاعرې فضا نوره هم رنگينه کړ ه .

ددې درنې مشاعرې په وروستۍ برخه کې دافغانستان دوتلی اوپېژندل سوی شاعر ښاغلی عبدالباري جهانی څخه غوښتنه وسول چې په خپلو ښکلو شعرونوددې تاريخي مشاعرې ياداوخاطرې دکنفرانس دټولوگډونوالوپه زړونوکي په يوې تل پاتې خوږې خاطرې بدل کړي .

دمشاعرې په پاي کښي دجهانی صاحب اوټولو شاعرانونه دمننې په څرگندولوسره ديوې دمې اعلان وسو .اوتردمې وروسته ديونيم ساعت لپاره دټنگ ټکورپروگرام چې دښاغلی بهير اوترهغه وروسته زموږ دهيواد دپېژندل سوی کلاسيک هنرمندلخواپه خپل ښکلی اواز کي دښاغلی جهاني دشعرونه وويل . ترټنگ ټکور وروسته دښاغلی حبيب الله غمخور لخوا دهنرمندانونه دگلوپه گېډيو مننه وسول .

پرانستونکې وينا :

سويډن / مالمو

داگست ۳۱ مه

پرانيستونکې وينا

په نامه دهغه خداي مي دا بيان دئ
چې يونوم يې په نومونوکې سبحان دی

سويدن دمالمو ښار

حبيب الله غمخور

دسويډن دمالمو په ښارکې دافغانستان دپياوړوليکوالو اوپوهانودهڅونې اوستاينې په خاطر دنړۍ له مختلفو هيوادو نه راغلو ليکوالواديبانو،شاعرانو،فرهنگيانواوفرهنگپالو!

اجازه راکړۍ تر هر څه وړاندي په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمالمو په ښارکي افغانی کلتوری ټولنې ،اريانا کلتوری ټولنې ،دمالمو دښاردفرهنگپالواووطنپالو افغانانو،دمالمو ښاردولتي اوټولنيزوادارو په استازيتوب تاسودرنو ميلمنو،پوهانو،فرهنگيانوپه اروپاکښي دفرهنگی ټولنواستازو،شاعرانو،ليکوالو اوپياوړوژورناليستانوپه ځانگړې توگه هغوته چي داغونډه ئې په وياړ جوړه سوې اغلې نجيبې ليمې ،ښاغلي پوهنوال حمد رسول باوري ،ښاغلي اکبر ايازي اوښاغلي پوهنمل حاجي محمدنوزادي ته دزړه له کومې ښهراغلاستپه ویلوسره ستاسو ټولودقدر اوعزت وړ شخصيتونو اغلو اوښاغلونه مننه کوم چي دټولوکاري اوورځنيو مصروفيتونوسره موپه خپل گډون داعلمي او ادبي کنفرانس لانوره هم دروند اوښکلی کړ .

اغلو اوښاغلو!

دادی نند۲۰۱۴ زکال داگست ديرشمهيوځل بيا دسويډن دمالمو په ښارکې اوسېدونکومنلو اوغيرتي افغانانو هغه افغانانو چي په رښتياسره ئې په هرعلمي اوفرهنگی کارکښي زموږ ملاتړلې اوددوي دملاتړپه پايله کښي پردې بريالي سوی يو چي ددا ډول درنو غونډواو کنفرانسونود جوړېدو جوگه سو.

پر ځاي ئې بولم له خپلو ټولوهغوافغانانواغلو اوښاغلونه چي په خپل هراړخيز ملاتړاو مرستوئې ددې علمي او ادبي کنفرانس دجوړېدو امکانات برابرکړل اوپه ورين تندي ئې زموږ سره ددې درنې غونډي په جوړېدو، دکنفرانس دکارونوپه سمبالښت اودميلمنوپه هرکلي اوهغوي ته په خپلو کورونوکي په مېلمه پالنه بې ساري مرسته کړېده دزړه له کومې دمننې اوکورودانۍ احساس څرگند کړم اوددوي هريوه لپاره دلوی څښتن له دربارنه دومره خوښی اوښېرازی غواړم څومره چي دوي یې ځانته غواړي .

زماغيرتی هيوادوالو کورمو ودان ،زه پتاسو وياړم !

په رښتياسره ،همدا ستاسو بې ساري ملاتړ دی چي موږ دمالمو په ښارکې دداډول علمی اوادبی کنفرانسونواوغونډودجوړېدو جوگه کېداي شو.

وياړ په تاسوزما هڅاندواو فرهنگپالو زلمو!

په رښتياسره چي تاسوهريوه په خاص شوق اوعلاقه ددې کنفرانس دجوړېدواودچارودسمبالتيالپاره شپه او ورځ تلاښ کړی . اوهمدا اوس چي کنفرانس شروع دی په ورين تندي دخپلو درنو مېلمنو عزت کوی،تاسو غوندي ځوانانو شتون او احساس زموږ لپاره لوي وياړ دی .

گرانو ځوانانو!

که ستاسو همدا ډول هڅونه اوملاتړ موجود وي پدې باوريم چي موږ به دخپل هيوادپه اړوند دډيرو نوروعلمي،ادبي اوسياسي کنفرانسونودجوړيدوجوگه اوسوو .

دې تاريخي ټکوته مي ځکه اشاره وکړه چي که په اروپاکښي دکومو علمي او ادبي کنفرانس اوداشان لويو غونډو دجوړېدو تاريخ ته ځيرسونودمالمو ونډه دنوروهيوادوپه پرتله درنه ده،اوددي دروندوالي دليل دادی چي دمالمو افغانونودخپل هيواد او ولس په وړاندي دخپل ملي مسوليت نه دی هيرکړی .

دلمړئ ځل لپاره په همدې تالارکي دهمدې ښار دافغان فرهنگپالو په بې ساری ملاتړ ، ۱۴ کاله پخوا دافغانستان دوتلی شاعر اوسياست وال مرحوم گل پاچا الفت ،دعلمی،ادبی اوسياسي چوپړددرناوی په موخه نړيوال کنفرانس جوړ سواودنړۍ دمختلفوهيوادونه زموږ علمي اوادبی شخصتيتونو پکښي گډون درلود .چې دهغې جملې زموږ دهيوادوتلی اونامتوشاعر عبدالباري جهاني له نيکه مرغه دادئ يوځل بيا زموږاوستاسوسره په ورته کنفرانس کي گډون لري ،دمرحوم نوميالی صاحب او مرحوم بڅرکی صاحب،مرحوم محمدهاشم وطنوال روح دي ښادوي دهغوي ځاي زموږ اوزموږ دولس په څنگ کي تل خالي دي . ښاغلي غوث خيبری او سارابياباني زيات غوښتل ستاسو سره پدې کنفرانس کي گډون ولري خومتاسفانه ناروغيو اجازه ورنکړه ،موږ دوي ته دښه صحت او روغتيا دعاکوو.

ديادولو وړیې بولم چې پدې کنفرانس کي ديوه منلی مېلمه په توگه زموږ دهيواد ژب پوه اوغښتلی ليکوال دآينه افغانستان دمجلې موسيس او مسول ښاغلي پوهاند ډاکتر سيدخليل الله هاشميان ته بلنه ورکړه سول خوهغه دروغتيايي ستونزوله امله ونسوه کولاي په کنفرانس کي گډون ولري .

درنو دوستانو!

ددې کنفرانس دجوړېدو نه زموږ موخه دا ده چې يو خوموستاسو پياوړودقلم خاوندانو څه ناڅه حق اداکړۍ وي اوستاسو دعلمي اوادبي چوپړ قدرداني شوې وي اوله بلې خوا موپه ژوندنې دخپلو منلوشخصيتونواو پوهانودرناوی اوهڅونه په يوه ملي عنعنه بدله کړې وي . دايونړيوال اصل دی چې هوښيار ولسونه دخپلو علمي اوادبی شخصيتونودرناوی دهغوي په ژوند کښي کوي ،تر څوهغوي دا احساس کړي چي دهغه دزيار اوزحمت ته دهغۀ ولس دقدرپه سترگه گوري .

اغلو اوښاغلو!

زموږ ددې کنفرانس دجوړونکو فرهنگی ټولنواوټولو مالمو مېشتو افغانانولپاره دزياتی خوښۍ ځاي دی چې په کنفرانس کې دبرخي اخيستلولپاره دافغاسنستان ، انگليستان،امريکا،ناروي،ډنمارک، هالنډ،بلجيم ،جرمني ، فرانسي اوسويډن دمختليفوښارو اوسېدونکوافغان اديبانو، شاعرانو،ليکوالو، ژورناليستانواودمختلفو ويب پاڼومسولينو، فرهنگي ټولنواستازو تشريف راوړی .

همدا ډول ديادونې وړئې بولم چې زموږسره پدې علمی کنفرانس کښي دسويډن دمختلفو سياسي گوندونو استازي ،دسويډن ولايتی شوراگانواودسويډن پارلمان ته کانديد سياسی شخصيتونه ، دسويډن دمالمو دښار ددولتي ، فرهنگې اومدنی ادارو استازي برخه لري . پر ځاي ئې بولم چي دمالمودښاردولايت مقام داړونده ادارو له مشرتابه اوټولوهغو دولتی کارمندانو نه ددوي دهراړخيزه مرستواومعنوي ملاتړ په خاطردزړه له کومي مننه وکړم .

غواړم څرگنده کړم چي ستاسو په وياړ جوړسوی علمي اوادبیکنفرانس په نامه دنړۍ دمختلفو هيوادو او افغانستان څخه زيات شمير افغاني ليکوالواوپوهانوله محتواډکي ليکنې اوپيغامونه راليږلې دي،زه دوخت دکمښت له امله دټولونه دزړه له کومی دمننې په څرگنده ولوسره دبېلگې په توگه دڅونومونه اخلم :له امريکا نه ژب پوه اومنلی ليکوال پوهندوي ډاکتر خليل الله هاشميان ،تاريخ پوه کانديداکادميسين محمداعظم سيستانی ، مشهور تار يخ پوه اودغښتلی قلم څښتن غوث خيبري ، شاعره اوليکواله سارابياباني،له افغانستان څخه دافغانستان دملي راډيو اوتلويزيون مشر ښاغلي زرين انځور ،له کاناډاڅخه پروفيسورخالق رشيد،له کاناډانه دمشهور ليکوال ښاغلي حاجي محمد معصوم هوتک ،له امريکانه پېژندل سوی ليکوال اوژباړونکي ښاغلي رحمت اريا ،دامريکانه تکړه شاعري مينا شکور ، له امريکانه ښاغلی منشي عبدالقیوم ،له مسکونه پهروسیهکېدافغانانودسراسريټولنېدکاريمرکزاودمهاجرینودنړۍوالکانګرسرئیس غلام محمد جلا صاحب اوپهمسکوکېدنویدروزدورځپاڼېدامتیازخاونداومسوولمدیر دروند شاعر اوليکوال ښاغلي فاروق فردا صاحب ،داستراليانه زموږ دهيواد غښتلی ليکوال هدايت الله هدايت، دافغان استرليادبشردوستا نو ټولنې، له جرمنی څخه ښاغلی واحد نظري ، له ډنمارک څخه ښاغلی محمد ابراهیم نعیمي ،له کلفورنیا نه ښاغلی انورشاه انوري، له متحده عربي امارت ډبۍ نه ښاغلي اجمل تورمان ،له کابل دخواخوږی ادبی اوکلتوری ټولني ،دافغانستان څخه تکړه ليکوال ښاغلي غلام نبي مبتکر،دهلمند ادبي بهير ،له کابل نه دپل کړۍ مرکزی شورا له هلمند ولايت نهديپلوم انجینر محمد حق نيکزاد، له هلمند نه دمحترم حاجي محمد اسماعیل شریعت یار ،له هلمند ولايت نه د علامه محمود طرزی علمي او کلتوري ټولنې،عزیزاللهحقپال،له کابل نه دپل فکري کړۍموًسسه شورا ،له کابل نه ښاغلي محمد بشير دوديال همدا ډول له کابل،کندهار، ننگرهار، پکتيا،خوست ،زابل ،هرات ،مزارشريف، روزگانڅخه مودبرېښنا ليک په مټ ليکونه اوپيغامونه ترلاسه کړي دي .

زموږ هيوادوالوپه خپلو برېښناليکونوکښي خپل دميني ډکوسلامونواوپيرزوينوپه وړاندي کولوسره ليکلې:اميد واريو ددغه کنفرانس عنعنه اودودتر نورواروپايي هيوادواوگران افغانستان پوري هم راوغځېږي ، دوي دسويډن دمالموپه ښارکي داوسېدونکو افغانانواودوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې ددې نوښت نه چې دافغاني کلتوری ټولنې او ارياناکلتوری ټولنې سره یې په گډه همکاری دداسي درنې غونډي اوکنفرانس دجوړېدوتابيه کړې ملاتړ کړي . دوي ليکی،موږ افغانانولپاره دداسي کنفرانسونو جوړول دوياړ خبره ده اوتاسوته ددې کنفرانس دجوړېدو له امله دزړه په مينه مبارکي اوکورودانۍ وايو.

پدې برېښناليکونوکښي دې دردونکی ټکی ته هم اشاره سوې ليکي، تاسو خبر ياست موږاوس دبدمرغيو اوناخوالوسره لاس په گريوان يو ،چي هرڅه ئي رانه هيرکړی دي . شپه او ورځ لوي او واړه،نارينه اوښځې يوازي دژوندي پاته کېدواوعزت ساتلوپه تلاښ کي يو،په يوه خبره موږ هره لحظه ددوبلاوسره چي يوه ئي نا امني اوبله ئي دولتي حاکميت ترلاسه کولوپر سر سيالی سره لاس په گريوان يو .کله چه په بهر کي خواره واره افغانان داډول علمي اوفرهنګي غونډي جوړوی،په رښتيا سره زموږ په سترگو کي دخوښيو اوښکی ټوپونه وهی .

اوله ځان سره وايو،شکر دادی په بهرکښي افغانان شته چي يوه ورځ دوي اوياددوي بچی ددې خاوري عزت اوپت وساتي اودهغوپر قبر اوربل کړی کومو چي موږ اوزموږ خاوري ته ئې په سپکه سترگه کتلې ،اوموږ ئي تردې کچي زورولی يوچي دماشومانواوميندوله چېغو مو اوس عرش عظيم لږزېږي .

دوې ليکي،سره لدې چي په بهرکي به هم دداسي غونډو جوړول اسانه کارنه وی خوپه هر حال ستاسو دژوند حالت ترموږ ښه دی ،ستاسونه غواړودغه معمول وساتی اودخپلووياړلوشخصيتونو درناوی اويادوکړی ،دمړو اوژونديوعالمانو کارنامې وستاياست اودعلمی اثارودچاپ لپاره یې عملي گامونه اوچت کړی . هيله موداده چي يوه لحظه دغه دپردوپلاس بل شوي اورکي وريت افغانستان مه هيروی ،زموږداميدسترگی يوزاي او يوازي ستاسوپه لورکږې دي ،موږکه دلته د شکايت لپاره خوله وازه کړو نوسر را باندي غوڅېږ ي .

دافغانستان ددفاع وزارت دوياند مرستيال جنرال دولت وزيري په خپل پيغام کي ليکی:

((د سویدن د ما لمو ښار ګرانو اوسیدونکو افغانانو په غړو مو برکت شه ،تاسو قدرمنو ډیر ستر او ویاړلی کار ته ملا تړلی ده ،وایی(ژوندی قومونه ژوندی ستایی…..) ،دا سمه ده چی تیر شوی افتخارات هم د یادولو وړ دی،باید تل یی یادونه وشی، البته د تاریخ په شکل ،د تیروشوو پیښو څخه باید ذده کړه وشی، نه دا چی ټولی پیښی په ځان تجربه شی ، همدغه د تاریخ ګټه ده .

دوستانو د هیواد د ابادۍ او سمسورتیا لپاره ډیره اړینه ده چی تل ویاړلی اود ټولنی فعال غړی په ژوندون وستایل شی، ترڅو د نورو د عبرت او تشویق باعث وگرځی .

زه د زړه له کومی دستر څښتن تعالی څخه تاسو ویاړلو ،قدرمنو او په هیواد مینو دوستانو ته د ژوند په ټولو برخو کی د بریالیتوبونو ارزو کوم ،تل په خپلو ویاړلو کارونو کی بریالی اوسۍ .))

ستاسو د لاری لاروی .

دکابل دښکلی ښارنه ددپل فکری کړئ دموسسې شورالخوا په رالېږل سوی پیغام کي راغلی :((پل فکري کړۍ د هرې هغې نمانځغونډې نه ملاتړ کوي کوم چې د وړتیاوو له مخې جوړېږي.))

زموږ تکړه اوپېژندل سوی ليکوال ښاغلی سنگروال صاحب دخپل پيغام په يوځاي کي ليکی :

درنو دوستانو!

د نړی د پوهې او ادبیاتو تاریخ د داسې سلګونو پوهانو او ادیبانو په بیلګوښکلی دی چی په خپل پیر کی دژوند ناخوالو او د واکمنو نادودو خپل ټاټوبی نه کډه کیدو ته اړ کړي دي.

دانتی ، والټر ، ویکټورهیوګو . خوشال خان خټک او بایزید روښان دا ټولې هغه سترې هستۍ وې چی په ژوندوني یی خپلو خلکو او واکمنو ونه شول ځغملی اوخپلو ټاټوبو نه یی کډی ورپشا کړې .

اروید د لرغوني روم نامتو شاعر هم خپلو امپراتورانو له خپل هېواده شړلی و. orvid اروید په خپله یوه پنځونه کې څرګنده کړې چې که مامې هر څومره خپل هیواد ته نه پریږدی ، فکر او ماغزه به می ایسار نه کړی ځکه چی فکر هر چرته چی غواړي تللی شی . مونږه هم دخپل پیر تبعید شوي او کډوال شوي و ګړي یو .

محترم غمخور صاحب اوپه اروپا کې د دوی ملګري ټولنې د ډیر درناوي او مننې وړ دي چی د کډوالی په نا برابرو شرایطو افغان پوهان لکه د شلیدلي اميل تیت شوې مرغلرې سره وخت نا وخت راټولوي او زمونږ د هیلو ناوې پرې سینګاروي .

خدای دې د دې ملګرو د نغري اورلګیدلی لري ځکه چي ٬ دلته نن زمونږ اور بل دی .

غواړم دهمدې درنې غونډي له ترېبون څخه دغوټولوفرهنگی شخصيتونوافرهنگپالوافغانانو ،ټولنواو ادبي بهيرونو څخه ددوي دملي اخلاص ،هڅونې اوملاتړله امله دزړه له کومې مننه وکړم .

غواړم دهمدې درنې غونډي له تريبون څخه د دگران افغانستان ويب پاڼې، لراوبر،بينوا،دعوت ، تاند،ټول افغان ، ،خبريال ،تل افغان ،جام غور ويب پاڼواوهمدا ډول له کاناډانه خپرېدونکې اونيزي افغان رساله اوپه افغانستان کښي ديوشمېرډله ايزورسنيونه دزړه له کومې مننه وکړم چي ددې غونډې دجوړېدوپه لارکښي ئي زموږسره مرسته کړې اودخبرپه خپرولوکښي ئي له بيلابيلو ابتکارونه کاراخيستۍ.

بلې درنو هيوادوالو!

د وياړونو يادونه يوازي هغه اولسونه اوټولنه کولای شي چي دهغه په ارزښت پوهېږي اونه غواړي هرڅه دتاريخ په کندی يا آرشيف ته ولوېږي . ديوې ټولني دوياړ نوپه معرفي کولو سره  دهغه اولس دښې پيژندني لپاره اساسي لار ي پرانيستل کيږي،ځکه نودولسونو لپاره دخپلو وياړونو لمانځنه د هغوي د پايښت اساسي لامل ګڼل کېداي شي . همدا لامل دي چي د نړۍ ويښ اوبيدارولسونه د تيرو وياړونو يادونه له ياده نه باسي .

د داسي ادبي اوعلمي غونډوله جوړېدونه زموږ موخه هم همدا ده تر څوزموږ ځوانان دغه اساسي ټکي ته پاملرنه وکړي چې دوي دخپل جگړه ځپلي ولس په وړاندي څومره ستر مسوليتونه لر ي.

موږ غواړوپه دوامداره توگه ځوان نسل دغه ټکي ته متوجه کړو چي بايددخپل هيواد دتاريخ اووياړنو علمی،ادبي اوسياسي شخصيتونواوخپل دهيواد دتاريخ په اړوندکره اودقيق معلومات ورلري .

درنو فرهنگيانو اوفرهنگپالو!

متاسفانه په افغانستان کي تر اوسه لا په پټه اوښکاره بڼه د تاريکو پيړيود اندونودخاوندانو واکمني ده، خو د هيواد نه بهر د يوشمير روڼ اندو هيوادوالواوکلتوري ټولنو په زيار او هڅو د وياړونود لمانځنې دودراژوندی کړی اودنړی وال معمول سره سم پالل کيږي . دوياړ ځاي دي چي بهر ميشتو افغانانو په تير ه لسيزه کي نه يوازي داچي د تيرو وياړونو نمانځنه يې وکړل ، بلکي د خپل دوران وياړلوڅيرواو منلي شخصيتونه  يې هم را وځلول  .

اغلو او ښاغلو !

څرنگه چي زموږ په ننۍ درنه ادبي غونډه کې زموږدهيوادپيژندل سوې پوهان ،ليکوال ،څيړونکی، برخه لري اوزه

له بده مرغه نه شاعر،اديب اونه هم ليکوال يم ،ځکه ځانته داحق نه ورکوم چي ستاسو يوه پر هستونو بحث وکړم داکار دکنفرانس نورو درنو گډونوالوته پرېږدم. زه يوازي دومره ويلاي شم که زموږ هيواد وال دخپل ولس دعلمی او ادبی شخصيتونودرناوی وکړی اوهغوي دې ته وهڅوی چې خپله ټوله انرژی دقلم اوکاغذ په مټ   دملت په گټه استعمال کړی اوددوي لپاره دعلمی اومسلکی څېړنيزوکارونواوفعاليتونوزمينه برابره کړی ،دابه دملت لپاره ډيره گټوره تمامه سي .

په آخرکښي اجازه راکړۍ داحترام او درناوې په څرگندولوسره په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې ، دافغاني کلتوري ټولنې او اريانا کلتوری ټولنې  دمشرتابه جرگو په استازيتوب خپلو دقدروړمېلمنو اوهغو شخصيتونوته چې دا کنفرانس یې په وياړ جوړسوی دروغتيا،ښېرازه هوسااو له خوښيوډک اوږد ژوند هليه کوم.

هيله مند يم چي دقلم رنگ ئې هيڅکله هم وچ نه اواحساس ئې ستړۍ نشې ؛زه تاسو هريوه ته دخپل گران هيواد افغانستان دزورېدلی اوکړېدلی ولس ته دعلمی اومسلکی چوپړپه لارکښي ځلانده ،پياوړی اوسرلوړ ژوند غواړم .

پدې هيله چي زموږ دوياړلوڅېرو اوعلمی شخصيتونودهڅونې اوستاينې په وياړ دکنفرانس کار په بری سره دخوښئ اوصميميت په فضاکي پايته ورسېږي اوتاسودرانه او دقدروړمېلمانه ددې کنفرانس اودمالمو ښارد سفراود مالمو مېشتوافغانانودمېلمه پالنې نه له ښو اونه هيرېدونکو خاطروسره خپلو کورونوته ستانه شئ . ومن الله التوفيق

……………….

داغلي نجیبې ليمې لنډ ژوندليک

اغلې نجيبه ليمه په ( ۱۳۴۷) لمريز کال د قوس يا ليندۍ پر نهويشتمه (۲۹) نېټه د کابل په ښار کې د ډاکټر صالح محمد زيري په کورکې سترگیدې نړۍ ته پرانستي .

د ښوونځي لمړنۍ زده کړې يې په کابل کي تر سره کړې اوعالي تحصيلات یې د مسکو په دولتى پوهنتون کې ترسره کړي اوپه (( ١٩٩٠ )) ز کال کې د ژورناليزم په څانگه کي ماسټرى ديپلوم تر لاسه کړ .

لمړۍ دنده مې په کې ١٩٩١په باختراژانس کې وه .

اغلې نجيبه وايي په ١٩٩٢ کال د مۍ په مياشت کي مي په لندنن کښي د بي بي سي د فارسي او پښتو څانگو سره کار پيل کړ .

اغلی نجيبې له ۱۹۹۲ ز کال ددمی دمياشتی نه   تر ۲۰۰۸ ز کال: پوري د خبريالۍ د کار په دوران کې يې د بي بي سي د پښتو، فارسي، روسي او انگليسي څانگو سره د وياندې او خبريالې په توگه کار کړى .

دبې بې سي راډيوسره داغلي نجېبې د کار ځينې بېلگې په دې توگه په گوته کولاي سو:

د ماشومانو له پاره راډيويي داستانونه او د خيالي کرکټر “خړکى سويکې”جوړونه . د راډيويې لنډو کيسو په دغه لړۍ کې يې تر سلو ډېرې کېسې ليکلې او دخيالې کرکټرې “خړکۍ” سره يې ثبت کړې . د دغو کيسو يوه ټولگه په ٢٠٠٠ کال کې په پېښورکې چاپ شوې ده .

ځانگړى مرکې :

١٩٩٧د طالبانو د واکمنۍ پر محال په جلال آباد کې د ختيځ زون له مسول ملا نيازى سره مخامخ مرکه.

د٢٠٠١ زکال داکتوبرپر پر ((۹)) د برتانيا د لمړي وزير سره د “ډاونينگ سټريت” په ماڼي کې مخامخ مرکه

د ٢٠٠١ ز کال د نوومبر په مياشت کي د امريکا د ولسمشر د وياند ډيک چيني سره په سپينه مانۍ کې مرکه .

همدا ډول یې دطالبانودمشر ملا محمد عمر اخوند په گډون د حامدکرزی او دا فغان نورولوړپوړودولتی چارواکوسره مرکې ديادولو وړدي .

اغلي نجيبې دخپلو کارى سفرونونوپه هکله داسي وويل :

په ١٩٩٧کال کې مې د پښتونخوا د کوټې او پېښور ښارونو ته سفر وکړ او د پښتنو ښځو د روانى ناروغيو په اړه مې د راديويي پروگرامونو ېوه ځانگړې لړۍ جوړه کړه. د لړۍ نه دا دردونکې پاېله اخيستل کېده چې په ډېرو پېښو کې د مېرمنو دعقلي او عصبي ناروغيو علاج د روغتون د درملنې پرځاى په زيارتونو کي کيدى . د همدې سفر په ترځ کې جلال اباد ته ولاړم او د طالبانو ديوشمير مشرانوسره مې مرکې وکړې .

اغلي نجبې ديوې فعالي اوپېژ ندل سوی ژورناليستی په توگه دافغانستان په اړوندپه يوشمير نړيوالوکنفرانسونوکي گډون کړی :
۱-   په ١٩٧۱ زکال په ژنوي کښي د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونوکنفرانس .

۲/ په ۲۰۰۱ زکال یې کابل ته کاری سفرکړی

۳/ په ۲۰۰۱ ز کال   دتوکيوپښارکي افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو نړيوال کنفرانس .

۴/ په ۲۰۰۳ – او ٢٠٠٦ کلونو په روم کې د افغانستان د قانون جوړولو نړېوالو غونډو کي .

دنړۍ په يوشمېرهيوادونوکي د کنفرانس د جوړونکې او ويناوالې په توگه سفر ونه :

۱ / په ٢٠١٣ ز کال هانگ کانگ کي د چينايي ژبې د کنفرانس جوړول .

۲/   په ۲۰۱۴ زکال دچين گوانجو ايالت ته د چيني ژبي کنفرانس .

۳/ په ۲۰۱۴ ز کال د بي بي سي د اکاډيمې د هندى ويبپاڼې د جوړولو له پاره هغه هيوادته سفر   .

له ٢٠٠٨ ز کال نه تر همدا نن پوري   د بې بې سی اکاډمي د هغو ژبو له پاره د ځانگړو سايټونو دجوړولوکار پيل کړ چې بي بي سي خپرونې پرې لري .

اغلې نجيبه وايي : ددغه کار له پاره مې استدلال دا وو چې د بي بي سي خبريالان په خپله مورنۍ ژبه خبرونه ليکي او وړاندي کوي يې، ځکه نو اړينه ده چې ددغو ژبو د ملاتړ ځانگړي ويبپاڼې جوړې سى .

دبې بي سي اکاډمی د پښتو ترڅنگ اوس مهال د ٢٦ نوروژبو ويبپاڼې لرى .

اغلې نجيبه ليمه له ۲۰۰۸تراوسه دبې بې سي اکاډمي دژورناليزم په پوهنځی کي دنړيوالو ويبپاڼو مسوليت پر غاړه لري .

ستاينه اوهڅونه :

تراوسه اغلې نجيبه ليمه درې ځله ستايل سوېده :

۱/ په ۲۰۰۱ ز کال کښي د توني بلېر د مرکې وروسته د راډېو سونى ډالۍ “Sony Award”.

۲/ په د۲۰۱۰ ز کال داگست ۱۹ مه په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه لخوا ستاينليک .

۳/ په لندن کې د مسلکي افغانانو له خوا ډالۍ .

اغلی نجيبې ليمې په ١٩٩١ کال کې واده وکړ اوترواده وروسته په همدې کال انگلستان ته کډه سول .دواده ثمر یې دوې لوڼې دي ،اوس دخپلي کورنۍ سره يوځاي په لندن کي ژوندکوي .

……………..

د اپریل د میاشتې دریمه ۲۰۱۴ ز کال -کاناډا

په کاناډاکي ميشت افغان ليکوال اوپياوړی ژباړونکی ښاغلی رحمت اريا پيغام

ښاغلی غمخور صاحب سلامونه او پـﯦـرزوینې !

ستاسو له بلنلیک څخه منندوی یم . تاسو تل د هـﯦـواد په فرهنگې کړیو کې د هـﯦـواد د علمي او فرهنگي هستیو په یادونې کې خپله ونډه لوبولې ده له تاسو مننه . کاشکې مې وخت او روغتیا دواړه راسره بدرگه وای چې په داسې یوې پرتمینې غوندې کې مې د گډون ویاړ درلودای .

له تـﯦـرو نه چندان لـﯦـرې وختونو را په دې خوا په افغانستان کې دننه او له هـﯦـواده دباندې د فرهنگي او مدني ټولنو له خوا د هـﯦـواد د پوهانو، ادیبانو، ژورنالیستانو او نورو مدني – فرهنگي شخصیتونو درناوی د هغوی په ژوندانه اوس په یوه ښه او منل شوي دود اوښتی دی. د پخوانیو فرهنگي او علمي شخصیتونو د یادونو ددرنښت یادَونه او ورته غونډې جوړل هم زموږ په معاصر تأریخ کې دومره پخوانۍ مخینه نه لري. که پنځوس کاله پخوا د لاس د ګوتو په شمار د کورنیو په منځ کې او یا د څو تنو ګوتو په شمار له خوا دغه دود تر سره کـﯦـده دغه یاد یوازې په هماغې وړوکۍ کړۍ پورې رالنډیده او د مطبوعاتو له خوا نه دي ثبت شوي که ثبت شوي هم وي لږ تر لږه زه ورڅخه خبر نه یم خو د معاصر ژور تکنالوژیکي انقلاب له برکته او د مطبوعاتو او د مدني – فرهنگي ټولنو له پراخـﯦـدو سره سم دا دی اوس موږ ددې جوگه یو چې د خپلو علمي، مدني او فرهنگي ژوندیو هستیو درنښت او پالنه وکړو. زما پورتنۍ خبره په دې معنی نه ده چې زموږ ولس قدر پـﯦـژوندنکی ولس نه دی چې د تأریخ په اوږدو کې یې د خپلو هستیو درنښت، پالنه او یادښت نه دی کړی، زما موخه دا ده چې لږ تر لږه تر سل کاله وړاندې فرهنگي – ادبي ټولنو شتون نه درلود، ټولنه تر دې کچې منسجمه نه وه چې داسې یو ګام د پرګنو په پراخ ګډون اوچت کړي.

که رښتیا ځـﯦـر شو نو وینو چې هر انسان په خپله یو کتاب دی او که ورته کښـﯦـنـئ نو پر مخ او د سترگو په ځلا کې به یې د ژوندانه د لوړو ژورو نا ویل شوي داستانونه ولولو؛ هر یو یې یو تأریخ دی په ځانگړې توگې زموږ د اوسمهال د ټولنې هر افغان په خپله یو داستان دی چې په تـﯦـرو پنځو دېرشو کلونو کې یې څه لـﯦـدلي دي، څومره کړاونه او رنځونه یې گاللي او څومره د زمانې د جفا ګانو انځورونه یې د مخ په هـیندارې کې ښکاري.

ددې ترڅنگ زموږ ژوندۍ فرهنگي او مدني هستۍ هر یو یې په خپله کتاب نه بلکه یو لوی کتابتون دی چې لوستنه یې عمرونه غواړي. زموږ فرهنگي ټولنې په خپلو دا ډول لمانځنو کې نه یوازې دا چې د یوه نوي فرهنگ بنسټ پیاوړی کوي بلکه همدا ټولنې دي چې د یوه پله په شان موږ له خپل ماضي او په ماضي کې د ورکو شویو مرغلرو له یادونو سره نښلوي.

په سويډن کي ددوستۍ د فرهنگي ټولنې ، د روزگان د ملي مهالنۍ د خپرونې ، د افغاني کلتوري ټولنې او د آريانا د کلتوري ټولنې له خوا د خوست د شیخ زاید د پوهنتون د رﺌــیس او لرغونپـﯦـژندونکي پوهنوال استاد محمد رسول باوري صاحب، د سویلي آسیا لپاره د آزادۍ د راډیو د مشر ښاغلي اکبر ایازي صاحب ,ښاغلی پوهندوي حاجي محمد نوزادي او د هڅاندې ژورنالیستې نجیبې لـﯦـمـې د علمي او فرهنگي هڅو گډه یادونه چې ددوی په ژوندون کـﯦـږي یو ښکلی او د ستاینې وړ گام دی. سره له دې چې له یادو شویو شخصیتونو سره مخامخ پـﯦـژندنه نه لرم خو د هـﯦـواد په مطبوعاتي ډگر کې موږ ټول ورسره آشنا یو داسې آشنا چې د چا زړه ته دا احساس ور په برخې کـﯦـږي چې دوی له کلونو کلونو پـﯦـ‌ژنو.

د استاد رسول باوري له سترو کارونو سره له نـﯦـږدې آشنا یم. د هغوی پنځونې او ناپایه هڅې په ځانګړي ډول د افغانستان په لرغوني تأریخ کې د استاد هڅې د سلام د فرهنگي ټولنې په وبسایت کې له ورایه ښکاري او ما ته خورا په زړه پورې ده؛ زما په باور استاد باوري صاحب اوس د افغانستان په لرغوني تأریخ کې په خپله یو ډاډمن ژوندی مأخذ دی.

زه له ټولو فرهنگي ټولنو څخه هیله لرم چې د استاد رسول باوري صاحب نا چاپ شوي آثار چاپ کړي.

زه په سويډن کي ددوستۍ له فرهنگي ټولنې ،د روزگان له ملي مهالنۍ خپرونې ، له افغاني کلتوري ټولنې او د آريانا له کلتوري ټولنې څخه منندوی یم چې د خوست د شیخ زاید د پوهنتون د رﺌــیس او لرغونپـﯦـژندونکي پوهنوال استاد محمد رسول باوري صاحب، د سویلي آسیا لپاره د آزادۍ د راډیو مشر ښاغلي اکبر ایازي صاحب او د هڅاندې ژورنالیستې نجیبې لـﯦـمـې د علمي او فرهنگي هڅو د درنښت لپاره داسې یوه درنده یاد – غونډه رابللې او ورته مبارکي وایم. ښاغلي پوهندوی استاد باوري صاحب، ښاغلي اکبر ایازي صاحب او گرانې خور نجبیه جانې لیمې ته د اوږده ژوندانه د غوښتنې ترڅنگ د هغوی نورو عملي او فرهنگي پنځونو ته سترگه په لار یم او ددوی د بریا او سرلوړي غواړم . رحمت آریا

د اپریل د میاشتې دریمه ۲۰۱۴ ز کال کاناډا

………..

۲۰۱۴ ز کال دگست ۲۲

پيغام

په سویډن کي ددوستۍ فرهنګي ټولني ته داحمد شاه بابا دعلمي ادبي ټولنی پیغام

دهغه لیدنوله مخي چی داحمدشاه بابا علمی ادبی ټولنه ستاسودفرهنګي کارونو شاهده ده،تاسوپه اروپاه کی په واقیعت کی دقدروړفرهنګي کارونه ترسره کړی دي. اوپه همدغه فرهنګي اوکلتوری فعالیتونوکي دقدرولاسته راوړنی هم لری. چي البته داستاسودمشرتابه پلاوي نه ستړی کیدونکي هلی ځلی دي،چی تاسویې دهغه محبت له مخي ترسره کوي،کوم چی ستاسومینه دهیواداودهیواددفرهنګ سره لرۍ. داچي پروندمودهیواد تکړه ادیب محمدمعصوم هوتک ،عبدالباري جهاني اواستاذ مامون صاحب ته ویاړوروبخښی اونن ورځ موبیا ځانونه ستړي کړی دی اودهیواد تکړه اولوړشخصیتونه هریومحترم محمدرسول باوری ، محترمه نجیبه لیمه – دهیوادغښتلی ژورنالیست اکبرایازي اواستاذحاجي محمد نوزادي مودعوت کړي دي اودرنوادب پوهانوسره یې دنژدوپیژندلګلوي کیږي ، په دې کي شک نه شته چی تاسوهغه درندکارترسره کوی کوم چی دیوه ژوندی قوم په څیردهیواددژوندوپالنه کوی. په نوموړهڅوکی دښاغلي غمخور صاحب څخه په بیا،بیا مننه کوو، چی همیشه یې دخپلو ملګروپه څنګ کی دغسي ژوندی فعالیتونه ترسره کړی دي.اوپه دې ویاړکی موموږهم (داحمد شاه باباعلمي – ادبي ټولنه)خبرکړي یو.خوږودوستانوډیرموزړه غواړی چی ستاسو فرهنګیانوسره دنژدووګورواوخپله فرهنګي تنده درباندی مړه کړو؛ خو! دبده مرغه په اوسني وخت کی دځينوکاری مشکلاتوله امله نسم کولاي چې ستاسو سره په کنفرانس کي برخه واخلم . نوستاسوڅخه هیله کوم چی زما دنیک او محبت څخه ډک پیغام زما دوستانو ته ورسوی. اوامیدلرم چی تاسوبه دتل دپاره په خپلوعلمي اوادبي هڅوکی بریالي واوسیږی.اوزه ستاسو درنومیلمنوته داحمدشاه بابادعلمي ادبي ټولني په استازیتوب دزړه له کومی احترامات وړاندي کوم.اوګرانو دوستانوته دهیوادپالني په لاره کی نوري بریا وی هم غواړم .او زه په دې اند یم چی ستاسوغوندی فعاله فرهنګپاله موږپه قوم او ټولنه کی ولروزموږاصیل فرهنګ به دتل دپاره ژوندی، ګړندی او سرلوړی وي .بریالۍ دي وي ستاسو دغه فرهنګي غونډه .

داحمد شاه بابا دعلمي ادبي ټولنی په استازیتوب ننګیالی بڅرکی

……………..

دښاغلي اکبر ایازي ژوند،کار او شخصیت

ښاغلی اکبر ایازي په ۱۹۵۶ ز کال دکندهار ښار دمحمدانور په یوه علمي کورنۍ کې زېږېدلی دی .

دښاغلي اکبر ايازي نیکه مرحوم  محمد عالم ايازي د کندهاردنومیاليوښوونکو له جملې اود ریاضیاتو د ((پلار)) په نوم هم مشهور وو . د ده مور اغلې رحیمه ایازي په هغه وخت کې په کندهار کې یو له څومحدودو تعلیم یافته ښځوڅخه وه . داپتمنه مېرمن د زرغونې انا په لیسې کې د پښتو ژبې او دینی علومو استاده وه . شاوخوا نیمه پیړۍ مخکې کله چې په افغانستان کې ښځو ته د مخ لڅی ازادي ورکړ شوه نواغلې رحیمه ایازي یو ه له هغو لومړنیو ښځو نه وه چې ديوې ښونکي په توگه یې د دې ازادۍ هرکلی وکړ . ظاهراً دا د ښاغلي ایازي د مور و پلار اغیزه اوروزنيز تاثيرات وه چې ده دعالی تحصيلاتودترلاسه کولو ترڅنگ د خپلې ټولنې مطالعې او دمطبوعاتوله لاری د افغان ولس خدمت ته ملا وتړل.

هغه لمړني اومتوسط تعليمات دبکلورياترکچې داحمدشاه بابا په ليسه کي ترسره اوپه ۱۹۷۲ ز کال ددې ليسې نه فارغ سو . دکانکورترآزموينې وروسته دعالی نمروپه ترلاسه کولوپه ۱۹۷۳ ز کال کښي د کابل پوهنتون داقتصادپوهنځۍ ته شامل اوپه ۱۹۷۶ ز کال کې له کابل پوهنتونه اقتصاد اوصنعتی ادارې په برخه کی ډېپلوم واخیست اوتر دې وروسته يې د نوي ډیلي له جواهر لعل نهرو پوهنتونه د ادارې دیپلوم په ((۱۹۷۸)) ز کال کي ترلاسه کړه.

ښاغلی اکبر ايازي له مطبوعاتو اوراډيوسره خپله همکاری په رسمی بڼه په ۱۹۷۵ زکال په کابل رادیو کی پيل کړه اودادی تراوسه له راډيواومطبوعاتوسره دسراوکار له لاري دخپل ولس په چوپړ کښي دي .

ښاغلی ايازي په افغانستان کې دسیاسي ناکراريواو په ۱۹۷۹ز کال پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل نه وروسته دېته اړ کړ ل شوچي په ۱۹۸۰ز کال کې خپل هیواد پرېږدي او امریکا ته مهاجر شي .

ښاغلی اکبر ايازی په ۱۹۸۲ ز کال کې د امریکا غږ په رادیوکې د خبریال په توګه کار پیل کړ او له هغه وخت راهیسې یې د افغانستان په اړه ډېر کار کړی دی .

د یوه خبریال په توګه ښاغلي ایازي د افغانستان ټول حالات څارلي او د افغانستان بیلا بیل حوادث ئې لیدلي دي او د هغوي په هکله یې راپورونه جوړ کړي دي .

ښاغلي ايازي دخپل مسلکی کارپه جريان کښي په افغانستان کې د سخت دریځه اسلامپالي ټولنیز جوړښت شاهد وو،هغه کورنۍ جګړه څارلېاو د هغې د بدو اثراتو په اړه یې خپرونې او پرگرامونه خپاره کړي او هڅه یې کړې ده چې دخلکو ذهنيت دسولي اوپرمختگ په لور راواړوي .

ښاغلي ايازي له ۱۹۸۰ ز کال راهیسې تر ۲۰۰۵زکال بیلا، بیلې دندې ترسره کړی . په ۱۹۸۶کال کې ده ته د امریکا غږ په راډویو کې د جنوب لویدیځې اسیا د مشر پروډیوسر دنده وسپارل شوه. په هغه وخت کې ده د کوردی ژبې دخپرونو څانګه جوړه کړه، په هغې کې یې کار وکړ او د هغې خپرونې یې وڅارلې. په ۲۰۰۲کال کې دی د امریکا غږ راډیو د پښتو څانګې رئیس شو. ده هلته تر درو کلونو پوري پر همدې دنده کار وکړ او بیا د ازادې اروپا راډیو په بلنه پراګ ته ولاړ او هلته د افغانستان لپاره د ازادۍ راډیو دمشرپه توگه دنده وروسپارل سوه .

ښاغلی ايازي په لومړیو کلونو کې د ازادۍ راډیو مشري واخیسته او د ا راډیو یې د افغانستان په اړوندتر ټولو باوري خبري سرچینه وګرځوله . د ده تر مشرۍ لاندې ازادی راډیو له مسلکي پلوه معراج ته ورسیده او د باور تر دې کچه یې مزل وکړ چې افغان ولسمشر حامد کرزي وویل، دی خپل لمونځ ځنډولی شي خو د ازادۍ راډیو خبرونه نشي پرېښودای. دا مهال ازادي راډیو د افغانستان تر ټولو باوري خبري سرچینه ده او له ۵۰فیصده زیات افغانان هره ورځ د دې راډيوخپرونې اوري .

پدې ورستيو وکښي د ترهګرۍ یا ترورېزم پر وړاندې د جګړې پر مهال دوه ډوله حالات پیدا شول :

لومړی، نړۍ دا ولیدل چې د افغانستان جګړه د دې هیواد له اوسنیو پولو هغې خوا ته په افغانستان کې د سختدریځې مفکورې حالات اصلاً د پاکستان تر واک لاندې په قبایلي سیمو کې زېږي.

دویم، دا ولیدل شول چې په افغانستان کې جګړه د پاکستان په پښتون میشته سیمو کې د طالبانو غورځنګونه پیدا کړي دي. دې دوه اړخیزه انځور ته په کتو سره نړیوالو خپل پام د پاکستان قبایلي سیمو ته واړوه. د جګړې په محرکاتو کې بدلون او په پاکستان کې د رسنیونشتوالی ښاغلی ایازي دې ته اړ کړ چې د قبایلي سیمو ولسونو ته متبادل فکر، مفکورې او نظر ورکولوپه موخه یې په پښتو ژبې د نوې راډیو دپروگرامونو خپرولود پیلېدوهڅې وکړې او د امریکا کانګرس یې پر دې قانع کړ چې د قبایلي سیمو ولس ته داسې راډيو جوړه کړي چې د هغوی غږ نړۍ ته ورسیږي او د بنسټپالنې او سختدریځۍ مفکوره ماته کړل شي. د ښاغلي ایازي د دې هڅو په نتیجه کې په ۲۰۱۰کال کې مشال راډيو پرانیستل شوه .

ښاغلی ایازی په دې خبره ټینګ باور لری چه نړیوالو ته داسی انګیرل شوې ده چه پښتون قوم د خط په دواړو خواوو کی یو دهشت ګر او تروریست قوم دی.خو هغه په دې هم کلک باور لری چه دا دپښتون وظیفه ده دا ثابته کړی چه پښتون تروریست نه بلکه د تروریزم قربانی دی. د افغانستان او پښتنو ټولنې لپاره د ښاغلي ایازي کار نه یوازې په ریښتینې بڼه مسلکي پاتې شوی ، بلکې په عین وخت کې د ولسونو د ژوند د خرابې وضعې او له وطن سره مینيدې ته تل هڅولی چې له دې لاري خپل ولس ته په مسلسله توگه کار وکړي .

دژورنالیزم له مسلک نه پرته ښاغلی ایازي کلونه په امریکاکی امریکایانو ته د پښتو او دری ژبو تدریسکړی. هغه همدارنګه کلونه مسلکی ترجمه کړی او د نړیوالو مهمو کنفرانسونو ژوندیو ژباړو او د امریکايي مشرانو د ژباړونکي په توګه ئېکار کړی دی.

دڅولسیزوخبریالۍ پر وخت ایازي بې شماره جایزې ګټلې دي .هغه په افغانستان کی د دیموکراسۍ اوازادو مطبوعاتو په معرفی او رواجولوکی دقدراوستاينې وړ کار کړی . په ۲۰۰۹کال کې د ښاغلي ایازي په نوښت او هڅود اول ځل دپاره د ولسمشرۍ د نوماندانو مناظره وشوه چې دی یې کوربه وو. په هغې مناظرې کې چې ازادۍ راډیو نشر کړه، ولسمشر حامد کرزي هم ګډون وکړ.

ښاغلی ایازي د کلنو کار په جریان کی له ډیرو امریکايي او نړیوالو مشرانو سره چې پکې ولسمشر حامد کرزی، پخوانی پاکستانی پوځي مشر پروېز مشرف اود پاکستان پخوانۍ صدر اعظمه بې نظیر بوټو شامل دي مرکې کړی .

دخپل مسلکی کارترڅنگ ښاغلي ایازي تل له پښتو شاعرۍ خوند اخیستی او له ځوانۍ نه یې پښتو شعر دیکلمه کړی. ښايي ايازي لومړی افغان وي چې د پښتو شاعرۍ دېکلمې سي ډي یې خپره کړې وي .

دې سي ډي ته ښاغلی ايازی د ((هابیل او قابیل)) نوم ورکړ (دواړه د ادم علیه السلام زامن ول). په دې سي ډي کې ایازي د افغانستان د ناخوالو او بدبختیو په اړه لیکل شوي شعرونه دېکلمه کړي دي.

ښاغلی ایازي دوستانه طبیعت او مزاج څښتن دی،کله چې هغۀ د دوستانو او ملګرو په منځ کې وي خوشاله وی دټوکوټکالو اود موسیقۍ له اوریدو خوند اخلي . ښاغلی ايازي له ډيرپخواد افغانستان د پوستی ټکټونو دراټولولودکلکسيون دجوړولوسره سره مينه اوعلاقه لري . زموږ دمعلوماتوله مخې دپوستی ټکټونودراټولولوسره مينه اوعلاقه ورته له کورني چاپيريال يعنی پلاراونيکه نه په ميراث پاته ده . داسي فکر کوو چې د ښاغلي ایازي له کورنۍ سره ښايي د افغانستان د پوستی ټکټونو تر ټولو بشپړ کلکسیون موجودوی.

اکبر ایازي باور لري چې تر ټولو ښه او غوره مینه د کورنۍ مینه ده . ښاغلی اکبر ايازي او میرمن یی اغلې عزیزه ایازی څلور بچي لري يوه لوریې اغلې مسکا په کمیونیکیشن کې ماسټري لري،اغلې ېستاجانه په واشنګټن کې وکیله ده ،اغلې سارا جانه د طب پوهنځي د پنځم کال محصلهاو زوی یې اېمل ایازي د کمپیوټر ساینس د څانګې د درېیم ټولګي محصل دی. ومن الله التوفيق

………….

دسویډن دعلمي کنفرانس درنو برخه والو!

السلام علیکم

دسویډن افغاني فرهنگي ټولنو اوپه تېره بیا ښاغلي حبیب الله غمخور صاحب هروخت دخپل پلرني ټاټوبي د ویاړلو علمي او فرهنگي هستیو ددرناوۍ غونډي رابللي دي او په دې کارکي ئې ترنورو سیالو ټولنو ځان ډېر وړاندي کړی دئ.ددغه راز غونډو رابلل ځکه دټوکوخبره نه ده، چي دغونډو دتخنیکي انتظام کارخوهیسته پرېږده، دغونډي ناظم مجبوریږي چي دمقالو اولیکنوله پاره دخوراډېرو لیروکسانو دروازې یو وارنه بلکي څو واره ور وټکوي . داکار ستړیاوي پرځان منل غواړي،حوصله غواړي،تِیگاه غواړي او له کار سره مینه اوعشق غواړي. سویډنوالو داخبره په اثبات رسولې ده . پرهمت او مټو دې برکت وي. دا وار ئې دافغانستان دڅوتنوعلمي اوفرهنگي شخصیتو د درناوۍ له اسیته دیوې علمي غونډي کارسرښته کړی دئ او طبیعي ده چي ددې غونډي درنښت تر نورو ورته غونډو ډېر دئ.زه ددغو علمي اوفرهنگي هستیوپه کار اوزیار خبریم. له وطن او خپل فرهنگ سره ددوی دبې آلایشه میني حال رامعلوم دئ اوله لېمې خورپرته له ټولوسره د مستقیمي پېژندگلوۍ ویاړهم لرم. مناسبه خو داوه چي ما ددې غونډي له پاره ښه مغزنه لیکنه درلېږلې وای او پخپله مي بایدپه غونډه کي برخه درسره اخیستې وای. خو د ډاکټرانوپرله پسې اپایټنمنټونه مي مانع دي او په دغه پلمه هیله من یم چي دغونډي ناظمین، مېلمانه اوبرخه وال مي پرغفلت سترگي پټي کړي اوپه داڅو کرښو غاړه وباسي.

گرانو دوستانو!

دپوهندوی رسول باوري درنې تحقیقي لیکني مي هروخت لوستي دي. ددوی په لاس دافغانستان دتاریخ دځینوسخرغوټو دخلاصولو شاهد هم یم. دلیکني له ژبي او دتحقیق له میتوده ئې هر وخت خوند اخلم. دافغانستان په دې تیاره او خواشینوونکي ماحول کي مي په دوی باندي دخپلو مشرانو استادانو مینه ماتیږي او چي ترتعارف راتېرسم، دزړه راباندي گران دئ.غم دې خدای نه راویني.

پوهنمل حاجي محمدنوزادي صاحب خو دمکتب له وختوپېژنم. موږ د تعلیم پروخت سره همدوره وو. ددوی دعالي ذکاوت خبري په هماغو وختوکي هم دټولو استادانواوشاگردانو پر خولو جاري وې. کله چي ئې ترهیواددباندي تحصیلات کول او کله چي بیا وروسته دهیوادپه عالي تحصیلي مؤسسوکي داستادۍ دنده پرمخ وهله، په هروخت کي ئې له نامه سره د” ممتاز” صفت مل وو. دکمال خبره ئې لا داده چي مسلکي سروکار ئې له سخرو، ډبرو، غرو اوشېلو سره دئ اوڅوک به فکر کوي چي زړه او ذهن به ئې هم همداسي کلک اوډبرین وي، خو دی له ډبرین مسلک سره نرم شاعرانه عواطف لري او کله کله خوئې دعواطفو شاعرانه اظهار او دوطن پرحال ویلي نظمونه زماله سترگو اوښکي بهوي. دوطن دسیاسي حالاتوتحلیل ئې په رشتیا سره ژور اوآموزنده دئ. سترگي ئې دسیاست په هر راز دوړو او گرد کي خورا لیري لیري واټنونه څارلای سي. قلم دې همداسي پیاوړی وي.

اکبرایازي په کلونوترموږکشر دئ،خوفرهنگي او ژورنالیستیکي کار ئې تر ډېرو مشرانو یو څو خُطوې وړاندي ځي. لامل به ئې پر شخصي استعداد سربېره داخبره هم وي چي خټه ئې پخه ده. دایازي کورنۍ په کندهارکي دعلم وفضل کورنۍ ده. ددوی مشران محمد اعظم ایازي، محمدیوسف ایازي، محمدانورایازي ټول دپوهي او فضیلت څښتنان او دکلمې په واقعي معنا وطندوستان ول. دایازي ددرنې کورنۍ دابَل مشعل دي ښه ډېر عمر لانور هم روښانه وي.

موږ افغانان خو له څولسیزو راهیسي په بي بي سي راډیو معتاد سوي یو. چي بي بي سي وانه ورو، خوب نه راځي.ددې اعتیادسبب څه کوډي اوجادو نه دئ، بلکي ددغي نشراتي موسسې دکارکوونکو دفوق العاده زیاراوزحمت نتیجه ده. په دې زیارکښو او مسلکي کارکوونکو دنجیبې لېمې خور نوم دلست په سرکي دئ. خدای دې تل همداسي بریالۍ لري.

زه په داسي حال کي چي ځان راته مقصر ایسي، خود” ازکلانها بخشیدن” مقوله مي دتقصیر کمښت ته هیله من کوي.

ستاسي ټولو خواخوږی دوست . محمدمعصوم هوتک ،آشاوا ــ انټاریو ــ کاناډا

۱۶مه داگسټ ۲۰۱۴ع

…………

د مبارکی پیغام

دسويډن  دمالمو ښار په علمی او ادبی غونډه کی راټولوشوو درنوپوهانو،قدرمنوادبیانو،ښاغلو شاعرانو لیکوالانواو ګرانو وطنوالو!

د آسترلیا دملبورن له ښارڅخه دافغان-آسترلیا دبشردوستانو دټولني ،د دو ست آواز د را ډیو او د بشر دوستانو د ویب پاڼی د کارکونکو په استازیتوب می دمیني او پیرزویني ډک سلاونه او نیکي هیلي ومنی.

ښاغلي غمخور صاحب، ددوستۍ فرهنگي ټولنه ، دآريانا کلتوري ټولنه او د اروزگان ملي مهالنۍ خپروني مشرتابه او همدارنګه پدې درنه غونډه کښي د نړی د ګوت ګوت ځخه پوهانو ،شاعرانو،اديبانو ،فرهنگی اوسياسی او   مشرانو،درنو ملګرو!

ستاسی د نوښت او نوي فکر څخه دزړه دکومی مننه کو چه دمشرانو،علماوو او ادیبانو دپسله ژوند، لمانځنی دود،دستور او رواج ته مو دپای ټکی کښیښود، او لکه څنګه چه دغه پیاوړي کسان یې مستحق دي په ژوند وني دخپلوهڅو،هانداو خدمتونومکافات د سرپه سترګو وینی، ستاسی اوستاسو دهمکارانو ددغه پر وخت عاقلانه اقدام څخه یواربیا مننه او قدر دانی کو،کورموودان.

دروند استاد پوهنوال محمد رسول باوري چه یو ادبی او فرهنګی شخصیت اوپېړندل سوئ لرغون پوه دی او همیشه د قلم په ژبه ستر خدمتونه دخپلو هیوادوالو دپاره تر سره کړی دی د استاد تر شل عنوانه زيات علمي او تحقيقي کتابونه او تر دوه سوه زياتي مقالې يې د هيواد د ننه او بهر په بيلا بيلو خپرونو کي ژوندی مثال دی د جناب باوری صاحب دغه ستر خدمتونه د قدر وړی دی او او باید همیشه ئی ستاینه وسی.

همدارنګه ،د افغانستان د پېژندل سوی او پياوړی ژورنالست ، د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر ښاغلی اکبر ايازي ستر خدمتونه او نه ستړی کیدونکی هلی ځلی د رسنیو په ډګر کی د قدر وړ دی ،هغه وخته چه ایازی صاحب د امریکا غږ راډیو د اسیا د ځانګی مشر پرودیوسراو بیا د ازادی راډیو مشر شو او اوس د اسیایی ځانګی مشر دی زیات د قدر وړ خدمتونه د افغانستان خلګو ته کړی دی چه ددوی دغه د ویاړ ډک خدمتونه نه باید هير اووستایل سی .

دکابل پوليتخنيک پخوانی استاد ،ليکوال اوشاعر پوهنمل حاجي محمد نوزادي چه همیشه ئی خپل پاک احساسات د شعر دلاری ځرګند کړی دی او د افغانستان خلګو ته د قدر وړخدمتونه کړی دی په ټولو هغو دندو کی چه په افغانستان کی ئی په بیلا بیلو ساحو کی تر سره کړی دی په پوره صداقت او وطنپرستی سره ئی خپلو هیوادوالو او وطن ته د ویاړ ځخه ډک خدمتونه کړی دی.

د جناب نوزادی صاحب جالبی او په زړه پوری مقالی او ښګلی شعرونه چه زموږ او نورو ویب پاڼوکی نشر سوی دی د لوستونکو پاملرنه ئی ځانته جلب کړی ده او ددی لاری ځخه ئی دقدر وړ خدمتونه تر سره کړی دی.

دبي بې سي دراډيو تلوېزيون دپېژندل سوی او تکړه ژورناليستی نجيبې ليمې کار او فعایت د ژورنالیزم په ډګر کی د قدر وړ دی . اغلی لیمی نه یوازی په بی بی سی راډیو کی دیوېبا استعداده او ټکړه نطاقی په حیث دنده درلودلېده بلکی دنورو ځوانو ژورنالیستانو په روزنه کی فعاله برخه اخیستی ده او د بی بی سی راډیو دلاری د ژورنالیزم دپوهنځی دمسلکی درسونو په برخه کی ئی دپام وړ کارونه تر سره کړی دی . همدارنګه د بی بی سی راډیو دځوانانو د نړی پروګرام د جوړولو او وړاندی کولو کی ئی ډیر زیات شهرت پیداکړی دی چه ددی ښکلی آواز د ټولو هغو اوریدونکو په خاصه توکه دڅوانانو پاملرنه ځان ته جلب کړی وه چه هر ورځ به ئی تازه او په زړه پوری معلوماتونه د اغلی لیمی په ښکلی اواز کی اوریدل .

   قدرمنو دوستانو : د ځلور واړه ادبی فرهنګی او سیاسی شخصیتونو چی تاسو یې هلته دلمانځنۍ غونډه جوړه کړیده په دي ارزي چی هرکال هره میاشت او دژوند هره ورځ یې ولمانځل سۍ، دوی دهغو کسانو څخه دی چی افغانان ددوی په علمت، پوهه ،ادبی ،شاعری ، تقوا، وطنپالنی اوددوی په لوړوشخصیتونو باندي ویاړي او درناوی یې دځان فریضه ګڼی .

زموږدبشر دوستانود ټولنی ټول غړیاومشرتابه ،د دوست آوازد راډیو ، د بشردوستانو د ویب پاڼی کارکونکی ددوي په دغه لمانځنه کي ځانونه له تاسی سره شریک بولي اوددوی د بریاوو،ښه صحت،سرلوړۍ او خوشحالۍ په هیله یو.

ستاسو ټولو افغانانو د عزت او جګو شملو په هیله یو. په درناوی

په آسترلیا کی د آفغان آسترلیا د بشر دوستانو دټولنی ،ددوست آواز د راډیو او دبشر دوستانو د ویب پاڼی دمشر تابه په استازیتوب درمحمد آشنا

……….

گوتنبرگ سویدن، 23/ 8/ 2014

پیام کاندید اکادمیسین سیستانی، بمناسبت کنفرانس تجلیل از شخصیت های فرهنگی کشوردرشهرمالمو!

شخصیت فعال فرهنگی- علمی کشور،جناب حبیب الله غمخور ودیگردست اندر کاران تدویر کنفرانس تجلیل از شخصیت های ممتازفرهنگی کشوردر کنفرانس حاضر،درود برشما !

بسلسله کارهای تقدیراز خدمات علمی شخصیت های فرهنگی و مطبوعاتی کشوراز سوی شما، اینک از طریق اعلامیه انجمن فرهنگی ودوستی افغانان مقیم شهرمالمو، اطلاع حاصل کردیم که امسال قرعه فال به نام نامی فرهنگیان نستوه وپرتلاش کشور،هریک جناب استاد رسول باوری، محترم اکبرایازی ، خانم نجیبه جان لیمه، ، جناب نوزادی صاحب، اصابت نموده و بنابر یک پیام برقی،اطلاع یافتم که داکترصاحب هاشمیان،مدیرمسئول مجلۀ آئینۀ افغانستان در امریکا، به این سیمنار دعوت شده اند. حقا که انجمنهای فرهنگی افغانها در شهر مالمو، برای ادای دین ملی- فرهنگی خویش در برابر این شخصیت های ممتاز فرهنگی کشور از سایر انجمن های افغانی در سایرکشورهای اروپا پیشگام تراند و کار درخور تحسين و تمجید فراوان بجا آورده اند وما این اقدام بجا وپر ارج شان را برای شان تبریک میگوییم .متاسفم که بعلت تکلیف مریضی ، نمیتوانم دراین محفل پر شکوه اشتراک نمایم.

حضار گرامی ودوستان قدرشناس انجمن های کلتوری افغانی !

بزرگداشت وقدردانی از شخصیت های فرهنگی،علمی وعناصر نیک نام ملی کشور درحیات خود شان ، براستی که یک کار بجا وشایسته است ومی باید که این روحیه در میان اهل قلم و هنر وادب نه تنها در داخل، بلکه در خارج کشور نیزتعمیم یابد وتقدیرگردد. بدون تردید این قدرشناسی روح و روان شخصیت مورد تقدیر را تقویت میکند و چه خوبست که انسان نتیجۀ کاری های نیک وماندگار خود را در حیات خویش ببیند واحساس شادمانی نماید. و الگوی قابل تقلید برای نسل های جوان واقع گردد.

تجلیل وقدرشناسی از شخصیت های ملی وعلمی و مطبوعاتی کشور که درطول عمرخویش وبخصوص درطول حوادث پر درد و دریغ دوسه دههً اخیر، هرگزاز صف دفاع حقوق مردم ومنافع علیای کشورشان نبریده اند و برای کاهش آلام و دردهای ملت خویش قلم زده اند ونوک قلم خویش را چون خنجر برٌان متوجه غاصبان حقوق حقهً ملت خویش نموده اند،تاریخ هرگز آنها رافراموش نمیکند ونام شان ثبت تاریخ کشور و درج مطبوعات و رسانه های ملی خواهد شد.

از جمله پنج تن شخصیت های برازندۀ امروزی، دکتورسید خلیل الله ها شمیان،که من در مدت مهاجرت با ایشان بیشتر رابطۀ قلمی داشته ام، یکی ازآن رجال وشخصیت های علمی، سیاسی وفرهنگی کشورماست که کارنامه های ماندگار ایشان درذهن وخاطر همه اهل مطبوعات وشاگردان شان و بخصوص خوانندگان مجلهً نامدار آیینهً افغانستان همواره زنده خواهدبود ویادش را گرامی خواهند داشت. از زمانی که من شهامت گفتار و شجاعت نوشتار استاد هاشمیان را ازطریق مجله آیینه افغانستان دیده ام، مرا سخت نسبت به این انسان والا مقام وصادق و نترس گرویده ساخته است. بدون مجامله من تا کنون کمتر مطبوعاتیی را در داخل ویا خارج کشور سراغ دارم که همانند استاد هاشمیان بدون ترس ولرز ازکسی و یا مقامی و بدون بیم و امید به افشای حقایق مربوط به وطن ما پرداخته باشد. کلماتی که بتواند حق این انسان بزگوار را ادا کند من سراغ ندارم والا از گفتن آن در حق این شخصیت والای فرهنگی وعلمی دریغ نمی کردم.داکتر صاحب سید عبدالله کاظم در مورد 27 سال خدمات پربارمجلۀ آئینۀ افغانستان به تلاش ومسئولیت داکتر هاشمیان بشکل دقیق سخن گفته اند که حاجت به تکرار من ندارد،طول عمر وصحت کامل وی را یکجا با چهار تن دیگر ازبزرگواران مهمان این محفل پرشکوه ، از خداوند مسألت میکنم. پایان     کاندید اکادمیسین اعظم سیستانی

…….

پیغام!

ویاړ او درنښت دي وي؛ له هیواده لیري، ددغي درنې هیوادنۍ لمانځغونډي جوړوونکو، لمانځونکو؛ په ځانګړي ډول لمانځل کېدونکو ته.

د ارواښاد استاد خواخوږي خبره ده:

چا چي کړی جامعې ته کوم ښه کار دی

ابدي ژوندون ورکړی کردګار دی

انسان د ټولنیز موجود په توګه هغه وخت د پرستېژ زینو ته خیژي، کله چي د ټولني په درد وخوري. دا د پرستېز لټون انساني خصلت او د ژوند ابدیت دی.

خو داسي ملت هم سته چي د کره قلم څښتن، نابغه، هوښیار او خدمتګار لیکوال یې د مایوسۍ، غربت، خپګان او بې مورالۍ له امله؛ د خپل زړه په وینو پاللو، لیکلو قلمي اثارو ته اور ور اچوي.

هلته به د اولس ملي احساس چیري وي؟ هلته به په عامه ذهنیت کي د خدمت مقام څه وي؟ او هلته به د خدمتګارو د ابدیت خبره څنګه وي؟

هو دا پوښتني زموږ مخي ته پرتې دي. دا موږ یو. تاریخ ځپلي، ځانځانیو خوړلي، د ناخوالو توپانونو وهلي او حسرت وژلي؛ هغه وګړي یو چي لا مو تر ډېره ټولنیز پرستېژ د زرو او زور په تول تلل کیږي.

زمان خو هسي هم د سرونو په پېرزو کولو کي بخیلي کوي؛ بدبختي لا دا چي تر نورو اول   مو د کار سرونه د ځپلو پر نوني برابریږي.

ددې وطن په نصیب نه دي رسېدلي خلک

چي یې میندلي دي په کاڼو یې ویشتلي خلک

د ړندو ښار دی د ډېوې سره خپلوي نه لري

د سترګورو ډلي ډلي دي وتلي خلک

موږ ته د خپلو سترګورو قدر د هغو له زواله سره رامعلومیږي:

ستاسي دستور دی مړي پر سر وړئ

ژوندي مو نه کړل له خاورو پورته

یعني زموږ خلک چي د ژوند له پاڼو لویږي؛ بیا شخصیتونه کیږي. بس دغه علت دی چي په حال کي د شخصیتونو د بحران ستونزه احساسوو او په ماضي کي وجود نه وینو، ځکه مو د فرصت چانس حسرت خوړلی دی.

دا هغه پړه ده چي په خپل پرون او نن کي یې وینو خو ددغي یادوني سره نن موږ د خوشبینۍ هیلي هم غوړېدلي وینو. د هیواد د سترو فرهنګي ، ادبي، ټولنیزو او علمي هستیو په حضور کي، نن موږ ته زموږ د حال شخصیتونه او د قدر وړ نومونه راپېژندل کیږي او لمانځل کیږي.

نن زموږ د ټولني سترګورو، متفکرو، خواخوږو او خدمتګارو ته ویل کیږي چي تاسي بې ملته نه یاست، تاسي د خپلو خلکو هېر نه یاست او ستاسو زحمتونه بېځایه نه دي تللي. دا لمانځنه زموږ مخورو ته د ټولني د منني هغه هینداره ده چي دوی خپل د چوپړ عکس پکښي ویني. موږ نن لږ تر لږه ځانونه ارام احساسوو چي شکر د خپل حال د شخصیتونو د پېژندني وړتیا خو مو موندلې ده.

د بېنوا ویبپاڼي اداره چي یوه له مهمو موخو څخه یې همدا د خپل وخت د شخصیتونو لمانځنه او قدرداني ده؛ نن د خپل یوه لوی ارمان اوږد مزل د موثر منزل تر مراده رسېدلی ګڼي. د پوهنوال استاد رسول باوري، ډاکټر اکبر ایازي، مېرمن نجیبې لیمې او پوهنمل استاد احمدجان نوزادي د سترو شخصیتونو پېژندګلوي د خپل اولس سره سوېده خو لکه څومره چي زموږ دغو هستیو د اولس په خیر ښېګڼه کي فکر و کار کړی دی؛ هغومره یې اولس لمانځنه نه ده کړې؛ له نېکه مرغه نن دغه فرصت تر یوه ځایه دا تشه ډکوي او دغي موضوع ته زموږ د خلکو پام اړوي.

موږ باوري یو چي په دغه لمانځغونډه او سیمینار کي به زموږ د یادو کدرونو د شخصیتونو پر مختلفو اړخونو زیاته رڼا واچوله سي، پر دې به تمرکز وسي چي؛ پوهنوال استاد باوري د هیواد د لرغونپوهني او ښووني په چارو کي څومره هڅي کړي دي! ډاکټر اکبر ایازي د ژورنالیزم او رسنیو په برخه کي څومره موثر کار کړی دی! مېرمن نجیبې لېمې د فصیحي ویندویۍ او لیکوالۍ ترڅنګ نور څه کړي دي! او پوهنمل استاد احمدجان نوزادي د هیواد د علمي پرمختګ او ودي لپاره کوم خدمتونه کړيدي! دا مو د سوکالۍ پر لور ګام دی.

د ټولو درنو نومونو د ابدیت، عزت، صحت او لا نور موثر خدمت په دُعا، ددغي پرتمیني راټولېدني مبارکي درته وایم.په درنښت د بېنوا ویبپاڼي اداره

………….

پوهنمل حاجي محمد نوزاديلنډ پیژندلیک او فرهنګی کارونه

نیټه : ۳۰ / ۸ / ۲۰۱۴

بـســـــــــــــــــــــم الله الــــــرحــــمـن الـــــــــــرحـــــــیـــم

     ګرانو دوستانو !   درنو پوهانو ! وتلوفرهنګیانو ! او پرتمینی غونډی ته ټولو راغلو فرهنګپالو ، آغلو او ښاغلو !

     اجازه راکړئ له هرڅه نه وړاندی ددغی درنی غونډی د رابللو له کبله په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنی غړو ، د اُرزگان ملي مهالنۍ خپرونی قلموالو ، د افغانی کلتوری ټولنې غړو ، د اريانا کلتوری ټولنې غړو او يو شمېر نورو هغو فرهنگی ټولنو غړو ته چی په مرسته او هر اړخیز ملاتړ یی د نننۍ غونډی دروندوالی بشپړ سویدی، د زړه له کومی مننه و وایم او دهیواد فرهنګ ته یی ستړیا نه منونکی چوپړونه و ستایم . زه پدی لاره کی د وتلی او هڅاند لیکوال محترم حبیب الله غمخور هلی ځلی د قدر وړ بولم . دده او همکارانو د هڅو په مټ یی همدغه تالار نژدی هر کال یو ځل ددغسی درنو غونډو ویاړ تر لاسه کوی چی په ترڅ کی یی د واکمن دود په خلاف د ژوندو افغان قلموالو د زیار درنښت تر سره کیږی . دا هغه څه دی چی د پخوانی دود له مخی به افغان فرهنګیان په ټول ژوند د صحنی وتلی او هیر سوی وه ، مګر تر مرګ وروسته به یی پر قبرونو اوښکی توئیدی او په اړه به یی غونډی جوړیدی .

     دا چی سږکال یی ددغو کسانو په ډله کی زما ناتوانه قلم هم ور ګډ کړی دی ، زه یی د ځان د پاره د خوښۍ ځای بولم او د ټولو اړوندو کسانو څخه منندوی یم .

   ځینی دوستانو او زما دلیکنو مینه والو په ایمیلونو کی راته لیکلی وه چی د تاریخی او اوسنی حالاتو په اړوند ستا نظریات راته مالوم دی او غوښتنه یی کړی وه څو ددغه سیمینار په غونډه کی د اوږدو معمولی کلیشو څخه تیر سم ، د خپل ځان او خپلو فرهنګی کارونو په اړه یو څه و لیکم . دا غوښتنه ماته پر ځای و بریښیده او دادی سمدستی یی منم :

     زه پوهنمل حاجی محمد نوزادی د سید محمد زوی او د کمالخان لمسی یم . په ۱۹۴۶کال د هلمند ولایت په لیری پرته غرنۍ سیمه د نوزاد په اولسوالۍ کی د سیمی په کچه په یوه نسبتا مرفع کورنی کی و زیږیدم . لیری نیکه ګان می چی د هوتکو مخور او شتمن خلګ وه ، د بدیو له کبله د قلات نه فراری او پدغه غرنی سیمه کی یی ښایسته ډیری ځمکی رانیولی او د تل د پاره میشت سول . لومړنی زده کړی می په هم اولسوالی او منځنی زده کړی می په کندهار کی پای ته ورسولی . د لوړو زده کړو په کانکور کی د کابل پوهنتون طب پوهنځۍ ته ومنل سوم . یوسیمستر وروسته د کابل پولی تخنیک انستیتوت لپاره د استادانو د روزنی په پروګرام کی شوروی اتحاد ته ولاړم او د مسکو په دولتی پوهنتون د جیولوجی پوهنځۍ کی می د کانو د سروی په برخه کی ماسټری تر لاسه . په ۱۹۷۲کال وطن را ستون او د کابل په پولی تخنیک انستیتوت کی د استادی په دنده وګمارل سوم . په ۱۹۷۶کال د ډاکترۍ ډګرۍ پخاطر بیا هم هغه پوهنتون ته ولاړم او په ۱۹۷۸کال وطن د راتګ سره سم د کانو او صنایعو په وزارت کی د کانو او جیولوجیکی سروی د رئیس په توګه او په ۱۹۸۶کال د هم هغه وزارت د جیوانجینری خدماتو د تصدی د رئیس په دنده و ټاکل سوم . په ۱۹۸۹کال د ډګر جنرال شهنواز تڼی او ډاکتر نجیب الله تر منځ د ناندریو په پایله کی زه هم د یو ډیر شمیر کسانو سره زندان ته ولویدم . تر زندان وروسته د نوموړی وزارت د متخصصانو په بورډ کی مقرر سوم ، د تنظیمی جنګ ټولی ناخوالی می پر خپل وجود باندی تجربه کړی او د طالبانو د واکمنی پر مهال په ۱۹۹۸کال د وطنه را کډه او په ډنمارک کی تر دا اوسه پوری د کډوالۍ شپی تیروم .

     زه څلور زامن لرم چی مشر زوی می فرهاد نوزادی د عمومی جراحی ډاکتر ، دلدار نوزادی د ډنمارک د Aarhus پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ محصل ، دلاور نوزادی د Aalborg پوهنتون د سوسولوژۍ پوهنځۍ ته منل شوی او هیواد نوزادی لا تر اوسه د ښوونځۍ شاګرد دی .

     دا خو زما د شخصی ژوند په اړه څو لنډی خبری وی . که را وګرځم خپل ناتوان قلم ته ، باید ووایم تر هغه څه می خوارکۍ پښتو ته ډیر کم کار کړیدی چی هغه اړتیا ورته لری او پکار وه چی ډیر څه می کړی وای . پهر حال تر دی چی هیڅ می نه وای کړی ، پدی خبره به بسنه وکړم چی ( کم ما و کرم شما ) .

زما کمزوی قلم او فرهنګي هلي ځلي یی :

       اول ـ په هیواد کي دننه

     الف ـ علمي کارونه :

     علمی کارونه هغه دی څه چی د هغو پخاطر می د کابل پوهنتون د طب پوهنځۍ پریښوده او د کابل پولی تخنیک انستیتوت کی می د استادی دندی ته مخ واړاوه . څو کاله می د ځوانانو په روزلو او د جیولوجی او کان پیژندنی په اړه علمی څیړنو کی تیر کړه . ځمکه پیژندنه د بل هر علم په څیر هغه بی پایه سمندر دی چی ور غوټه کیدل اسانه خو مرغلری ورنه را ایستل د ستونزو سره تړلی کار دی .

     پدی علمی مرکز می چی اوس ( پولی تخنیک پوهنتون ) دی ، د خپلو علمی کارونو په لړ کی د « ساختمانی جیولوجی » ، « منطقوی جیولوجی » او « عمومی جیولوجی » لکچری ټولګی د شاګردانو د ګټی اخیستلو په موخه وړاندی کړی . لدی نه پرته می د کابل پولی تخنیک په نشراتی ارګان کی چی یوه مجله وه او همدارنګه د کابل پوهنتون په مجله کی یو شمیر علمی مقالی چاپ سویدی .

     کله چی په ۱۹۷۶زیږد کال د مسکو دولتی پوهنتون ته د ډاکتری ډګری پخاطر ولیږل سوم ، هلته می د علمی تیزس د لیکلو پخاطر د سټلایټ عکسونو پر بنسټ د ( واوری ښوئیدنی یا برف کوچونو د وړاندوینی او مخنیوی ) موضوع د پروفیسور کوستینکو په لارښودنه تر لاس لاندی ونیول . خو کله چی وطن ته راغلم ، سمدستی د کانو او صنایعو په وزارت کی د کانو او جیولوجی د سروی په ډیپارټمنټ کی د لوی رئیس په توګه وګمارل سوم . پدی کار کی می اداری بوختیاوو د علمی څیړنو کار ټکنۍ کړ .

     ب ـ د شعر سره مینه :

د ډیر پخوانه می د شعر سره مینه وه . که می څه هم وروسته په سلګونو شعرونه ولیکل ، دوی ټولګی می چاپ او یوه تر لاس لاندی ده مګر له بده مرغه شاعر نه سوم .

     ج ـ فرهنګي کارونه :

     هغه وخت چی په هیواد کی اوسیدم ، هلته تر ډیره حده په علمی او بیا په اداری کارونو مصروف وم او په ځانګړی ډول می فرهنګی کارونو ته ډیر وخت نه درلود . د هغه وخت د فرهنګی کارونو څخه می کولای سم د شعرونو لیکل ، د کانو او صنایعو وزارت د دری میاشتنی مجلی د تحریر هیآت په غړیتوب کی د مجلی د نشراتی چارو و سمون ته پاملرنه یاده کړم . پدی مجله کی هم زما مسلکی ـ علمی او په زړه پوری ټولنیزی عمومی مالوماتی لیکنی خپریدی .

   د ـ په نړیوالو غونډو کی ګډون :

   د کانو او صنایعو په وزارت کی می د کانو او جیولوجی سروی د لوی رئیس په توګه په یو لړ نړیوالو علمی ـ څیړنیزو غونډو کی چی د ملګرو ملتونو لخوا را بلل کیدی ، د افغانستان د استازی په توګه ګډون کړی او هلته می په افغانستان کی د جیولوجیکی څیړنو د څرنګوالی ، پرمختګ او تر لاسه سوو پایلو په تړاو بیانیی لوستی دی . د بیلګی په توګه :

۱ـ په ۱۹۸۰کال د فرانسی په پاریس ښار کی د جیولوجستانو نړیواله کنګره .

۲ـ په ۱۹۸۱کال د هندوستان په حیدراباد ښار کی د جیوفزیک نړیوال ورکشاپ .

۳ـ په ۱۹۸۲کال د اندونیزیا په باندونګ ښار کی ESCAPد د سیمی په تړاو د جیولوجیکی څیړنو نړیوال سیمینار .

۴ـ په ۱۹۸۳کال د ټایلنډ په بنکاک ښار کی د ESCAPد د سیمی اړوندو هیوادونو کی چی افغانستان هم ورسره تړلی دی ، د جیولوجیکی چارو د پرمختګ په هکله نړیوال ورکشاپ .

       دویم ـ د هیواد نه بهر

       الف ـ په مسکو کي د زده کړو ترڅنګ فرهنګی کارونه :

       ۱ـ پښتو ژبی ته د کتابونو ژباړی :

     هغه وخت چی د مسکو په دولتی پوهنتون کی محصل وم ، ټول پام می خپلی اصلی دندی ته اوړلی وو . ددی خبری مانا داده چی ټول وخت می په درسخانی ، کتابتون او مطالعه خانی کی تیریده . داچی د محصلانو د اتحادیی فعال غړی وم نو تل می په هغو محفلونو کی ونډه اخیستل چی کله ناکله یی په ترڅ کی د نوموړی اتحادیی لخوا د افغانستان ملی او تاریخی ورځی لمانځل کیدی .

     کله چی می د ډاکتری پر تیزس کار کاوه ، داچی دا مهال می د وخت او کار تنظیم تر لویه بریده خپل په لاس کی وو ، نو می د علمی څیړنو تر څنګ و فرهنګی او قلمی چاروته هم پام اړولای سو . پدی وخت می د پروګرس نشراتی موسیسی سره د یوه قرارداد له مخی یو لړ کتابونه د روسی ژبی نه پښتو ته وژباړل چی وروسته به یی یادونه وسی .

       ۲ـ د مستندو فلمونو ژباړه او دوبله :

     هغه مهال د پلان سره سم د « موسفلم » پنامه د فلم جوړونی سټډیو ته دنده سپارله سوی وه چی د شوروی ټولنی د علمی ـ تخنیکی لاسته راوړنو او همدارنګه په ټولنیزو چارو کی دلاسته راغلو بریاوو په باره کی په منظم ډول مستند فلمونه جوړ او د نړۍ په ټولو هغو ژبو یی و ژباړی چی دوی ورسره تخنیکی او کلتوری اړیکی لری . ښکاره خبره ده چی افغانستان هم هغه مهال دا ډول اړیکی ور سره پاللی . پدی توګه نوموړی فلمونه په دری او پښتو ژبو هم باید ژباړل سوی وای . ما چی د پښتو لیکنو او ژباړنو په چارو کی اړینه تجربه درلوده ، و دی کارته را وبلل سوم او د حق الزحمی په وړاندی می د یوه قرارداد پر بنسټ یو شمیر فلمونه پښتو ژبی ته واړول او په خپل اواز کی یی دوبله هم کړل . دا ډول فلمونه به په اونۍ کی یو ځل د افغانستان دملی تلویزیون د لاری د اړوند پروګرام په ترڅ کی نشریدل . څرګنده خبره ده چی پدی کار سره د پښتو ژبی او ادب هنری برخی ته هم معنوی شتمنی ورکول کیده او هم پدغه اړخ کی د راتلونکی د پاره تجربی پخیدی .

ب ـ د کډوالۍ پر مهال :

د کډوالی د وخت قلمی کارونه می د ټولو فرهنګی هلوځلو غوښین اړخ جوړوی چی په لاندی برخو کی یی یادونه کولای سم :

۱ـ شعرونه

۲ـ سیاسي لیکني

۳ـ ادبي لیکنی

۴ـ علمی ـ مالوماتی لیکنی

۵ـ تاریخی لیکنی

په افغاني ویب پاڼو کي نشر سوي مقالې

   په لوړو یادو سوو برخو کی د لیکلو مقالو ټول شمیر له ۲۰۰نه زیات او په اکثرو افغانی بریښناپاڼو کی خبری سوی دی .

     چاپ سوي کتابونه :

۱ـ « ساختمانی جیولوجی » ـ د تدریسی لکچرونو ټولګه .

۲ـ « منطقوی جیولوجی » ـ د تدریسی لکچرونو ټولګه .

۳ـ « عمومی جیولوجی » ـ د تدریسی لکچرونو ټولګه .

۴ـ « د وړانګو جنازی » ـ د شعرونو ټولګه ده چی د فخرالدین پتوال په مالی لګښت چاپ سوی دی .

۵ـ « بریتور آشنا » ـ دشعرونو ټولګه ده چی مالی لګښت یی غلام حضرت حساس پر غاړه اخیستی دی .

۶ـ « د څو ګلونو بیلګه » ـ د شعرونو هغه ګډه ټولګه ده چی زما په ګډون د څو تنو شاعرانو د شعرونو غورچاڼ دی او د « سلام » فرهنګی ټولنی لخوا چاپ سویده .

۷ـ « د کوه نور الماس له کومه راغی او چیرته ولاړ ؟ » ـ دا کتاب د محمد موسی نعیمی په مالی لګښت چاپ سوی او د په زړه پوری مالوماتی لیکنو غورچاڼ دی .

۸ـ « انسانان ولی یو بل مچوی ؟ » ـ د انجینر عبدالاحد عزیزی په مالی لګښت چاپ او د په زړه پوری علمی ، ادبی او مالوماتی لیکنوغورچاڼ دی .

۹ـ « د ځان طبیب » ـ دا د زړه د رګونو د ناروغیو او یوشمیر نورو بیلابیلو ناروغیو په هکله ټولو ته د پوهیدلو وړ مالوماتی لیکنو ټولګه ده چی اکثره یی پدی اړه په ډنمارکی رسنیو کی د نوو څیړنو د نشر سوو پایلو پښتو ژباړه ده . مالی لګښت یی ډاکتر محمد نوزادی او ډاکتر ګل احمد نوزادی پر غاړه اخیستی دی .

۱۰ـ دشعرونو یوه ټولګه چی چاپ ته د اماده کولو په موخه تر لاس لاندی ده .

         د یو شمیر کتابونو چاپ سوي ژباړي :

       الف ـ د د روسی ژبی څخه پښتو ته د کتابونو ژباړي :

۱ـ د « مور » پنامه د ماکسیم کورکی ناول .

۲ـ د شوروی اتحاد اخیرنی « اساسی قانون » چی په ۱۹۷۶کال کی نافذ سو .

۳ـ « په شوروی اتحاد کی روغتیا ساتنه » نومی مالوماتی کتاب .

۴ـ « په شوروی اتحاد کی ښوونه او روزنه » نومی مالوماتی کتاب .

۵ـ « د شوروی اتحاد قضایی سیسټم » د قضایی او عدلی چارو په هکله مالوماتی کتاب .

۶ـ « د انسان د پیدایښت په تکاملی پړاوونو کی د کار رول » فریدریک انګلس اثر .

۷ـ « د ښځو د مسئلی په هکله » د درو تنو کلاسیکو پوهانو نظرونه .

     ب ـ د دری څخه پښتو ژبی ته « د وزیر فتح خان او دهغه د کورنۍ تاریخی رول په سدوزی دولت کی » ، د کاندید اکاډیمیسن محمد اعظم سیستانی اثر چی تازه په ۲۰۱۳کال کی چاپ سو .

     ج ـ د ډنمارکی ژبی څخه پښتو ته د « مولس اوسیدونکو کیسې » پنامه کتاب ژباړه چی د ډنمارکی ټوکو یوه ټولګه ده . دا کتاب چاپ ته اماده خو لا تر دی دمه ندی چاپ سوی .

     د ـ د انګریزی ژبی څخه پښتو ته د « برَګ پړی » پنامه د یوه لنډ داستان ژباړه ( انګریزی لیکوال کانندوئیل ، د شرلیک هولمس په هکله د یاداښتونو د لړۍ څخه ) . چاپ ته اماده خو لا تر اوسه چاپ سوی ندی .

     ګرانو دوستانو او زما دلیکنو مینه والو !

     په هیواد کی زما د ګڼو اداری بوختیاوو ، په ډنمارک کی د زړه د ناروغۍ او په یوه ګوته د ټایپ کولو د محدودو امکاناتو په پام کی نیولو سره دغه زما « ناڅه » کارونه تاسی د خپلو پیرزوینو له مخی په « څه » و شمیرئ او منت را باندی واچوئ .

     مننه او درناوی

ډنمارک ، د Aarhus   ښار

……………

شاه ولی ارین ډنمارک

د « وړانګو جنازې » په اړه یو څو خبری

د شعر ګلڅانګو په خپل تنکي او پیمخي پسرلي کې تل د وږم او بزم رنګینې غوټۍ د نسیم په وزرو تخنولي دي او یو د بل پسې یې د زړه راښکونکي ګلبڼ ښېرازه لمن ښکلې کړې ده .

دا دی د شعر ګل لښتو پخپله تومنه کې د شعر یوې بلې غوټۍ ته سا ورکړه ګل شوه او غوړېده .

د شعر همدغه ټولګه یادوم چې په تندي یې کښل شوي دي : ٫٫ د وړانګو جنازې ،، .

دا درې لسیزې کیږي چې د افغانستان ناخوالو هر څه په مخه کړي دي او د روانو پېښو تت سیوری په مادي او معنوي ارزښتونو پروت دی نو ځکه خو شاعران هم د خپل هنري نوښت په تندي داسې سرلیکونه کاږي چې کله ناکله د خپلې لیکنې له مینځپانګې سره توپیر لري .

په دې وروستیو کې د ٫٫ وړانګو جنازې ،، ویناوال ، شاعر او لیکوال ښاغلي نوازادی صاحب د خپلو شعرونو ټولګه ماته را لېږلې ده . خدای شته چې ټوله ټولګه مې سر تر پایه ولوستله او یو څه یادښتونه مې ترې هم راپورته کړل .

وینا وال د سریزې په توګه څو خبرې هم کړي دي او په پلکوریکو اولسي کیسو او نکلونو هم غږېدلي دي . خو د خاطرو بېلګې یې خوږې او په زړه پورې دی .

د شاعر له سریزې وروسته مو سترګې په هغه شعر لګیږي چې سرلیک یې دی ٫٫ زما شعر ،، د دې شعر بڼه او مینځپانګه د پام وړ ده . کلام یې کله قافیه وال او کله هم د ازاد شعر په بڼه کښل شوی دی او ان دا چې د سپین شعر بېلګې پکې هم تر سترګو کیږي .

زما د دې خبرې موخه دا ده ، شعر چې په هره بڼه وي خو که شعري ارزښت د تخیل ښکلاییزه وړتیا ٫ عاطفي رنګ ٫ هنري خوند او د شعر نورې سنتي ځانګړتیاوې ولري د ستاینې او خوښونې وړ دی .

کله چې د کتاب پاڼه اړوو د لومړۍ برخې لومړی شعر مو مخې ته راځي چې یو ډول بېت یې د بېلګې په توګه را اخلو :

په دار کې رانه څله د وفا امتحان اخلې

رسۍ مې مچه کړې غوڅه کړې خو مې نه ده

         پدې شعر کې څه ښکلی انځور تر سترګو کیږي هغه هم د یوې لېونۍ مینې د ,, امتحان ،، تصویر چې د مینې منصور د دار په تخته ولاړ دی او پخپل اشنا غږ کوي چې ته لا اوس هم لمانه د وفا ازموینه اخلې؟!

یا دا څو بېلګې :

چې د شونډو په سکروټه شونډې وسوې

له هغه ګړۍ نه پورې په زړه اورسو

د خمار د ما تېدو هیله تازه سوه

چې په شونډوکې مې جام دمینا ولید

د توبې نوم لا ترخولې وتلی نه وو

شونډو ست راته د ډکو پيالو وکړ

د لومړۍ برخې په شعرونو کې د ښو شعرونو په څنګ کې یو شمېر نور داسې شعرونه هم لولو چې ماته د تامل وړ دي . د ساري په ډول دا یو شعر :

پسرلی وو ، نیمه شپه وه

شبنم ګل غېږ کې ویده وو

د سپوږمې څوارلس شپې تېرې

اسمان صاف لکه ښیښه وو (۲۴مخ تر پایه)

که څه هم اړینه نده چې په یوه شعري ټولګه کې دې ټول شعرونه یو وي لکه څنګه چې په یو ګلبڼ کې رنګارنګ ګلان او ګلبوټي راټوکیږي دا رنګه په شعري جونګ کې هم راز راز شعرونه وي خو زه په دغه سپارښتنې ټینګار کوم که څوک غواړي دا ډول شعري ټولګې چاپ ته وسپاري غوره به وي چې د شعرونو غورچاڼ ته پاملرنه وکړي او که غواړئ د خپلو شعرونو کلیات خپاره کړئ بیا نو هرومرو په کار دی د هر پړاو شعرونه چې د شاعر د شاعرانه تخیل د ژوند یو ټاکلی زمان په ګوته کوي له یوې مخې چاپ کړي .

نوزادي صاحب له قافیه والو شعرونو پرته ازاد شعرونه هم په دغه کتاب کې کښلي دي . راواخله دغه یو شعر د ساري په ډول کاږو :

یو څو کلونه،

له دې نه وړاندې

ښکلی موسم وو

د پسرلي د ګلو

زه او دا دواړه وو ناست

د یو ګلبوټي لاندې (۴۰مخ دا شعر تر پایه)

د شاعر یو شمېر ازاد شعرونه ښکلي او په زړه پورې دي او د شاعرانه تخیل ښکلي او زړه راښکونکي انځورونه یې د شعر په ټټر ټومبلي دي .

د ٫٫ وړانګو جنازې ،، په شعري غونډ کې که قافیه وال شعرونه دي او یا هم ازاد شعرونه د شعرونو هره بڼه یې خپل ځاي لري .

ژړا ته پیدا سوی یم خندا کله راځي

په وچو سپېرو شونډو مې موسکا کله راځي (۵۰مخ)

     یادا چې :

د ګڼ ځنګله دونو منځ کې

د پسرلي تنکیو څانګو باندې

د مازدیګر پلوشو،

خپلو زرینو امېلونو سره

د واده شپې دپاره

د طبیعت ناوې سینګار سینګار کړه (۵۴مخ)

بل ځای وایی :څو چې دی توان قسمته ما ته ترخه ولیکه

چې ظالم زړه دې یخ کړي هرهغه څه ولیکه (۵۷مخ دا شعر تر پایه)په پای غواړم ووایم د نوزادي صاحب د شعرونو ځنې بېلګې دومره ښکلې او زړه راښکونکي دي چې په لوستلو یې د شعر مینه والو تنده ماتیږي او په ځانګړي ډول د کتاب د دوهمې برخې شعرونه یې د بېلګې په توګه یادولی شود اوس لپاره همدومره .

……………

دپوهنوال محمدرسول باوری لنډ ژوند ليک

ښاغلی پوهنوال محمد رسول باوري په ١٣٣٦ لمريز کال د روزګان ولایت په دهراوت ولسوالی په يوه منوره کورنۍ کې زيږيدلی .

په ١٣٥٢ لمريز کال د تيرينکوټ د سيدالخان ليسې څخه فارغ او د ١٣٥٤   لمريز کال د کانکور ازموينې وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی د تاريخ څانګې ته شامل شو ، په ١٣٥٨لمريز کال يې د کابل پوهنتون د ليسانس ديپلوم تر لاسه کړ. د همدې کال د کب په مياشت کې يې د کابل پوهنتون د علمي کادر لپاره په ازموينه کې برخه واخسته تر ازموينې وروسته د عسکري مکلفيت دورې ته لاړ او په ١٣٦٠ لمريز کال د ليندۍ په مياشت کې يې د مکلفيت د چوپړ څخه د فراغت پاڼه تر لاسه کړه. د همدې کال د مرغومي په مياشت کې يې د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهنې ډيپارتمنت د علمي غړي په توګه دنده پيل کړه. ښاغلي باوري د خپلې دندې تر څنګ د ١٣٦٥ څخه تر١٣٦٧ لمريز کاله پوري د ماسټری پروګرام بشپړ کړ او د کابل پوهنتون څخه يې د ماسټری يا .اېم . اې . ديپلوم تر لاسه کړ.

ښاغلي پوهنوال محمد رسول باوري د ١٣٦٠ لمريز کاله څخه تر ١٣٧۶لمريز کاله پوري بې له ځنډه د کابل پوهنتون اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهنې په ډيپارټمنت کې د استاد په توګه دنده تر سره کړه ، او د کابل پوهنتون د کړنلارو( لوايحو ) سره سم يې پوهيالی کانديد رتبې څخه بيا تر پوهنوالی پوري علمي رتبې يو په بل پسې ترلاسه کړيدي ، او په دې ترڅ کي يې تر شل عنوانه زيات علمي او تحقيقي کتابونه ليکلي چې له هغو څخه ۲۰شل عنوانه کتابونه د کابل پوهنتون ، علومو اکاډمۍ او يو شمير بهرنيو علمي موسسو له خوا چاپ او خپاره شويدي .

چاپ شوي اثار :

١ _ د روښانيانو غورځنګ ( مونوګراف چي وروسته خپور شو ) ١٣٥٨ .

۲ _ اصول وتحقيقات باستانشناسي ؛ کابل پوهنتون ١٣٦١ .

۳ _ باستانشناسي شرق ميانه ؛کابل پوهنتون ١٣٦٢ .

۴ _ باستانشناسي کشورهاي همجوار ؛ کابل پوهنتون ١٣٦٤ .

۵ _ باستانشناسي افغانستان ؛ کابل پوهنتون ١٣٦٥ .

۶ _ اصول ترميم وبازسازی اثار باستاني . کابل پوهنتون ١٣٦٦ .

۷ _ افغانستان در عهد باستان ؛دولتي مطبعه ١٣٦٧.

۸ _ باستانشناسی ساحوی ( اصول حفريات ) . کابل پوهنتون ١٣٦٨ .

۹ _ لرغونپوهنه ،پرنسيپونه او ميتودونه ؛ ملي موزيم ١٣٦٩ .

۱۰ _ باستانشناسی مدنيتهاي اوليه افغانستان ؛ لومړی چاپ یی د سلام فرهنګی ټولنی له لوری خپور شویدی او دوهم جاپ یی د امیری خپرندوی ټولنی له لوری چاپ شویدی. ١٣٧١ .

۱۱ _ موزيم شناسي و سير موزيمها در افغانستان ؛دسپک ټولنی له لوری خپور سویدی.   ١٣٧٤ .

۱۲_ لرغونپوهنه ، عملي لاري چاري ؛ په جرمني کي دافغانستان فرهنګي ودي ټولنی له لوری خپور سویدی. ١٣٨١

۱۳ – په انګريزي ژبه Outline of Archaeology in Afghanistan. 1999 ( Assen: Nederland)

۱۴ – په هالنډي ژبه Drenthe. 2003 . Assen: Nederland Samenwerken in Archaeologie in

۵۱- موزیم پوهنه او په افغانستان کی د موزیمونو لوړی ژوری . په جرمنی کی د افغانستان کلتوری ودی ټولنی له لوری خپور سویدی . ۱۳۸۶ .

۱۶_ لرغونی افغانستان . د ميدان وردګ ولايت د ليکوالو په نوښت د مڼې ګل په وياړ په ١٣٨٨ لمريز کال خپور سو.

١٧ _ لرغونې نړۍ . ( د ژباړل شويو مقالو ټولګه(   د پکتيا پيژندني سيمنار په وياړ خپور سو. ۱۳۸۹ .

١٨ – په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو کې نړيوال کلتوري ميراثونه ١٣٨٤. د افغانستان د سيمه ايزو څيړنو مرکز له لوري خپور سويدی. ۱۳۹۱ .

۱۹ – د لرغونپوهنی بنسټونه ، د لوړو زدکړو وزارت د نشراتو ریاست له لوری خپور سویدی ۰ (۱۳۹۲ .

۲۰ – د افغانستان د تاریخ پنځوس پاڼی ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوری د ۱۳۹۳یم لمریز کال د نوروز جشن په ویاړ خپور سویدی . ( ۱۳۹۲ )

تر درې سوه زياتي مقالې يې دهيواد د ننه او بهر په بيلا بيلو خپرونو کي چاپ شوي او یا په ویب پاڼو کی خپرې سویدی

ترسلو زياتو ملي او نړيوالو علمي سيمنارونو کي يې ګډون کړيدﺉ .

خپريدو ته چمتو اثار یې :

– 1په افغانستان کي سپړل شوي لرغوني سيمي .

– 2. لرغونې نړۍ . ( د ژباړل شويو مقالو ټولګه )

– 3. لرغونی افغانستان او ګاونډي هيوادونه .

-4. د مټن او لنډيانې بابوزي ( اتنوګرافيکي څيړنه )

-5. نيوکي او ګيلې .( په ١٣٨١ _ ١٣٨٤ لمريز کلونو کي د کلتوري او ټولنيزو ناخوالو په اړه ليکني.)

ښاغلی باوري په ١٣٧٧ لمريز کال د هيوادنه ليري د هالنډ هيواد ته کډوال شو. د ١٣٨٣ لمريز کاله تر ١٣٨٧ لمريز کاله د هالنډ هيواد په ګروننګين دولتي پوهنتون کي د استاد په توګه دنده تر سره کړيده.

او په ۱۳۸۷ لمریز کال کې بیرته هیواد ته راستون او تر ۱۳۸۸لمریز کال پورې يې د پوهنې وزارت د تدريسي کتابونو دلیکلو په ځانګړي توګه د تاریخ مضمون د لیکلو دنده پرغاړه وه ، د اووم ټولګي تر دوولسم ټولګي پوري يې د تاریخ کتابونه ولیکل اود ۱۳۸۸لمریز کال په پای کې بیرته د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهنې څانګې کې د استاد په توګه دنده پیل کړه .

په (( ٢٠١٠ )) زېږد کال یی ، کابل کي د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت     “AFGHAN INSTITUTE FOR CULTURAL HERITAGE & TOURISM STUDIES”   د بنسټ ايښونکي او مشر په توګه دنده تر سره کړیده .

د ۱۳۹۱کال راهیسی د خوست د ( شیخ زاید پوهنتون ) د ریس په توګه د نوموړی پوهنتون چاری پر مخ بیایی .

ښاغلی پوهنوال محمدرسول باوری پدې موده کښي لاندی ستاينلکونه اودولتی نښانونه ترلاسه کړي دي :

۱/ په ١٣٦٨ لمريز کال يې د کابل پوهنتون د ادارې له لوري د زيار کښ استاد ستاينليک تر لاسه کړﺉ

۲/ په ١٣٧٤ لمريز کال يې د محمود طرزي د ليکوالی دولتي نښان ستايل سوی .

۳/ په ۱۳۹۱لمریز کال یی د مشورتی لویی جرګې ددایریدلو په بهیرکی د اغیزمنی ونډی له امله ستاینلیک ورکړل سویدی .

ښاغلي پوهنوال رسول باوري واده کړی ، دواده ثمر یې د عتیق الله باوری او وثیق الله باوری دوه زامن او هیله باوری   په نوم يوه لور لري .

…………

م . زرین انځور

نومیالی افغان لرغونپوه

پوهنوال رسول باوري

ګرانودوستانو ، درنو پوهانو او ددغې درنې علمي غونډې قدرمنو برخه والو !

دتاریخ او لرغونپوهنې نومیالی استاد پوهنوال محمدرسول باوري ددې په څنګ کې چې اوږده کلونه یې په کابل پوهنتون کې دتاریخ او لرغونپوهنې داستاد په توګه ګڼ شمیر شاګردان روزلي دي ، په ننګرهار او خوست پوهنتونونوکې یې هم د تدریس چارې ترسره کړي دي ، او ددې په څنګ کې یې یوشمېر مهم آثارهم چاپ او خپاره کړي دي . دغه آثار چې زیاتره یې د افغانستان دلرغوني تاریخ او یا په افغانستان کې د موزیمونو او لرغونو آثارو د پلټلو په اړه دي ، دغه آثار یې هم پوهنتوني ارزښت لري چې د اجتماعي علومو د پوهنڅي شاګردانو لپاره ګنل شوي دي ، خوپه عمومي توګه دغه آثار د افغانستان د تاریخ د مینه والو او څېړونکو لپاره هم خپل ځانګړی ارزښت لري په دغو آثاروکې د یوڅو مهمو نومونه یې دادي .

موزیم شناسي و سیرموزیم ها درافغانستان ، لرغونپوهنه (دسپړنواوڅیړنوچارې) ، مرور مختصر برتاریخ افغانستان درعهد باستان ، موزیم پوهنه او په افغانستان کې د موزیمونو دورې د بهیر لوړې ژورې ، باستانشناسی مدنیت های اولیه (دوره انتیک) افغانستان ، لرغونی افغانستان ، لرغونې نړۍ ، په افغانستان او ګاونډیو هېوادونوکې دنړیوالو کلتوري میراثونو لنډه پیژندنه ، دافغانستان دتاریخ پنځوس پاڼې (دمقالو ټولګه ) او یوشمېر نور .

په دغه لړکې په زه داستاد باوري پرهغو دوو آثارو په ډېر لنډیز سره وغږېږم چې په جرمني کې دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې له لورې خپاره شوي دي ، خوترهغو خبرو وړاندې ددې ټکي یادول هم لازم ګڼم چې پوهنوال رسول باوري له هغو فرهنګي شخصیتونو څخه دی چې په وطن کې د ډیرو سترو او مهمو آثارو دتباهۍ ، غلا ، لوټ او تالان بهیر په خونړیو کلونو کې په خپلو سترګو لېدلی او دیو مؤرخ او لرغونپوه په توګه ورته ځوریدلی ، له سترګویې ورته اوښکې تویې شوي او ددغه ناورین دپای ته رسېدو لپاره یې هلې څلې کړې دي. په هغو ترخو کلونوکې ښاغلی پوهنوال باوري په کابل کې و او له یو شمېر نورو فرهنګي شخصیتونو سره یې په ګډه دتاریخي او فرهنګي آثارو دساتنې هڅې کولې ، دوی په هغو کلونو ( اویا یموخونړیو لمریز وکلونوکې ) دتاریخي آثارو د راټولولو او ساتنې دملي کمیسیون ) په جوړېدوکې هڅې وکړې او دهغو تاریخي تالان او لوټ په وړاندې په میړانه ودرېدل ، د دوی نومونه به په دغه سترخدمت کې هم دتل لپاره د یادولو وړ وي .

درنو دوستانو !

په جرمني کې دافغانستان د کلتوري ودې ټولنې داستاد باوري دوه خورا مهم کتابونه چاپ او خپاره کړي دي ، چې زه به په لنډیز سره خپرې پرې وکړم !

۱.لرغونپوهنه (دسپړنو او څېړنو چارې) :

دغه اثر په ۱۳۸۰ هـ ل . 2001 م . کې په (۱۲۴) مخونوکې خپور شوی دی . په دې اثرکې پردغو موضوعاتو بحث شوی دی :

لرغونپوهنه څه شی دی ؟ له نورو علومو سره د لرغونپوهنې اړیکي ، په علمي ډول دلرغونوسیمو سپړنه ، دکار وسایل ، دلرغونو آثارو بیاجوړونه ، دلرغونو آثارو تحلیل او بیا کتنه، دلرغونوآثارو دتاریخ ټاکنې میتودونه او ځیني نور سر لیکونه .

په دې کتاب کې دتاریخي آثارو د سپړنې او څېړنې په اړه دقیق علمي بحثونه شوي دي . دغه اثر په افغاني څیړنوکې دلرغونپوهنې په برخه کې له لومړنیو ژورو آثارو څخه شمېرل کیږي او ښایي په پښتو ژبه په دې لړکې لومړنی علمي ، دقیق اثر وي .

۲. موزیم پوهنه او په افغانستان کې دموزیمونو دودې دبهیر لوړې ژورې:

دښاغلي پوهنوال رسول باوري دغه اثر په ۱۳۸۶ هـ . ل. (۲۰۰۷م.) کال دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې له لوري په (۱۲۲) مخونوکې چاپ او خپورشوی دی . دغه کتاب په حقیقت کې دهغه دري اثر پښتو بڼه ده چې په ۱۳۷۵ هـ . ل کال په کابل کې خپور شوی و ، خو په دغه ژباړه او نوي چاپ کې یې ډېر نوي موضوعات ورسره یوځای کړي دي ، په تېره بیا په هغو ناخوالو ډېر اوږد بحث شوی دی چې دافغانستان موزیم او لرغوني آثار ورسره په اویایمه لمریزه لسیزه کې مخامخ شول .

په موزیم پوهنه کې پر دغو موضوعاتو بحثونه شوي دي !

دموزیم تعریف ، دموزیم ډولونه ، موزیم ته دآثارو ټولولو لارې چارې ، دموزیم لابراتوار او دهغه دندې ، په افغانستان کې د موزیمونو د ودې دبهیر لوړې ژورې ، په افغانستان کې دنامتو لرغونو سیمو ، آثارو او څېړونکو لنډه پیژندنه ، د ولایتي موزیمونو پیدایښت او د ودې بهیر ، ملي موزیم ته دراوړل شویو آثارو د اصلي ټاټوبو لنډه پېژندګلوي او ځیني لنډ سرلیکونه .

دغه آثار او دښاغلي پوهنوال رسول باوري نور تاریخي آثار دافغانستان دتاریخ دلرغونې دورې ، لرغونپوهنې او دلرغونو آثارو د څېړنې په برخه کې دلومړي لاس موادو په توګه خپل ارزښت لري.

موږ په خپل هېواد کې دلرغونپوهنې په برخه کې زیات او کافي متخصصین نه لرو ، یوازې دګوتو په شمېر څو تنه په دې لړکې کار کوي او بې شکه چې استاد باوري ددغو کسانو په لړکې یو ممتاز استاد ، لیکوال او څېړونکی دی .

دهغه پرعلمي کارونو د ډېرو بحثونو امکان شته دی او د نېکمرغۍ ځای دی چې ښاغلي غمخور او په سویډن کې د دوستۍ فرهنګي ټولنې زموږ ددغه غوره لرغونپوه او څېړونکي دکار او آثارو د یادونې تابیا نیولې ده ، هیله ده چې په دې توګه د هغه د خدمتونو دیوې برخې ستاینه وشي او حق به یې ادا شي .    مننه

………………

غمخور صاحب سلامونه دوه پېغامه مې درولېږل.پکې د ه رډول لاس وهلو صلاحیت لرۍ

په روسیه کې د افغانانو د سراسري ټولنې دکاري مرکز او دمهاجرینو دنړۍ وال کانګرس دمبارکۍ پېغام

ګران او منلی استاد حبیب الله غمخور،په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې ، ،دافغانی کلتوری ټولنې ،اريانا کلتوری ټولنې ، دسويډن دفرهنگی اوټولنيزوسازمانو او مدنی ټولنو دمشرتابه درانه هیاتونو او د سویدن د دولتی اړونده فرهنگی ادارو مسوولینو ،په سلامونو او نېکو هیلو مو نمانځم.

نن تاسو داسې یوه درنه غونډه جوړه کړې او داسې درانه او دقدر وړفرهنګیان پکې نمانځۍ چې له هره پلوه د ستاینو وړ او قدرمن شخصیتونه دي.

موږ پخپل وار دخوست دشيخ زايد دپوهنتون رئيس اولرغون پېژندونکی پوهنوال استاد محمد رسول باوري سره نه یوازې له هغه وخته چې دې په مسکو کې وو بلکه له افغانستانه آشنایی او دده د آثارو سره پوره بلدتیا لرو ،زموږ دهيواد پېژندل سوی اوپياوړی ژورنالست ، د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر ښاغلی اکبر ايازي خو مو هر وخت د ذهنونو او کورونو مېلمه وي، دکابل پوليتخنيک پخوانی استاد،ليکوال اوشاعر پوهنمل حاجي محمد نوزادي سره د مشترک کار او همکاریو ویاړ لرو ،همدارنګه دبي بې سي راډيوه پېژندل سوې اوهڅانده ژورناليسته اوليکوالي اغلي نجيبې ليمې دکارونو سره مو هره ورځ سر وکار دې.ځکه نو په ډېرې مینې او علاقې سره ستاسو ددغې درنې هڅې چې د دوې د نمانځني په موخه موکړي د زړه له تله ستاینه او قدردانی کوو.

دروسيي په فدراتیف جمهوريت کې د افغانانو د سراسري ټولنې کاری مرکز او همدارنګه د مهاجرینو نړۍ وال کانګرس د مشرتابه هیاتونو ویاړي چې ددغه لنډ پېغام په وسیله تاسو سره په دې غونډه کې ځان شریک بولي.

موږ په روسیه کې هم تقریبا ستاسو داند و هڅو سره موازي اقدامات کړي او کوویې او دا به زموږ د پاره د ډېرې خوښیو ځای وي چې وتوانیږو په دې لړ کې نورو اقداماتودپاره هم له تاسو سره مشترک عملي ګامونه پورته کړو.

خوشحاله په دې یو چې افغانان که د نړۍ په هر ګوټ کې دي، د خپل فرهنګ او فرهنګی –علمي شخصیتونو درناوی کوی او هغوی ته په درنه سترګه ګوري.

دا به زما د پاره دزیاتې خوښۍ ځای وو چې کولای مې شوای له تاسو سره مې په دې غونډه کې گډون درلودای،که دا نشوه نو اجازه راکړۍچې تاسو درنو عزیزانو ته د دغه نوښتګر اقدام په مناسبت ددې پيغام په مټ دزړه له کومی بریالیتوب وغواړم، ددغې غونډې درنو ګډونوالو ته د سلامتیو هیله وکړم او د غونډې اساسي اتلانو ته دزړه له کومې مبارکۍ ووایم .

دوې ته د لا زیاتو پنځونو او د دردیدلي هیواد د فرهنګ په لاره کې د زیاتو خدمتونودپاره دبریالیتوبو نو هیله څرګندوم.

بلې دې وي زموږ دهېواد دفرهنګ ډېوي

په درناوې

غلام محمدجلال

په روسیه کې د افغانانو د سراسري ټولنې دکاري مرکز او دمهاجرینو دنړۍوال کانګرس رییس

مسکو-فدراتیفه روسیه

…………

له مسکو څخه دنوید روز د ورځپاڼې د مبارکۍ پېغام

د افغانستان د پوهې او فرهنګ خوږمن او دردمن شخصیت حبیب الله غمخور او په سویدن کې د دوستې او نورو فرهنګی کړیو د مشرتابه درنو عزیزانو!

تر هر څه دمخه زما نېکې هیلې او سلامونه ومنۍ.ډېر خوښ یم چې نن یو ځل بیا،دهیواد د فرهنګ مینه وال داسې یو لوی همت ته ملا تړلې چې په هغه کې په یوواري د فرهنګ او پوهې څو تنه درانه اوحقداره شخصیتونه نمانځل کېږي.

ستاسو دټولنو هڅه و هاند او په دې لاره کې د سخت کار په نتیجه کې دې ټکې ته رسیدل نه یوازی د فرهنګ کار کوونکو بلکه نسلونو ته د نمونې او بېلګي حیثیت لري چې،تل به یې یادوي او له هغه څخه به د خپلومشرانو د قدردانیو د پاره د ډیوې په توګه ګټه اخلي.

اجازه راکړۍ تاسو درانه دوستانوته په دې کار کې دسترو بریالیتبونو هیله وکړم او درانه استادانو او عزیزانو باوري صاحب،نوزادي صاحب،ایازي صاحب او نجیبه جانې لېمې ته دګلونو د ګېډیو سره مبارکی ووایم.

زه ځان د تاسو سره په دې جشن کې شریک بولم. دمېنې لاسونه مو کیکاږم ،په کارونو او علمی ،فرهنګي هڅو کې درته د بریالیتوبونو هیله کوم.په ادب او درناوی

فاروق فردا

شاعر ،لیکوال ژورنالیست

او په مسکو کې د نوید روز د ورځپاڼې دامتیاز خاوند اومسوول مدیر

……….

         دتبریکی پیغام

د سویدن د مالمو ښار د کلتورې ټولنی او د ارزګان د ملی مهالني خپرونی قلموالو درنو ګډونوالو او حاضرینو ته اسلام علیکم ورحمت الله.

لومړی له هر څه نه د سویدن د مالمو د ښار د کلتوری ټولنود رهبری هیأت څخه د زړه له کومی مننه کوم چی: د هیواد د عالمانو ، ادیبانو ، شاعرانو ، پوهانو او ملې شخصیتونو په لمانځلو کی د اورپا د ټولو کلتوری ټولنو څخه مخکښه او وړاندی قدمه ده .

ددی ټولنی د رهبری لخوا هر کال زموږ د هیواد قدرمن ملی شخصیتونه د هغو په ژوندینی نمانځلی او قدردانی شوی . زموږ ځوانو نسلونو ته هغه معرفی شوی او د هغو کارنامی په نیکی سره یادې شوي دي ، دادی سږ کال پدی لړ کی د محترم پوهنوال حاجی محمد نوزادی د شه شخصیت او د هغه دعلمې او ادبی هڅو د ستایلو په ویاړ دا غونډه رابلل شوي ده.

زه له ډیره وخته د محترم نوزادې صاحب سره له نژدې پیزنم د هغه علمي څیړنیزی مقالی ادبی ټوټی معلوماتی ترجمه شوې اثار او شعری ټولګی می لوستی دی او ورڅخه ګټه می پورته کړی . د نوزادی صیب د اثارو مطالعه د ځوانانو او موږ ټولو افغانانو لپاره ګټوره ده باید چی ولوستل شی .

محترم نوزادی صیب څومره چی د نرم طبعیت ، شو اخلاقو او درند شخصیت درلودونکی ده هغومره صمیمی او د خوش طبعتی څښتن هم دی د دوستانو سره په صمیمیت برخورد کوی د هرچا سره په متقابل احترام نرمی او خوږی خبری کوی .

په خپل ژوندانه کی زړه سواند او مهربانه زړه لرې ، د مظلومانو یارو یاور او د ټولنی د اجتماعې بی عدالتیو ضد مبارز هم دی .

محترم حاجی محمد نوزادی په ټولنه کی د طبقاتی مبارزی له پلویانو او ددی لاری د عملی مبارزینو له جملی څخه دی . او د تولنی د حاکیمو ناخوالو په ضد یی سخته او دوامداره مبارزه کړي ده .

محترم نوزادی صیب د هیواد د ځوانو انجنرانو په تربیه کولو کي نه ستړی کیدونکې کار نتنها د تدریس او علمی کادر به چوکات کی بلکه د عملې کار او پراکتیک په ساحه کی کړی دی او ډیر ځوان انجنران یی د تولنی خدمت لپاره اماده کړی دی .

د محترم نوزادی خدمتونو ته د موږ وطن دوسته افغانان د قدر په سترګه ګوری او په نیکی یی یادو محترم غمخور صیب ته سلامونه او نیکی هیلی ډالی کوم

د ډیر کاری مصرفیت لکبله می ونشو کولای چی ستاسو په درنده غونډّ کی برخه واخلم نو ځکه می لاندی پیغام د ایمل له لاری در واستول که مهربانی وکړی او په غونډه کی د یو نفر لخوا ولوستل شی ،. مننهعزیزالله حقپال

……………..

زما پردیس ملګرې !

پوهنمل حاجي محمد نوزادی (دنوزاد دسردرو دشنوباغونوڅخه راوتلي عالم،سیاست پوه، لیکوال ،ادیب اودپښتوژبي خوږ شاعر)

کله چي زه دخپل ملګري نوم اخلم ،نوپه سترګوکي مي د نوزاد د شنو باغونو منظرې رغړي اورارغړي ،غوږونوته مي د سردرود خوش اوازه مرغانو خوږې نغمې ذمزمه رارسیږي اوهغو میووته بالخصوص سرواناروته چي په نژدې شاوخواکي یې مثال نه لیدل کیږي خوله اوبه کوي.

زماد ډیر محترم ملګری ،پوهنمل نوزادی صاحب د نوزاد د« اسعدسوري« د لمړنې ښونځئ څخه یوځلانده ستوری راوتلی دی . ده دخپل عمر په اوږدوکي د قندهار د دارالمعلمین څخه نیولې بیا د کابل دطب د پوهنتون اود مسکود جیالوژی د دولتي پوهنتون څخه دزده کړي اوږده لاره وهلی ده.دا د افغانستان په یوه وروسته پاتي سیمه«نوزاد« کی زموږدپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده .هغه فطری استعداد چي خدای(ج) دوی ته ورپه برخه کړی دی وکولای سوه چي خپل علمی لیاقت،سیاسي اوټولنیزه پوهه وداسي درجی ته ورسوي چي په ډیره لنډه موده کي د کابل د پولی تخنیک په پوهنتون کی د استادی درجه ترلاسه کړي .

پوهنمل نوزادی صاحب په خپله دنده کي د لوړلیاقت تر څنګ دډیري حوصلی خاوند هم دی.په خپلي کاري دوره کي یی په ډیر لیاقت ،مهارت او صداقت سره کار کړی دی.ډیر تکړه شاګردان یی وټولني ته دښه خذمت په خاطر روزلي دي.په کومو دولتي بستونوکي چي دوی کار کړی دی دده کارمندانو پردی شاهدی ورکړی ده چي دوی په پوره باور او پاکي سره کار کړیدی او خپل کارمندان یی هم ودی ته هڅولي دي چي په پوره ایمان او صداقت د خاوري اووطن خذمت وکړي.

نوزادي صاحب دخپلي ورسپارل سوي دندي ترڅنګ یو فعال سیاست پوه هم دی.په دی برخه کی یی هم ډیر کدرونه روزلي دي.خوپه تاءسف سره باید وویل سی چي د وخت چارواکانودخپل کرغیړن سیاست په چوکاټ کی دده او د دوی غوندي نور کدرونه ونه ځغمل چي دا ډول صادق اوپه کار پوه خلګ د ځان تر څنګ ولري.همدا علت وو چي دنوموړی په وړاندي د ډول ډول خنډونوپه رامنځته کولوسره دی دې کارته اړکړ چي خپل ګران هیواد پریږدي او د مهاجرت لاره خپله کړي.دې کارددوي هغه ارمانونه نیمګړي کړل، کوم چي دوطن د ابادولواو پرمختګ دپاره یی درلودله.اوس زما ګران ملګری د ګران هیواد څخه لیري په ډنمارک کی دخپلی درنی کورنې سره دمهاجرت شپی او ورځي تیروي.

دجلاوطنئ په دوران کی بیا هم ددوی د وطن پالني او د وطن د ابادولو وینه په رګونوکي دجوشه ونه لویدله. که څه هم دوطن څخه لیري دی اونور دهغو هیلو اوامیدونوڅخه چي دوطن د سمسورتیا په هکله یی درلودله ،دپام وړلاس رسی نلری ،خوبیا هم ارام پاته نسو او د خپل د زړه بړاس یی د عملی مقالو ،ادبی لیکنواو اشعارو په لیکلوسره وایستی.دوی تر اوسه پوری دهغه وخت راهسي څه دپاسه یوسلواته ویشت ډول ډول مقالی لکلي دي اوپه هغوکی یی فساد، رشوت ،چور،چپاول …. اوداسي نوری ناوړه پدیدې نه یوازي په غټو ټکو غندلي دي،بلکه هغه لیاری او چاري یي هم په ګوته کړیدی چي څه ډول ددې ناوړه پدیدو سره مبارزه کیدلای سي .ددی ټولو منځپانګه د وطن سره دخپلي میني اظهارول او د وطن د ناخوالو په وړاندي دخپلي کرکي بیانول دي.

دوی دخپل کار په دوره کی درسمي کارونو په بغل کي دا لاندي علمي کارونه سرته رسولي دي :

یو زیات شمیر درسی کتابونه یی د روسي ژبي څځه په پښتو اودری ژبه ژباړلی دي.چي دا کار پخپل وارسره د پښتوژبي دعملي کولو خواته د پام وړ هڅه ده .

په ډیرو علمي کنفراسونو،سیمینارونواومشاعرو کی یې فعال ګډون کړیدی او هلته یی عملي ،سیاسي ،ادبي او کلتوري لیکني اورولي دي،

په پښتو ژبه یی ډیر شعرونه ویلي دي چي امید سته په دی نژدی وختوکي به یی یوه ټولګه د چاپ څخه راووځي.

پښتوژبي ته د ښه خدمت په خاطر یی د محترم اکادیمیسن «محمد اعظم سیستاني« کتاب چي په دري ژبه لیکل سوی وو په پښتوژبه ژباړلی دی چي اوس د چاپه راوتلی دی او د مینه والو په خد مت کي پروت دی.

کوښښ کوي چي پښتو ژبي ته وده ورکړي اوهغه د ګړدودترڅنګ دهغي لیک دود هم پیاوړی کړي.

اوس هم موږ ددې په تمه یو چي لکه څنګه چي اوس ځلیږي نورهم زیات وځلیږي او دخپلي پوهي اولیاقت وړانګي وهري خواته خوري کړی ،ترڅو د ګران هیواد ځوان نسل ورڅخه ګټه پورته کړي . وګران هیوادته دخذمت کولو په خاطر د ځوانانو څخه هیله لرو چی دده د قلمي اثاروڅخه ګټه پورته کړي ،څو وکولای سي د خپل وطن په سمسورتیا او ابادولوکی فعاله برخه واخلي .

په پای کی د خپل زړه بړاس دده په لاندی شعر باسم :

         زینې

کاشکي شعر می زینې وای ،

زه به هسي ،

پرې ختلای ،

پورته تللای ،

پورته تللای ،

تر اسمانه رسیدلای .

له اسمانه مي په مینه ،

کوز و ځمکی ته کتلای .

پر ناخوالو مي په قهر ،

تندورنه اورولای .

په هر ګوټ کي مي له پاسه ،

د خوښۍ باران کولای .

اسرافیل شپیلۍ مه هلته ،

د یو څو شیبو د پاره ،

په الهام کي اخیستلای .

بیا د شعر پر زینو می .

په تلوار را کوزیدلای .

په شپیلۍ می لر او بر کي ،

مړ پښتون را ویښولای .

وهغوی ته مي په زغرده ،

د حاکم په شان ویلای ،

چي په ګډه یې کښتۍ خپل ،

ډوبیدو څخه ژغورلای .

   ********

اوس پښتون دې په خوب تللی

زړه یې سم راکی چوولی

نه ویښیږي نه پاڅیږي

خدای دا څه ته پیدا کړی ؟

دا انسان دی که پیری دی

یا له ذاته لیونی دی

خپل سکه ورور ته پردی دی

د پردو لاس کی ښاغلی

خدای هیڅ مه وای پیدا کړی .

         ډنمارک ـ ۸ / ۲ / ۲۰۱۴

…………………

۲/۶/۱۳۹۳هـ ل

د هلمند ادبي بهیر پیغام

درُد او سلام پر سرور کائینات حضرت محمد مصطفی (ص)

د ننني نړیوال علمي او فرهنګي کنفرانس درنو ګډونوالو ته سلام، مینه اودرنښت :

د هغه هیواد په نوم چي میني يې موږ روحاً او جسماً د یوه کالبد په توګه سره یوموټي کړي یو ، دهغه هیواد په نوم چي په درد يې ، زرګونه کیلومتره لېري د نړي ګوټ – ګوټ کي د مېشت هر افغان زړه سوځي ، په نېکمرغۍ مو يې ځان او روان تسکین مومي او د هغه هیواد په نوم چي درناوي ته يې د هر خواخوږي افغان ملي احساسات سر ټیټوي.

ښکاره ده چي یو هیواد تل دخپلو با احساسو ، ویښ شعورو ، زیارکښو ، سرښندونکو او هوښیارو بچیانو په هڅو او هاند دسیالانو سره سیال کیږي ځکه د یوه هیواد جوړښت ، پرورښت او پایښت د کار او زیار په سړیو سره کیږي.

دخوښۍ ځای دی چي دګران هیوادافغانستان څخه زرګونه کیلومتره لېري د سویډن هیواد په مالمو ښار کي د ” دوستۍ فرهنګي ټولني په ابتکار، افغان کلتوري ټولني ، اریانا کلتوري ټولني، سویډن کي دفرهنګي ، ټولنیزو سازمانونو او مدني ټولنو دولتي اړوندو فرهنګي ادارو ” لخوا د هیواد دڅلورو تنو ملي هستیو او نومیالیو هر یوه ښاغلي پوهندوی محمد رسول باوري ، ښاغلي محمداکبر ایازي، ښاغلي پوهنمل حاجي محمدنوزادي او اغلي نجیبې لېمې د هڅو او احترام په ویاړ علمي او ادبي کنفرانس جوړیږي.

هیواد وال د دې څلور تنو نومیالیو او بریالیو افغانانو له زیارایستني اوسترو چوپړونو څخه منندوی او دعاګوی دي ، (هلمند ادبي بهیر) دیادو نومیالیود سترو خدمتونو قدرداني کوي او د درناوي لمانځني مبارکي ورته وايي ، دلوۍ څښتن تعالی (ج)څخه ورته د نورو بریالیتوبونو او اوږد عمر لپاره دعاګاني کوي او سوېډن هیواد کي د ټولو کلتوري ، فرهنګي اومدني ټولنو لخوا د دې ارزښتمن ادبي او علمي کنفرانس او لمانځغونډي د جوړولو مننه کوي او کور ودانی ورته وایي. پاته دي نه وي چي دهلمند مست سيند هم په پټه خوله دخوښۍ نښي څرګندوي او هره څپه يې ددې علمي غونډي ویاړمنو اوټولو برخوالوته دمبارکۍ پيغام وړاندي کوي.

په په افغاني اوادبي مینه   سید محمد حیرت دهلنمد ادبي بهیرمشرلښکرګاه ښار

…………..

دکلتوری ټولنې دځوان لخوا

بســـــــــــــــــــــــــــــــــــم ا لله ا لرحمــــــن ا لر حیم

په حاضر ه غونډه کي راجمعه ټولو ښا غلوته سلا م وایم !

خوشحا له یم پدې چي دجها ن او منطقې په سطحه د ورو ستیو پنځو سو کلونو ګړند یو حیا تي او اجتماعي پرمختګونوڅخه زموږ دهیواد منورو هم برخه مند سویدي .علا وه پر خپلو ځا نونو وبل چا ته یې هم فکر سوی دئ. څه چي دي پر ځا ن لوریږي بل همداغسي ګڼه .په تیرو کي به د ګوتو په شما ر مړو د یا د غونډي جوړېدې هغه هم چي دحکومت خوښه وای

مګر الحمد الله نن ورځ زموږ منورینود پورته ذکرسوو تحولاتو څخه مثبته ګټه پورته کړل اوس علاوه پر مړو دژوند یوستا ینه   دهغوی په ژوند کي بیله کوم قید اوفشارڅخه کوي چي پخوا داسي نه وه او یا لږ وه.

دخوښیو اونما نځنو دغونډو په دې لړۍ کي خبر سوم چي په سویډن کي “دافغا ن ددوستۍ ټولني “په زیار او ابتکار سره زما د د رانه ملګري محترم حا جي محمد “نوزادي” صاحب د علمي ،څیړنیزو، مسلکي، اد بي اوشعري تلاښونو څخه یا دونه او ستا ینه کیږي .

ستا سي دوخت په پا م کي لرلو سره به زه د محترم “نوزادي” صا حب د صداقت او علمي شخصیت په با ب دونه درته عرض کړم چي دمکتب له دورې څخه دیوه لایق ،مبارز،وطن پرست په صفت یې پیژنم. یوخوبه زه داتوان ونلرم اوبل به کا فی وخت نه وي چي د محترم “نوزادي ” صا حب پر لیکنو ،دهغه دلیکنو پرځا نکړي سبک څه ولیکم . پس نوموړي ته دښه صحت ارزو لرم .

او ددوستۍ دټولني دمشرتا به اوپه خا صه د محترم درانه لیکوال او تحلیلګر جبیب الله ” غمخور” صاحب څخه یوه د نیا مننه کوم چي دکلونو راهسي یې دافغانا نودیووالي ،بیدارۍ، تشویق ا و ستا ینو غونډي جوړي کړي دي. دتوجو مو مننه.دمتحد اوپر مختللي افغا نستا ن په هیله. منشي عبدالقیوم. داګست دمیا شتي (۹) -۲۰۱۴م کا ل.

……………

کابل افغانستان

د اپریل د میاشتې پنځمه ۲۰۱۴ز کال

دسويډن دمالمو په ښارکي ددې نړيوال علمی او ادبی کنفرانس درنو گډونوالو!

   ډیر دروند او قدرمن ورورجناب غمخور صاحب، السلام علیکم. الله (ج) مو روغ او خوشحاله لره .

په دغه خوږ زیری باندی ډیر خوشحاله شوم البته ستاسو هره لیکنه او په راډیوګانو کی مو هره مرکه خوږه او موږ ته د ستاینی او تایید وړ ده. ډیر ه   ښه خبره ده چی تاسو د څلورو تنو خواریکښو او د وطن او قام په درد دردمنو دوستانو، لیکوالو او پوهانو ددرناوی لپاره د یوی علمی غونډی تابیا کړی ده. زه هیله لرم چی ددغی درنی غونډی له ټول جریان څخه مو خبر کړی.

دروند غمخور صاحب !

پوهنوال رسول باوری هغه عالم او په خپله څانګه کی یواځینی څیړونکی دی چی د افغانستان تاریخی سیمو، آثارو، کلتوری میراث او بډای هڅووب څخه خبر او په دی برخه کی ټول شواهد او شتمنی ورته معلومی دی . ډیره هیله لرم چی دغه غونډه ددی لامل شی چی ددوی په زړونو کی له ناوړه حالاتو او د عالم او دانشمند په وړاندی اوسنی مایوس کوونکی احساسات په الهام بښونکو او انګیزه ورکوونکی فکتور بدل شی. موړ ددی وطن ټولی ناخوالی زغمو او هغه په دی دلیل چی پوهیړو چی د وطن حالات ډیر بد دی په وطن او کلتوری ـ علمی موسسو یو داسی زعامت واک لری چی په علم، تحقیق، وطنپالنی او د ملت په بیداری عقیده نه لری. پوهنمل حاجی محمد نوزادی صاحب د هیواد دیوی داسی علمی موسسی   او د تحقیق او ریسرچ د یوه لوی مرکز استازی دی چی په خپل وخت کی یی هیواد ته بیساری خدمتونه کړی دی چی موړ به په سلو کالوکی بیا دپخوانی پولیتخنیک په شان علمی مرکز پیدا نه کړو، دا موسسه په حقیقت کی د وطنپالنی یو لو او ویاړلی مرکزو.ښاغلی ایازی صاحب او ددوی درنه کورنی هم ټول پیژنی همدا راز نجیبه لیمه خور چی زه یی نه پیژنم ، خو تاسو سره خامخا داسی معیارونه شته چی هغه مو هم په دی ردیف کی ګڼلی موږ دلته په افغانستان کی ورته درناوی لرو. ډیر می غوښتل چی ستاسو غونډه کی ګډون وکړم خو دا امکامات اوس راسره نشته . زما هیله ده چی زما پیغام هلته په غونډه کی ولولی. دلته په وطن کی عالم او دانشمند پسی په سترګو لیدونکی اونه لیدونکی چړی او ټوپکونه ګرځول کیږی ، په سترګو لیدونکی ټوپکونه په ناامنه سیموکی په تیره دهیواد جنوب اوشرق کی دی او په سترګو نه لیدونکی ټوپکونه بیا په ظاهرا امن سیمو او دفترونو کی دی ، آن دا چی دهیوا پوهنتونو کی هم دا ډول وژونکی نه لیدونکی وسلی په قوت سره عمل کوی او همدا زموږ بد بختی ده، نیکمرغه یاست چی هلته په امن کی یاست. په دی هم پوهیږم چی د خوږ وطن ارمان درسره دی.ستاسو د خوښی په هیله . محمد بشير دوديال

…………

     د لوی خدای په سپېڅلي نامه

پل فکري کړۍ ویاړي چې د نړۍ په بېلابیلو هیوادونو کې افغان لیکوال او فرهنګي ټولنې د دې جوګه دي چې خپلې ویاړلې څېرې او شخصیتونه په لوړه کچه ونمانځي.

له بده مرغه نن سبا په افغانستان کې مونږ د داسې نمانځغونډو شاهدان یو چې تر ډېره د شخصي اړیکو، موخو او سلیقو له مخې جوړېږي. او ویاړلي، وړ او په کار پوه کدرونه چې ډېری یې ځوانان جوړوي حاشیې ته پاتې او ان د پرمختګ لوري یې هم د یو شمېر مافیايي کړیو له خوا ډب شوي دي.

پل فکري کړۍ د یاد موجوده وضیعت په وړاندې د خپل اعتراض غږ پورته کړی او د یو نوي فصل او باب د راتللو زیری ورکوي.

ښاغلی لرغون پوه پوهنوال محمد رسول باوري، ژورنالیست او ویاند محمد اکبر ایازي، شاعر او لیکوال پوهنمل حاجي محمد نوزادي او لیکوالو او ژورنالیسته اغلې نجیبه لیمه زمونږ د فرهنګي حوزې یادې او د ویاړلې څېرې دي. او په سویډن کې یې د افغان فرهنګي ټولنو له خوا نمانځنه پر ځای او د قدر وړ اقدام ګڼو.

پل فکري کړۍ د هرې هغې نمانځغونډې نه ملاتړ کوي کوم چې د وړتیاوو له مخې جوړېږي.

پرمختګ او بریا مو زمونږ لویه هیله ده. په درنښت پل فکري کړۍ، موًسسه شورا کابل، افغانستان

۱۳۹۱، وږی

……………….

د انورشاه انوري له خواه.

مونټری، کلفورنیا،آمريکا

د آګيست د مياشتي آتمه ۲۰۱۴ کال.

د بين المللي سمینار دایروونکو ته په خاصه توګه او په عمومي ډول ددي سمینار ټولو ګډونوالو ته د زړه له کومي احترامات

تقدیمه وم. وروسته دا چې ،دا يو ډېر ښه کار دی چې د یو چا په هکله دده د خدمتونو ، دده د زحمتونو او لاس ته راوړونو په هکله دده په ژوند کې څیړنې وشي.ستاسي دا اقدام چې د محترم استاد پوهنمل دیپلوم انجنیر حاجي محمد نوزادي صاحب، د آثارو په مناسبت بين المللي سمینار جوړيده دقدر وړ اقدام ګڼم.محترم استاد پوهنمل دیپلوم انجنیر حاجي محمد نوزادي صاحب ته اوږد عمر ښه صحت اولا زیاته کامیابي غواړم. په درنا

19 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *